• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران او پاکستان چارواکي سبا اسلام اباد کې پر افغانستان خبرې کوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۴ GMT+۰

ډیپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټاکل شوې سبا ایراني او پاکستاني چارواکي په اسلام اباد کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي. د سرچینو په وینا، اسلام اباد او تهران اندېښمن دي چې د افغانستان خاوره د دوی پرضد کارېږي.

سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته وویل، چې ټاکل شوې د ایران د ولسمشر د استازي حسن کاظمي قمي په مشرۍ لوړ پوړی ایرانی پلاوی سبا اسلام اباد ته ولاړ شي.

د سرچينو د مالوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې له دریو تر څلورو کسان شامل دي، چې د افغانستان په اړه د ايران د سیاستونو په تنظيمولو کې مهم رول لري او په پام کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني او د بهرنيو چارو له موقت وزير جليل عباس جيلاني سره هم وګوري.

ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي، پاکستان او ایران دا مهال د افغانستان اړوند یو ډول حالت کې دي: « که څه هم دواړه هېوادونه له طالبانو سره نسبتاً ښې اړیکې لري؛ خو د خپلو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې کارېدو په اړه ځینې اندېښنې هم ورسره دي.»

ایراني چارواکو ویلي، چې جېش العدل ډلې د کرمان په وروستي مرګوني برید کې له تاجکستاني بریدګرو کار اخېستی دی.

د دغو چارواکو په وینا، د دغه برید عاملین د افغانستان د نیمروز ولایت له لارې ایران ته داخل شوي وو.

خو طالبان او د داعش پخوانی مشر وايي، د ایران بریدګر د پاکستان له لارې ایران ته تللي وو.

سرچینو وویل، جېش العدل او د ایران نورې مخالفې ډلې د افغانستان خاوره کاروي. د دوی په وینا، د کرمان له برید وروسته حسن کاظمي قمي د طالبانو د ریاست الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره مهمه ناسته لرلې ده.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

غزني کې د طالبانو والي: ملګري ملتونه او نورې ادارې باید زموږ د اصولو چوکاټ کې فعالیت وکړي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۰

د غزني لپاره د طالبانو والي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له مشر سره ليدنه کې غوښتي، چې دوی بايد د دې ډلې «د اصولو او پاليسي په نظر کې نيولو سره فعالیت وکړي.» د طالبانو د امر بالمعروف وزیر له له یوناما غوښتي چې خپل راپورونه له نشر مخکې له دوی سره شریک کړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، محمد امين عمري په دې ولایت کې د پرمختيايي چارو او ولس ته د کاري زمینې برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د فعالیت هرکلی وکړ، خو د دې ادارې استازي په وینا کې یې زیاته کړه: «ستاسو او نورو بهرنيو ادارو فعالیتونه باید د اسلامي امارت د اصولو او پاليسي مطابق ترسره شي.»

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې برخې مشر ريچارد ترينچ په حواله ویل شوي چې غواړي په دې ولایت کې د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ په برخو کې فعاليت او همکاري وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو ‏د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو اداره يوناما پر یوه طرقه قضاوت تورنه کړې ده او ویلي یې دې د افغانستان په هکله دې پر یوه موضوع له قضاوت مخکې هغه له دې ډلې په تېره د نوموړي وزارت سره شریکه کړي.

د محمد خالد حنفي په خبره، یوناما بايد د افغانستان په تړاو له يو طرفه او له حقايقو لرې راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.

د طالب چارواکو دا خبرې له هغه وروسته دي چې یوناما څو ورځې مخکې د یوناما د ښځو د نیولو په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

بلوچستان او پښتونخوا کې ۴ پاکستاني سرتېري او ۴ وسلوال ووژل شول

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۵۸ GMT+۰

د بلوچستان په کېچ کې نن د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر ګاډي چاودنه شوې چې له له امله یې څلور سرتېري ووژل او درې ټپیان شول. تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو بلوڅ بېلتونپال په بلوچستان کې تر ډېره پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

له بلې خوا د پاکستان پوځ وايي، په پښتونخوا کې یې دوو جلا عملیاتو کې څلور وسلوال ووژل.

پوځ نن په یوه بیان کې زیاتوي چې دوه وسلوال یې شمالي وزیرستان او دوه نور یې د ډیره اسماعیل خان په کلاچۍ کې وژلي دی.

په دې دواړو سیمو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان بریدونه ډېر شوي دي.

ایرانی چارواکی: د کمال خان بند بشپړېدو سره هامون نړیوال ډنډ وچ شو

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د ایران د سیستان بلوچستان د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست وايي، په افغانستان کې د کمال خان بند بشپړېدو سره دغه ولایت او هامون نړیوال ډنډ وچ شو او خلکو اسما ته سترګې نیولې دي. کمال خان بند د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې بشپړ او اوبه پکې ډنډ شوې.

محمد رضا علیمرادي له ایرنا سره خبرو کې زیاتوي چې نږدې دوه کاله مخکې د نیمروز په ګودزره کې اوبه وغړول شوې او له هغه راهیسې بیا ایران خپلې اوبه ترلاسه نه کړې.

