د نیمروز ولايت د ودانۍ دننه ځانمرګی برید شوی

د افغانستان له سویل لویدځ ولایت نیمروز څخه سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي نن یکشنبه د مرغومي ۲۴مه) له غرمې وروسته د نمیروز ولایت مقام په ودانۍ کې ځانمرګی برید شوی.

د افغانستان له سویل لویدځ ولایت نیمروز څخه سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي نن یکشنبه د مرغومي ۲۴مه) له غرمې وروسته د نمیروز ولایت مقام په ودانۍ کې ځانمرګی برید شوی.
سرچینه وايي، یو پلي ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د یاد ولایت لپاره د طالبانو پر والي شیخ قاسم باندې په ځان پسې تړلي چاودیدونکو توکو پر مټ برید وکړي د والي دفتر ته له رسیدو وړاندې د ولایت مقام ودانۍ په انګړ کې په ځان پسې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې.
ويل کیږي په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو غږونه هم اورېدل کیږي.
عیني شاهدان وايي په سیمه کې یې د یوې زورورې چاودنې غږ اوریدلی او د ولایت له مقامه پورته شوی دود یې له لرې لیدلی.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مهاله د یاد برید له امله د اوښتې مرګژوبلې په اړه نور جزیات نه دي ورکول شوي.


د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې د شنبې ورځ (د مرغومي ۲۳مه) له پاکستانه ۳۶۸ تنه کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. ویل کیږي لاهم له پاکستانه د افغان کډوالو په زور اېستلو لړۍ روانه ده.
د کندهار ولایت د سپین بولدک د سرحدي امریت د راپور له مخې، ۳۸ کورنۍ چې ټولټال ۲۱۰ تنه کېږي په جبري ډول هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
دوی وایي، د کډوالۍ په ریاست کې تر ثبتېدو وروسته دغه کډوال د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، خوړو نړیوال پروګرام او د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
بل لورته په ننګرهار ولایت کې د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو پر بنسټ، ۳۲ کورنۍ چې ټولټال ۱۵۸تنه کېږي په جبري ډول هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
دغه کډوال هم په کډوالۍ ریاست کې تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړیوال پروګرام او د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
د پاکستان سرپرست حکومت د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه هیواد کې لږ تر لږه ۱۷ لکه بې اسناده کډوال په پاکستان کې مېشت دي او په وینا یې د دغو کډوالو د اېستلو لړۍ په منظم ډول روانه ده.
پاکستان د اکټوبر په درېیمه وروسته له هغه دغه پرېکړه وکړه، چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی او د امنیت ضد پېښې زیاتې شوې او د پړې ګوته یې افغان کډوالو ته ونیوله.
افغانستان ته له پاکستانه د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان په مشرۍ تللي پلاوي ویلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه سمه نه وه او په دې سره د افغان کډوالو ټول بشري حقونه له پامه غورځول شوي دي.
دغه پلاوي ویلي، چې په دې اړه هغوی پخوا هم د اعتراض غږ پورته کړی او تر دې وروسته به هم د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي، چې د دغو کډوالو په اېستلو کې له زغمه کار واخلي.

