• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جرمني کې معترضې افغان مېرمنې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندلو لپاره اعتراض بل ښار ته غځوي

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۳:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د جرمني په دوسلدروف ښار کې د راین-وستفالن ایالتي پارلمان مخ ته معترضو افغان مېرمنو د خپل اعتراض پای ته رسولو سره وویل، راتلونکې اونۍ به د دغه هېواد په بل ښار سټاټګرټ کې دا اعتراض پیل کړي.

دوی له څو میاشتو راهیسې په دې اعتراض سره له نړۍ غواړي چې په افغانستان کې له ښځو سره د ناوړه چلند له امله د طالبانو جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.

د ښځو د حقونو د فعالې تمنا زریاب پریاني په مشرۍ دا مېرمنې وايي، اعتراضونه به یې تر هغه دوام ولري چې نړۍ د افغانستان د اوسني حالت په اړه خپله چوپتیا ماته کړي.

تمنا زریاب پریاني پرون د اعتراض پای ته رسولو پر مهال د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه پریکړه لیک ولوست.

هغې پرون په خپله اېکس پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د میرمنو وضعیت وحشتناک وباله.

میرمن پریاني همداراز زیاته کړه، په افغانستان کې د ښځو پروړاندې محدودیتونه د هرې ورځې په تیریدو سره زیاتیږي او د افغانستان خلک په بیلابیلو پلمو ځورول کیږي.

مېرمن پریاني د تېر کال د سپټمبر پر ۳۰ د جنستی توپیر په هکله دا اعتراض پیل کړ او په اروپا کې یې له نورو فعالانو هم وغوښتل چې ملاتړ یې وکړي.

نوموړې په دغه ښار کې هم تر دېرشو ورځو اعتراض وروسته خپلې دا هڅې فرانکفورټ ښار ته وغځولې.

دغه معترضې مېرمنې په افغانستان او بهر کې له ټولو افغانانو غواړي چې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه ددوی د اعتراضونو او کمپاینونو ملاتړ وکړي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د زدکړو نړیواله ورځ؛ افغان نجونې وايي «زموږ هیلې له خاورو سره خاورې شوې»

۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۴، ۱۲:۰۲ GMT+۰

د زدکړو نړیوالې ورځې په مناسبت د بښنې نړیوال سازمان د دې پوښتنې، چې « تاسو د زدکړو د بندېدو په اړه څه احساس کوئ؟» د محرومو افغان نجونو ځوابونه خپاره کړل.

یوې نجلۍ وویل: «زما هیلې له خاورو سره خاورې شوې دي.»

یوې بلې زدکوونکې وویل: «ما هيلې له لاسه ورکړې دي.»

یوې بلې نجلۍ، چې له ښوونځي بې برخې شوې ده وویل: «زه ویره لرم.»

له دغو نجونو یوې وویل: «ټوله نړۍ باید زموږ غږ پورته کړي.»

د بخښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو پر زدکړو د بندیز په اړه په خپلو څرګندونو کې له طالبانو وغوښتل چې په «سملاسي او بې شرطه » د نجونو ښوونځي پرانیزي.

دغه سازمان له طالبانو دا هم غوښتي، چې د خپلوکړنو ځوابونه باید ورکړي

څه باندې ۸۵۰ ورځې کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع کړي دي.

دغه ډلې نجونو ته دا اجازه هم نه ورکوي چې پوهنتون ته ولاړې شي.

ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، د هغو هېوادونو په ګډون، چې اکثریت مسلمان نفوس لري دېری هېوادونو، د نجونو پر زدکړو د طالبانو بندیز غندلی دی.

په ورته وخت کې، طالبانو له داخلي او بهرنيو تکراري غوښتنو سره سره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو بيا پرانستلو ته غاړه نه ده اېښې.

ملګري ملتونه: طالبانو د کابل له هزاره او تاجک میشتو سیمو څخه ښځې نیولي دي

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۰

یوناما وايي، طالبانو "ښځې او نجونې په ځانګړې توګه، له هزاره میشتې سیمې برچي او له خیرخانې، چې اکثره اوسېدونکي یې تاجکان دي،‌ نیولي دي."

د یوناما په رپوټ کې راغلي، چې د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو یوه محتسب په یوه روغتیايي مرکز کې یوې ښځې ته ویلي که واده ونه کړي نو خپله دنده به له لاسه ورکړي.

یوناما د طالبانو د امربالمعروف وزارت د دې چارواکي له خولې لیکلي چې "کار کول د یوې ښځې لپاره مناسب کار نه دی."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی د ۲۰۲۳ کال د وروستیو دریو میاشتو په رپوټ کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی، په یو شمېر ولایتونو کې له کار څخه د ښځو د ډله ییزې ګوښه کولو خبر هم ورکړل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د اکټوبر په ۲۲ په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امربالمعروف ریاست د جلغوزیو د پروسس په یوه فابریکه کې شاوخوا ۴۰۰ښځې له کار کولو منعې کړې په داسې حال کې چې نارینه‌وو په دغه ځای کې خپل کار ته دوام ورکړی.

