• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ماه رنګ بلوڅ د پاکستان حکومت ته: موږ بېرته ځو تاسو له بلوڅانو سره جبري دښمني اعلان کړې

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۰

په اسلام اباد کې د بلوڅ مېرمنو د پرلت مشره ماه رنګ بلوڅ وايي، چې خپل پرلت پای ته رسوي او د پاکستان حکومت یې یوه غوښتنه هم نه ده منلې. نوموړې ویلي، چې له بلوڅانو سره د پاکستان حکومت جبري چلند او ظلم د هېرېدو نه دی او دوی په اسلام اباد کې د پاکستاني حکومت له نفرت سره مخ شوي دي.

نېږدې دوه میاشتې وړاندې د بلوڅانو د نسل وژنې پر ضد لسګونو مېرمنو په اسلام اباد کې د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته پرلت وهلی و، چې ویل یې چې «د پاکستان حکومت له لوري بېګناه بلوڅان وژل او تېري تم کیږي.»

د دغه پرلت سرلارې ماه رنګ بلوڅ نن په یوې خبري غونډې کې وویل، چې د اسلام اباد په سختې یخنۍ کې یې په ازاده فضاء کې شپې او ورځې تېرې کړې؛ خو د پاکستان حکومت یې غوښتنې ونه منلې.

نوموړې د پاکستان حکومت ته وویل: "له څنګه چې تاسو د مظلومو بلوڅانو پر وړاندې خپله کرکه او نفرت وښوده؛ موږ ته هم اوس ډېره ښه معلومه شوه، چې ستاسو له مظلومو بلوڅانو سره د دښمنۍ اعلان کړی دی."

د ماه رنګ بلوڅ په خبره؛ دوی به بېرته بلوچستان ته ځي او د پاکستان د غیر اسلامي او غیر انساني کردار په اړه به په بلوچستان کې مېشتو بلوڅانو ته خبر ورکوي.

نوموړې وايي، چې د دوی مبارزه یو بل پړاو ته رسېدلې او په پوره زغم او حوصله به له خپلو حقونو څخه دفاع کوي.

ماه رنګ بلوڅ وویل، چې په پلازمېنه کې له دوی سره انساني چلند نه دی شوی، د دې پر ځای چې حکومت د دوی بشري غوښتنې ومني له دوی سره یې د زور زیاتي، ربړونې او بندي کولو لړۍ پیل کړې ده.
اغلې بلوڅ وویل، چې سلګونه بلوڅان ورک او لا یې معلومات نه کیږي، چې چېرې او له چا سره دي؛ خو د پاکستان حکومت یې هم په اړه څه نه وايي.

بلوڅ پرلتوال د خپلو ورکو شویو عزیزانو له تصویرونو سره
100%
بلوڅ پرلتوال د خپلو ورکو شویو عزیزانو له تصویرونو سره


پرلت کوونکو د پاکستان حکومت ته ګوت څنډنه وکړه، که د دوی غوښتنې و نه منل شي؛ نو ټول بلوڅان به په یوه خوله او یو اواز سره راپورته کېږي او د خپلو حقونو غوښتنه به کوي.

دوی وايي؛ غوښتنې یې پر حقه دي او د خپلو خلکو د تری تم کېدو او نسل وژنې د مخنیوي غوښتنه کوي.

دا لا نه ده معلومه، چې د بلوڅ مېرمنو بېرته تلونکي پرلتوال به په بلوچستان کې د پاکستان د حکومت پر وړاندې له کوم رد عمل څخه کار اخلي؛ خو د پاکستان حکومت د یادو پرلتوالو په تړاو څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

مولانا فضل الرحمان:پاکستان کې به داسې حکومت جوړ شي چې افغانستان سره ښې اړیکې ولري

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۹:۴۰ GMT+۰

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې یوې غونډې ته د وينا پر مهال ویلي، دا ځل به په پاکستان کې داسې حکومت رامنځته شي چې له افغانستان سره ښې اړیکې ولري.

