• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخواني ولسمشر کرزي له جاپان څخه له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۰

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیالې میساکو تکاهاشي سره لیدلي او له نوموړې سره په خبرو کې یې د زده کړو او صحت په برخه کې د جاپان له مرستو مننه کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلې ټویټر پاڼې د یوه تصویر په خپرولو سره نن یکشنبه (د سلواغې لومړۍ) د یوه یادښت په خپرولو سره ویلي، چې له مېرمن میساکو څخه یې د جاپان او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

په یادښت کې راغلي، چې پخواني ولسمشر د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیالې سره د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړي او د جاپان له کړو مرستو یې مننه کړې ده.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا په ملي کچ د خبرو اترو ملاتړ کړی او د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په بیا پرانیستلو یې ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې د تیلو د تولید یو ترمینل کې د شکمنې اوکرایني ډرون الوتکې د برید له امله اور لګېدلی

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د روسیې تر ټولو سترې د ګازو د تولید کمپنۍ نووټیک پورې اړوند د بالتیک سمندریز ترمینل کې د یوې شکمنې اوکرایني بې پیلوټې الوتکې له برید وروسته اور لګېدلی او دغه کمپنۍ یې دې ته مجبوره کړې، چې هلته ځینې چارې وځڼډوي.

د اوست-لوګا په نوم دغه ترمینل د سین پیټرزبورګ لویدیځ څخه شاوخوا ۱۷۰ کیلومتره لرې د فنلینډ په خلیج کې موقعیت لري.

د نووټیک ویب پاڼې په وینا؛ دغلته د ګازو د تولید ترڅنګ د جیټ الوتکو تیل، مایع ګاز او د موټرو تیل هم پروسس کیږي او د بندر له لارې دغه پروسس شوي محصولات نړۍوالو بازارونو ته لېږدولو کیږي.

د انټرفکس-یوکراین خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې اورلګېدنه د اوکراین د امنیتي خدماتو له خوا د ځانګړو عملیاتو پایله کې رامنځته شوې ده.

په دغه رپوټ کې د یوې اوکراینې سرچینې له قوله ویل شوي:‌ “په سیمه کې د اوست-لوګا د تېلو ترمینل د دښمن لپاره یو مهم مرکز دی. هلته تصفیه شوي تیل، د روسي پوځیانو ته استول کیږي.”

د روسیې د لیننګراد والي الکساندر دروزډینکو د ټیلیګرام له لارې ویلي، په دې پېښه کې مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې او ټول کارګران په خوندي توګه ایستل شوي دي.

روسي رسنیو ویلي، چې په برید کې د تیلو دوه ټانکرو او یو د تیلو پمپ زیانمن شوي؛ خو اوس اورلګېدنه تر کنټرول لاندې ده.

نووټیک کمپنۍ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې له اورلګېدنې وروسته د دوی ځینې چارې ځڼډېدلي دي او دا چې اورلګېدنه د بهرني نفوذ له امله رامنځته شوی.‌

په دې وروستیو کې روسیه او اوکراین د اکمالاتو او لوژستیک د زیانمنولو په موخه د یو بل د انرژۍ پر زېربناو بریدونه کوي.

دغه دواړه لوري په روانې نږدې دوه کلنه جګړه کې په دې لټه کې دي، چې یو بل کمزوری کړي؛ خو د جګړې د پای ته رسېدو نښې لا نه لیدل کیږي.‌

له پاکستان څخه څه باندې ۴۷۲ زره افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه شوي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د ۲۰۲۳ کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه تر اوسه پورې پاکستان څلور لکه او ۷۲ زره ۱۸۷ افغانان په غیر قانوني توګه د اوسېدو په بهانه له دې هېواده اېستلي دي. د پاکستان د دولتي راډیو د خبر له مخې؛ یوازې تېره ورځ ۶۳۹ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د اېستلو لړۍ دوام لري.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانوني کډوال به باسي.

په ورته وخت کې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ شنبه (د مرغومي ۳۰مه) د پکتیکا، ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات له پولې په جبري توګه سلګونه راستنو شويو کډوالو ته د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د کمېټو له لوري مرستې شوې دي.

دغه وزارت وايي؛ د سپین بولدک، تورخم، انګور اډې، ورشیمو او اسلام کلا له پولو څخه ټولټال ۷۱۳ تنه کډوال په خپله خوښه او زور راستانه کړل شوي دي.

د دوی په وینا؛ دغه کورنۍ تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د خوړو نړېوال پروګرام او د کډوالۍ نړۍوالې ادارې ته ورپېژندل شوي دي.

د کډوالو وزارت د معلوماتوله مخې؛ د ۲۳۸ کسان د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې له لارې او پاتې ۴۷۵ تنه د ورشیمو او اسلام کلا له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.
له دې سره په دغو اېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختي کارټونه یې هم درلودل.
د بښنې د نړۍوال سازمان په ګډون ډېر شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو د پاکستان پر دغې پرېکړې په نیوکې سره ویلي، چې دا کړنه بشري سرغړونه ده او دغه هېواد باید خپله دا پرېکړه بېرته واخلي؛ خو پاکستان په خپل دریځ ټينګار کوي.

