• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځدراڼ: د هند پر وړاندې په هندوستان کې لوبه کول ستونزمن کار دی خو د ګټلو لپاره راغلي یو

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وايي؛ د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام له رارسېدو وړاندې ټوله لوبډله پر توپ وهنې کار کوي. هغه وايي، چې د هند پر وړاندې په خپله خاوره کې لوبه کول ستونزمن کار دی، خو دوی د ګټلو لپاره راغلي دي.

ابراهیم ځدراڼ د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۱۰مه) هندي رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې له ملي لوبډلې د خلکو تمې ډېرې شوي. په هېواد کې یوازینی شی چې د افغانستان خلکو ته خوښي ورکوي هغه کرېکټ دی.

هغه زیاته کړه؛ په کور کې دننه له هند سره مخ کېدل به ستونزمن وي؛ خو دوی د شل اوریز نړۍوال جام څخه د مخه د خپل توپ وهنې ښه کولو په لټه کې دي.

ابراهیم ځدړان وایي: «د هند پر وړاندې په خپله خاوره کې لوبه کول ستونزمن کار دی، خو موږ د ګټلو لپاره راغلي یو، خپل مهارتونه به وښیو. موږ شل اوریز لوبو لپاره ډېر ښه لوبغاړي لرو او موږ په دې فارمټ کې ښه یو، زه ډاډه یم چې موږ به ښه لوبه وکړو.»

ځدراڼ زیاته کړې، موږ د نړۍ یو له غوره سپېنرانو څخه یوو، تېز توپ اچوونکي هم لرو خو زموږ موخه د توپ وهنې مهارتونو ته وده ورکول دي.

افغانستان د ای سي سي په شل اوریز نړۍوالو لوبو لېست کې لسم ځای لري.

افغانستان او کوربه هېواد هند به د پنجشنبې په ورځ (د جنورۍ په ۱۱مه) د خپلو درې شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه کې د موهالي په پي سي ای لوبغالي کې سره مخامخ شي. دویمه او درېیمه لوبه به اندور او بنګلور کې ترسره شي.

د افغانستان او هند تر منځ پنځه شل اوره نړۍوالې لوبې ترسره شوي، چې یوه یې هم افغانستان نه ده ګټلې. په پنځو لوبو کې ۴ هند ګټلي او یوه بې پایلې پای ته رسیدلې.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

راشد خان له هند سره لوبلړۍ کې نشي لوبېدلی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۴۶ GMT+۰

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې مشر ابراهیم ځدراڼ وايي، وتلی ستوری راشد خان د ملا عملیاتو له امله له هند سره راتلونکې لوبلړۍ کې لوبېدلی نشي. راشد خان څه مهال مخکې لندن کې د ملا عملیات کړي او ویل کېږي لا هم پکار ده چې ارام وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، له هند سره د شل اوره لوبلړۍ د پیلېدو په درشل کې نن ابراهیم ځدراڼ وویل، «هغه پوره جوړ نه دی، خو له ډلې سره په دې سفر کې شته، هغه له ډاکټر سره پر خپله روغتیا بوخت دی، موږ به یې لوبلړۍ کې نه لرو. »

۲۵ کلن خان د افغانستان د شل اوره کرېکټ تر ټولو ځواکمن لوبغاړی دی.

هغه په تېر شل اوره نړیوال جام کې د افغان لوبډلې مشر و او له ۲۰۱۷ کال راهیسې د هند پریمیر لیګ کې لوبېږي.

ابراهیم ځدران هم د راشد خان تشه احساسوي، خو زیاتوي: «له راشد خان پرته به هم موږ هڅه کوو، د هغه تجربې زموږ لپاره مهمې دي، خو دا کرېکټ دی او ته باید په هر ډول حالاتو کې تیار اوسې.»

راشد خان تېر نومبر کې د ملا درد له امله په لندن کې عملیات وکړل او له امله یې د اسټرالیا او سوېلي ا فریقا په لیګونو کې هم نشي لوبېدلی.

د افغانستان ملي لوبډله د هندوستان لوبډلې سره سبا د جنورۍ پر ۱۱ لومړنۍ لوبه لري، په ۱۴مه او ۱۷مه ور سره پاتې دوه لوبې کوي.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان له هندوستان سره د دوه اړخیزه شل اوره لوبو سیالۍ کوي.

د پاکستان په کوېټه کې د افغان کډوالو نجونو د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

۱۹ مرغومی ۱۴۰۲ - ۹ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۴ GMT+۰

د افغان کډوالو نجونو د فوټسال ټورنمنټ چې د پاکستان په کوېټه ښار کې د افغان نجونو د عدالت غوښتنې غورځنګ له خوا جوړ شوی و، د سې شنبې په ورځ (د جدي ۱۹مه) پای ته ورسېد. دغه سيالۍ درې ورځې مخکې جوړې شوې وې او د افغان کډوالو د نجونو شپږ ټيمونو پکې سيالي وکړه.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې ښځو ته باید په ټولو برخو کې د کار اجازه ورکړل شي.

دغه حرکت اعلان وکړ، چې خپلې مبارزې ته به دوام ورکوي او د روښانتیا او حق غوښتنې لپاره به ولاړ وي او له هر فرصت څخه به د افغان ښځو د پرمختګ لپاره کار کوي.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ وايي، چې افغان نجونې د ځمکې پر سر د سترو ویاړونو د ترلاسه کولو وړتیا لري.

دغه غورځنګ په هغې اعلاميه کې چې يوه کاپي يې افغانستان انټرنشنل ته لېږلې ويلي دي، چې په کويټه کې د افغان کډوالو نجونو د فوټسال د سياليو د ترسره کولو هرکلى بې ساري و.