هغه وړمه ورځ د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې په یوه مدرسه کې د جوړې شوې غونډې پر مهال ویلي چې افغانستان ته له سفر وروسته یې له پاکستاني چارواکو سره هم په اړه خبرې کړې دي.

‏د جمعیت علمای اسلام ګوند په اېکس پاڼه د مولانا فضل الرحمان له قوله لیکل شوي، «له دې مخکې د پاکستان ټول حکومتونه د افغانستان په ضد وو.»

مولانا فضل الرحمان دوه اوونۍ وړاندې (د مرغومې ۱۷ مه) د يوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ او هلته یې د طالبانو له نورو مشرانو سره د لېدنو تر څنګ د دغې ډلې له مشر ملا هبت الله سره په کندهار کې ولیدل.

د جمعیت علمای اسلام دغه مشر کابل ته تر خپل سفر وړاندې پاکستاني رسنیو ته ویلي و چې افغانستان ته د دې لپاره ځي چې د دواړو هیوادو تر منځ شته بې اعتمادي او ناندرۍ ختمې کړي.

پاکستانۍ رسنۍ ایکسپرېس ټریبیون د مولانا فضل الرحمان له سفر وروسته د خپلو سرچینو په حواله ویلي و، مولانا فضل رحمان طالب مشرانو ته دا پیغام هم رسولی چې د تحریک طالبان پاکستان د مسلې له حل پرته به خپلمنځي اړیکي پرمختګ و نه کړي.

مولانا فضل الرحمان ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته د طالب چارواکو له خوا بلنه ورکړل شوه.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په پاکستان کې له وروستیو ناامنیو وروسته هغه وخت ترینګلې شوې، چې د پاکستاني چارواکو د ادعا له مخې؛ طالبانو په افغانستان کې د ټي ټي پي غړو ته پټنځایونه ورکړی .

طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې دي.

سرچینې: د پاکستان په سند او بلوچستان ایالتونو کې 'داعش' شپې پاڼې خپرې کړې دي

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۴ GMT+۰

سرچینې وايي، «داعش» وسله والې ډلې د پاکستان په سند او بلوچستان ایالتونو په بېلابېلو سیمو کې په دیوالونو شپې پاڼې لګولې او په دغو سیمو کې یې جمهوریت غوښتوونکو ګوندونو ته ګواښ کړی چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته نن سه شنبه د (سلواغې درېمه) ویلي چې په دغو شپې پاڼو کې جمهوریت او د ټاکنو بهیر «کفر» بلل شوی او پر مذهبي ګوندونو سربېره، سیاسي ګوندونو او ولسي وګړو ته ګواښ شوی چې په دغه بهیر کې له ګډونه ډډه وکړي.

100%


د دغو شپې پاڼو له خپرولو وروسته په سیمه کې د خلکو تر منځ وېره خپره شوې او ویل کیږي چې د سیمې اوسېدونکي په راتلوونکو ټاکنو کې د ګډون په اړه اندېښنه لري.
د سند ایالت د حیدراباد اوسېدونکي احمد کاشف افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې دا ورته د حیرانتیا وړ ده چې د ټاکنو په را رسیدو داسې شپې پاڼې خپریږي: «زه په ریښتیا وېریدلی یم، موږ مجبور یو چې په ټاکنو کې ګډون وکړو ځکه موږ باید له خپلې سیمې استازي ولرو او سیټونه وګټو، نو دا ډول ګواښونه د دې لامل کیږي چې خلک و ویریږي او په ټاکنو کې ګډون و نه کړي.»
هڅه مو وکړه چې په سند او بلوچستان ایالتونو کې د یوه سیاسي ګوند د استازي نظر په دې اړه ولرو، له هڅو سره سره بریالي نه شو.
شنوونکي وايي، په پاکستان کې ډیر کله داسې شوي چې ټاکنو ته ورځې نږدې شي نو برلاسي ګوندونه په بېلابېلو ډولونو نور سیاسي ګوندونه او د هغوی پلویان ویروي او په ټاکنو کې د هغوی د ګډون مخه نیسي.
د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی استازی او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي: «د دې شپې پاڼو تحقیق په کار دی چې د داسې کارونو تر شا څوک دي؟ خو دغه افراطي فکر موجود هم دی له پنځوسو کالو راهیسې همدا افراطي فکر پالل کیږي.»
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې هم امنیتي حالت تر پخوا ترینګلی شوی او د پاکستان قومي اسمبلۍ ته د نوماندانو د کمپاین پر مهال په دوی باندې بریدونه شوي.

