• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په تېر کال کې په ترکیه کې د کار پر مهال ۱۹۳۲ کاګر مړه شوي چې ۱۸ یې افغانان دي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د ترکیې د حرفوي روغتیا او خوندیتوب شورا راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۳ کې ۱۸ افغان کارګران د حرفوي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، چې په همدې کال کې په ترکیه کې د کار پر مهال د کارګرانو د مړینې ټولټال شمېر ۱۹۳۲ ته رسېږي.

د دغه راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان، سوریې، ترکمنستان، عراق، ایران، بلغاریا، اذربایجان، قرغزستان، مصر، ازبکستان، اوکراین، فلیپین، جاپان، کولمبیا، مالداوي، نایجیریا، رومانیا، روسیې، سوډان او تاجکستان څخه ۱۰۶ بهرني کارګرو په تركيه كې د حرفوي پېښو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې کال کې ۲۲ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم او ۳۲ ماشومان چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ وو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز ۳۹۶ کارګران چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ وو، ۷۷۰ کارګران چې عمرونه یې د ۳۰ او ۴۹ کلونو ترمنځ وو او ۹۵کارګران چې عمرونه یې له ۶۵ کلنۍ څخه پورته وو د کار پر مهال مړه شوي دي.

دا معلومه نه ده، چې د نورو ۱۶۳ کارګرانو عمر څومره وو.

په راپور کې ویل شوي، چې په دې موده کې ۱۴۷ ښځینه کارکوونکو هم د کار په جریان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خدماتي او ترافيکي پېښې، تر خاورو لاندې کېدل، له لوړ ځای څخه لوېدل، د برېښنا نيول، په کارځای کې تاوتریخوالی، چاودنې، سوځول، مسموم کېدل، په اوبو کې غرقېدل او ځان وژنه د کارګرانو د مړینې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

ډېری وژل شوي کسان د ساختماني، کرنې، ترانسپورت، سوداګريزو، اداري او تعليمي، ښاروالۍ، د خوراکي توکو، روغتيا او ټولنیزو خدمتونو او کانونو کارکوونکي وو.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

وروسته له دوو لسیزو د روسیې ولسمشر شمالي کوریا ته د تللو هوډ کړی

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اراده کړې، چې ډېر ژر شمالي کوریا ته لاړ شي. د دې اژانس د نن ورځې د راپور له مخې؛ ښاغلي پوتین د شمالي کوریا له بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې دا اراده ښودلې ده.

د دې راپور له مخې؛ ښاغلی پوتین د شمالي کوریا له مشر مننه کړې، چې نوموړی یې خپل هېواد ته بللی دی.

دا به له دوو لسیزو وروسته اول ځل وي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا ته ځي.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف هم ویلي، چې ښاغلی پوتین شمالي کوریا ته ځي؛ خو زیاتوي چې لا کره وخت مالوم نه دی.

تسنیم اژانس په تهران کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په سفارت کې پر ګډوډۍ نیوکه کړې

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۰

تسنیم خبري اژانس، چې د سپاه پاسداران اړوند دی، په يوه راپور کې په تهران کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په سفارت کې په ګڼه ګوڼه او ګډوډۍ نیوکه کړې ده. تسنيم د مراجعينو له قوله ليکلي، چې په سفارت کې ګڼه ګوڼه د افغان کډوالو «ډېر بد او ناخوښ» انځور وړاندې کوي.

په تهران کې د پاکستان په نوم سړک کې هره ورځ سلګونه افغانان د افغانستان سفارت ته ورځي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې؛ ګڼه ګوڼه او د غوښتنو په پروسس کې ځنډ په دغه سفارت کې له عمده ستونزو څخه بلل کېږي.

تسنیم لیکلي: «د افغانستان له سقوط مخکې د دغه هېواد په سفارت کې دومره ګڼه ګوڼه نه وه؛ خو په دې ورځو کې د سفارت مرکزي او شاوخوا کوڅې د تهران په یو له بدو ښاري منظرو او د ګڼې ګوڼې په ځایونو بدلې شوې دي.»

دغې رسنۍ لیکلي: «په دغه سفارت کې بې نظمي او د پلان نشتوالی یوه جدي ستونزه بلل شوې او د دغه بهیر دوام ښايي په راتلونکي کې پراخې ستونزې رامنځته کړي.»

د تسنيم خبري اژانس خبريال د خپلو سترګو په لیدلي حال کې ليکلي، چې د سفارت په شاوخوا کې ګڼه ګوڼه او ککړ چاپيريال د سيمې خلک او هغه کډوال چې سفارت ته د اسنادو د ترلاسه کولو او يا د ستونزو د حل لپاره ځي له دغه حالت زوريږي.

