• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سپینه ماڼۍ: د اسراییل لپاره دا مناسب وخت دی، چې د غزې جګړه راکمه کړي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۴، ۰۲:۴۸ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، د اسراییل لپاره دا مناسب وخت دی چې د غزې په تړانګه کې خپل پوځي عملیات کم کړي؛ دغه ځرګندونې داسې مهال کېږي، چې تازه اسراییلي چارواکو یو ځل بیا څرګنده کړې چې په سیمه کې د حماس پر وړاندې به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

جان کربي له سي بي اېس سره په خبرو کې وویل، چې امریکا په غزه کې "د عملیاتو راکمولو"په اړه له اسراییل سره خبرې کوي.

هغه وایي:« موږ باوري یو، چې دا د عملیاتو راکمولو لپاره یو مناسب وخت دی او موږ اسراییل سره د دغه ګام د اوچتولو په اړه خبرې کوو.»

کربي وویل، چې اسراییل د خپلو عملیاتو راکمولو لپاره ځینې "ګامونه" اخیستي دي؛ خو په وینا یې ډېر نورڅه هم باید وشي.

تر دې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې وه، چې د حماس د له منځه وړلو اود دغې ډلې لخوا تر ۱۰۰ زیات یرغمل شويو اسراییلیانو د خلاصون لپاره به خپل فشار ته دوام ورکړي.

پوره سل ورځې وړاندې د اسراییل او حماس جګړه پیل شوه او په دغې جګړه کې د فلسطیني قربانیانو شمېر له ۲۴زرو واوښت.
تېره اونۍ هم سیمې ته د سفر په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په اسراییل غږ وکړ، چې د ملکي تلفاتو د کمولو هڅه دې وکړي او غزې ته د بشري مرستو په رسولو کې دې زیاتوالی راولي.

ترویج لرونکی

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
۱

خیبر پښتونخوا: د ټي‌ټي‌پي پخوانیو ملګرو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي

۲

د افغان متحدینو لپاره د امریکا د کډوالۍ نوې تګلاره؛ افغان ایواک بنسټ دا پرېکړه خیانت بللی

۳

د ټرمپ حکومت د ګرین کارت د غوښتنلیک بهیر محدود کړ

۴

بلوچستان: ګوادر کې ۴۷ افغانان ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال نیول شوي

۵

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وایي د افغانانو جبري اېستل دې ودرول شي

•
•
•

نور کیسې

حماس د دوو نورو اسراییلي برمته شویو د جسدونو ویډیو خپره کړه

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۸ GMT+۰

حماس د دوو جسدونو یوه ویډیو خپره کړه، چې ګومان کیږي د یوسي شرابي او ایتاي سویرسکي په نومونو دوه اسراییلي یرغمل شوي دي.

د "نوا ارګماني" په نوم یو بل یرغمل په دې ویډیو کې وايي، چې دغه دوه کسان د "اسراییل د بریدونو" په پایله کې وژل شوي دي.

د حماس د پوځي څانګې یو ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، چې په وروستیو اونیو کې ډېری یرغمل شويو برخلیک نامعلوم دی او "د دغو بندیانو ډېری یې شاید وژل شوي وي."

د اسراييلو د دفاع وزير بیا ويلي، چې د حماس د خبرو موخه "رواني تاوتريخوالی" دی.

اوکراین: د روسیې جاسوسي الوتکه مو ویشتلې ده

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۳ GMT+۰

د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د دوی هوايي ځواک د روسیې A-۵۰ جاسوسي الوتکه یې ویشتلې ده، چې کېدی شي د روسیې ځینې راتلونکي توغندي بریدونه وځنډوي.

کییف په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، چې د روسیې د یرغل له پیله نږدې دوه کاله وروسته څنګه په دې توانیدلي، چې دغه پرمختللې الوتکې په نښه کړي.

دغه الوتکه چې د لومړي ځل لپاره د شوروي اتحاد تر پرځېدو لږ څه مخکې جوړه شوې، داسې یوه لویه الوتکه ده چې کولی شي د دښمن په خاوره کې د الوتکو، کښتیو او توغندیو شتون په څو سوه کیلومتره ساحه کې معلوم کړي.

ویل کیږي چې د A-۵۰ الوتکې نسکورېدل به د روسیې د هوايي ځواک لپاره لوی زیان وي، ځکه چې د روسیې پوځ له دغو الوتکو محدود شمېر په واک کې لري او په جګړه کې د دغو لوتکو رول ډېر مهم دی.

هند او ایران د افغانستان په اړه د هر اړخیزو خبرو پر دوام ټینګار کړی

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبر امانیام جی شنکر د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره په کتنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. دوی په یوې خبري غونډې کې وویل، چې د افغانستان د ثبات او امنیت په اړه به خپلو روانو خبرو ته دوام ورکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې له خپل ایراني سیال سره یې د افغانستان په اړه لنډې خبرې کړې دي.

دوی دغه راز د چابهار بندر له لارې منځنۍ اسیا او افغانستان ته د هند د ټرانزیټي لارې پر پراختیا هم خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په دې کتنه کې د شانګهای د همکاریو د سازمان او برېکس د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د پراختیا، د ستراتیژیکو اړیکو وضعیت، د چابهار بندر د پراختیا او اهمیت په اړه خبرې شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه خبري غونډه کې اعلان وکړ، چې د هند حکومت پرېکړه کړې چې په خپله نوې تعلیمي ستراتیژۍ کې پارسي ژبه د هند له ۹ کلاسیکو ژبو څخه یوه کړي.

