د کرېکټ بورډ کلنۍ عمومي غونډه تېره ورځ په کابل کې جوړه شوه

د افغانستان کرېکټ بورډ کلنۍ عمومي غونډه پرون د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۱مه په کابل کې جوړه شوه. غونډه د کرېکټ بورډ د رییس میرویس اشرف په مشرۍ جوړه شوه، چې د بورډ ټولو غړو په کې د تېر کال لاسته راوړنو په اړه هراړخیز بحث او د ۲۰۲۴ کال لپاره پلانونه په ګوته کړل.