عبیدالله عبیده د هلمند ولایت اوسیدونکی چې په کندهار ولایت کې یې د تېر جمهوري حکومت پرمهال د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان د موټربم ځانمرګی برید کاوه، هدف ته تر رسېدو مخکې ونیول شو. هغه د تېر حکومت د استخباراتو له لوري تر نیول کېدو وروسته زنداني شو.
د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت ریاست یوه سرچینه وايي قاري عبېده د کندهار په عینو مېنه کې د دغه ریاست د ځواکونو له لوري ونیول شو.
سرچینې وايي، عبېده پنځه کاله په بګرام او څرځي پله زندان کې تېر کړل او په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې د پنځو زرو زندانیانو په منځ کې راخوشې شو.
عبیدالله عبېده اوس د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت اړوند د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال دی او د دغه پوهنتون د اړوندې برخې ورځنۍ چارې مخته وړي.
عبېده ته نږدې کسان وايي، چې نوموړی اوس هم پخوانۍ جذبي لري او وايي که بیا هم ورته وار ور ورسیږي نو «د خدای د رضا لپاره به فدايي حمله کوي.»
دغه طالب چارواکی د لوړو زدهکړو وزارت د ویاند له لوري په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي دا مهال د کابل پوهنتون په انګړ کې د نیالګیو په کینولو بوخت دی.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته د څه باندې دوو کلونو په موده کې د دغې ډلې مشرانو په وار وار د خپلو ځانمرګو ستاینې کړې دي او ویلي یې دي چې اوس هم په نږدې دوه زره ځانمرګي لري.
سرچینې وايي، د خوست د سپېرې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی قاري وقاص چې دا مهال د کورنیو چارو وزارت د معاشونو د توضیع مسوول دی، د تېر جمهوري حکومت پر مهال «د الفتح معسکر د فدایانو ګروپ» غړی و چې د ځانمرګي برید « ۱۰۳۲ نوبت ته په تمه و او ده دا نوبت و نه رسیده.» اوس د دغه وزارت کارکوونکی دی.
هغه ۳۴ کاله عمر لري او کورنۍ یې دا مهال د خوست په مرکز متون کې ژوند کوي.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني واک ته د طالبانو تر رسیدو څه موده وروسته د دغې ډلې د ځانمرګو بریدکوونکو د کورنیو له غړو سره د خواخوږي په یوه غونډه کې ويلي و چې «تاسې مه خفه کیږي ستاسو اولادونه د اسلام او هيواد اتلان دي.»
میاشت وړاندې په خواله رسنیو کې د یوه تن غږ خپور شو چې ځان یې ځانمرګی پیژندلی و او د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني یې ګیله کړې وه چې «لیدو ته یې ورغلی و خو د هغه نږدې کسانو د لیدلو موکه نه وه ورکړې.»
د هغه له خبرو داسې اېسیده چې نوموړی د «وروستۍ خدای پاماني» لپاره ورغلی و.
طالبان ځانمرګو برید کوونکو ته «استشهادیان یا فدیان» وايي، د دغې ډلې د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت وزیر محمد خالد حنفي وايي، «د ټول اسلام په تاریخ د طالبانو د ډلې په اندازه ځانمرګي بریدونه چا نه دي کړي.»
د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور تېره ورځ د وردګو ولایت ته تللی و او هلته یې، «د جهادي موزیم په نامه د بوشکه يي بمونو او لاسي چاودیدونکو بمونو له موزیم لیدنه کړې.»

هغه له دغه موزیمه د لیدنې پر مهال د دغه موزیم جوړېدل د «ستاینې» وړ کار بللی او د موزیم د «پراختیا او بډاینې» پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
د تېرو شلو کلو په موده کې د تېر جمهوري حکومت د امنیتي ځواکونو او بهرنیو عسکرو پر مرکزونو او موټریزو کاروانونو سربېره په ښارونو او عامه ځایونو کې د سلګونو ترسره شویو ځانمرګو او موټربم بریدونو پر مهال زرګونه ښځې، ماشومان او عام وګړي وژل شوي او ډیری يې په معلول ډول په نیم ځان ژوند کوي.
د زرګونو ولسي وګړو له وژلو سره سره طالبانو په ذغرده د رسنیو له لارې په ښارونو او عامه ځایونو کې د ځانمرګو او موټربم بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی.