هغه زیاتوي چې پخوا به له سایبریا هامون ډنډ ته مرغۍ تلې، خو اوس په افغانستان کې ګودزره ته ځي او ژمی هلته تېروي.

د ایران پارلمان کې د زابل استازی حبیب الله دهمرده هم وایي چې کمال خان بند ایران ته د هلمند سیند د اوبو رسېدلو ستر خنډ دی.

د هغه په خبره، د ایران د پولې په اتیا کیلومترۍ کې د دې بند له جوړېدو راهیسې بیا دهلمند اوبه نه دي پرېښودل شوې او په دې دلیل دغه سیند د ایران لور ته وچ دی.

ایرنا خبري اژانس هم وايي چې د دې بند جوړېدو سره نه یوازې د اوم لوی نړیوال ډنډ هامون وچ شوی، بلکې د خلکو ژوند، کاروبار او چاپېریال هم اغېزمن شوی دی.

د سیستان بلوچستان د چاپېریال ساتنې ادارې مشر دا هم وايي، چې له طالبانو سره پر اوبو بیا بیا خبرې شوې او دې ډلې ژمنه کړې چې که بارانونه ډېر شي، نو د ایران د اوبو حق پر ځای دی.

د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون له مخې افغانستان اړ دی چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعب او په کال کې ۸۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ورکړي. دغه تړون د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د دواړو اړخونو د لومړيو وزیرانو له خوا لاسلیک شوی دی.

د کمال خان بند تر جوړېدو وروسته ایرانیان نیوکه کوي چې دوی ته اوبه نه ور پرېښودل کېږي، خو طالبان وايي، وچکالی ده او دوی اوبه نه دي ستنې کړې.

له دې سره د ایران د ولسمشر په ګډون ګڼو ایراني چارواکو طالبانو ته د حقابې د تامین په اړه خبرداری ورکړی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي د تېر کال د اپریل په وروستیو کې د ایران د حقابې په اړه طالبانو ته جدي خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې طالبان باید دا خبرداری جدي ونیسي "بیا وروسته شکایت ونه کړئ چې موږ ته نه وو ویل شوي."

طالبان: د افغانانو د روغتيا لپاره له ایران سره دوه اړخيزې همکارۍ ته اړتيا لرو

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د روغتيا وزير ويلي، د روغتيا په برخه کې د ایران تجربو ته اړتيا لري او غواړي، چې له ایران سره دوه اړخيزه روغتيايي همکاري پراخه کړي. قلندر عباد وايي، جې روغتيايی برخه کې د ایران له تجربو د ګټې اخيستنې، د روغتيايي سيستم د پياوړتيا او د ساري ناروغيو د کنټرول په لټه کې دي.

د طالبانو د روغتيا وزير قلندر عباد په اسلام باد کې د روغتيا نړیوال امنيت د غونډې په يوې برخه کې د ایرنا له خبريال سره په مرکه کې ويلي، « دواړه هېوادونه د شرایطو په درک کولو سره د افغانانو د روغتيا د ښه کولو لپاره ځانګړي فرصتونه رامنځ ته کولای شي.»

د طالبانو د حکومت د روغتيا وزير په ایران کې د پنځمې غونډې وروستي سفر ته په اشارې وويل: « په ایران کې مو خلګو ته په بېلا ـ بېلو برخو کې د خدماتو وړاندې کول او پرمختګونه ولېدل، د روغتيا او د ساري نارغيو سره مبارزه زموږ باور زياتوي، چې د افغانانو له لپاره دوه اړخيزې همکارۍ پراخي کړو.»

نوموړي له ګاونډيو او په ځانګړې توګه له ایرن سره دوه اړخيزې همکارۍ مهمې وبللې او زياته يې کړه، چې د روغتيا، ويروسونو او ساري ناروغيو په برخو کې ننګونې هيڅ حد او پوله نه پېژنې.

د هغه په خبره: « د روغتيا په برخه کې د ګډو ننګونو د له منځه وړلو لپاره د ولسونو ګډون او د سېمې د حکومتونو ترمنځ همکاري مهمه ده.»

بلاول بوټو زرداري: بې پرې، ازادې او عمومي ټاکنې غواړو

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۳ GMT+۰

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، ګوند یې ازادې، مناسبې او عمومي ټولټاکنې غواړي. نوموړي نن د پنجاب په ملتان کې خبري غونډې ته وویل، ګوند یې د ولس د ستونزو کمول او اقتصادي ټیکاو جوړول غواړي.

ښاغلي زرداري زیاته کړه، چې دغه ګوند د حلکو د ستونزو د حل لپاره په ټاکنو کې ګډون کوي او په بریالیتوب سره به دا ډله انفلاسیون کنټرول او د توکو بیې کمې کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې نور ګوندونه د اشرافو لپاره ټاکنو کې برخه اخلي، خو پیپلز ګوند د ولس او غریبو عوامو لپاره دا کار کوي.

د پاکستان ټاکنې د راتلونکې میاشتې پر اتمه کېږي او هغه هم په داسې حال چې په دغه هېواد کې اقتصادي او امنیتي حالت خراب دی.

مخکښو ګوندونو ته په ټاکنیزو منډو ترړو کې تر ټولو مهمه موضوع د دغه هېواد خراب اقتصادي حالت کنټرولول او امنیت ټینګول دي.