چمن پرلتوال: د سلو ورځو په تېرېدو هم د پاکستان حکومت د پاسپورټ پرېکړه نه ده بدله کړې

۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۴، ۰۶:۴۴ GMT+۰

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون د پرلت د سلو ورځو له تېرېدو سره په چمن کې د پاسپورټ ادارې، د پولیو ضد واکسین او په ټاکنو کې له ګډون سره د پرېکون تر څنګ پراخ لاریونونه او د نه خوړلو اعتصاب تر سره شول خو د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه مني.

د پاکستان حکومت له لوري د سپین بولدک-چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزې د تګ راتګ د جبري کیدو له پرېکړې وروسته سل ورځې مخکې، د چمن ځايي اوسېدونکو، دیني عالمانو او ځايي سیاسي ګوندونو د پاکستان د حکومت د دغې پرېکړې په غبرګون کې پرلت وواهه.

خو د دغو سلو ورځو پرمهال د پرلت وهونکو او د پاکستان حکومت تر منځ څو ځله خبرې اترې هم بې پایلې پاتې شوې او دروازه لاهم تړلې ده.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د دغه سل ورځني پرلت سرلاری غوث الله اڅکزی وايي: «ریاست دې موږ دومره نه مجبوروي چې موږ دې خپلو خولو ته په اعتراضي ډول قلفونه واچوو، نور دې دروازه خلاصه کړي او که حکومت بیا هم زموږ غوښتنې ونه مني موږ به په چمن ښار کې د ټولو دولتي ادارو دروازې بندې کړو.»

د دغه سل ورځني پرلت پر مهال په چمن کې د پاسپورټ اداره وتړل شوه او د پولیو ضد واکسین پر کمپاین هم بندیز ولګول شو.

د چمن پرلت غړی حمیدالله وایي: «موږ په هیڅ صورت له خپلو غوښتنو نه په شا کیږو، موږ پر دروازه د پخوا په شان د پاکستان په شناختي کارډ او د افغانستان له لوري پر پیژندپاڼو تګ راتګ غواړو. اوس خو د سلو ورځو راهیسې دلته هره ورځ زرګونه کسان ناست وي، چې یو کس هم په پرلت کې ناست پاتې شي د پرلت غوښتنې چې نه وي منل شوي پرلت به دوام لري.»

په تېرو سلو ورځو کې د پرلت وهونکو له لوري د ماشومانو لاریون، د معلولانو لاریون او تازه دوه ورځې وړاندې د نه خوړلو اعتصاب تر سره شو.

خو لا هم د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پریکړه نه بدله کړې.

دا په داسې حال کې ده چې، د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون کې د پرلتوالو او پاکستاني چارواکو تر منځ څو ځله خبرې اترې هم بې پایلې پاتې شوې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: د قاضیانو پر ضد د ناوړه کمپاین په اړه مو څېړنې پیل کړي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي وايي، چې د سترې محکمې د قاضیانو پر وړاندې د وروستیو ناوړه کمپاینونو پر وړاندې به له قانون سره سم چلند وشي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د مخابراتو او فیډرالي تحقیقاتي ادارې له چارواکو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت د روانې عیسوي میاشتې په ۱۶مه نېټه د دې موضوع د څېړلو لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو خبر ورکړی و.