یوناما لیکلي چې د دغه بندیز لپاره کوم دلیل نه دی په ډاګه شوی.

د نومبر په ۲۲مه په بلخ ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې د برېښنا یوې فابریکې ۲۰۰ مېرمنې د مالي دلایلو له امله له دندو ګوښه کړې، خو هېڅ یو نارینه کارکوونکي خپله دنده له لاسه نده ورکړې.

د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی

یوناما، د دوشنبې په ورځ، په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولی اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو دریو میاشتو کې په بغلان کې یوې چاودنې، په کابل کې دوه چاودنو او په هرات کې درې هدفي وژنو د افغانستان هزاره ګان او شیعه ګان په نښه کړي دي.

یوناما لیکلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۹ کسان وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې، په دغو درېیو میاشتو کې درې بمي چاودنو هزاره‌ګان او شیعه ګان په نښه کړي دي.

د اکټوبر په ۱۳مه د پلخمري ښار په یوه جومات کې یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي توکي د شیعه لمونځ کوونکو په منځ کې وچول، چې له امله یې ۲۱ تنه ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

د اکټوبر په ۲۶مه د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي په یوه ورزشي کلپ کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله اته تنه ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.

د نومبر په اوومه د کابل په دشت برچي سیمه کې یو ځل بیا د مسافرو پر بس موټر بمي چاودنې ۱۱ تنه ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.

د داعش خراسان څانګې د دغو درېواړو بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د شیعه ټولنې غړي یې په نښه کړي دي.

په هرات کې د شیعه دیني عالمانو د وژنې لړۍ

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ساتازولی په رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې « د هرات ښار په جبریل سیمه کې د شیعه دیني عالمانو یو لړ هدفي وژنې ترسره شوي دي.»

د اکټوبر په ۲۲مه یو شیعه عالم په ډزو ووژل شو. د نومبر په ۲۳ مه دوه شیعه عالمان په ډزو ووژل شول. او د دسمبر په لومړۍ نېټه شپږ کسان (د دوو شیعه دیني عالمانو په ګډون) ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

تر اوسه د هرات د بريدونو مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او نه يې هم عاملين معلوم شوي دي.

شننه؛ ایا ریښتیا افغاني فرهنگ د نجونو د زدکړو مخه نیسي؟

۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

دا لیکنه په دوو کوټلو خبرو ولاړه ده: ۱ـ هغوی، چې وايي: فرهنګ زدکړو او په تېر بیا د ښځمنو پوهېدلو ته اجازه نه ورکوي، فرهنګ نه پېژني او بې‌فرهنګه دي.

۲- هغه څه چې په لرې پرتو سیمو کې کله کله د خلکو ترمنځ د نجونو د زدکړو مخه نیسي، فرهنګي مناسبات نه، بلکې له چاپېریال څخه وېره او د ناامنۍ حس دی، چې د تاریخي شرایطو له امله د خلکو په ټولیز لاشعورکې زېرمه شوی دی.

خو اول، راځئ وګورو فرهنګ څه دی؟ او ولې یې زه «فرهنګ» بولم؟

فرهنګ= کلچر، کولتور، کلتورCulture= ثقافة په بېلو بېلو ژبو کې یوه بشري ارزښت ته وايي. یومهال اروپایانو له تمدن و مدنیت Civilization سره په یوه مانا کاراوه او په دې بڼه زموږ ځینو پخوانیو لیکوالو د عربي په تقلید ثقافت یا تمدن ګڼلی او روسته بیا مقلدو میرزایانو د فرانسوي – انګریزي ژبو تر اغېز لاندې کلتور، کولتور یا کلچر ګڼلی دی.

«فرهنګ»ویی د زرګونو نورو په شان پښتو او پارسي ژبو دواړو ته له لرغونو اوستايي متونو راغلی ګډ ویی دی، چې تحت‌اللفظی مانا یې: «وړاندې راایستل شوی برم و پرتم» دی.

پښتنو کلاسیکو شاعرانو دا مفهوم فرهنګ کارولای دی او پښتنو ته تر نورو ټولو پردیو وییونو همدا فرهنګ ورخپل دی.

خوشال بابا فرمايي:

لاړل وجنت ته چې په پوهه خبر نه وو

لاړل و دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې

د فرهنګ تعریفونه ډېر دي، خو زه یې دوه رااخلم، چې یوڅه اسانه دي:

« فرهنګ یا تمدن، هغې سره پرلغښتې و اوبلې ټولګې ته وايي، چې ټول هغه پېژاندونه، باورونه، هنرونه، حقونه، اخلاق، دودونه، عادتونه او انساني توانمندۍ سره رانغاړي، چې یو انسان یې د یوې ټولنې د غړي په توګه ورخپلوي.»

