• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د لبنان په سویل کې د اسراییل بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حزب الله دوه جنګیالي وژل شوي دي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰

امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د حزب الله دوه جنګیالي د یکشنبې په ورځ هغه مهال وژل شوي چې یوې اسراییلي بې پیلوټه الوتکې د لبنان په سویل کې د دوی موټر په نښه کړ.

د دغو په نښه شویو جنګیالوی موقفونه نه دي په ډاګه شوي خو دغې ډلې ته نږدې سرچینې ویلي چې دوی د حزب الله جګپوړي غړي نه وو.

دغه برید په هغه سیمه کې وروستی برید بلل شوی چېرې چې اسراییل د حزب الله لسګونه جنګیالي په نښه کړي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د بهرنیو رپوټونو په اړه تبصره نه کوي.

تر دې وړاندې د سیمې اوسېدونکو او امنیتي چارواکو ویلي وو، چې یوې بې پیلوټه الوتکې له پولې اته کیلومتره لرې، کفره کلي ته څېرمه برید کړی، چې دوه کسان یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

حزب الله د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ډلې حماس په ملاتړ د لبنان په سویلي پوله کې له اسراییلي ځواکونو سره په نښتو کې ښکیل دی.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

پخواني ولسمشر کرزي له جاپان څخه له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۰

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیالې میساکو تکاهاشي سره لیدلي او له نوموړې سره په خبرو کې یې د زده کړو او صحت په برخه کې د جاپان له مرستو مننه کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلې ټویټر پاڼې د یوه تصویر په خپرولو سره نن یکشنبه (د سلواغې لومړۍ) د یوه یادښت په خپرولو سره ویلي، چې له مېرمن میساکو څخه یې د جاپان او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

په یادښت کې راغلي، چې پخواني ولسمشر د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیالې سره د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړي او د جاپان له کړو مرستو یې مننه کړې ده.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا په ملي کچ د خبرو اترو ملاتړ کړی او د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په بیا پرانیستلو یې ټینګار کړی دی.

د روسیې د تیلو د تولید یو ترمینل کې د شکمنې اوکرایني ډرون الوتکې د برید له امله اور لګېدلی

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۰

د روسیې تر ټولو سترې د ګازو د تولید کمپنۍ نووټیک پورې اړوند د بالتیک سمندریز ترمینل کې د یوې شکمنې اوکرایني بې پیلوټې الوتکې له برید وروسته اور لګېدلی او دغه کمپنۍ یې دې ته مجبوره کړې، چې هلته ځینې چارې وځڼډوي.

د اوست-لوګا په نوم دغه ترمینل د سین پیټرزبورګ لویدیځ څخه شاوخوا ۱۷۰ کیلومتره لرې د فنلینډ په خلیج کې موقعیت لري.

د نووټیک ویب پاڼې په وینا؛ دغلته د ګازو د تولید ترڅنګ د جیټ الوتکو تیل، مایع ګاز او د موټرو تیل هم پروسس کیږي او د بندر له لارې دغه پروسس شوي محصولات نړۍوالو بازارونو ته لېږدولو کیږي.

د انټرفکس-یوکراین خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې اورلګېدنه د اوکراین د امنیتي خدماتو له خوا د ځانګړو عملیاتو پایله کې رامنځته شوې ده.

په دغه رپوټ کې د یوې اوکراینې سرچینې له قوله ویل شوي:‌ “په سیمه کې د اوست-لوګا د تېلو ترمینل د دښمن لپاره یو مهم مرکز دی. هلته تصفیه شوي تیل، د روسي پوځیانو ته استول کیږي.”

د روسیې د لیننګراد والي الکساندر دروزډینکو د ټیلیګرام له لارې ویلي، په دې پېښه کې مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوې او ټول کارګران په خوندي توګه ایستل شوي دي.

روسي رسنیو ویلي، چې په برید کې د تیلو دوه ټانکرو او یو د تیلو پمپ زیانمن شوي؛ خو اوس اورلګېدنه تر کنټرول لاندې ده.

نووټیک کمپنۍ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې له اورلګېدنې وروسته د دوی ځینې چارې ځڼډېدلي دي او دا چې اورلګېدنه د بهرني نفوذ له امله رامنځته شوی.‌

په دې وروستیو کې روسیه او اوکراین د اکمالاتو او لوژستیک د زیانمنولو په موخه د یو بل د انرژۍ پر زېربناو بریدونه کوي.

دغه دواړه لوري په روانې نږدې دوه کلنه جګړه کې په دې لټه کې دي، چې یو بل کمزوری کړي؛ خو د جګړې د پای ته رسېدو نښې لا نه لیدل کیږي.‌

په تېر کال کې په ترکیه کې د کار پر مهال ۱۹۳۲ کاګر مړه شوي چې ۱۸ یې افغانان دي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۲۴ GMT+۰

د ترکیې د حرفوي روغتیا او خوندیتوب شورا راپور ورکړی، چې په ۲۰۲۳ کې ۱۸ افغان کارګران د حرفوي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، چې په همدې کال کې په ترکیه کې د کار پر مهال د کارګرانو د مړینې ټولټال شمېر ۱۹۳۲ ته رسېږي.