د چمن پرلت وهونکي د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې وايي، چې دغه پرلت به د دوی د غوښتنو تر منل کېدو دوام لري او نه غواړي بې پایلې یې پای ته ورسوي.
د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر په ۱۷مه د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ پر مهال د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو د پرېکړې په غبرګون کې پرلت وهلی.
د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلت نن یکشنبه د (مرغومي ۲۴مه) درې میاشتې پوره شوې.
د دریو میاشتو په موده کې دغو پرلت وهونکو د پاکستان له حکومته یوه غوښتنه لرله هغه دا چې، «د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه پاسپورت نه منو».
د چمن د لغړي اتحاد مشر او د یاد پرلت سرلاری غوث الله وایي، د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د حتمي کېدو په غبرګون کې له پیل شوي پرلت څخه نه په شا کیږي.
نوموړی وایي: «موږ د پاکستان ریاستي ادارو حکمرانانو ته وایو چې په مفته موږ دا پرلت پای ته نه رسوو، تاسو به یا موږ وژنئ یا به زموږ غوښتنه منئ. موږ هیڅکله له خپلې پیل شوې مبارزې څخه نه په شا کیږو د پاسپورټ د حتمي کېدو سره زموږ د زرګونو چمن میشتو اقتصاد خراب شوی دی او د افغانستان سره مو تګ راتګ محدود شوی موږ د پاکستان دا پرېکړه په هیڅ صورت نه منو.»
یادو پرلت والو د تېرو دریو میاشتو په موده کې په چمن ښار کې د زرګونو کسانو په شتون کې څو ځله لاریونونه هم وکړل خو لا هم د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو له پرېکړې نه دي په شا شوي.
د یاد پرلت غړی قاري امداد الله وايي: «سوله ییز لاریونونه مو وکړل، د اعتراض په ډول مو سلګونه ماشومانو باندې لاریون وکړ، معلولانو مو لاریون وکړ، سپین ږیرو مو په لاریونونو کې برخه واخیستله خو د پاکستان حکومت زموږ غږ نه اوري موږ مجبوره یو تر دې وروسته عمومي لارې بندې کړو، دولتي ادارې بندې کړو او دولتي کسان له کار کولو منع کړو چې حکومت مو غږ واوري.»
د دغو پرلت وهونکو او د پاکستان د بلوچستات ایالت د ځايي حکومتي چارواکو تر منځ د پرلت د پای ته رسیدو او د دوی د غوښتونو د اوریدو په موخه څو ځله خبرې اترې هم وشوې خو ټولې له کومې مثبتې پایلې پرته پای ته ورسیدې.
په تېرو دریو میاشتو کې پرلت وهونکو د اعتراض په ډول د سپین بولدک ـ چمن تر منځ پر لاره د ټرانزیټي موټرونو پر تګ راتګ، د پاسپورټ پر ادارې او د ګوزڼ ضد واکسین پر کمپاین بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور د میدان وردګو ولایت له موزیم څخه، چې د تاریخي اثارو سربېره د بوشکه يي بمونو په شمول د طالبانو په لاس جوړ پوځي تجهیزات هم پکې ساتل کیږي، لیدنه کړې.
په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر حبیب الله مجاهد ویلي، د دغه موزيم د جوړېدو موخه د "جهاد د يادونو ژوندي ساتل" دي.
د طالبانو حکومت د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور له دغه موزیم د لیدنې پر مهال د دغه موزیم جوړېدل د «ستاینې» وړ کار بللی او د موزیم د «پراختیا او بډاینې» پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.
په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مشر حبیب الله مجاهد زیاته کړې، هغه پوځي او جنګي وسایل، چې دغې ډلې د تېرو دوو لسیزو جګړو پر مهال جوړ کړي، دغه موزیم کې ساتل کېږي.
هغه ادعا کوي، چې د دغو پوځي وسلو په جوړولو او کارولو سره طالبانو "د نړۍ زبرځواک لکه امریکا او متحدینو ته یې ماته ورکړې ده."

