• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان سترې محکمې د پروېز مشرف د اعدام سزا د هغه له مرګ یو کال وروسته تایید کړه

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۰

د پاکستان سترې محکمې د یوې ځانګړې محکمې هغه پریکړه تايید کړه، چې له مخې یې پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د اعدام په سزا محکوم شوی و. دا په داسې حال کې ده، چې پروېز مشرف یو کال وړاندې په دوبۍ کې مړ شو او په کراچۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د پاکستان د سترې محکمې د مشر قاضي فايز عیسی په مشرۍ قضايي پلاوي د چهارشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۰مه) د اسلام اباد د یوې ځانګړې محکمې د ۲۰۱۹ کال هغه پرېکړه تایید کړه، چې پکې یې پروېز مشرف ته د "لوی خیانت" په جرم د مرګ سزا اورولې وه.

په دې قضیه کې ښاغلی مشرف د پاکستان د اساسي قانون د تعلیق او په ۲۰۰۷ کال کې د بېړني حالت د اعلانولو په خاطر په «لویه خیانت» تورن شوی و.

دا قضیه په ۲۰۱۳ کې د هغه پر ​​​​وړاندې ثبت شوې وه او په ۲۰۱۹ کې هغه مجرم وپېژندل شو او په مرګ محکوم شو.

د پاکستان د سترې محکمې دغه حکم د ۲۰۲۳ کال د فېبرورۍ په ۵ مه د هغه له مړینې نېږدې یو کال وروسته صادر شو.

د پاکستان پوځي ديکتاتور پروېز مشرف په لومړي ځل په ۱۹۹۹ کال کې د يوې پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ او نهه کاله يې حکومت وکړ.

هغه بالاخره په ۲۰۰۸ کال کې استعفاء ورکړه او له پاکستانه بهر یې پناه واخیسته.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سمېع سادات: د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه لا پراخېدلی او اوږدېدای شي

۵
شننه

«ښه طالبان» او د پښتونخوا په سویلي ولسوالیو کې ناامنۍ

•
•
•

نور کیسې

د وسلوالو په برید کې د پښتنوخوا صوبايي پارلمان ته نوماند کلیم الله داوړ ووژل شو

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۷ GMT+۰

شمالي وزیرستان کې د پښتونخوا د صوبايي پارلمان لپاره نوماند کلیم الله او ور سره دوه ملګري یې د وسلوالو په برید کې ووژل شول. د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې پولیس د پېښې په تایید سره وایي، چې څه مهال مخکې کلیم الله داوړ د وسلوالو له برید څخه روغ وتلی و.

د ځايي چارواکو په خبره؛ کلیم الله داوړ د صوبايي پارلمان لپاره خپلواک نوماند و.

د نوموړي مړی روغتون ته لېږدول شوی دی.

څه مهال مخکې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د قامي اسمبلۍ پر پخواني غړي او د پي ډي اېم پر بنسټګر محسن داوړ هم برید شوی و.

باوري سرچينې: د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې وسله والو د یوې کورنۍ اته غړي وژلي دي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۴۱ GMT+۰

سرچینې وايي د لکي مروت په تختې خيلو سېمه کې تېره شپه د يوې کورنۍ اته غړي وسله والو په ډزو وژلي دي. افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) له سیمې څخه باوري سرچینې ويلي چې د نور محمد مروت په نامه د یوه تن د کورنۍ اته تنه وسله والو وژلي دي.

په وژل شویو کسانو کې څلور سړي، دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي.
سرچینې زیاتوي چې دغې کورنۍ ته په سیمه کې د ټي ټي پي د یوه ځايي قوماندان ټيپوګل مروت له لوري پخوا ګواښونه هم شوي وو. خو تر اوسه پورې نه ده په ډاګه شوې چې ولې دغې کورنۍ ته ګواښونه شوي وو.

ځايي پولیسو د خبر تر خپرېدو یو ساعت وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې په دغې پېښه کې د ۱۱ کسانو د وژل کیدو خبره کړې.
خو تر اوسه پورې د ټي ټي پي وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټيپوګل مروت د ټي ټي پي هغه قوماندان و چې د راپورونو له مخې دوه میاشتې وړاندې په کونړ کې ووژل شو.
سرچینې زیاتوي چې د سیمې خلک قهرېدلي او په وسله والو پسې یې د غچ اخیستلو په پار وسلو ته لاس کړی.
ویل کیږي تر دغې پیښې وروسته په یاده سیمه کې د ځايي پولیسو له لوري چاڼیز عملیات روان دي.
په دې ورستيو کې دا دريم ځل دی چې د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د ولسي وګړو د وژلو پېښه رامنځته کیږي.
په تېرو پنځو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په قبايلې سېمو وزيرستان،کرمه ایجنسۍ، بنو، میرعلي، لکي مروت، دېره اسمعیل خان، ټانک او نورو سیمو کې د وسله والو بریدونو له امله ولسي خلکو ته درنه مرګژوبله اوښتې.
سرچینې وايي، تېره ورځ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې مخ پټو وسله والو په سیمه کې ځايي سوداګرو او د نورو سیمو کارګرانو ته ګواښ کړی چې سیمه دې پریږدي.

د پاکستان په کوېټه کې د افغان کډوالو نجونو د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د افغان کډوالو نجونو د فوټسال ټورنمنټ چې د پاکستان په کوېټه ښار کې د افغان نجونو د عدالت غوښتنې غورځنګ له خوا جوړ شوی و، د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه) پای ته ورسېد. دغه سيالۍ درې ورځې مخکې جوړې شوې وې او د افغان کډوالو د نجونو شپږ ټيمونو پکې سيالي وکړه.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې ښځو ته باید په ټولو برخو کې د کار اجازه ورکړل شي.

