• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په عراق او سوریه کې د داعش د ټولیدو پر سیمه د سپاه پاسداران برید

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۴:۳۴ GMT+۰

سپاه پاسداران د سه شنبې په سهار، د مرغومي په ۲۶مه د عراق په اربیل او د سوریې په ادلیب سیمو توغندیز برید کړی. دغه ځواکونو ویلي، د بالیستیک توغندیو په توغولو یې د عراق د کردستان په اقلیم سیمه کې د موساد اصلي ځای په نښه کړی دی.

سپاه دا رنګه ویلي، چې په سوریه کې یې د داعش د ټولېدو پر ځای هم برید کړی.
الحدث د امنیتی سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې د ایران توغندي په اربیل کې د امریکا قونسلګرۍ ته څېرمه پرېوتي دي.
څینو سرچینو رویټرز ته ویلي، د عراق په اربیل کې د سپاه پاسداران د توغندیز برید په پایله کې د دغه ښار د هوايي ډګر د الوتنې فعالیتونه ځنډېدلي دي.
د امریکا دوه امنیتي چارواکو رویټرز ته ویلي، پر اربیل توغندیز برید د دوی ودانیو ته زیان نه دی اړولی او ځاني زیان یې هم دوی ته نه دی رسېدلی.

خو د روغتیايي سرچینو له قوله په دغه برید کې دوه تنه ځايي اوسېدونکي وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د کردستان د پارلمان مرستیال هیمن هه‌ ورامي ویلي، دغه برید « د توجیه‌ وړ نه دی» سپاه د اربیل په ښار کې د پیشرو دیزه ‌یي کور په نښه کړی، چې د هغه په ګډون یې د هغه د کورنۍ څلور غړي وژلي دي.

د کردستان د اقلیم د امنیت سازمان په یوه خبرپاڼه کې د سپاه پاسداران هغه اطلاعېې چې د توغندیز برید په اړه یې خپرې کړي بې بنسټه بللي او د دغه شان بریدونو دوام یې د عراق د کردستان د اقلیم سیمې پر واکمنۍ څرګند تېری بللی.

دغه سازمان ویلي، د سپاه په توغندویز برید کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا غبرګون


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عراق پر اربیل د سپاه توغندویز برید په کلکه غندلی دی.

د دغه وزارت ویاند متیو مېلر د وژل شویو او ټپي شویو کورنیو سره غمرازي ښودلې او ویلي یې دي، چې دغه بریدونه په عراق کې امنیتي وضعیت نور هم کمزوری کوي.

د امریکا د ملي امنیت شورا په عراق د سپاه پاسداران د بریدونو په غبرګون کې ویلي، لومړنۍ نښې دا څرګندوي چې دغه بریدونه «بی له کتنې او ناکره شوي » بریدونه وو.

ادرین واتسون زیاته کړه:« امریکا د عراق له خپلواکۍ، واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ننګه او ملاتړ کوي.»
هغه زیاته کړه، چې امریکا به د شرایطو ارزولو ته دوام ورکوي.

د کردستان لومړی وزیر: موږ به له خپلو ملګرو او شریکانو سره یو ځای د دغو وحشیانه بریدونو په اړه ګام اخلو.
د کردستان د اقلیم لومړی وزیر وايي، پر اربیل د سپاه توغندیز برید په کلکه غندي او د عراق له دولته غواړي چې د عراق او د کردستان د واکمنۍ پر ضد د دغه ښکاره سرغړونې په اړه اصولي دریځ خپل کړي.

مسرور بارزاني دا رنګه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل «د کردستان د خلکو پر ضد د دغه شان بریدونو په تړاو دې چوپه پاتې نه شي.»

هغه زیاته کړه: «په راتلونکو ورځو کې د خپلو شریکانو سره به په ملګرو ملتونو کې د دغه شان وحشیانه بریدونو د مخنیوی لپاره هلې ځلې وکړو.»


په سوریه کې د داعش د ټولیدو پر ځای برید


سپاه پاسداران په یوه بله خبر پاڼه کې په سوریه کې د داعش د ټولېدو پر ځای د یو بل برید خبر خپور کړی او لامل یې په کرمان کې د هغه برید غچ یاد کړی، چې د قاسم سلیماني د تلین په مراسمو کې یو شمېر خلک په کې وژل شوی وو او دا رنګه د راسک پر پوځي سیمه کې هم پوځیان په نښه شوي وو.
د سپاه پاسداران سره تړلي تسنیم خبري اژانس «په ادلیب کې د سیمه‌ییزو سرچینو» له قوله لیکلي، د سپاه توغندیو د هیت التحریرالشام (جبهه النصره) او د ترکستان د اسلامي ګوند ډله د جبل السماق سیمه او د حارم ښارګوټي په شاوخوا او د ادلیب په نورو سیمو کې لګېدلي دي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

سپینه ماڼۍ: د اسراییل لپاره دا مناسب وخت دی، چې د غزې جګړه راکمه کړي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۲:۴۸ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، د اسراییل لپاره دا مناسب وخت دی چې د غزې په تړانګه کې خپل پوځي عملیات کم کړي؛ دغه ځرګندونې داسې مهال کېږي، چې تازه اسراییلي چارواکو یو ځل بیا څرګنده کړې چې په سیمه کې د حماس پر وړاندې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

جان کربي له سي بي اېس سره په خبرو کې وویل، چې امریکا په غزه کې "د عملیاتو راکمولو"په اړه له اسراییل سره خبرې کوي.