له دې وړاندې هم په ايران کې مېشتو افغان کډوالو څو - څو ځله افغانستان انټرنشنل ته ويډيوګانې ليږلي او ويلي يې دي، چې دغه سفارت د مراجعينو د زيات شمېر له کبله د مناسب پلان او مديريت د نشتوالي له کبله ایراني اتباع له ستونزو سره مخ کړي دي.

طالبان وايي له یو کال ډېره موده کې یې د سند له زندانونو تر ۳ زرو ډېر بندیان خوشي کړل

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۰

د پاکستان د سند په مرکز کراچۍ کې د طالبانو کونسل وايي، له څه باندې یو کال په ډېره موده کې یې د دغې صوبې له زندانونو تر درې زرو دو سوو افغان بندیان خوشي کړي دي. عبدالجبار تخاری زیاتوي، پرون یې هم د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۵۸ افغان بندیان خوشي او د چمن له لارې یې ا فغانستان ته ولېږل.

نوموړی د کونسلګرۍ اېکس کې لیکی، له تېر کال راهیسې په سند صوبه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون دا خوشي شوي کسان د دوی په لګښت تر افغانستان لېږل شوي دي.

طالبان وايي، لا هم تر ۲۲۱ ډېر افغان بندیان په دغه صوبه کې شته او دوی یې د ازادولو هڅه کوي.

د طالبانو په واکمنېدو او له افغانستان د کډوالۍ د بلې څپې پیلېدو سره په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ځورول هم زیات شول.

د پاکستان تر نورو ښارونو په کراچۍ کې پر بې اسناده کډوالو سربېره قانوني کډوال او ویزه لرونکي هم جېلونو ته واچول شول.

تېر کال د سند په مختلفو جېلونو کې څلور افغان بندیان مړه شول.

د ملګرو ملتونو سر منشي: ټول باید د خپل هېواد جوړولو لپاره د فلسطینیانو حق په رسمیت وپیژني

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۲۲ GMT+۰

د ملګرو ملتو سرمنشي ویلي دي، چې د اسراییل او فلسطین د خلکو لپاره د دوو هېوادونو له حل سره مخالفت او د فلسطین د خلکو د یوه دولت له حق څخه انکار د منلو نه دی. انتونیو ګوتېرش وايي، هر څوک باید د فلسطین د خلکو دا حق په رسمیت وپېژني چې خپل هېواد جوړ کړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون د اسراییل له لومړي وزير سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته خبریالانو ته وویل، چې نتانیاهو د اسراییل او فلسطین د دوو دولتونو د جوړولو لپاره د ټولو حل لارو مخالف نه دی او ځینې ممکنې لارې هم شته.

خو د اسراییل لومړي وزیر د جوبایډن څرګندونې رد کړې.

بنیامین نتانیاهو ویلي له بایډن سره په خبرو کې يې ټينګار وکړ، چې اسراییل باید د حماس له ویجاړولو وروسته پر غزې خپل واک وساتي.

د اسراییل لومړي وزیر دفتر په يوه خبرپاڼه کې لیکلي، « له ولسمشر بایډن سره په خپلو خبرو کې نتانیاهو پر خپله تګلارې ټینګار وکړ، چې د حماس له منخه وړلو وروسته باید اسراییل پر غزې خپل امنیتي واک وساتي، څو ډاډ ترلاسه شي، چې غزه نور د اسراییل لپاره ګواښ نه ده. هغه څه چې د فلسطین د حاکمیت له غوښتنې سره په ټکر کې دي.»

د همدې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ټینګار وکړ، چې د فلسطیني دولت له جوړیدو پرته د اسراییل د اوږدمهاله امنیتي ننګونواو د غزې د بیارغونې لنډ مهاله ننګونو ته د حل لاره نشته.

طالبان: چین په افغانستان کې د لمري برېښنا د تولید لپاره پانګونه کوي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر وايي، یو شمېر چینايي پانګوالو په افغانستان کې د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت، د لمري برېښنا د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. دغو پانګوالو پرون له سردار احمد شکیب سره لیدلي دي.

د سفارت په اېکس کې د ښاغلي شکیب له قوله ویل شوي چې دوی «اقتصاد محوره پالیسۍ تعقیبوي او هر هغه پانګونې ته ښه راغلاست وايي چې شفافه او د عامو افغانانو په ګټه وي.»

د افغانستان نږدې اویا سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته ځي، خو د اړتیا وړ برېښنا له نورو هېوادنو په تېره، ازبکستان تاجکستان او ایران واردوي.