سولنګي ویلي، چې د پاکستان د مخابراتو، فیډرالي تحقیقاتي او نورې اړوندې ادارې خپلې پلټنې کوي او په دې لړ كې یې د خواله رسنیو په بیلابیلو کاروونکو څارنه کوي.

نوموړي په ​​پاکستان کې دننه او د هغه هېواده بهر میشتو عناصرو ته خبرداری ورکړی، چې د سترې محکمې د قاضیانو پر وړاندې له ناوړه کمپاینونو دې لاس واخلي.

د پاکستان د مخابراتو د ادارې عمومي مشر،احمد شمیم ​​پیرزاده بیا وايي، چې دوی دا واک لري چې د خواله رسنیو هغه پیغامونه چې قاضیانو ته پکې سپکاوی کیږي، بند کړي او یا یې لرې کړي.

د پاکستان د فيډرالي تحقیقاتي ادارې د عملیاتو مشر وقارالدین سید هم ویلي، چې دوی هغه کسان تشخیص کړي چې دغه کمپاینونه کوي او د هغوی پر وړاندې به سمدستي اقدام وکړي.

نوموړي چې دوی د سترې محکمې د قاضیانو په وړاندې په وروستي کمپاین کې ښکیل د خواله رسنیو حسابونه تعقیبوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د دولتي ادارو د چارواکو شهرت ته زیان ورسوي.

د ترورېزم او افراط په برخه کې د دیني مدرسو رول؛ یو میلیون نور طالبان چمتو کېدونکي دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۳ GMT+۰

احمد ضیا‌ سراج؛ د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر د پاکستان مدرسو په تېرو دوو لسیزو کې طالبانو ته د جنګیالیو، ځانمرګو برید کوونکو او د طالبانو لپاره د نویو کسانو د ګومارنې په برخه کې د مناسب ځای رول لوبولی دی.

سره له دې چې دغو مدرسو له شوروي سره په جګړو کې د مجاهدینو لپاره هم مهم رول درلود؛ خو د ایتلافي ځواکونو پر وړاندې یې په جګړو کې رغنده رول درلود.
اټکلونه ښیي چې په پاکستان کې څه باندې دوه نیم تر درې میلیونو طالبانو پورې په څه باندې ۳۰ زره راجستر شویو او غیر راجستر شویو مدرسو کې د مذهبي زده کړو په بیلابیلو کچو کې شتون لري.
ډېری مذهبي مدرسې د پاکستان په خېبر پښتونخوا ایالت کې موقعیت لري.
له افغان حکومت او ناټو ځواکونو سره د طالبانو د شل کلنې جګړې په ترڅ کې د طالبانو له پراخو تلفاتو سره - سره، چې هر کال یې شمېر ۲۰ زره کسانو ته رسېده، دغه ډله د افرادو له کمښت سره مخ نه شوه او د پاکستان دیني مدرسي یې بدیل ځواک و.
دا ستونزه د طالبانو په راتګ سره پراخه شوې او د سیمې د ثبات پر وړاندې د ګواښونو کچه هم لوړه شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ له پیل راهیسې د پټو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ او د طالبانو د مشر د حکم پر اساس اټکل کیږي، چې تر اوو زرو پورې کوچنۍ دیني مدرسې چې په کې جوماتونه او دارالحفاظونه او د لویو جهادي مدرسو په نومونو نومول شوي دي د جهادي مدرسو په توګه په افغانستان کې د پاکستان د دیني مدرسو د فارغانو تر لارښوونې او تدریس لاندې په افغانستان کې په ۴۰۰ ولسوالیو او هرې ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ تنو طالب زده کوونکو لپاره مجهزې مدرسې او لیلیې جوړي شوي دي.
دغه مدرسې د لوګر ولایت د اوسیدونکي مولوي عبدالواحد په مشرۍ د طالبانو د پوهنې وزارت تر چتر لاندې ثبت شوي او فعالیت کوي.
په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال د رسمي او غیر رسمي مدرسو شمېر ۱۳ زره محاسبه شوی و او طالبانو له بیا ګرځېدو سره دا شمېر ۲۰ زرو ته رسېدلی او د ډېرېدو په حال کې دی.
د استخباراتي معلوماتو له مخې؛ دمګړی څه باندې یو میلیونه طالبان په دغو مدرسو کې زده کړې کوي او ټاکل شوی، چې تر راتلونکو درېیو کلونو نیم میلیونه نور کسان له دې مدرسو فارغه شي.
د طالبانو د ستراتیژیک هدف پر بنسټ؛ دغه کسان به په فکري توګه د "بې پولې اسلام" او "نړۍوال او بې پولې جهاد" په فکر او انګېزه سمبال شي.
اوس چې په بېلابېلو پلمو ښوونکي له دندو اېستل شوي او یا یې خپلې دندې پرېښي له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او نجونې له پوهنتونونو منع شوي، د ښوونخیو او دولتي تاسیساتو ودانۍ په دیني مدرسو بدلې شوي دي او دیني مدرسو چې د ښوونځیو ځای نیولی دی.


