حماس د دوو نورو اسراییلي برمته شویو د جسدونو ویډیو خپره کړه

حماس د دوو جسدونو یوه ویډیو خپره کړه، چې ګومان کیږي د یوسي شرابي او ایتاي سویرسکي په نومونو دوه اسراییلي یرغمل شوي دي.

حماس د دوو جسدونو یوه ویډیو خپره کړه، چې ګومان کیږي د یوسي شرابي او ایتاي سویرسکي په نومونو دوه اسراییلي یرغمل شوي دي.
د "نوا ارګماني" په نوم یو بل یرغمل په دې ویډیو کې وايي، چې دغه دوه کسان د "اسراییل د بریدونو" په پایله کې وژل شوي دي.
د حماس د پوځي څانګې یو ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، چې په وروستیو اونیو کې ډېری یرغمل شويو برخلیک نامعلوم دی او "د دغو بندیانو ډېری یې شاید وژل شوي وي."
د اسراييلو د دفاع وزير بیا ويلي، چې د حماس د خبرو موخه "رواني تاوتريخوالی" دی.


د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی هوايي ځواک د روسیې A-۵۰ جاسوسي الوتکه یې ویشتلې ده، چې کېدی شي د روسیې ځینې راتلونکي توغندي بریدونه وځنډوي.
کییف په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، چې د روسیې د یرغل له پیله نږدې دوه کاله وروسته څنګه په دې توانیدلي، چې دغه پرمختللې الوتکې په نښه کړي.
دغه الوتکه چې د لومړي ځل لپاره د شوروي اتحاد تر پرځېدو لږ څه مخکې جوړه شوې، داسې یوه لویه الوتکه ده چې کولی شي د دښمن په خاوره کې د الوتکو، کښتیو او توغندیو شتون په څو سوه کیلومتره ساحه کې معلوم کړي.
ویل کیږي چې د A-۵۰ الوتکې نسکورېدل به د روسیې د هوايي ځواک لپاره لوی زیان وي، ځکه چې د روسیې پوځ له دغو الوتکو محدود شمېر په واک کې لري او په جګړه کې د دغو لوتکو رول ډېر مهم دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبر امانیام جی شنکر د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره په کتنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. دوی په یوې خبري غونډې کې وویل، چې د افغانستان د ثبات او امنیت په اړه به خپلو روانو خبرو ته دوام ورکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له خپل ایراني سیال سره یې د افغانستان په اړه لنډې خبرې کړې دي.
دوی دغه راز د چابهار بندر له لارې منځنۍ اسیا او افغانستان ته د هند د ټرانزیټي لارې پر پراختیا هم خبرې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې د شانګهای د همکاریو د سازمان او برېکس د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د پراختیا، د ستراتیژیکو اړیکو وضعیت، د چابهار بندر د پراختیا او اهمیت په اړه خبرې شوې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د هند حکومت پرېکړه کړې چې په خپله نوې تعلیمي ستراتیژۍ کې پارسي ژبه د هند له ۹ کلاسیکو ژبو څخه یوه کړي.

د حماس د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې په نښتو کې ۱۳۲ تنه وژل شوي او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي. دوی ویلي، چې د جګړې له پیله تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ زرو کسانو ته ورسېده.
د حماس د روغتیا وزارت ویلي، چې د ټپیان شمېر له ۶۰ زرو څخه اوښتی او ګڼ خلک ورک هم دي.
بشري حقونو د څار ادارو په وینا؛ په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل له بریدونو سل ورځې تېرېږي، د اټکل له مخې تر اوسه یو لک فلسطینیان وژل شوي، ژوبل شوي او یا هم لادرکه شوي دي.
نتنیاهو ویلي: "هېڅوک زمونږ مخه نه شي نیولی. نه هاګ محکمه او نه هم بل څوک."
پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې له برید وروسته چې ۱ زرو ۱۴۷ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي وو، پر غزه د اسراییل له هوايي او ځمکنیو عملیاتو له پیل د سلو ورځو په تېرېدو سره تر اوسه د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا؛ ۲۳ زره ۹۶۸ فلسطینیان وژل شوي او ۶۰ زره ۵۸۲ نور ټپیان شوي دی.
په همدې حال کې په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې هم ۳۸۷ فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس سره د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۵۲۲ عسکر وژل شوي او ۲ زره ۱۹۳ نور ټپيان شوي دي.

