د هند پر وړاندې د افغانستان د شل اوریزو لوبو لړۍ نن پیلیږي

د هند پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لړۍ نن پیلیږي. دغه لوبې د کابل په وخت نن ماښام شپږ بجې د هند په موهالي کې پیلېږي.

د هند پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو لوبو لړۍ نن پیلیږي. دغه لوبې د کابل په وخت نن ماښام شپږ بجې د هند په موهالي کې پیلېږي.
په دغو لوبو کې ابراهیم ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشري پر غاړه لري.
نوموړي له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په هند کې د دغې ډلې پر وړاندې د لوبې ګټل ورته خورا ستونزمن دي؛ خو د هغه په وینا د بریا او ګټلو لپاره له بشپړ چمتوالي سره ورغلي دي.له بلې خوا په دغو لوبو کې راشد خان نه لوبېږي.هغه ته د ملا له عملیاته وروسته په دغو لوبو کې د لوبېدو اجازه نه ده ورکړل شوې، ځکه چې په بشپړه توګه نه دی رغېدلی.د هند له لوبډلې هم ویراټ کوهلي په لومړنۍ لوبه د شخصي بوختیاوو له امله نه شي لوبېدلی؛ خو پاتې دوو نورو کې به ګډون وکړي.افغانستان تر دې وړاندې هم له هند سره څلور شل اوریزې لوبې کړې دي؛ خو هغه څلور لوبې هند ترې ګټلې وې.


د افغانستان د کرېکټ لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وايي؛ د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام له رارسېدو وړاندې ټوله لوبډله پر توپ وهنې کار کوي. هغه وايي، چې د هند پر وړاندې په خپله خاوره کې لوبه کول ستونزمن کار دی، خو دوی د ګټلو لپاره راغلي دي.
ابراهیم ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۰مه) هندي رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې له ملي لوبډلې د خلکو تمې ډېرې شوي. په هېواد کې یوازینی شی چې د افغانستان خلکو ته خوښي ورکوي هغه کرېکټ دی.
هغه زیاته کړه؛ په کور کې دننه له هند سره مخ کېدل به ستونزمن وي؛ خو دوی د شل اوریز نړۍوال جام څخه د مخه د خپل توپ وهنې ښه کولو په لټه کې دي.
ابراهیم ځدړان وایي: «د هند پر وړاندې په خپله خاوره کې لوبه کول ستونزمن کار دی، خو موږ د ګټلو لپاره راغلي یو، خپل مهارتونه به وښیو. موږ شل اوریز لوبو لپاره ډېر ښه لوبغاړي لرو او موږ په دې فارمټ کې ښه یو، زه ډاډه یم چې موږ به ښه لوبه وکړو.»
ځدراڼ زیاته کړې، موږ د نړۍ یو له غوره سپېنرانو څخه یوو، تېز توپ اچوونکي هم لرو خو زموږ موخه د توپ وهنې مهارتونو ته وده ورکول دي.
افغانستان د ای سي سي په شل اوریز نړۍوالو لوبو لېست کې لسم ځای لري.
افغانستان او کوربه هېواد هند به د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۱مه) د خپلو درې شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه کې د موهالي په پي سي ای لوبغالي کې سره مخامخ شي. دویمه او درېیمه لوبه به اندور او بنګلور کې ترسره شي.
د افغانستان او هند تر منځ پنځه شل اوره نړۍوالې لوبې ترسره شوي، چې یوه یې هم افغانستان نه ده ګټلې. په پنځو لوبو کې ۴ هند ګټلي او یوه بې پایلې پای ته رسیدلې.

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر ابراهیم ځدراڼ وايي، وتلی ستوری راشد خان د ملا عملیاتو له امله له هند سره راتلونکې لوبلړۍ کې لوبېدلی نشي. راشد خان څه مهال مخکې لندن کې د ملا عملیات کړي او ویل کېږي لا هم پکار ده چې ارام وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، له هند سره د شل اوره لوبلړۍ د پیلېدو په درشل کې نن ابراهیم ځدراڼ وویل، «هغه پوره جوړ نه دی، خو له ډلې سره په دې سفر کې شته، هغه له ډاکټر سره پر خپله روغتیا بوخت دی، موږ به یې لوبلړۍ کې نه لرو. »
۲۵ کلن خان د افغانستان د شل اوره کرېکټ تر ټولو ځواکمن لوبغاړی دی.
هغه په تېر شل اوره نړیوال جام کې د افغان لوبډلې مشر و او له ۲۰۱۷ کال راهیسې د هند پریمیر لیګ کې لوبېږي.
ابراهیم ځدران هم د راشد خان تشه احساسوي، خو زیاتوي: «له راشد خان پرته به هم موږ هڅه کوو، د هغه تجربې زموږ لپاره مهمې دي، خو دا کرېکټ دی او ته باید په هر ډول حالاتو کې تیار اوسې.»
راشد خان تېر نومبر کې د ملا درد له امله په لندن کې عملیات وکړل او له امله یې د اسټرالیا او سوېلي ا فریقا په لیګونو کې هم نشي لوبېدلی.
د افغانستان ملي لوبډله د هندوستان لوبډلې سره سبا د جنورۍ پر ۱۱ لومړنۍ لوبه لري، په ۱۴مه او ۱۷مه ور سره پاتې دوه لوبې کوي.
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له هندوستان سره د دوه اړخیزه شل اوره لوبو سیالۍ کوي.

