• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر بوشکه يي بمونو سینګار موزیم؛ طالب چارواکو د میدان وردګ له "جهادي موزیمه" لیدنه وکړه

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۴۴ GMT+۰

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور د میدان وردګو ولایت له موزیم څخه، چې د تاریخي اثارو سربېره د بوشکه يي بمونو په شمول د طالبانو په لاس جوړ پوځي تجهیزات هم پکې ساتل کیږي، لیدنه کړې.

په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر حبیب الله مجاهد ویلي، د دغه موزيم د جوړېدو موخه د "جهاد د يادونو ژوندي ساتل" دي.

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور له دغه موزیم د لیدنې پر مهال د دغه موزیم جوړېدل د «ستاینې» وړ کار بللی او د موزیم د «پراختیا او بډاینې» پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر حبیب الله مجاهد زیاته کړې، هغه پوځي او جنګي وسایل، چې دغې ډلې د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال جوړ کړي، دغه موزیم کې ساتل کېږي.

هغه ادعا کوي، چې د دغو پوځي وسلو په جوړولو او کارولو سره طالبانو "د نړۍ زبرځواک لکه امریکا او متحدینو ته یې ماته ورکړې ده."

100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا خپرو شویو انځورونو کې پر ماینونو، لاسي بمونو، په لاس جوړو شوو راکېټونو او ځینې لرغونو اثارو سربېره، په دې موزیم کې د ژېړو بوشکو په نوم بوشکه يي بمونه هم لیدل کېږي.

ژېړ بوشکه يي بمونه په تېرو دوو لسیزو کې د طالب جنګیالیو لخوا کارول شوي تر ټولو وژونکي وسلې دي.

پخوانیو حکومتي چارواکو په وار وار ویلي، چې طالبانو د همدې بمونو پرمټ په زرګونه عامه تاسیسات او سړکونه ویجاړ کړي او په زرګونو ملکي وګړي وژلي دي.

100%

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر له دغه موزیم څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې طالبانو د بوشکه يي او سړک غاړې ماینونو له لارې د امریکا په څېر د نړۍ زبر ځواک ته ماته ورکړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې دغه ډله د افغانستان د ټولو ولایتونو په مرکزونو کې د «جهادي ارزښتونو د ساتنې» لپاره موزیمونه جوړوي.

ترویج لرونکی

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟
۱
روغتیا او ژوند

ولې مو وېښته توییږي او څنګه یې مخه ونیسو؟

۲
روغتیا او ژوند

طالبان وایي د دوی د واکمنۍ پرمهال د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه زیات شوي دي

۳
ځانګړی

د طالبانو د مخابراتو وزیر په کابل کې د نوري فایبر د غځولو چارې تر امر ثاني پورې وځنډولې

۴

سي‌بي‌اېس: ایران خپلې ځینې پوځي او ملکي الوتکې پاکستان او افغانستان ته لېږدولي

۵

مولانا فضل الرحمن: په پاکستان کې هېڅ ډول حکومت شتون نه لري

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمان: د طالبانو له ټولو مشرانو سره مې لیدلي،‌ اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزو

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۱ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلیویزیون سره په یو مرکه کې ویلي چې افغانستان ته د سفر پر مهال یې د طالبانو د امارت له ټولو مشرانو سره لیدلي او تود هرکلی یې شوی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده سره د مولانا فضل الرحمان د لیدنې په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي وو، خو اوس مولانا فضل الرحمن وايي چې د طالبانو له ټولو مشرانو سره یې لیدلي دي،‌ هغه د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.‌

د پاکستان د جمعیت علمانی اسلام ګوند مشر،‌ په دغه مرکه چې د شنبې په ورځ – د مرغومې ۲۳ مه – خپره شوې، ویلي چې د طالبانو د مشرانو سره له لیدنې وروسته ورته معلومه شوه چې د دغې ډلې مشران په زړه کې له یو پاکستاني سره څومره ډیره مینه لري. هغه ویلي چې د طالبانو د مینې دغه پیغام به د پاکستان هر بچي ته رسوي.

نوموړی، چې د طالبانو د معنوي پلار په توګه همی یادیږي، افغانستان ته د خپل سفر موخې ته په اشارې سره وايي چې له پیله یې د طالبانو د دريځ ملاتړ کړی او د پرځیدلي جمهوریت او امریکا پر وړاندې د طالبانو بري مبارکي یې یو اخلاقي مسوولیت وو.

ښاغلي الرحمن په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه جهاد بللی وو او ویلي وو چې پر دغه هیواد یرغل شوی او د یرغل پر وړاندې جګړه روا ده.

مولانا فضل الرحمان اوس وايي: “مونږ افغانستان له ځانه جدا ندی بللی، مونږ دا هیواد د خپل هیواد په شان بولو، دې ملت ته د خپل ملت په نظر ګورو.”

