سرچینې وايي، د طالبانو استخباراتو ریاست په کابل او ولایتونو کې د سلو کتابونو پر پیر پلور او بیا چاپ بندیز لګولی او ځینې یې له بازار هم ټول کړي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، ښايي دا اداره نږدې راتلونکي کې د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز ټول چاپ کتابونه وسوځوي.
د سرچینو په خبره، طالبانو په تېرو ورځو کې کابل کې د سلو کتابونو لست د خپرنځیو مشرانو ته سپارلی او ترې غوښتي یې دي چې د د دې کتابونو پر چاپ پېر او پلور بندیز دی.
طالب استخباراتو له دې خپرنځیو دا هم غوښتي چې د اړوند کتابونو نوملړ او په دې تړاو به رسینو ته نظر نه ور کوي.
په دې کتابونو کې پر پښتو او پارسي لیکل شوي او ورته را ژباړل شوي کتابونه دي، چې له ډلې یې وزیرستان: د مقاومت وروستی تمځای، پاکستان د کړنګ پر غاړه، دوه پېړۍ په افغانستان کې د بهرنیانو مداخله، له طالبانو وروسته دولت جوړونه، جنګ اشباح، «شیعه یان افغانستان گروهاها و گرفتاریها»، «نقش پاکستان در ترایژیدی خونین افغانستان» او د مولانا وحیدالدین خان ټول کتابونه شامل دي.
د طالبانو له خوا په ممنوع شویو کتابونو کې د «وزیرستان: د مقاومت وروستی تمځای» کتاب هم شامل او له بازار ټول شوی دی.
دغه کتاب د وزیرستان پر تاریخ، جغرافیا، وروستیو تحولاتو او د امارت او ملکۍ، قومي مشرتابه، ټولنیز نظام او طالبانو بحثونه لري.
دا کتاب له بازار هم ټول شوی دی
د کتاب لیکوال او خبریال نذیر احمد سهار له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې د طالبانو دغه سانسور د علم، فکر، متنوع غږونو او افکارو د ودې، او تولید خلاف وباله.
د ښاغلي سهار په خبره، پر کتابونو بندیز د افکارو د بیان، فکري تنوع او فرهنګي ارزښتونو او ازادیو د محدودولو هڅه ده چې د ټولنې د رکود سبب ګرځي: «ټوله ټولنه په خپل رنګ رنګول او تر ځان هرڅه محدودول طالبان نور هم منزوي کولای شي.»
د طالبانو استخبارات په داسې حال پر سلو کتابونو بندیز لګوي چې دې ډلې پر ۲۰۲۲ کال د کتاب ارزونې کمېسیون جوړ کړی او له هغه راهیسې یې د سوونو کتابونو د چاپ مخه نیولې ده.
طالبان وايي، دې کمېسیون سره غواړي د داسې کتابونو د چاپ او پلور مخه ونیسي چې له اسلامي ارزښتونو او د افغان ټولنې د دود خلاف وي.
طالبانو بیا واکمنېدو سره نه یوازې په افغانستان کې پر خپرنځیو مالیه لوړه کړې، بلکې له بهر یې هم افغانستان ته د کتاب پر واردولو ګمرک زیات کړی او ور سره د کتاب بازار زیانمن شوی دی.
ایراني چارواکي وايي، له عراق سره د دغه هېواد په پوله کې د ماین چاودنې له امله یو افغان ووژل او څلور ټپیان شول.
د مهران ولسوال وايي، دا کسان وړمه شپه په تیاره کې عراق ته ننوتل، چې له ماینونو ډکه سیمه کې چاودنه پرې وشوه.
علي عباس شفیعي له ایرنا سره په خبرو کې زیاتوي، له چاودنې وروسته یې له عراقي ځواکونو سره په همغږۍ ماین شنډوونکي سیمې ته واستول او له ساعتونو هڅو وروسته یې مړی او ټپیان د مهران امام حسین روغتون ته ولېږدول.
نوموړی د ټپیانو د حالت په هکله له څه ویلو پرته وایي، څلور ټپیان وروسته ایلام ښار ته ولېږدول شول.
دا لا مالومه نه ده چې پر دې کسانو یو که څو ماینونه چاودلي دي، خو د ایلام د سرې میاشتې مشر وايي، چاودنه له ماینونو د ډکې سیمې په منځ کې شوې وه او په دې دلیل یې د پېښې ځای ته دوه ډلې لېږلې وې.
د غلام رضا علي محمدي په خبره، له پنځو ګړیو هڅو وروسته د ایران او عراق د پوله ساتو په همکارۍ په دې وتوانېدل چې مړی او ټپیان په خوندي ډول د پېښې له ځای ولېږدوي.
لا هم مالومه نه ده چې دا افغانان عراق ته د څه لپاره تلل، خو د ترکیې او ایران په ګډه پوله کې د امنیتي تدابیرو زیاتېدو سره اوس افغانان د ایران د نورو ګاونډیو هېوادونو له لارې اروپا ته د تللو هڅه کوي.