له بشردوستانه مرستو د جهادي مدرسو تنخواوې


طالبان هڅه کوي؛ څو نجونې وهڅوي چې د ښوونځیو پر ځای دیني او جهادي مدرسو ته ولاړې شي، هغه څه چې د اندېښنې وړ دي د نړۍوالو بشردوستانه مرستو څخه د دیني مدرسو ښوونکو ته د تنخوا ورکول دي، چې افغانستان ته راځي.
طالبان د ښوونکو نوملړ مرسته کوونکو ادارو ته ورکوي او له هغوی څخه د مرستو غوښتنه کوي چې دا مشروع او د منلو وړ غوښتنه بلل کیږي.
مرسته کوونکې نړۍوالې ادارې نه پوهیږي چې مرسته شوې پیسې یې هغو کسانو ته ورکول کیږي، چې اغفال شویو ځوانانو ته د تاوتریخوالي درس ورکوي؛ ترڅو طالبانو یا نورو ترهګرو ډلو ته په ترهګریزو او ځانمرګو بریدګرو بدلیږي.
د دغو دیني مدرسو طالبان چریکي تاکتیکونه او نور مضامین زده کوي، ځیني یې په افغانستان کې جنګیدلي او مړه شوي دي.
دغه طالبان د رخصتیو پر مهال د جګړو ډګر ته وتل او د طالبانو په پسرلنیو بریدونو کې یې برخه اخیسته.
د دوی پسرلنۍ رخصتۍ په قصدي توګه داسې وخت تنظیمیدې چې په افغانستان کې بریدونه ډېرېدل.
په تېرو کلونو کې داسې ډېرو نمونو شتون درلود، چې د طالبانو د شومو موخو او پلانونو د پوره کولو په موخه د دیني مدرسو د اوړي رخصتۍ له ټاکلي وخت مخکې پیل شوې دي.
هرکله چې طالبانو غوښتل چې د اوړي او ژمي موسم له امله خپلو پسرلنیو بریدونو ته له معمول څخه زیات دوام ورکړي، په هغه صورت کې به د دوی روزنیز مرکزونه له معمول څخه زیات دوام کاوه. ګڼ شمېر به د جګړې په ډګر کې وژل کېدل.
د دیني مدرسو مشرانو به دغه وژل شوي کسان چې خپل دیني مسولیت یې ادا کړی و، د هغوی جنت ته تلل به یې لمانځل.
د نوي روزنیزې دورې لومړۍ ورځې تل د هغو کسانو لپاره په دعا سره پیلېدې، چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی و، ترڅو ژوندي زده کونکو ته دا احساس ورکړي چې د بهرنیو ځواکونو او هر هغه رژیم پر وړاندې چې جګړه کوي دیني دنده ده چې په سوله او ډیموکراسۍ کې د ژوند کولو اراده لري.
البته د دوی د دې رژیمونو څخه تعریف دا و، چې دوی د کفارو اجنټان یا همکاران دي.
دا دیني مدرسې خورا بې وزله ماشومانو ته پناه ورکوي او هغوی ته داسې موضوعات ور زده کوي، چې د ژوند په لومړیو پړاوونو کې د هغوی په ذهنونو کې تاوتریخوالی رامنځته کوي.
تل بحث دا وي، چې دا دیني مدرسي تاوتریخوالی نه قوي کوي؛ بلکي خپل زده کړیالانو ته دیني او مذهبي زده کړي ورکوي.