د افغانستان د ښځو د عدالت غوښتونکو غورځنګ ټینګار کړی، چې ښځې باید د نا امیدۍ په کندې کې ونه غورځول شي او نه هم په ژوند کولو یې بندیز ولګول شي.

طالبانو د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار بندیز سربېره پر سپورت هم بندیز لګولی دی.

د برېتانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسن د روان کال په اسد کې ویلي وو، چې طالبان باید د ښځو فوټبال وګوري چې د دوی په ځواک او مهارت پوه شي.
​

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله له هند سره د دوه اړخیزې لوبلړۍ ترسره کولو لپاره هند ته رسېدلې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۲ - ۸ جنوری ۲۰۲۴، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان ملي لوبډله د هند موهالي ښار ته رسېدلې ده. د افغانستان ملي لوبډله به د هندوستان لوبډلې سره د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، ۱۴مه او ۱۷مه درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د افغانستان ملي لوبډله په لومړي ځل د هندوستان سره د دوه اړخیزه شل اوریزو لوبو سیالۍ تر سره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د (مرغومي ۱۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې افغان ملي لوبډله د شل اوریزې لوبلړۍ ترسره کولو لپاره د هند موهالي ښار ته رسیدلې ده.

د افغانستان د شل اوریزه ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان او د ملي لوبډلې روزونکی جانتن ټراټ هم له لوبډلې سره یو ځای شوي دي.

خو د یادې لوبلړۍ لپاره به د ملي لوبډلې لوبډلمشري د ابراهیم ځدراڼ پر غاړه وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې یوه ویډیو کې راشد خان وایي: «موږ له هندوستان سره لومړی ځل درې شل اوریزه لوبې لرو، لومړۍ لوبه د جنوري په ۱۱مه، دویمه لوبه ۱۴مه او دریمه لوبه په ۱۷مه ده. زموږ هدف د لوبې ګټل او ښه ځلیدل دي چې هیواد ته خوشحالي راوړو.»

همدارنګه د افغان ملي لوبډلې روزونکی جانتن ټراټ د لوبډلې د چمتوالي خبر ورکوي او وايي له هند سره به افغان لوبډله ښې لوبې تر سره کړي: « له هند سره دغه د افغانستان د شل اوریزه لوبو لومړۍ لوبلړۍ ده زه هیله لرم چې ښې لوبې به ولرو.»

هندوستان هم له افغانستان سره د شل اوریزه لوبلړۍ لپاره د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ لوبډله اعلان کړې ده.

افغان کرېکټ بورډ د هندوستان په وړاندې د ۳ شل اوره سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د افغان لوبغاړو ۱۹ کسيز نوملړ اعلان کړ، چې په لومړي ځل به له هند سره درې شل اوره لوبې تر سره کوي. د لوبډلې مخکنی کفتان راشد خان ارمان د لوبډلې برخه دی، خو د ملا د عملياتو له کبله ممکن ونه لوبيږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوې کمېټه وایي، د ابراهيم ځدران په لوبډلمشرۍ دا لوبډله به خپل لومړۍ لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ «جنوري ۱۱مه» په هند کې و کړي.

د سياليو دوهمه لوبه به د روانط جنوري میاشتې په ۱۴ او درېمه لوبه پر ۱۷ مه نېته وشي.

افغان کرېکټ بورډ وايي، چې دې سیالو ته يې په لومړي ځل ۱۹ لوبغاړي ټاکلي چې له مخې یې د شل اوره نړیوال جام سياليو ته غوره لوبډله وټاکي.

د هند په وړاندي په افغان کرېکټ لوبډله کې « ابراهيم ځدران لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام عليخيل«ویکټ ساتونکي»، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه زرمتی، محمد نبي، نجیب الله ځدران، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد، سلیم ساپی، ګلبدین نایب او راشدخان» شامل دي.

د افغان کرېکټ بورډ مشر ميرويس اشرف له هند سره په لومړۍ ځل د دریو شل اوره لوبو پيل د افغان لوبغاړو لپاره اغېزناک بولي

څو ورځي مخکي افغان کرېکټ لوبډلې له متحده عربي اماراتو د دريو سیالیو شل اورره لوبلړۍ وګټله.

اسټرالیا له پاکستان کرېکټ لوبډلې د ټېسټ لوبلړۍ وګټله

۱۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۶ جنوری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۸ GMT+۰

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې په دغه هېواد کې نن په وروستۍ لوبه کې پاکستان ته په ماتې ور کولو سره د لوبلړۍ درې واړه سیالۍ وګټلې. د پاکستان کرېکټ لوبډلې نن سیډیني کې د لوبو په شپږمه ورځ ۱۳۰ منډې هدف وټاکه، خو اسټرالیا د دوو لوبغاړو سوځېدو سره دا هدف پوره کړ.

اسټرالیا په په لومړنۍ ټېسټ لوبه کې پر ۷۹ او دویمه کې پر ۳۶۰ منډو لوی توپیر پاکستان مات کړی و.

د پاکستان د کرېکټ ډایرېکټر محمد حفیظ وايي، دې لوبډلې ښه لوبه وکړه، خو له ځینې چانسونو یې کار وانه خیست او د ځینې کېچونو غورځېدو سره یې ماتې وخوړه.

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ له نږدې ۲۵ کلونو راهیسې په اسټرالیا کې ټېسټ لوبلړۍ کېږي، خو ویل کېږي یوه لوبلړۍ هم پاکستان نه ده ګټلې.