د افغان کډوالو نجونو د فوټسال ټورنمنټ چې د پاکستان په کوېټه ښار کې د افغان نجونو د عدالت غوښتنې غورځنګ له خوا جوړ شوی و، د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه) پای ته ورسېد. دغه سيالۍ درې ورځې مخکې جوړې شوې وې او د افغان کډوالو د نجونو شپږ ټيمونو پکې سيالي وکړه.
د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې ښځو ته باید په ټولو برخو کې د کار اجازه ورکړل شي.
دغه حرکت اعلان وکړ، چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او د روښانتیا او حق غوښتنې لپاره به ولاړ وي او له هر فرصت څخه به د افغان ښځو د پرمختګ لپاره کار کوي.
د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي، چې افغان نجونې د ځمکې پر سر د سترو ویاړونو د ترلاسه کولو وړتیا لري.
دغه غورځنګ په هغې اعلاميه کې چې يوه کاپي يې افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ويلي دي، چې په کويټه کې د افغان کډوالو نجونو د فوټسال د سياليو د ترسره کولو هرکلى بې ساري و.
د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتونکو غورځنګ ټینګار کړی، چې ښځې باید د نا امیدۍ په کندې کې ونه غورځول شي او نه هم په ژوند کولو یې بندیز ولګول شي.
طالبانو د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز سربېره پر سپورت هم بندیز لګولی دی.
د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن د روان کال په اسد کې ویلي وو، چې طالبان باید د ښځو فوټبال وګوري چې د دوی په ځواک او مهارت پوه شي.

د بنګله دېش الراونډر شکېب الحسن د یوه مینهوال په وهلو سره جنجال راپورته کړ. په خواله رسنۍ کې خپره شوې ویډیو ښیي، چې د شکېب الحسن یو مینهوال غواړي له هغه سره سیلفي واخلي؛ خو د هغه له غوسې سره مخ کېږي او څپېړه ورکوي.
شکېب الحسن د کرېکټ په لوبغالي کې هم په غوسه کولو پیژندل شوی، د ۲۰۲۳ نړۍوال جام په لړ کې د توپ وهونکي وخت نیولو په ګډون د یو لړ پخوانیو جنجالونو سره مخامخ شوی.
دغه پېښه د رایې ورکولو په یوه مرکز کې رامنځ ته شوه، هلته چې شکېب خپله رایه کارولې وه.
د بنګله دېش لوبډلمشر د یکشنبې په ورځ په عمومي ټاکنو کې په پارلمان کې څوکۍ وګټله.
۳۶ کلن شکېب الحسن خپل سیال ته د ماګورا په لویدیځ کې د ۱۵۰۰۰۰ رایو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې پر درېیو لوبغاړو لګېدلي بندیزونه لرې شول. په خبرپاڼه کې راغلي، اوس به دغو لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې مرکزي قراردادونه ترلاسه کړي او په سوداګریزو لیګونو کې برخه واخلي.
د خبرپاڼې له مخې، دغو درېیو لوبغاړو مرکزي قراردادونه لاسلیک کړي دي؛ خو د دغو لوبغاړو پر وړاندې یو لړ اصول وضع شوي، چې په راتلونکې کې له ورته پېښې سره مخ نه شي.
خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې له دې وروسته به د دغو لوبغاړو له ډسپیلن او فعالیته کلکه څارنه کېږي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر میرویس اشرف ویلي، چې په لوبډله کې د دغو لوبغاړو د حضور اهمیت ته په کتو سره دغه بدلونونه رامنځته شوي دي.
هغه هیله څرګنده کړه، چې لوبغاړي به د لوبډلې بریا ته ژمن پاتې شي او د افغانستان لپاره به ویاړونه راوړي.
هغه زیاته کړه:« بې له شکه لوبغاړو د لوبډلې په بریا کې مرسته کړې او د خپلو ارزښتونو څخه یې د ملت استازیتوب کړی دی. موږ هیله لرو، چې دوی په راتلونکي کې د ورته ناخوالو څخه ډډه وکړي؛ ځکه موږ تمه لرو چې دوی به په ښه بڼه د هېواد استازیتوب وکړي.»
تر دې وړاندې د ډسمبر په پیل کې مجیب الرحمن، فضل حق فاروقي او نوین الحق د افغانستان کرېکټ بورډ ته د مرکزي قراردادونو څخه د لغوه کېدو خبر ورکړی و، چې په ځواب کې کرېکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې د دوی د ۲۰۲۴ کال مرکزي قراردادونه وځنډوي او همدارنګه یې په سوداګریزو لیګونو کې د دوی پر لوبو د دوه کلن بندیز پرېکړه کړې وه.