بلځای:

« فرهنګ د یوې بشري ټولګې ټول هغه سره اړوند رسمي‌کړای شوي فکرونه، احساسات، کړنې او نښې دي، چې دغه بشري ټولګه تر بلې هغې توپیروي، راڅرګندوي او لوړوي.»

فرهنګ؛ انسانمحور او ارزښتمحور دی. که دا خبره وسپړو، فرهنګ هر هغه فکر و عمل دی، چې یوه ټولګه انسانان یې د خپل بشري ژوند د لا ښو شرایطو لپاره په خپلو منځونو کې قراردادوي. دا ښه شرایط مادي، معنوي، ذوقي او اروايي دي. ښايي له همدې کبله ځینې کسان فرهنګ د یوې ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو ټولګې ته وايي.

ساده به یې کړو. فرهنګ هر هغه ټولنیز ارزښت دی، چې د انسان مادي، معنوي، ذوقي او اروايي ژوند ته یې ګټه رسیږي.

زدکړه، پوهنه، پوهېدل او د پوهې ترلاسه کول د فرهنګ تر ټولو مهم توکی(عنصر) او برخه ده. انسان له خورا لرغونیو زمانو د همدې زدکړې و پوهنې په مرسته خپل ژوند ورځ تر بلې لا پسې ښه کړی دی. نن، چې انسان څومره هوسا ژوند لري، د پوهنې و زدکړو له برکته دی، نو د دې ټولو پربنسټ، ولې باید فرهنګ یا کلتور یا ثقافة د زدکړو (په تېره بیا د ښځو د زدکړو) په ضد و ګڼو؟ په کوم منطق؟

څوک چې وايي، د افغانستان د خلکو فرهنګ ښځو ته د زدکړو اجازه نه ورکوي، نه فرهنګ پېژني، نه افغانستان، نه یې خلک او نه هم زدکړې او د ښځو د زدکړو ارزښت.

او یا یې که پېژني، نو دغه خبره یې بشپړه سیاسي ده او له ځان سره پخپله هم پوهیږي، چې درواغ وايي او د پاکستاني – انګریزي روایت و فکر تقلید کوي.

اوس راځم دویمې فرضیې ته:

ریښتیا هم په لرې پرتو سیمو کې ښايي یوشمېر خلک زړه ونه کړي، چې خپلې نجونې په کړکېچنو شرایطو کې ښوونځي و پوهنځي ته ولېږي، د دې لامل او عامل فرهنګي نه، امنیتي دی. خلک په خپلو نجونو ډاریږي.

موږ له تاریخي پلوه په داسې سیمه کې پراته یو، چې له بده مرغه د هیندوستان او نورو ګاونډیو زمکو د نیولو لپاره لوی لوی لښکرونه زموږ د هېواد پر سینه تېر شوي، دلته اوږدمهالې جګړې وې او په داسې جګړو او یرغلونو کې خلک په خپلو کورنیو په تېره بیا ښځینه وو ډارېدل. موږ د تاریخ په اوږدو کې پیاوړي ملي حکومتونه، مسئول پولیس او ډاډوړ امنیتي سیستمونه لرلي نه دي. موږ د کمزوریو اقتصادي – ټولنیزو شرایطو له کبله اخلاقي کوډونه ښه پاللي نه دي، بومي و دودیز کوډونه مو مات کړي او نوي و ستندرد هغه مو پلي کړي نه دي. دې ټولو ستونزو زموږ فیزیکي و رواني امنیت کمزوری کړی دی، په بې‌امنیتۍ کې تر ټولو ډېر زیان ښځینه وو او ماشومانو ته رسیږي، چې د ځان‌ساتنې توان یې کم وي. د ناموس ساتنې و غیرت مفاهیم په خپله له همداسې ډار څخه ریښه اخلي. په ناامنه او بېباوره کړکېچ‌ځپلې ټولنه کې غیرت په یوه ټولیز ګروم بدلیږي او ناموس‌ساتنه حیثیتي کیږي. دا ډار واقعیت دی، خو له فرهنګ سره هېڅ اړیکه نه لري.

که یو ملي او مسئول حکومت په ټول هېواد کې ډاډوړ شرایط حاکم کړي، ټولنیز اخلاق پیاوړي شي او خلک ونه ویریږي، د هرې سیمې افغانان به خپل ټول بچیان (نجونې وهلکان) ښوونځیو او پوهنځیو ته واستوي.