دغه حرکت اعلان وکړ، چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او د روښانتیا او حق غوښتنې لپاره به ولاړ وي او له هر فرصت څخه به د افغان ښځو د پرمختګ لپاره کار کوي.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي، چې افغان نجونې د ځمکې پر سر د سترو ویاړونو د ترلاسه کولو وړتیا لري.

دغه غورځنګ په هغې اعلاميه کې چې يوه کاپي يې افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ويلي دي، چې په کويټه کې د افغان کډوالو نجونو د فوټسال د سياليو د ترسره کولو هرکلى بې ساري و.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتونکو غورځنګ ټینګار کړی، چې ښځې باید د نا امیدۍ په کندې کې ونه غورځول شي او نه هم په ژوند کولو یې بندیز ولګول شي.

طالبانو د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز سربېره پر سپورت هم بندیز لګولی دی.

د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن د روان کال په اسد کې ویلي وو، چې طالبان باید د ښځو فوټبال وګوري چې د دوی په ځواک او مهارت پوه شي.
​

د پاکستان لومړي وزیر قانون پلي کوونکو ادارو ته امر کړی چې پر پولو د قاچاق مخه ونیسي

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر د سرحدي ځواکونو، ګمرکونو او ځايي ادارې په ګډون د قانون پلي کوونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې په پولو کې د قاچاق د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي. انوارالحق کاکړ دغه حکم له افغانستان سره د ټرانزیټي سوداګرۍ د بیا کتنې په غونډه کې وکړ.

د پاکستان د انټرنشنل نیوز د دوشنبې په ورځ (د جدي ۱۸مه) خبر ورکړی، چې ښاغلي کاکړ په دې غونډه کې وويل: "د هېواد په سرحدي سيمو کې د ځانګړو اقتصادي او صنعتي زونونو په جوړولو سره بايد د خلکو لپاره بديل کار برابر شي."

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د مالیې وزیر شمشاد اختر، د بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالتونو چارواکو هم ګډون درلود.

ښاغلي کاکړ په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې د دغه هېواد څو نفوذي کسان د مالونو له قاچاق څخه ګټه پورته کوي.

هغه وويل: "د پاکستان موقت حکومت به د خپلې دورې تر پايه پورې د مالونو د قاچاق د ختمولو لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي."

په دې برخه کې ښاغلي کاکړ د ملي لوجستیک شرکت ته امر وکړ، چې د چمن په پوله کې د سکینر او معاینې د سیستم پروژې ته لومړیتوب ورکړي او بشپړه یې کړي.

افراسیاب خټک:د طالبانو او پاکستان وروستۍ ناندرې زرګري جګړه ده، خپلو کې ستراتیژیکې موخې لري

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۰۰ GMT+۰

د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی سناتور او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک د طالبانو او پاکستان تر منځ راټوکېدلی کړکېچ غولوونکې لوبه بولي او زیاتوي، چې دوی په خپلو کې سره بشپړ یووالی او اتفاق لري.

افراسیاب خټک تېره شپه افغانستان انټرنشنل ته په یو بحث کې ویلي، پاکستان د دغې لوبې په ترسره کولو سره غواړي طالبانو ته یو خپلواک دریځ ورکړي، چې د هغه په وینا په دې توګه غواړي خلک تېر باسي.

افراسیاب خټک زیاته کړه، پاکستان دغه لوبه ځکه پیل کړې چې په دې توګه غواړي په افغانستان او خیبر پښتونخوا کې د طالبانو په لاس پښتانه او بلوڅ ملتپال ووژني او له هغوی څخه غچ واخلي.
افراسیاب خټک وویل، د پاکستان د طالبانو تحریک هم د پاکستاني جنرالانو له‌خوا رامنځته شوی، روزل شوی او په وسلو سمبال شوی تحریک دی.

هغه وایي:« هغه مهال به پاکستان ویل، چې دغه تحریک د هند په ملاتړ او د افغانستان د تېر حکومت په همکارۍ رامنځته شوی، چې د افغان جمهوري نظام له پرځېدو وروسته هم پاکستان افغانستان ته د پړې ګوته نیستي؛ خو واقعیت دا دی چې نه ټي‌ټي‌پي پخوا او نه هم اوس له افغانستانه تمویلیږي، دا ټولې هغه لوبې دي چې د پاکستاني پوځیانو له‌خوا پیل شوې او په دې توګه غواړي هم په افغانستان او هم دې غاړې د پښتنو او بلوڅو بر سر خپل راج وچلوي.»
هغه په خپلو خبرو کې په سیمه کې روانه جګړه د پیل شوې سترې نړۍوالې لوبې يوه برخه یاده کړه او زیاته یې کړه، د پاکستان له بېلابېلو صوبو څخه د افغان کډوال اېستنه هم د دغې لوبې یوه برخه ده.

هغه وايي، په دې توګه نړۍوالو لوبغاړو غوښتل چې افغان کډوال په افغانستان کې د کاري فرصتونو د نشتوالي له امله اړ شي چې د ترهګرو ډلو سره یو ځای شي او په دې توګه دغه نوی ځواک د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د سرخوږي په جوړولو سره د نړۍوالو لوبغاړو موخې ترسره کړي.