حماس: په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۴ زرو څخه واوښت

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۰

د حماس د روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې په نښتو کې ۱۳۲ تنه وژل شوي او ۲۵۲ نور ټپیان شوي دي. دوی ویلي، چې د جګړې له پیله تر اوسه د وژل شویو کسانو شمېر ۲۴ زرو کسانو ته ورسېده.

د حماس د روغتیا وزارت ویلي، چې د ټپیان شمېر له ۶۰ زرو څخه اوښتی او ګڼ خلک ورک هم دي.

بشري حقونو د څار ادارو په وینا؛ په داسې حال کې چې پر غزې د اسراییل له بریدونو سل ورځې تېرېږي، د اټکل له مخې تر اوسه یو لک فلسطینیان وژل شوي، ژوبل شوي او یا هم لادرکه شوي دي.

نتنیاهو ویلي: "هېڅوک زمونږ مخه نه شي نیولی. نه هاګ محکمه او نه هم بل څوک."

پر اسراییل د حماس د اکټوبر د اوومې نېټې له برید وروسته چې ۱ زرو ۱۴۷ کسان پکې وژل شوي او ۲۴۰ نور یرغمل شوي وو، پر غزه د اسراییل له هوايي او ځمکنیو عملیاتو له پیل د سلو ورځو په تېرېدو سره تر اوسه د فلسطین د روغتیايي چارواکو په وینا؛ ۲۳ زره ۹۶۸ فلسطینیان وژل شوي او ۶۰ زره ۵۸۲ نور ټپیان شوي دی.

په همدې حال کې په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې هم ۳۸۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس سره د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه ۵۲۲ عسکر وژل شوي او ۲ زره ۱۹۳ نور ټپيان شوي‌ دي.

د برېتانیا حکومت حزب التحریر د تروریستي ډلې په توګه اعلان کړ

۲۵ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۸ GMT+۰

برېتانيا د دوشنبې په ورځ حزب التحرير نړۍواله اسلامي ډله د يوې ممنوع ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه. دغه هېواد حزب التحریر د يهود ضد سازمان په بللو سره د دغه ګوند غړیتوب يو جنايي جرم وباله. دغه حزب په افغانستان کې هم غړي لري؛ خو د طالبانو په راتګ سره یې د فعالیت څرک نه ښکاري.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ دغه پریکړه چې یاده سني اسلامپاله سیاسي ډله د القاعدې یا داعش سره ورته بولي به د پارلمان له موافقې وروسته د جنورۍ له ۱۹ نېټې څخه نافذه شي.

د کورنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي وايي: "حزب التحریر یو یهودي ضد سازمان دی، چې په فعاله توګه تروریزم ته وده ورکوي او هڅوي یې، دغه ډله د اوکټوبر د اوومې نېټې خونړي برید ستاینه او نمانځنه کوي."

د اکټوبر پر اوومه حماس د پر سویلي اسراییل خونړی برید وکړ چې ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول.

کلیورلي وايي؛ د حزب التحریر له خوا د حماس برید ستاینه او د دوی پر وېبپاڼه کې حماس ته د اتلانو خطاب، د تروریزم د ودې او هڅولو سره مرسته کوي.

هغه زیاته کړه؛ دا سازمان د یهودیانو په وړاندې د بریدونو ستاینه او نمانځلو مخینه هم لري.

طالبانو هم په تېر نومبر میاشت کې د حزب التحریر په ګډون د یو شمېر سیاسي ډلو پر فعالیتونو افغانستان کې بندیز لګولی و.‌

د طالبانو استخباراتو د دغو ډلو دفترونو ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو، چې اوس په افغانستان کې “اسلامي نظام” حاکم دی او هېڅ حزب یا بلې سیاسي ډلې فعالیت ته اړتیا نه شته.

د افغانستان په پخواني جمهوریت کې هم د حزب التحریر پر فعالیت بندیز لګول شوی و او ډېری غړي یې د هغه مهال د ملي امنیت ادارې له خوا نیول شوي وو.

په انګلستان کې د دې ډلې مېشت استازو د دغې پرېکړې په اړه تر اوسه له تبصرې ډډه کړې؛ خو تر دې وړاندې یې په خپله ویبپاڼه د دې سازمان د بندول غوښتنه "د ناهیلۍ نښه" بللې وه.

په برېتانیا کې پر دغه سازمان بندیز په دې معنا دی، چې د حزب التحریر سره تړاو، په ګټه یې تبلیغ، د غونډو تنظیم کول او په عامه ځایو کې د هغوی د نښان لېږدول به یو جنايي جرم وي.

هغه کسان چې له دغو مقرراتو نه سرغړونه کوي تر ۱۴ کلونو پورې په بند محکوم کېدی شي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې حزب التحریر په ۱۹۵۳ کال کې رامنځته شوی او مرکز یې په لبنان کې دی. دغه سازمان د برېتانیا او نورو لویدیځو هېوادونو په ګډون په ۳۲ هېوادونو کې فعالیت کوي، چې د اسلامي قانون له مخې د خلافت د جوړولو اوږد مهاله هدف لري.

دغه سازمان پر فعالیت د آلمان، مصر، بنګله دیش، پاکستان او یو شمیر منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو له خوا بندیز لګول شوی دی.