• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تورخم دروازه د درې ورځو په تېرېدو لا هم د بار وړونکو موټرو د چلوونکو په مخ تړلې ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۳ GMT+۰

نن درېیمه ورځ ده چې پر ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم دروازه د هغو بار وړونکو موټرو د بې ویزې چلوونکو پر مخ تړلې، چې له افغانستانه پاکستان ته او له پاکستانه افغانستان ته لویې لارۍ او ټیلر ګاډي چلوي. طالبانو او پاکستان دوه ورځې مخکې پر تورخم د بار وړونکو موټرو پر تګ راتګ بندیز لګولی.

افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته په اسلام اباد کې يوه پاکستاني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دغه لاره په تېرو دوو ورځو کې د اړوند چارواکو له دوه ځلې خبرو اترو وروسته هم تړلې پاتې ده.

سرچینه زیاتوي ښايي دغه لاره دا ځل په ځنډ سره پرانیستل شي: «موږ خو کوششونه جاري ساتلي خو دلته مسلې ډيرې دي نو کیدای شي دا ځل د لارې دا بندیدل لږ وخت واخلي او دې لپاره سمه طریقه جوړه شي.»

دوه ورځې وړاندې د دغې لارې له تړل کېدو وروسته يوه طالب چارواکي رسنیو ته ويلي و، د دروازې تړلو لامل د پاکستان له لوري د بار وړونکو موټرو چلوونکو د پاسپورټ او ویزې غوښتنه ده، چې د افغان حکومت له لوري هم له پاکستاني موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورت غوښتنه کېږي او اوس لپاره دواړو خواوو ته د موټر تګ راتګ بند دی.

په پېښور کې د ګمرک چارواکو افغانستان انټرنشنل پښتو ته دوه ورځې مخکې ویلي و، چې د تورخم په دروازه د بار وړونکو موټر چلوونکو لپاره په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ پرېکړه یې پلي کړې او له دې وروسته به یوازې هغه موټر چلوونکي پاکستان ته د ننوتو اجازه لري، چې پاسپورټونه او وېزې لري.

د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته تر زرو زیات لوی بار وړونکي ګاډي ولاړ دي او داسې اندېښنې هم دي چې په دغو لاریو کې بار شنې سبزۍ او تازه میوې ورستېدو ته نږدې شوې دي.

د بار وړونکو موټرو چلوونکو لپاره د پاسپورټ او ویزې موضوع یوه میاشت وړاندې هم د افغانستان او پاکستان تر منځ راپورته شوې وه چې بیا د دواړو هیوادونو د چارواکو تر منځ د یوې پرېکړې په پایله کې بې وېزې چلوونکو ته یوه میاشت وخت ورکړ شو چې اوس د هغه ضرب الاجل د پای ته رسېدو سره سم د تورخم دروازه تړل شوې.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۳

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو کډوالو چارو وزارت: له پاکستانه تر ۳۰۰ ډیر افغان کډوال ستانه کړل شوي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۷:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال په جبري ډول له پاکستانه ایستل شوي او خپل هیواد ته راستانه شوي. دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۵مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال د پاکستان حکومت راستانه کړي.

یاد وزارت لیکلي چي، ۳۳۳ تنه افغان کډوال د (مرغومي په ۲۴مه) نیټه د سپین بولدک او تورخم له لارو هیواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت په حواله وايي، چې ۳۷ کورنۍ چې ټول غړي يې ۱۷۵ تنه وو، په جبري ډول له پاکستانه راستانه شوي او همدارنګه ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۵۸ تنه و د سپین بولدک له لارې په جبري ډول هیواد ته راستانه شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چي، له پاکستانه په جبري ډول راستانه شوي یاد کډوال یې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر ته د مرستو ترلاسه کولو لپاره ور پيژندلي دي.

د پاکستان سرپرست حکومت د چارواکو د معلوماتو له مخې دمګړی په یاد هیواد کې میلیونونه د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرونکي ۱،۷ میلیونه افغان کډوال میشت دي.

له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو ایستلو لړۍ د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر په دریمه نیټه پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړه ناسمه بللې ده.

ملګري ملتونه: د خوړو نړیوال پرورګرام ۶۷۰ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو ویاند په افغانستان کې د مرستو د بحران د اغېزو په اړه خبرو کې ویلي چې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام اړتیا لري چې ۱۵،۲ میلیونو افغانانو لپاره خواړه ورسوي. هغه وايي، د نړیوالو مرستو د نه ملاتړ له امله، افغانستان د خوړو د نا امنۍ په بده کچه کې دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي، د خوړو نړیوال پروګرام له یوه کال راپدېخوا د مرستو په برخه کې د لوی کمښت له امله یوازې له هغو کورنیو سره مرسته کولای شي، چې په دغه ساړه ژمي کې ایله په لږ خوړو ژوندي وپایږي.