د دغه راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې له افغانستان، سوریې، ترکمنستان، عراق، ایران، بلغاریا، اذربایجان، قرغزستان، مصر، ازبکستان، اوکراین، فلیپین، جاپان، کولمبیا، مالداوي، نایجیریا، رومانیا، روسیې، سوډان او تاجکستان څخه ۱۰۶ بهرني کارګرو په تركيه كې د حرفوي پېښو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په همدې کال کې ۲۲ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم او ۳۲ ماشومان چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ وو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز ۳۹۶ کارګران چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ وو، ۷۷۰ کارګران چې عمرونه یې د ۳۰ او ۴۹ کلونو ترمنځ وو او ۹۵کارګران چې عمرونه یې له ۶۵ کلنۍ څخه پورته وو د کار پر مهال مړه شوي دي.

دا معلومه نه ده، چې د نورو ۱۶۳ کارګرانو عمر څومره وو.

په راپور کې ویل شوي، چې په دې موده کې ۱۴۷ ښځینه کارکوونکو هم د کار په جریان کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

خدماتي او ترافيکي پېښې، تر خاورو لاندې کېدل، له لوړ ځای څخه لوېدل، د برېښنا نيول، په کارځای کې تاوتریخوالی، چاودنې، سوځول، مسموم کېدل، په اوبو کې غرقېدل او ځان وژنه د کارګرانو د مړینې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

ډېری وژل شوي کسان د ساختماني، کرنې، ترانسپورت، سوداګريزو، اداري او تعليمي، ښاروالۍ، د خوراکي توکو، روغتيا او ټولنیزو خدمتونو او کانونو کارکوونکي وو.

وروسته له دوو لسیزو د روسیې ولسمشر شمالي کوریا ته د تللو هوډ کړی

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۷ GMT+۰

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اراده کړې، چې ډېر ژر شمالي کوریا ته لاړ شي. د دې اژانس د نن ورځې د راپور له مخې؛ ښاغلي پوتین د شمالي کوریا له بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې دا اراده ښودلې ده.

د دې راپور له مخې؛ ښاغلی پوتین د شمالي کوریا له مشر مننه کړې، چې نوموړی یې خپل هېواد ته بللی دی.

دا به له دوو لسیزو وروسته اول ځل وي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین شمالي کوریا ته ځي.

د کرملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف هم ویلي، چې ښاغلی پوتین شمالي کوریا ته ځي؛ خو زیاتوي چې لا کره وخت مالوم نه دی.

تسنیم اژانس په تهران کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په سفارت کې پر ګډوډۍ نیوکه کړې

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۰

تسنیم خبري اژانس، چې د سپاه پاسداران اړوند دی، په يوه راپور کې په تهران کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان په سفارت کې په ګڼه ګوڼه او ګډوډۍ نیوکه کړې ده. تسنيم د مراجعينو له قوله ليکلي، چې په سفارت کې ګڼه ګوڼه د افغان کډوالو «ډېر بد او ناخوښ» انځور وړاندې کوي.

په تهران کې د پاکستان په نوم سړک کې هره ورځ سلګونه افغانان د افغانستان سفارت ته ورځي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې؛ ګڼه ګوڼه او د غوښتنو په پروسس کې ځنډ په دغه سفارت کې له عمده ستونزو څخه بلل کېږي.

تسنیم لیکلي: «د افغانستان له سقوط مخکې د دغه هېواد په سفارت کې دومره ګڼه ګوڼه نه وه؛ خو په دې ورځو کې د سفارت مرکزي او شاوخوا کوڅې د تهران په یو له بدو ښاري منظرو او د ګڼې ګوڼې په ځایونو بدلې شوې دي.»

دغې رسنۍ لیکلي: «په دغه سفارت کې بې نظمي او د پلان نشتوالی یوه جدي ستونزه بلل شوې او د دغه بهیر دوام ښايي په راتلونکي کې پراخې ستونزې رامنځته کړي.»

د تسنيم خبري اژانس خبريال د خپلو سترګو په لیدلي حال کې ليکلي، چې د سفارت په شاوخوا کې ګڼه ګوڼه او ککړ چاپيريال د سيمې خلک او هغه کډوال چې سفارت ته د اسنادو د ترلاسه کولو او يا د ستونزو د حل لپاره ځي له دغه حالت زوريږي.

له دې وړاندې هم په ايران کې مېشتو افغان کډوالو څو - څو ځله افغانستان انټرنشنل ته ويډيوګانې ليږلي او ويلي يې دي، چې دغه سفارت د مراجعينو د زيات شمېر له کبله د مناسب پلان او مديريت د نشتوالي له کبله ایراني اتباع له ستونزو سره مخ کړي دي.