هغه وايي چې د جمعیټ علمای اسلام په استازیتوب افغانستان ته راغلی او د پاکستان د حکومت رسمي استازولي نه کوي، خو د پاکستان حکومت یې د دغه سفر په اړه خبر کړی او د هغوی موافقه یې اخیستې وه.‌

نوموړی وايي: “جمعیت علمای اسلام په پاکستان کې یو ستر مذهبي او سیاسي ګوند دی او زمونږ موخه دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې پراخې او ښې شي. هره موخه چې د حکومت موافقه ورسره نه وي، نیمګړې پاتې کیږي.‌”

“د دواړو هیوادونو په اړیکو کې نوی فصل”

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وايي،‌ افغانستان ته یې دا لومړی سفر دې او په دې یو سفر د طالبانو او پاکستان ترمنځ شته ټولې ستونزې نشي هواریدای.‌ هغه وايي:” په دې سفر کې د ستونزو د حل لپاره یوه زمینه او ماحول جوړ شوی دی.“

هغه هیله ښودلې چې افغانستان ته د ده په راتګ سره به د طالبانو او پاکستان ترمنځ ستونزې هوارې شي.

نوموړي وايي:‌ “پاکستان او افغانستان د یو بل ضرورت دی. زه د هغه ګیلو د ختمولو لپاره راغلی یم چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شتون لري، مونږ غواړو چې په د دواړو هیوادونو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزو او هغه وضعیت پای ته ورسوو چې افغانستان او پاکستان پر یو بل تورونه لګوي او د زیان رسولو ادعاوې کوي.

هغه د دې پوښتنې په غبرګون کې چې ولې پاکستان په نړیوالو غوڼډو کې افغانستان (طالبان) په ترهګرۍ تورنوي وویل، “پخوانۍ خبرې پریږده، مونږ غواړو چې یو نوی فصل پرانیزو.”

مولانا فضل الرحمن له ټولې نړۍ غواړي چې طالبان په رسمیت وپیژني. هغه وايي پاکستان هم له نړۍ سره تړلی او ځکه طالبان په رسمیت نه پیژني، ځکه چې کله په یوازې سر نیول شوې پریکړې ستونزې زیږوي.‌

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر: د ټول شموله حکومته د هیوادونو موخه د «جاسوس» ګمارنه ده

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه وايي، هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د «ټول شموله حکومت» غوښتونکي دي، غواړي خپل «جاسوس» او «هملاسي» وګماري.

د طالبانو تر واک لاندي د باختر خبري اژانس د خبر له مخي، ملا خيرالله خيرخواه د شنبې په ورځ - د مرغومي ۲۳ مه - په کابل کې په يوه غونډه کې ویلي، چې د طالبانو اوسنی نظام ټول شموله دی.

د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، نړيوالي ټولنې او نړيوالو او سېمه ييزو سازمانونو په وار وار ټينګار کړی، چې په افغانستان کې بايد د ټولو قومونو او سياسي جريانونو په ګډون يو ټول شموله حکومت رامنځ ته شي.

د طالبانو د رسميت پېژندنې لپاره د سېمې او نړۍ د هېوادونو یو له مهمو شرطونو څخه هم د ټول شموله حکومت جوړېدل دي.

ایران، چې له طالبانو سره نژدې اړيکې لري، په ښکاره ډول یې ويلي، چې تر هغه به طالبان په رسميت ونه پېژني چې يې په افغانستان کې يو ټول شموله حکومت نه وي جوړ کړی.

که څه هم طالب چارواکو په وار ـ وار ويلي، چې د دوی حکومت ټول شموله دی او پراخو بدلونونو ته اړتيا نه ویني؛ خو منتقدین یې وايي، چې د دوی د کابينې ډېری غړي پښتانه او سني مذهبه دي.

د ایران او پاکستان چارواکي سبا اسلام اباد کې پر افغانستان خبرې کوي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰

ډیپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ټاکل شوې سبا ایراني او پاکستاني چارواکي په اسلام اباد کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي. د سرچینو په وینا، اسلام اباد او تهران اندېښمن دي چې د افغانستان خاوره د دوی پرضد کارېږي.

سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته وویل، چې ټاکل شوې د ایران د ولسمشر د استازي حسن کاظمي قمي په مشرۍ لوړ پوړی ایرانی پلاوی سبا اسلام اباد ته ولاړ شي.

د سرچينو د مالوماتو له مخې، په دغه پلاوي کې له دریو تر څلورو کسان شامل دي، چې د افغانستان په اړه د ايران د سیاستونو په تنظيمولو کې مهم رول لري او په پام کې ده، چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني او د بهرنيو چارو له موقت وزير جليل عباس جيلاني سره هم وګوري.

ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي، پاکستان او ایران دا مهال د افغانستان اړوند یو ډول حالت کې دي: « که څه هم دواړه هېوادونه له طالبانو سره نسبتاً ښې اړیکې لري؛ خو د خپلو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې کارېدو په اړه ځینې اندېښنې هم ورسره دي.»

ایراني چارواکو ویلي، چې جېش العدل ډلې د کرمان په وروستي مرګوني برید کې له تاجکستاني بریدګرو کار اخېستی دی.

د دغو چارواکو په وینا، د دغه برید عاملین د افغانستان د نیمروز ولایت له لارې ایران ته داخل شوي وو.