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا خپرو شویو انځورونو کې پر ماینونو، لاسي بمونو، په لاس جوړو شوو راکېټونو او ځینې لرغونو اثارو سربېره، په دې موزیم کې د ژېړو بوشکو په نوم بوشکه يي بمونه هم لیدل کېږي.
ژېړ بوشکه يي بمونه په تېرو دوو لسیزو کې د طالب جنګیالیو لخوا کارول شوي تر ټولو وژونکي وسلې دي.
پخوانیو حکومتي چارواکو په وار وار ویلي، چې طالبانو د همدې بمونو پرمټ په زرګونه عامه تاسیسات او سړکونه ویجاړ کړي او په زرګونو ملکي وګړي وژلي دي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر له دغه موزیم څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې طالبانو د بوشکه يي او سړک غاړې ماینونو له لارې د امریکا په څېر د نړۍ زبر ځواک ته ماته ورکړې ده.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې دغه ډله د افغانستان د ټولو ولایتونو په مرکزونو کې د «جهادي ارزښتونو د ساتنې» لپاره موزیمونه جوړوي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلیویزیون سره په یو مرکه کې ویلي چې افغانستان ته د سفر پر مهال یې د طالبانو د امارت له ټولو مشرانو سره لیدلي او تود هرکلی یې شوی دی.
تر دې وړاندې د طالبانو مشر هبت الله اخونزاده سره د مولانا فضل الرحمان د لیدنې په اړه ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي وو، خو اوس مولانا فضل الرحمن وايي چې د طالبانو له ټولو مشرانو سره یې لیدلي دي، هغه د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات ندي ورکړي.
د پاکستان د جمعیت علمانی اسلام ګوند مشر، په دغه مرکه چې د شنبې په ورځ – د مرغومې ۲۳ مه – خپره شوې، ویلي چې د طالبانو د مشرانو سره له لیدنې وروسته ورته معلومه شوه چې د دغې ډلې مشران په زړه کې له یو پاکستاني سره څومره ډیره مینه لري. هغه ویلي چې د طالبانو د مینې دغه پیغام به د پاکستان هر بچي ته رسوي.
نوموړی، چې د طالبانو د معنوي پلار په توګه همی یادیږي، افغانستان ته د خپل سفر موخې ته په اشارې سره وايي چې له پیله یې د طالبانو د دريځ ملاتړ کړی او د پرځیدلي جمهوریت او امریکا پر وړاندې د طالبانو بري مبارکي یې یو اخلاقي مسوولیت وو.
ښاغلي الرحمن په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو جګړه جهاد بللی وو او ویلي وو چې پر دغه هیواد یرغل شوی او د یرغل پر وړاندې جګړه روا ده.
مولانا فضل الرحمان اوس وايي: “مونږ افغانستان له ځانه جدا ندی بللی، مونږ دا هیواد د خپل هیواد په شان بولو، دې ملت ته د خپل ملت په نظر ګورو.”
هغه وايي چې د جمعیټ علمای اسلام په استازیتوب افغانستان ته راغلی او د پاکستان د حکومت رسمي استازولي نه کوي، خو د پاکستان حکومت یې د دغه سفر په اړه خبر کړی او د هغوی موافقه یې اخیستې وه.
نوموړی وايي: “جمعیت علمای اسلام په پاکستان کې یو ستر مذهبي او سیاسي ګوند دی او زمونږ موخه دا ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې پراخې او ښې شي. هره موخه چې د حکومت موافقه ورسره نه وي، نیمګړې پاتې کیږي.”
“د دواړو هیوادونو په اړیکو کې نوی فصل”
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر وايي، افغانستان ته یې دا لومړی سفر دې او په دې یو سفر د طالبانو او پاکستان ترمنځ شته ټولې ستونزې نشي هواریدای. هغه وايي:” په دې سفر کې د ستونزو د حل لپاره یوه زمینه او ماحول جوړ شوی دی.“
هغه هیله ښودلې چې افغانستان ته د ده په راتګ سره به د طالبانو او پاکستان ترمنځ ستونزې هوارې شي.
نوموړي وايي: “پاکستان او افغانستان د یو بل ضرورت دی. زه د هغه ګیلو د ختمولو لپاره راغلی یم چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شتون لري، مونږ غواړو چې په د دواړو هیوادونو په اړیکو کې یو نوی فصل پرانیزو او هغه وضعیت پای ته ورسوو چې افغانستان او پاکستان پر یو بل تورونه لګوي او د زیان رسولو ادعاوې کوي.
هغه د دې پوښتنې په غبرګون کې چې ولې پاکستان په نړیوالو غوڼډو کې افغانستان (طالبان) په ترهګرۍ تورنوي وویل، “پخوانۍ خبرې پریږده، مونږ غواړو چې یو نوی فصل پرانیزو.”
مولانا فضل الرحمن له ټولې نړۍ غواړي چې طالبان په رسمیت وپیژني. هغه وايي پاکستان هم له نړۍ سره تړلی او ځکه طالبان په رسمیت نه پیژني، ځکه چې کله په یوازې سر نیول شوې پریکړې ستونزې زیږوي.