خو د هغه مهال د ملي امنیت د عمومي ریاست معلومات او شواهد دا وو، چې ډېری دغه مدرسي خپلو زده کوونکو ته د افراطيت زده کړي ورکوي. په داسې ډول چې ډېری یې د زده کړو پر مهال او یا له فراغت وروسته ځانمرګي بریدونه کوي.
ډېری دغه زده کوونکي له ناچاره کورنیو څخه دي، چې د خپل ځان لپاره ښه راتلونکی نه ویني او دوی ته په هغه بله نړۍ کې د بې شمېره خوښیو او حورو تبلیغات په داسې ډول کیږي، چې د دې نړۍ هېڅ خوښي یې ځای نه شي نیولی، ان که له دغه شمېر کسانو لس سلنه یې هم عملي افراطیت ته مخه کړې، لږ تر لږه ۳۰۰ زره بم ایښودونکي او ځانمرګي بریدګر تولیدیږي او دا د سیمې او نړۍ لپاره لوی ګواښ ګڼل کیږي.
د پاکستان په خاوره کې د دیني مدرسو د شتون او فعالیت مساله چې د ترهګرو لپاره د جنګیالیو او ځانمرګو بریدګرو د تولید سرچینه ده، د جمهوري ریاست په دوره کې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د عمومي رییس له خوا په وار - وار مطرح شوې وه او همدارنګه د ټاکل شوي پلاوي سره د خپلو اړوندو همکارانو سره په ځانګړې توګه له ۲۰۰۶ کال وروسته په بیلابیلو وختونو کې مطرح کېده؛ خو له بده مرغه سره له دې چې پاکستاني لوري تل د نظام د اصلاح او مشروعیت ژمنې کولې؛ خو هیڅکله یې خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.
حقیقت دا و، چې پاکستان د افراطیت ترویج د یوې ستراتیژیکې وسیلې په توګه په هند، افغانستان او نورو ځایونو کې د خپل بهرني سیاست د اهدافو د تر لاسه کولو لپاره په پراخه او موثره توګه وکارول.
دا تمه چې پاکستان به د لویدیځو هېوادونو تر کمزوري فشار لاندې دغه تاکتیک له لاسه ورکړي، د نه تطبیق کولو فکر و.
د دې ژمنو د پوره کولو لپاره پاکستان هېڅ کومه انګیزه نه درلوده؛ مګر دا چې د افراطیت ټوپک د پاکستان ملي او امنیتي ګټو ته مخه کړي.
د دې بحثونو په دوام کې د طالبانو ځینو مشرانو لکه؛ د دې ډلې د امربالمعروف وزیر خالد حنفي چې د پاکستان د مدرسو له لېوالانو څخه دی، په خپلو ویناوو کې خلکو ته ویلي چې له اسلامي نسخې پرته هر ډول زده کړې د وخت ضایع کول دي.
داسې ویډیوګانې شته چې طالبان څنګه د مذهبي افراطي تبلیغاتو لپاره له جوماتونو څخه کار اخلي، داسې چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت له خوا د ۵۰۰۰ محتسبینو ګومارل د دې سترې ستونزې پخلی کوي.
دغه ماموران د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه ځوانان ګواښي او د افراطي لارښوونو عملي کولو ته اړ کوي.