خو طالبان او د داعش پخوانی مشر وايي، د ایران بریدګر د پاکستان له لارې ایران ته تللي وو.

سرچینو وویل، جېش العدل او د ایران نورې مخالفې ډلې د افغانستان خاوره کاروي. د دوی په وینا، د کرمان له برید وروسته حسن کاظمي قمي د طالبانو د ریاست الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره مهمه ناسته لرلې ده.

غزني کې د طالبانو والي: ملګري ملتونه او نورې ادارې باید زموږ د اصولو چوکاټ کې فعالیت وکړي

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۰

د غزني لپاره د طالبانو والي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې له مشر سره ليدنه کې غوښتي، چې دوی بايد د دې ډلې «د اصولو او پاليسي په نظر کې نيولو سره فعالیت وکړي.» د طالبانو د امر بالمعروف وزیر له له یوناما غوښتي چې خپل راپورونه له نشر مخکې له دوی سره شریک کړي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، محمد امين عمري په دې ولایت کې د پرمختيايي چارو او ولس ته د کاري زمینې برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د فعالیت هرکلی وکړ، خو د دې ادارې استازي په وینا کې یې زیاته کړه: «ستاسو او نورو بهرنيو ادارو فعالیتونه باید د اسلامي امارت د اصولو او پاليسي مطابق ترسره شي.»

په اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې برخې مشر ريچارد ترينچ په حواله ویل شوي چې غواړي په دې ولایت کې د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ په برخو کې فعاليت او همکاري وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو ‏د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو اداره يوناما پر یوه طرقه قضاوت تورنه کړې ده او ویلي یې دې د افغانستان په هکله دې پر یوه موضوع له قضاوت مخکې هغه له دې ډلې په تېره د نوموړي وزارت سره شریکه کړي.

د محمد خالد حنفي په خبره، یوناما بايد د افغانستان په تړاو له يو طرفه او له حقايقو لرې راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.

د طالب چارواکو دا خبرې له هغه وروسته دي چې یوناما څو ورځې مخکې د یوناما د ښځو د نیولو په هکله اندېښنه څرګنده کړه.

ایرانی چارواکی: د کمال خان بند بشپړېدو سره هامون نړیوال ډنډ وچ شو

۲۳ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د ایران د سیستان بلوچستان د چاپېریال ساتنې ادارې سرپرست وايي، په افغانستان کې د کمال خان بند بشپړېدو سره دغه ولایت او هامون نړیوال ډنډ وچ شو او خلکو اسما ته سترګې نیولې دي. کمال خان بند د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې بشپړ او اوبه پکې ډنډ شوې.

محمد رضا علیمرادي له ایرنا سره خبرو کې زیاتوي چې نږدې دوه کاله مخکې د نیمروز په ګودزره کې اوبه وغړول شوې او له هغه راهیسې بیا ایران خپلې اوبه ترلاسه نه کړې.

هغه زیاتوي چې پخوا به له سایبریا هامون ډنډ ته مرغۍ تلې، خو اوس په افغانستان کې ګودزره ته ځي او ژمی هلته تېروي.

د ایران پارلمان کې د زابل استازی حبیب الله دهمرده هم وایي چې کمال خان بند ایران ته د هلمند سیند د اوبو رسېدلو ستر خنډ دی.

د هغه په خبره، د ایران د پولې په اتیا کیلومترۍ کې د دې بند له جوړېدو راهیسې بیا دهلمند اوبه نه دي پرېښودل شوې او په دې دلیل دغه سیند د ایران لور ته وچ دی.

ایرنا خبري اژانس هم وايي چې د دې بند جوړېدو سره نه یوازې د اوم لوی نړیوال ډنډ هامون وچ شوی، بلکې د خلکو ژوند، کاروبار او چاپېریال هم اغېزمن شوی دی.

د سیستان بلوچستان د چاپېریال ساتنې ادارې مشر دا هم وايي، چې له طالبانو سره پر اوبو بیا بیا خبرې شوې او دې ډلې ژمنه کړې چې که بارانونه ډېر شي، نو د ایران د اوبو حق پر ځای دی.

د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون له مخې افغانستان اړ دی چې په یوه ثانیه کې ۲۶ متر مکعب او په کال کې ۸۵۰ میلیونه متره مکعبه اوبه ورکړي. دغه تړون د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د دواړو اړخونو د لومړيو وزیرانو له خوا لاسلیک شوی دی.

د کمال خان بند تر جوړېدو وروسته ایرانیان نیوکه کوي چې دوی ته اوبه نه ور پرېښودل کېږي، خو طالبان وايي، وچکالی ده او دوی اوبه نه دي ستنې کړې.

له دې سره د ایران د ولسمشر په ګډون ګڼو ایراني چارواکو طالبانو ته د حقابې د تامین په اړه خبرداری ورکړی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رييسي د تېر کال د اپریل په وروستیو کې د ایران د حقابې په اړه طالبانو ته جدي خبرداری ورکړی و او ویلي یې وو چې طالبان باید دا خبرداری جدي ونیسي "بیا وروسته شکایت ونه کړئ چې موږ ته نه وو ویل شوي."