• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د اروپايي ټولنې سفیر ویلي، چې دوی به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۳ GMT+۰تازه شوی: ۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۲۰:۰۳ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیر سره د طالبانو د سیاسي مرستیال د لیدنې خبر ورکړی.

ارګ د رافیلا ایودیس له خولې لیکلي، چې اروپايي ټولنه له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ یې د اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.

په خبر پاڼه کړې راغلي، چې مېرمن ایوډیس د افغانستان له خلکو سره په ځانګړې توګه په دغه هېواد کې د اقلیم د بدلون د زیانونو د مخنیوي لپاره د نړۍوالو مرستو غوښتنه وکړه.

په دغه لیدنه کې مولوي عبدالکبیر له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د چلند د ستاینې په ترڅ کې په افغانستان کې د فساد، مخدره موادو او تاوتریخوالي د کمولو ادعا وکړه.

د طالبانو رییس الوزرا سیاسي مرستیال ویلي، چې داعش په افغانستان کې مات شوی دی.

په افغانستان کې د داعش د "ماتې" په اړه د دغه طالب چارواکي دا ادعا په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې د توکمیزو او مذهبي لږکیو پر وړاندې د داعش بریدونه ډېر شوي دي.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روان کال د سپتمبر په میاشت کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې وسلو او مهماتو ته د داعش خراسان د لاسرسي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دې ډلې عملیاتي ظرفیت مخ په زیاتیدو دی.

دغه سازمان اټکل کوي، چې په افغانستان کې له ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ پورې داعش ځواکونه ځای پر ځای دي.​

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ زرو ته رسېدلی

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۱ GMT+۰

په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ د حماس تر کنټرول لاندې سیمو کې د اسراییلي ځواکونو بریدونو او جګړو زور اخیستی، د غزې د روغتیایي چارواکي وايي، چې د اکټوبر میاشتې له پیله په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۵ زره کسانو ته رسېدلی دی.

د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، چې د غزې په شمال کې له جبالیه سمیې څخه نیولې بیا په سویل کې د خان یونس سیمې پورې د اسراییلي ځواکونو او حماس جنګیالیو ترمنځ نښتې روانې دي.

اسراییل ویلي، چې د دوی پوځیانو د غزې شمالي برخه د حماس له شتون پاکه کړې او د دغې سیمې له یو میلیون څخه ډېر اوسېدونکي د بمباریو له امله د غزې سویل ته پناه وړې ده؛ خو د جبالیه د کډوالو په کمپ او د غزې د ښار په شاوخوا نورو سیمو کې لا هم جګړه روانه ده.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو ۱۷۸ فلسطینیان وژل شوي دي. د اسراییل پوځ ویلي، چې یو سرتېری یې په جګړه کې وژل شوی دی.

تېره ۲۴ ساعته روانې جګړه یو تر ټولو خونړۍ ورځ بلل شوې ده.

د دغه وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي؛ د اکټوبر له اوومې نېټې راهیسې د اسراییل په بریدونو کې ۲۵ زره ۱۰۵ فلسطینیان چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي او ۶۲ زره ۶۸۱ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت د ملکي وګړو او وسله والو د مرګ ژوبلې تر منځ توپیر نه کوي؛ خو وايي چې ډېری وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.

اسراییل د حماس د له منځه وړلو لپاره خپل پوځي کمپاین د اکټوبر په اوومه وروسته له هغه پیل کړ، چې دغې ډلې پر اسراییل برید وکړ او سویلي ښارګوټو او پوځي اډو ته یې ننوتل.

په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو، چې ډېری برخه یې ملکي وګړو جوړوله او ۲۵۳ نور د حماس له خوا یرغمل شوي وو.

پاکستاني چارواکي: د ایران ملاتړ لرونکې ډلې لښکر زینبیون "روزل شوی ترهګر" مو نیولی

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۷ GMT+۰

د تهران او اسلام اباد تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو سره د پاکستان د سند صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان کړی، چې د لښکر زینبیون د ډلې یو "روزل شوی ترهګر" یې نیولی دی. دا ډله د ایران تر څارنې او ملاتړ لاندې فعالیت کوي نیولی دی.

د پاکستان د سند صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې اعلان وکړ، چې دغه کس د کراچۍ په سرزاب بازار سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی دی.

نوموړي اعتراف کړی، چې د یوه "ګاونډي دښمن هېواد" د استخباراتو لپاره یې مهم معلومات راټولول؛ خو د دې رياست په اعلاميه کې د کوم مشخص استخباراتي سازمان يادونه نه ده شوې.

د پاکستان د سند صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي، چې نیول شوی کس "محمد مهدي" نومیږي او د پاکستان پر یو مفتي تقي عثماني باندې په برید کې یې مستقیم رول درلود.

مفتي عثمان د پاکستان د سترې محکمې پخوانی قاضي او د اسلامي همکاریو د سازمان د اسلامي فقهې د نړۍوالې اکاډمۍ دایمي غړی و.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې؛ نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې د رضا جعفري او عابد رضا په نومونو يې دوه ملګري یې په کراچۍ کې د مذهبي فرقو پر مهمو شخصيتونو په بريدونو کې لاس درلود.

د دغه رپوټ له مخې؛ مهدي تر لاسه شوې وسلې او چاودېدونکي توکي په خپل کور کې ساتلي وو او د وسلو په پېر او پلور کې يې لاس درلود.

