• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یو اسراییلي یرغمل شوي خور له اسراییل غوښتي چې پر غزې خپل بریدونه ودروي

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۱ GMT+۰

د ټي ار ټي ورلډ ټلویزیون د راپور له مخې، د تیر کال د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د یرغمل شوو کسانو له ډلې د یوه خور د اسراییل له حکومته غواړي چې پر غزې بریدونه ودروي، ځکه چې دغه بریدونه د یرغمل شوو کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.

میرو سویرسکي چې د یرغمل شوې ایتا سویرسکي خور ده، د اسراییل پر لومړي وزیر نتانیاهو نیوکه کوي چې د یرغملو د ژغورنې او د جګړې موخې یې سره په تضاد کې دي.‌ ایتا څو ورځې وړاندې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي بمباریو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.‌

سویرسکي وايي چې د "حماس ویجاړول" او "د یرغمل شوو بیرته راستنول" دوه متناقصې موخې دي او ټینګار یې کړی چې جګړه د یرغملو شوو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي.

سویرسکي زیاته کړې: «حکومت ویلي چې د برمته شویو کسانو راستنول یې لومړیتوب دی. که داسې نه وي، نو دوی دا دومره وخت موږ ته دروغ ویلي.»

سویرسکي له ټولو اسراییلیانو غوښتي چې د لومړي وزیر د کور مخې ته په روانو لاریون کې ګډون وکړي.

حماس د تیرې دوشنبې په ورځ اعلان کړی و چې دوه اسراییلي یرغمل چې د حماس لخوا نیول شوي و د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بمباریو کې وژل شوي دي.

له وژل شویو بندیانو څخه یو هم ایتا سویرسکي پیژندل شوی. اسراییلي پوځ د سې شنبې په ورځ د هغه مړینه تایید کړه، خو حماس یې د هغه په ​​وژلو تورن کړ.

بل خوا حماس اسراییلي پوځ د یرغملو په وژلو تورنوي.

په غزه کې جګړه هغه مهال پیل شوه کله چې د حماس جنګیالیو په اسراییل برید وکړ، چې په پایله کې یې له ۱ زرو ۲۰۰ څخه ډېر کسان ووژل شول چې دېری یې ملکي وګړي وو.

د فلسطین د روغتیایي چارواکو په وینا، د غزې په تړانګه کې د اسراییل بمبارۍ او بریدونو له امله تر اوسه له ۲۴ زره او ۷۶۰ څخه ډېر کسان وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

په عراق کې د امریکا پر پوځي اډې د توغندیو برید شوی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۶ GMT+۰

یو امریکايي چارواکي تایید کړې چې په عراق کې د عین الاسد پر پوځي اډه څو بالسټیک توغندي لګیدلي دي. دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې پر دې اډې د توغنديو برید کې ځینې امریکايي کارکوونکو سربیرن ټپي شوي‌، خو د عراق د امنیتي ځواکونو یو غړی سخت ټپي شوی دی.

خو ځینې رپوټونه وايي، چې په دغه برید کې د عراق د امنیتي ځواکونو څو غړي سخت ټپیان شوي دي.

د العربیه خبری اژانس د راپور له مخې، ځینې توغندی د هوایي دفاعي سیسټم له خوا شنډ شوی خو ځینې نور په دغه اډه، چیرې چې امریکایی ځواکونه دیره دي، لګېدلی دي.

یوې امنیتي سرچینې العربیه ته ویلي، چې د شنبې په ورځ د عین الاسد پر اډې تر شلو زیات توغندیو لګیدلي دي.

په راپور کې راغلي، چې دغه توغندي له سلو کيلومټره واټن څخه پر دغې اډې توغول شوي دي.

د چین د یوه ښوونځي په لیلیه کې د اور له امله ۱۳ هلکان مړه شول

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۵ GMT+۰

د چین د مرکزي هینان ولایت په یوه ښوونځي کې د اور لګېدنې له امله دیارلس زدکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د شینهوا خبري اژانس د رپوټ له مخې،‌ اور په یانشانپو کلي کې د ینګکای ښوونځي د هلکانو لیلیه کې د شنبې په شپه ناوخته لګېدلی. ویل کېږي د اورلګیدنې پر مهال په لیلیه کې ۳۰ کسان و.

د چاینا نیوز ویک په نوم د یوې چینايي مجلې په رپوټ کې راغلي چې دغه ماشومان د دریم ټولګي زدکوونکي او عمرونه یې شاوخوا ۹ کاله وو.

ینګکای یخصوصي ښوونځی له لسو کلونو راهیسې فعالیت کوي او تر ډیره کلیوال او هغه ماشومان پکې زدکړې کوي چې خپل مور او پلار یې سرپرستي نه وي منلې.‌

د يوه زدکوونکي د مور او پلار په وينا، د ښوونځي مسوولینو د دوی ماوشوم له پیښې وروسته د شنبې په سهار کور ته وروړی او دا لا معلومه نه ده چې بیرته به ښوونځی څه وخت پیلیږي.‌

د چين د بیړنیو چارو وزارت "په ګڼ مېشتو ځايونو کې د اور وژنې د پټو خطرونو" د مخنيوي لپاره د پلټنې غوښتنه کړې او د ژغورنې د لارښوونې لپاره يو کاري ټيم سیمې ته لېږلی دی.