طالب چارواکو په وار - وار له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت جبري چلند غندلی او غوښتنه یې کړې، چې د پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي.
سره له دې چې طالبان د ژمي په درشل کې د پاکستان پر دغې پرېکړه نیوکه کوي؛ خو وایي دوی د هغو کسانو ملاتړ کوي چې بېرته هېواد ته راستنیږي.
اوسمهال له پاکستان او ایرانه زرګونه اېستل شوي کډوال په پنډغالو کې د ژمي سختې شپې او ورځې تېروي او د نړۍوالو مرستې ته په تمه دي؛ خو نړۍوالې مرستندویه ادارې بیا د بودیجې له کمښت څخه سرټکوي او په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

د ملي مقاومت جبهې په نورستان کې ۹ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم د طالبانو مخالفې وسلوالې جبهې ویلي، چې د شنبې په شپه یې د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ په ګندلبوک سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی؛ دوه طالبان یې وژلي او اووه نور ټپیان دي.

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د یکشنبې په ورځ (د سلواغې لومړۍ نېټه) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو له ډلې د درېیو ټپي شویو کسانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې جګړه د شپې ۱۱:۳۰ بجې د مقاومت د جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ پیل شوه او دوه ساعته یې دوام وکړ.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ په دغو عملياتو کې د مقاومت ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

د افغانستان د مقاومت د جبهې دغې ادعا ته تر اوسه طالب چارواکو غبرګون نه دی ښودلی.

په دې وروستیو کې د ملي مقاومت جبهې خپل شپږ میاشتنی راپور خپور کړ او ادعا یې وکړه، چې په دې موده کې یې پر طالبانو ۹۰ ځله بریدونه کړي او د دغې ډلې ۱۲۸ غړي یې وژلي دي.

په تېر کال کې په ترکیه کې د کار پر مهال ۱۹۳۲ کاګر مړه شوي چې ۱۸ یې افغانان دي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۰

د ترکیې د حرفوي روغتیا او خوندیتوب شورا راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۳ کې ۱۸ افغان کارګران د حرفوي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، چې په همدې کال کې په ترکیه کې د کار پر مهال د کارګرانو د مړینې ټولټال شمېر ۱۹۳۲ ته رسېږي.

د دغه راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان، سوریې، ترکمنستان، عراق، ایران، بلغاریا، اذربایجان، قرغزستان، مصر، ازبکستان، اوکراین، فلیپین، جاپان، کولمبیا، مالداوي، نایجیریا، رومانیا، روسیې، سوډان او تاجکستان څخه ۱۰۶ بهرني کارګرو په تركيه كې د حرفوي پېښو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې کال کې ۲۲ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم او ۳۲ ماشومان چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ وو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز ۳۹۶ کارګران چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ وو، ۷۷۰ کارګران چې عمرونه یې د ۳۰ او ۴۹ کلونو ترمنځ وو او ۹۵کارګران چې عمرونه یې له ۶۵ کلنۍ څخه پورته وو د کار پر مهال مړه شوي دي.

دا معلومه نه ده، چې د نورو ۱۶۳ کارګرانو عمر څومره وو.

په راپور کې ویل شوي، چې په دې موده کې ۱۴۷ ښځینه کارکوونکو هم د کار په جریان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خدماتي او ترافيکي پېښې، تر خاورو لاندې کېدل، له لوړ ځای څخه لوېدل، د برېښنا نيول، په کارځای کې تاوتریخوالی، چاودنې، سوځول، مسموم کېدل، په اوبو کې غرقېدل او ځان وژنه د کارګرانو د مړینې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

ډېری وژل شوي کسان د ساختماني، کرنې، ترانسپورت، سوداګريزو، اداري او تعليمي، ښاروالۍ، د خوراکي توکو، روغتيا او ټولنیزو خدمتونو او کانونو کارکوونکي وو.

وروسته له دوو لسیزو د روسیې ولسمشر شمالي کوریا ته د تللو هوډ کړی

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اراده کړې، چې ډېر ژر شمالي کوریا ته لاړ شي. د دې اژانس د نن ورځې د راپور له مخې؛ ښاغلي پوتین د شمالي کوریا له بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې دا اراده ښودلې ده.

د دې راپور له مخې؛ ښاغلی پوتین د شمالي کوریا له مشر مننه کړې، چې نوموړی یې خپل هېواد ته بللی دی.

دا به له دوو لسیزو وروسته اول ځل وي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا ته ځي.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف هم ویلي، چې ښاغلی پوتین شمالي کوریا ته ځي؛ خو زیاتوي چې لا کره وخت مالوم نه دی.