هغه وایي:« موږ باوري یو، چې دا د عملیاتو راکمولو لپاره یو مناسب وخت دی او موږ اسراییل سره د دغه ګام د اوچتولو په اړه خبرې کوو.»

کربي وویل، چې اسراییل د خپلو عملیاتو راکمولو لپاره ځینې "ګامونه" اخیستي دي؛ خو په وینا یې ډېر نورڅه هم باید وشي.

تر دې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې وه، چې د حماس د له منځه وړلو اود دغې ډلې لخوا تر ۱۰۰ زیات یرغمل شويو اسراییلیانو د خلاصون لپاره به خپل فشار ته دوام ورکړي.

پوره سل ورځې وړاندې د اسراییل او حماس جګړه پیل شوه او په دغې جګړه کې د فلسطیني قربانیانو شمېر له ۲۴زرو واوښت.
تېره اونۍ هم سیمې ته د سفر په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په اسراییل غږ وکړ، چې د ملکي تلفاتو د کمولو هڅه دې وکړي او غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې دې زیاتوالی راولي.

حماس د دوو نورو اسراییلي برمته شویو د جسدونو ویډیو خپره کړه

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۸ GMT+۰

حماس د دوو جسدونو یوه ویډیو خپره کړه، چې ګومان کیږي د یوسي شرابي او ایتاي سویرسکي په نومونو دوه اسراییلي یرغمل شوي دي.

د "نوا ارګماني" په نوم یو بل یرغمل په دې ویډیو کې وايي، چې دغه دوه کسان د "اسراییل د بریدونو" په پایله کې وژل شوي دي.

د حماس د پوځي څانګې یو ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، چې په وروستیو اونیو کې ډېری یرغمل شويو برخلیک نامعلوم دی او "د دغو بندیانو ډېری یې شاید وژل شوي وي."

د اسراييلو د دفاع وزير بیا ويلي، چې د حماس د خبرو موخه "رواني تاوتريخوالی" دی.

اوکراین: د روسیې جاسوسي الوتکه مو ویشتلې ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۰

د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی هوايي ځواک د روسیې A-۵۰ جاسوسي الوتکه یې ویشتلې ده، چې کېدی شي د روسیې ځینې راتلونکي توغندي بریدونه وځنډوي.

کییف په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، چې د روسیې د یرغل له پیله نږدې دوه کاله وروسته څنګه په دې توانیدلي، چې دغه پرمختللې الوتکې په نښه کړي.

دغه الوتکه چې د لومړي ځل لپاره د شوروي اتحاد تر پرځېدو لږ څه مخکې جوړه شوې، داسې یوه لویه الوتکه ده چې کولی شي د دښمن په خاوره کې د الوتکو، کښتیو او توغندیو شتون په څو سوه کیلومتره ساحه کې معلوم کړي.

ویل کیږي چې د A-۵۰ الوتکې نسکورېدل به د روسیې د هوايي ځواک لپاره لوی زیان وي، ځکه چې د روسیې پوځ له دغو الوتکو محدود شمېر په واک کې لري او په جګړه کې د دغو لوتکو رول ډېر مهم دی.

هند او ایران د افغانستان په اړه د هر اړخیزو خبرو پر دوام ټینګار کړی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبر امانیام جی شنکر د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره په کتنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. دوی په یوې خبري غونډې کې وویل، چې د افغانستان د ثبات او امنیت په اړه به خپلو روانو خبرو ته دوام ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له خپل ایراني سیال سره یې د افغانستان په اړه لنډې خبرې کړې دي.

دوی دغه راز د چابهار بندر له لارې منځنۍ اسیا او افغانستان ته د هند د ټرانزیټي لارې پر پراختیا هم خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې د شانګهای د همکاریو د سازمان او برېکس د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د پراختیا، د ستراتیژیکو اړیکو وضعیت، د چابهار بندر د پراختیا او اهمیت په اړه خبرې شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د هند حکومت پرېکړه کړې چې په خپله نوې تعلیمي ستراتیژۍ کې پارسي ژبه د هند له ۹ کلاسیکو ژبو څخه یوه کړي.

حماس: په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۴ زرو څخه واوښت

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د حماس د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې په نښتو کې ۱۳۲ تنه وژل شوي او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي. دوی ویلي، چې د جګړې له پیله تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ زرو کسانو ته ورسېده.

د حماس د روغتیا وزارت ویلي، چې د ټپیان شمېر له ۶۰ زرو څخه اوښتی او ګڼ خلک ورک هم دي.

بشري حقونو د څار ادارو په وینا؛ په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل له بریدونو سل ورځې تېرېږي، د اټکل له مخې تر اوسه یو لک فلسطینیان وژل شوي، ژوبل شوي او یا هم لادرکه شوي دي.

نتنیاهو ویلي: "هېڅوک زمونږ مخه نه شي نیولی. نه هاګ محکمه او نه هم بل څوک."

پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې له برید وروسته چې ۱ زرو ۱۴۷ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي وو، پر غزه د اسراییل له هوايي او ځمکنیو عملیاتو له پیل د سلو ورځو په تېرېدو سره تر اوسه د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا؛ ۲۳ زره ۹۶۸ فلسطینیان وژل شوي او ۶۰ زره ۵۸۲ نور ټپیان شوي دی.

په همدې حال کې په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې هم ۳۸۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس سره د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۵۲۲ عسکر وژل شوي او ۲ زره ۱۹۳ نور ټپيان شوي‌ دي.