ترکیې د ایران او پاکستان تر منځ د ترینګلتیاو د کمولو غوښتنه کړې

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خپلو پاکستاني او ایراني سیالانو سره په جلا - جلا خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترینګلتیاو د کمولو غوښتنه وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له خپلو پاکستاني او ایراني سیالانو سره په جلا - جلا خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترینګلتیاو د کمولو غوښتنه وکړه.
د اناتولي خبري اژانس د خبر له مخې؛ هاکان فیدان له جلیل عباس جیلاني او حسین امیر عبداللهیان سره په ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې د بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
اناتولي زیاته کړې ده، چې ښاغلي فیدان دواړو خواو ته د اعتدال بلنه ورکړې؛ څو په سیمه کې د ستونزو د زیاتېدو مخنیوی وشي.د ترکیې یاد دولتي اژانس همدا راز لیکلي؛ د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو هم فیدان ته ویلي، چې دوی نه غواړي تاوتریخوالی زیات شي.


د پنجشنبې په ورځ سهار وختي د ایران پر سیستان - بلوچستان ولایت د پاکستان د توغندیو بریدونو وروسته یوه لوړپوړي پاکستاني امنیتي چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې ۵ بلوچ جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
دغه پاکستاني چارواکي چې د خپل نوم له ښودلو یې ډډه کړي ويلي، چې دغه وژل شوي کسان د بلوچ د خپلواکۍ جبهې غړي دي او ټول هغه کسان دي چې پاکستان یې د وژلو په لټه کې و.
د سرچینې په وینا؛ په وژل شویو کې د بلوچ د خپلواکې جبهې قوماندان دوستا الیاس د دې جبهې غړی بجار الیاس سوغات په ګډون د بلوچ قوماندان اسغر الیسا بشام زوی او خور یې هم شامل دي.
د سیستان - بلوچستان د ولایت امنیتي مرستیال جاوا مرحمتي ایراني رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان له لوري په سرحدي سیمه کې یو کلي په توغندیو لګیدلی او په دې پیښه کې درې مېرمنې او څلور ماشومان وژل شوي دي.
ښاغلي مرحمتي ویلي، چې وژل شوي کسان ایراني وګړي نه دي.
تر دې وړاندې د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم خبر ورکړی و، چې نن سهار د سیستان - بلوچستان ولایت پر یوه سرحدي کلي له برید وروسته په تهران کې د پاکستان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی، چې د پېښې په اړه وضاحت ورکړي.

د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر رییس د ایران او پاکستان خپلمنځي بریدونو ته په غبرګون کې وایي، په نړیوالو شخړو کې د ځیرکو وسلو کارول نوی او د اندیښنې وړ اړخ رامنځته کړی. معصوم ستانکزي زیاتوي، دا شان شخړې هر هیواد ته فرصت ورکوي چې د بل هیواد له محرمیت څخه سرغړونه وکړي.
نوموړي خپل اېکس کې لیکلي، اوسنی نړیوال نظم د زوال په حال کې دی او د شخړو د حل او د سیالۍ د مخنیوی لپاره باید سوله ییزو هڅو ته لومړیتوب ورکړل شي.
سره له دې چې د ایران او پاکستان ترمنځ وروستۍ پيښې له بیلابیلو غبرګونونو سره مخ شوې دي، ایراني چارواکي وایي چې د پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
له دې سره، د سیستان او بلوچستان سیاسي او امنیتي مرستیال تسنیم خبري اژانس ته ویلي، چې د پاکستان په توغندیزو بریدونو کې ۹ کسان وژل شوي دي خو دا کسان ایراني وګړي نه دي.
اخوا په پاکستان کې د ایران د برید په پایله کې بیا پنځو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر وايي، هېواد یې له سعودي عربستان سره د سوداګرۍ، پانګونې او خلکو ترمنخ د اړیکو په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ زیاتول غواړي. انوارالحق کاکړ دا خبرې په داووس کې د سعودي له بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره په لیدنه کې کړې دي.
ښاغلي کاکړ د اسلام اباد او ریاض ترمنځ د نږدې ورورولۍ اړیکو پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار سره وویل، چې دا اړیکي په کلتوري میراث او شریکو ګټو کې رېښه لري.
د نوموړي په خبره، د پاکستان او سعودي نږدې اړیکي د سیمې د ټیکاو په ګټه هم دي.

د ایران پر سیستان بلوچستان د پاکستان له بریدونو وروسته د دغه هېواد ولسمشر وایي، د خپلې خاورې د ساتلو لپاره به ټول اړین ګامونه پورته کړي. عارف علوي نن خپل اېکس کې زیاتوي چې دغه هیواد به د خپل ملی امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا په اړه له هیچا سره جوړجاړی ونه کړي.
ښاغلي علوي دا خبرې تر هغه وروسته وکړې چې پاکستان نن سهار د ایران په سیستان بلوچستان کې د «ترهګرو» پر پټنځیو بریدونه وکړل.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، په دې برید کې یې بلوڅ بېلتونپال په نښه کړي دي، خو ایراني چارواکو په دغه برید کې د څلورو ماشومانو، دریو ښځو او دوو نارینه وو د وژل کیدو خبر یې ورکړ.
پاکستان دغه بریدونه د دغه هېواد د بلوچستان صوبې پر پنجګور ولسوالۍ د ایران د وړمې ورځې برید په ځواب کې کړي.
ایران وايي، نجګور کې یې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په نښه کړي دي. جیش العدل دې وروستیو میاشتو کې د ایران پر امنیتی ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت منلی و.
خو د پاکستان رسنۍ وایي، دې برید کې دوه ماشومان وژل شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، خو هلته یې ایراني بېلتونپال په نښه کړي دي.
د پاکستان ولسمشر هم د ورته خبرې تکرارولو سره وایي پاکستان د ټولو دولتونو حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته بشپړ درناوی لري او له نورو هېوادونو هم غواړي چې له نړیوالو قوانینو سرغړونه ونه کړي.
نوموړی زیاتوي: « تروریزم یوه ګډه ننګونه ده او د له منځه وړلو لپاره یې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده.»
د پاکستان ولسمشر ټینګار کوي چې پاکستان او ایران باید د خبرو اترو او دوه اړخیزو مشورو له لارې رامنځته شوې ستونزې هوارې کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ وباله. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران او پاکستان تر منځ توغندیزو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې دواړه هېوادونه دې د اختلاف وړ مسایل د ډيپلوماټیکو چېنلونو له لارې حل کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (مرغومي ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران او پاکستان تر منځ ورستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی او پر دواړو هېوادونو یې غږ کړی، چې له زغمه کار واخلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لورې په خپره شوې اعلامیه کې پر دواړو هېوادونو غږ شوی چې، د اختلاف وړ مسایل د ډیپلوماټیکو چېنلونو له لارې په خبرو اترو هوار کړي.
ایران د سه شنبې په ورځ د پاکستان په پنجګور سیمه کې توغندیز برید وکړ او ادعا کوي، چې په دغه برید کې یې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ کړي دي.
د ایران د دغه برید په ځواب د پنجشنبې په ورځ پاکستان د ایران پر سروان سیمه توغندیز برید وکړ.