چینايي رسنۍ وايي، د ښوونځي مسوولان نیول شوي دی.

سوریه کې د ایران «د قدس د استخباراتو د مرستیال په ګډون» څلور پوځي مشاوران ووژل شول

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۶ GMT+۰

د ایران سپاه پاسدران وايي، د دې ځواکونو د بهرنۍ څانګې قدس څلور لوړپوړي پوځي مشاوران نن د سوریې پلازمېنه دمشق کې د اسراییل د برید له امله وژل شوي دي. د ایراني رسنیو د راپور له مخې په وژل شویو کې د قدس ځواکونو د استخباراتو مرستیال صادق امیدزاده هم دی.

د سپاه پاسدران د عامه اړیکو اداره په اعلامیه کې وايي، په دې برید کې حجت الله امیدوار، علي اقازاده، حسین محمدي او سعید کریمي وژل شوي دي.

سپاره پاسدران دا کسان لوړپوړي مشاوران بللي، خو د دې ځواکونو د قدس څانګې د یوه مرستیال صادق امیدزاده د وژل کېدو په هکله یې څه نه دي ویلي، خو ډېرو ایراني رسنیو ویلي چې په دغه برید کې نوموړی وژل شوی دی.

صادق امیدزاده سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو راهیسې د بشار اسد په ملاتړ جګړه کې ښکېل و.

ویل کېږي نوموړی ۱۱ کاله مخکې د هغو ایرانیانو په ډله کې و چې د سوریې یوې وسلوالې ډلې نصرت جبهې نیولي وو او وروسته د قطر په منځګړتوب خوشي شول.

سپاه پاسداران وايي، په ننني برید کې د سوریې ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ویل کېږي برید د دمشق په داسې سیمه کې شوی چې د بهرنیو هېوادونو ډيپلوماټان پکې استوګن دي.

دا برید په داسې مهال دی چې له څو میاشتو راهیسې د اسراییل او حماس جګړه پیل شوې ده.

د دې جګړې په بهیر کې د یمن حوثیان او د لبنان حزب الله ډله هم وخت ناوخت له اسراییل سره ټکر لري او له امله یې د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړې د پراخېدو وېره پیدا شوې ده.

طالبانو له ایراني قضايي پلاوي سره پر اعدم محکومو افغان بندیانو خبرې وکړې

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې ډلې بهرنيو چارو وزير د ایران د قضايه قوې له مرستيال سره په ليدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او لخ بنديانو سره د ليدنې اړوند خبرې وکړې. د ایران د قضايه قوې مرستيال دکتور غريب ابادي د يوه لوړ رتبه قضايي پلاوي سره کابل ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه د مرغومي په ۳۰ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې امیرخان متقي د ایراني قضايي پلاوي څخه غوښتي، چې د زندانيانو ستونزو ته د رسېدو، په اعدام د محکومو افغان کډوالو لپاره د بديلو میکانیزمونو د پيدا کېدو او «حقوقي او جنايي» برخو کې دې ورسره همکاري وکړي.

د اعلامیې له مخې، طالبانو او یران په دې ناسته کې په قضايي برخو کې د همکارۍ او همږغۍ پر ژمنتيا ټينګار وکړ.

کابل ته د ایراني قضايي چارواکو دا سفر په داسې حال کې کیږي، چې د ایران قضايي څانګه د بشري حقوقو د پراخو سرغړونو له امله په نړۍ کې یو له بدنامو ادارو څخه شمیرل کیږي.

جاپان په تاريخ کې پنځم هېواد شو، چې تر سپوږمۍ یې ځان ورساوه

۳۰ مرغومی ۱۴۰۲ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۱ GMT+۰

جاپان د نړۍ په تاریخ کې پنځم هیواد شو، چې د شنبې په ورځ یې په بریالیتوب سره د سپوږمۍ پر مخ خپله څېړنیزه فضایي بیړۍ کېنوله. د جاپان فضايي ادارې ویلي، چي د دوی بې پېلوټه فضايي بېړۍ په ډېرې دقیقې ناستې سره د «ټکنالوژۍ یو شاهکار» جوړ کړ.

په همدې مهال ادارې زیاته کړه،چې د دې فضايي بېړۍ یوه لمریزه تخته له ستونزې سره مخ شوې.

په دې بريالي فضايي عملياتو سره جاپان د نړۍ په تاريخ کې پنځم هېواد شو، چې له امريکا، پخواني شوروي اتحاد، چين او هند وروسته يې په بريالۍ توګه سپوږمۍ ته فضايي بېړۍ واستوله.

د جاپان فضايي ادراې د معلوماتو له مخي، سليم (SLIM)د دسمبر له وروستیوراهیسې د سپوږمۍ پر مدار ګرځېده او د جاپان پر وخت نن سهار د سپوږمۍ پر سطحه کوز شو او له هغه وخت راهيسې له ځمکې سره اړيکه لري.

د دې ادارې یوه چارواکي هیتوشي کونیناکا وویل: «سلیم په داخلي بیټرۍ چلیږي او د کېناستو د مهال ترلاسه شوي معلومات په هغه کې زیرمه کیږي او موږ هڅه کوو، چې ځمکې ته د دې ډاټا په لېږلو سرهعلمي پایلې حد اکثر ته ورسوو.»