دا خبر په داسې حال کې خپور شو، چې د پاکستان او ایران اړیکې په دې وروستیو ورځو کې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو او د پاکستان د پوځ له خوا د یو بل پر خاوره د متقابلو پوځي بریدونو له امله بې سابقې ترینګلې شوې دي.

د پاکستان یوه امنیتي چارواکي پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې نیول شوي کس پخوا په ایران کې پوځي زده کړې کړې دي.

پر زینبیون ډلې تور دی، چې په پاکستان کې سني مذهبه دیني علماء په نښه کوي او دا ډله د ایران د سپاه پاسدارن په مستقیم ملاتړ په بلوچستان کې فعالیت کوي.

د لبنان په سویل کې د اسراییل بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حزب الله دوه جنګیالي وژل شوي دي

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۲۲ GMT+۰

امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د حزب الله دوه جنګیالي د یکشنبې په ورځ هغه مهال وژل شوي چې یوې اسراییلي بې پیلوټه الوتکې د لبنان په سویل کې د دوی موټر په نښه کړ.

د دغو په نښه شویو جنګیالوی موقفونه نه دي په ډاګه شوي خو دغې ډلې ته نږدې سرچینې ویلي چې دوی د حزب الله جګپوړي غړي نه وو.

دغه برید په هغه سیمه کې وروستی برید بلل شوی چېرې چې اسراییل د حزب الله لسګونه جنګیالي په نښه کړي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د بهرنیو رپوټونو په اړه تبصره نه کوي.

تر دې وړاندې د سیمې اوسېدونکو او امنیتي چارواکو ویلي وو، چې یوې بې پیلوټه الوتکې له پولې اته کیلومتره لرې، کفره کلي ته څېرمه برید کړی، چې دوه کسان یې وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

حزب الله د غزې په تړانګه کې د فلسطیني ډلې حماس په ملاتړ د لبنان په سویلي پوله کې له اسراییلي ځواکونو سره په نښتو کې ښکیل دی.

طالب چارواکي د استسقاء د لمانځه پر مهال: ګناهونه مه کوئ او د ملا هبت الله اطاعت وکړئ

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د کندهار په لويه عيدګاه کې د استسقاء د لمانځه پر مهال طالب مشرانو له افغانانو غوښتنه کړې، چې ځانونه پر «شریعت» برابر کړي او د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده امر او خبره ومني.

تېره ورځ د طالبانو امنیه قوماندانۍ د کندهار ښار ټولو دوکاندارانو ته خبر ورکړی و، چې هټۍ بندې کړي او د استسقاء په لمانځه کې بايد برخه واخلي.

په کندهار کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د امر له مخې نن یکشنبه د روغتيايي مرکزونو او نانوايانو پرته ټول دوکانونه بند وو او په زور ترې غوښتنه شوې وه، چې د استسقاء په لمانځه کې برخه واخلي.

د استسقاء په لمانځه کې په زرګونو هېوادوالو برخه اخيستې وه.

د کندهار د طالبانو د والي مرستيال حیات الله مبارک له هېوادوالو غوښتنه کړې، چې د باران کېدو لپاره الله ته دعاګاني وکړي او ځانونه پر «شریعت» برابر کړي.

نوموړي له زرګونو هېوادوالو غوښتي، چې د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده امر او خبره ومني.

هغه زیاته کړې: «الله ج ته د باران کولو لپاره دعاوې او عبادتونه وکړئ، د اميرالمومنين د امر اطاعت وکړئ او ځانونه پر شرعي اصولو برابر کړئ».

په ورته وخت کې د کندهار د طالبانو د علماوو شورا مرستیال مولوي اختر محمد زعفراني له خلکو وغوښتل، چې له ګناهونو ځانونه وساتي "څو د الله رحمت زيات شي".

هغه زیاته کړې:«موږ او تاسې بايد له ګناهونو څخه توبه وباسو څو د اللّٰه ج له د رحمت څخه بې برخي نه شو».

د کندهار يو شمېر ښاریانو د طالبانو دغه کړنه زور زیاتی بللی او غوښتنه يې کړې، چې خلک دې په لمانځه کې د ګډون لپاره خپلي خوښې ته پرېږدي.

يوه مياشت مخکې د طالبانو د امر بالمعروف سرپرست وزیر محمد خالد حنفي هم د دغه وزارت ټولو ولایتي ادارو ته امر کړی و، چې له خلکو وغواړي چې درې ورځې استسقاء لمونځونه وکړي.

پخواني ولسمشر کرزي له جاپان څخه له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتنه کړې

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۰

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیالې میساکو تکاهاشي سره لیدلي او له نوموړې سره په خبرو کې یې د زده کړو او صحت په برخه کې د جاپان له مرستو مننه کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپلې ټویټر پاڼې د یوه تصویر په خپرولو سره نن یکشنبه (د سلواغې لومړۍ) د یوه یادښت په خپرولو سره ویلي، چې له مېرمن میساکو څخه یې د جاپان او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.

په یادښت کې راغلي، چې پخواني ولسمشر د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیالې سره د افغانستان او سیمې پر وضعیت خبرې کړي او د جاپان له کړو مرستو یې مننه کړې ده.

پخواني ولسمشر یو ځل بیا په ملي کچ د خبرو اترو ملاتړ کړی او د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په بیا پرانیستلو یې ټینګار کړی دی.