په عراق کې د امریکا پر پوځي اډې د توغندیو برید شوی

یو امریکايي چارواکي تایید کړې چې په عراق کې د عین الاسد پر پوځي اډه څو بالسټیک توغندي لګیدلي دي. دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې پر دې اډې د توغنديو برید کې ځینې امریکايي کارکوونکو سربیرن ټپي شوي، خو د عراق د امنیتي ځواکونو یو غړی سخت ټپي شوی دی.