برېتانيا د دوشنبې په ورځ حزب التحرير نړۍواله اسلامي ډله د يوې ممنوع ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه. دغه هېواد حزب التحریر د يهود ضد سازمان په بللو سره د دغه ګوند غړیتوب يو جنايي جرم وباله. دغه حزب په افغانستان کې هم غړي لري؛ خو د طالبانو په راتګ سره یې د فعالیت څرک نه ښکاري.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ دغه پریکړه چې یاده سني اسلامپاله سیاسي ډله د القاعدې یا داعش سره ورته بولي به د پارلمان له موافقې وروسته د جنورۍ له ۱۹ نېټې څخه نافذه شي.
د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي وايي: "حزب التحریر یو یهودي ضد سازمان دی، چې په فعاله توګه تروریزم ته وده ورکوي او هڅوي یې، دغه ډله د اوکټوبر د اوومې نېټې خونړي برید ستاینه او نمانځنه کوي."
د اکټوبر پر اوومه حماس د پر سویلي اسراییل خونړی برید وکړ چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول.
کلیورلي وايي؛ د حزب التحریر له خوا د حماس برید ستاینه او د دوی پر وېبپاڼه کې حماس ته د اتلانو خطاب، د تروریزم د ودې او هڅولو سره مرسته کوي.
هغه زیاته کړه؛ دا سازمان د یهودیانو په وړاندې د بریدونو ستاینه او نمانځلو مخینه هم لري.
طالبانو هم په تېر نومبر میاشت کې د حزب التحریر په ګډون د یو شمېر سیاسي ډلو پر فعالیتونو افغانستان کې بندیز لګولی و.
د طالبانو استخباراتو د دغو ډلو دفترونو ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو، چې اوس په افغانستان کې “اسلامي نظام” حاکم دی او هېڅ حزب یا بلې سیاسي ډلې فعالیت ته اړتیا نه شته.
د افغانستان په پخواني جمهوریت کې هم د حزب التحریر پر فعالیت بندیز لګول شوی و او ډېری غړي یې د هغه مهال د ملي امنیت ادارې له خوا نیول شوي وو.
په انګلستان کې د دې ډلې مېشت استازو د دغې پرېکړې په اړه تر اوسه له تبصرې ډډه کړې؛ خو تر دې وړاندې یې په خپله ویبپاڼه د دې سازمان د بندول غوښتنه "د ناهیلۍ نښه" بللې وه.
په برېتانیا کې پر دغه سازمان بندیز په دې معنا دی، چې د حزب التحریر سره تړاو، په ګټه یې تبلیغ، د غونډو تنظیم کول او په عامه ځایو کې د هغوی د نښان لېږدول به یو جنايي جرم وي.
هغه کسان چې له دغو مقرراتو نه سرغړونه کوي تر ۱۴ کلونو پورې په بند محکوم کېدی شي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې حزب التحریر په ۱۹۵۳ کال کې رامنځته شوی او مرکز یې په لبنان کې دی. دغه سازمان د برېتانیا او نورو لویدیځو هېوادونو په ګډون په ۳۲ هېوادونو کې فعالیت کوي، چې د اسلامي قانون له مخې د خلافت د جوړولو اوږد مهاله هدف لري.
دغه سازمان پر فعالیت د آلمان، مصر، بنګله دیش، پاکستان او یو شمیر منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو له خوا بندیز لګول شوی دی.

د پاکستان موقت بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره وکتل. سرچینې وايي، چې ښاغلي قمي تر دې مخکې له خپل پاکستاني سیال اصف دراني سره هم «د افغانستان په اړه هر اړخيزې خبرې» کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، جلیل عباس جیلاني په دې لېدنه کې«د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره د پاکستان پر ژمنې او د سیمه ییز ثبات لپاره د همغږۍ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار کړی.»
هغه د ښاغلي قومي سره د «سولې او باثباته سیمه ایز لید ته د رسیدو لپاره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د حیاتي رول" په اړه هم خبرې وکړې.
دیپلوماتیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د واړه هېوادونه د داعش، بلوڅ بېلتون غوښتونکو او نورو «ترهګرو ډلو» له لوري د افغانستان د خاوري کارولو په اړه ګډې اندېښنې لري.
د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د یکشنبې په ورځ (د مرغومي په ۲۴ مه) د یوه پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسېد.
د سرچینو په وینا؛ د ایران پلاوی څلور غړي لري، چې د افغانستان په اړه د ایران په سیاستونو کې مهم رول لوبوي.
ښاغلی قمي به د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني او د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره وګوري.
که څه هم د افغانستان دواړه ګاونډي هېوادونه له طالبانو سره نږدې اړيکې لري؛ خو ډېپلوماتيکو سرچينو د افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې دواړه «د خپلو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه اندېښنې لري.»
د ایران حکومت مخکې اعلان کړی و، د داعش يوه ځانمرګی بريدګر چې د مرغومي په ۱۳ مه يې پر کرمان بريد کړی و تاجکستانی و او د طالبانو تر واک لاندي افغانستان کې «روزل شوی» و.
په دې برید کې شاوخوا سل ملکي وګړي وژل شوي وو.
له دغه خونړي برید وروسته حسن کاظمي قمي په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
د افغانستان انټرنشنل ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا دا «یوه مهمه لېدنه» وه.
په ورته وخت کې لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په وار - وار طالبان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅو بېلتون غوښتونکو ته په پټنځایونو ورکولو تورن کړي دي. طالبانو دا ادعا رد کړې ده.
رسمي شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو په تېره بیا په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې خونړي بریدونه ډېر شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي: « بريد کوونکي او په ډېرو عملياتو کې کارول شوي وسلې بیرته افغانستان ته ستنيږي.»