ښاغلي سټيفن دوجاریک وايي: «د خوړو نړیوال پروګروام د ارزونو له مخې له هرو دریو افغانانو یو یې په دې نه پوهیږي چې د دې سخت ژمي لپاره د دوی د راتلونکي وخت خواړه له کومه پیدا کړي.»

همدارنګه نوموړی وايي: «د خوړو نړیوال پروګرام د خبرداري له مخې دمګړۍ د افغانستان د هر ولایت اوسیدونکي د خوړو د نا امنۍ له بحران سره مخ دي.»

نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي پخوا په پراخه پیمانه دوامداره مرستو د میلیونونو افغانانو سره په دوو سختو ژمیو کې مرسته وکړه او له پنځه میلیونه څخه ډير خلک یې د قحطۍ له ګواښ وژغورل. خو اوس له یو کال راهیسې د لویو مرستو د کمښت له امله د خوړو نړیوال پروګرام یوازې له خورا بېوزلو کورینو سره مرسته کولای شي.

نوموړی وايي، د خوړو نړیوال پرورګرام په بیړه ۶۷۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې ۱۵،۲ میلیونه وګړو ته د ژوندي پاتې کیدو لپاره خواړه برابر کړي.

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان له افغان مېرمنو د حجاب په پلمه د هغوی ډیرې ازادۍ اخلي

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۰

په یوه تازه غبرګون کې، د بښنې نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ وویل چې د حجاب په پلمه د ښځو نیول، زنداني کول او ځورول په «افغانستان کې د ښځو د ازادیو له حق سرغړونه ده.» دغه سازمان غوښتنه کړې چې سملاسي دې د حجاب په پلمه نیول شوې ښځې خوشې او د دوی له ځورونې دې مخنیوی وشي.

په امریکا کې د بښنې نړیوال سازمان دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې طالبانو «لوی شمېر» ښځې د دې له امله نیولې دي چې خپل مخ او بدن په بشپړه توګه نه پټوي.

په دې وروستیو ورځو کې په کابل او دایکنډي کې د طالبانو له خوا د ښځو د خپلسري نیولو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان په دننه او بهر کې له سختو او پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر د طالبانو د خوښې حجاب نه مراعاتولو له امله له ښځو سره ناوړه چلند او ناقانونه نیونې د اندېښنې وړ بللې دي.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په کابل او دایکنډي کې د ښځو د خپلسري نیولو په اړه د یوناما راپور رد کړ او دا یې « تبلیغات» وبلل.

تر دې مخکې، طالبانو بورقه یا تورې پراخې او نقاب لرونکې جامې د افغان ښځو لپاره د حجاب د «غوره بېلګې» په توګه خلکو ته ورښودلې وې.

د افغانستان د ازادۍ جبهه:‌ په بغلان کې مو د طالبانو پر امر بالمعروف ادارې برید کړی

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۲۳ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي؛ د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې یې د طالبانو پر امر بالمعروف ادارې برید کې د دغې ادارې یو مبلغ وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي‌ دي.

د ازادۍ جبهې په خواله رسنۍ اکس کې په خپور کړي پیغام کې ویلي دغه “اوپراتیفي” برید یې د یکشنبې په ورځ – د مرغومې ۲۴ مه – ماښام مهال ترسره کړی دی.

دغه جبهه وايي، د ښځو او نجونو سره د طالبانو د امربالمعروف ادارې د تبعیضي چلند له امله یې پر دغې ادارې برید کړی دی.

طالبانو تر اوسه د دغه برید په اړه څه ندي ویلي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې: طالبان او حماس د ایران نیابتي ډلې دي

۲۴ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې او د بیت المقدس مرستیاله ښارواله فلوم حسن نخوم وايي؛ چې د افغانستان طالبان او د غزې حماس ډلې د ایران نیابتي ډلې دي او همدغه هېواد یې مالي ملاتړ کوي.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکې کې ویلي، دي چې ایران په سیمه کې د یو لوی "شیطان" حیثیت لري، لکه د نن ورځې "هټلر".

د نخوم په خبره، چې ایران نه یوازې دا چې د طالبانو مالي ملاتړ کوي؛ بلکې حماس، حزب الله، حوثي وسلوال او یو شمېر نورو ډلو ته مالي ملاتړ برابروي.

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت پر مهال هم د هغه دولت بېلابېلو چارواکو ایران د طالبانو په ملاتړ تورن کړی و او ویلي یې وو، چې ایران طالبانو ته وسلې او پېسې ورکوي.

نوموړې به غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه وايي، چې د غزې د روغتیا د چارواکو په شمېرو او خبرونو کې غولېدونکي ارقام وړاندې شوي او د باور وړ نه دي.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت استازې د غزې د بیا نیولو په اړه وویل، چې دوی یو ځل په ۲۰۰۵ کال کې له غزې وتلي او بیا د غزې د نیولو هوډ نه لري.