تر خپلواکۍ روسته په امانياو بیا ظاهرشاهي څلویښت کلنه دوره او په تېرو شلو کلونو کې د ښاري سیمو خلکو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنځيو ته استولې. د کندهار، بدخشان، شبرغان او نورو لرې پرتو سیمو د څلویښتمو او پنځوسمو لسیزو عکسونه او د معارف لیکلی تاریخ وګورئ، ټولو قومونو او سیمو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنځیو ته استولې.

خو پرعکس د ۱۳۷۰ لسیزې په پیل کې، چې د تنظیمونو حکومت و او پر نجونو د ښوونځیو رسمي بندیز هم نه و، مګر امنیت او ډاډ نه و. تنظیمي وسلوالو وحشت خپراوه او د خلکو ناموسونه خوندي نه وو، له ډېرو کمو سیمو پرته ګڼو خلکو، ان روښانفکرو ښاري کورنیو هم خپلې نجونې ښوونځیو او پوهنځیو ته نه پرېښوولې. ځکه هغه مهال ژوند او ابرو تر زدکړو لومړیتوب درلود.

ځينې ناخبره یا د غرض و مرض خاوند وګړي، له امنیتي شرایطو د خلکو همدغه ویره، په افغاني فرهنګ ورتپي او په غلطه د پاکیستانیو دا دعوه تکراروي، چې ګواکې – خدای مکړه!-د افغانستان خلک له فرهنګي پلوه د زدکړې، پوهنې او پوهې ضد خلک دي.

دغه اتهام او تور یو خورا ګواښمن او خطرناک تور دی، چې ښايي په وړاندې یې په کلکه ودریږو.

ملګري ملتونه: د جاپان په مالي مرسته مو په کندهار ښار کې د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړ

۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۴، ۰۸:۰۶ GMT+۰

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (يو اين ایچ سي ار) په داسې حال کې په کندهار ښار کې د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړی چې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د یکشنبې په ورځ د (سلواغي ۱) نېټه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کندهار ښار د میرزا احمد خان کلاچي په سیمه کې یې د نجونو یو ښوونځی جوړ کړی.

د دوی په خبره یاد ښوونځی یې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرسته جوړ کړی چې له سلو څخه زیات زده کوونکو ته د زده‌کړو زمینه پکې برابره ده.

د یاد ښوونځي مدیر ویلي: «دا سل په سلو کې یو پرمختګ دی. اوس ډیر والدین غواړي چې خپل ماشومان دلته د درسونو لپاره ولېږي.»

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په داسې مهال په کندهار ښار کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د جوړېدو خبر ورکوي چې واک د طالبانو تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی دی او میلیونونه نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

د اروپا عدلي محکمه: هغه ښځې چې له تاوتریخوالي سره مخ دي د پناه غوښتنې وړ پېژندل کیږي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۲ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د اروپا د عدلیې محکمې د نوي حکم له مخې؛ هغه ښځې چې په خپل هېواد کې د "ناموسي وژنې" یا د کورنۍ تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي، د پناه غوښتنې وړ پېژندل کیږي. دغې محکمې ومنله چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ځورونې یوه بڼه ده.

په لوګزامبورګ کې د اروپا د عدلیې محکمې د سې شنبې په ورځ (د مرغومې۲۶مه) د یوه بیان په خپرولو سره یې تایید کړه؛ هغه ښځې چې د جنسیت له امله له فزیکي یا رواني تاوتریخوالي سره مخ کیږي کولی شي د خوندیتوب غوښتنه وکړي.

دغه محکمه وایي؛ که چېرې د کډوالۍ د وضعیت د ورکولو شرایط پوره نه شي؛ نو ممکن غوښتونکي د فرعي ملاتړ شرایطو وړ شي.

د اروپايي اتحادیې د قوانینو پر اساس که یو څوک د ملیت، مذهب، نژاد او سیاسي عقایدو یا د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب په اساس وځورول شي د پناه غوښتنې وړ بلل کېږي.

دغې محکمې ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ځورونې یوه بڼه ده او په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې دریځ د ښځو لپاره د تطبیق وړ دی.

دا پرېکړه د یوې مېرمنې د قضیې وروسته صادر شوه چې ادعا یې کړې وه، چې ترکیه کې یې کورنې هغه واده ته مجبوره کړې ده.

دغه ښځه د خپل مېړه له وهلو او ګواښلو وروسته بلغاریا ته وتښتېدله او د اروپا عدلیې محکمې څخه د بلغاریا د محکمې له خوندیتوب غوښتنې وروسته، جرمني ته ولاړه.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله له کار او زده کړو بې برخې دي او په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

تر دې مخکې یوناما ویلي وو؛ افغانستان په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه وايي، چې طالبانو «جنسي توپیر» رامنځته کړی او ښځې یې له ټولنې اېستلي دي.