د زدکړو نړیواله ورځ؛ افغان نجونې وايي «زموږ هیلې له خاورو سره خاورې شوې»

د زدکړو نړیوالې ورځې په مناسبت د بښنې نړیوال سازمان د دې پوښتنې، چې « تاسو د زدکړو د بندېدو په اړه څه احساس کوئ؟» د محرومو افغان نجونو ځوابونه خپاره کړل.

د زدکړو نړیوالې ورځې په مناسبت د بښنې نړیوال سازمان د دې پوښتنې، چې « تاسو د زدکړو د بندېدو په اړه څه احساس کوئ؟» د محرومو افغان نجونو ځوابونه خپاره کړل.
یوې نجلۍ وویل: «زما هیلې له خاورو سره خاورې شوې دي.»
یوې بلې زدکوونکې وویل: «ما هيلې له لاسه ورکړې دي.»
یوې بلې نجلۍ، چې له ښوونځي بې برخې شوې ده وویل: «زه ویره لرم.»
له دغو نجونو یوې وویل: «ټوله نړۍ باید زموږ غږ پورته کړي.»
د بخښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو پر زدکړو د بندیز په اړه په خپلو څرګندونو کې له طالبانو وغوښتل چې په «سملاسي او بې شرطه » د نجونو ښوونځي پرانیزي.
دغه سازمان له طالبانو دا هم غوښتي، چې د خپلوکړنو ځوابونه باید ورکړي
څه باندې ۸۵۰ ورځې کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع کړي دي.
دغه ډلې نجونو ته دا اجازه هم نه ورکوي چې پوهنتون ته ولاړې شي.
ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاریو سازمان، د هغو هېوادونو په ګډون، چې اکثریت مسلمان نفوس لري دېری هېوادونو، د نجونو پر زدکړو د طالبانو بندیز غندلی دی.
په ورته وخت کې، طالبانو له داخلي او بهرنيو تکراري غوښتنو سره سره د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو بيا پرانستلو ته غاړه نه ده اېښې.


یوناما وايي، طالبانو "ښځې او نجونې په ځانګړې توګه، له هزاره میشتې سیمې برچي او له خیرخانې، چې اکثره اوسېدونکي یې تاجکان دي، نیولي دي."
د یوناما په رپوټ کې راغلي، چې د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو یوه محتسب په یوه روغتیايي مرکز کې یوې ښځې ته ویلي که واده ونه کړي نو خپله دنده به له لاسه ورکړي.
یوناما د طالبانو د امربالمعروف وزارت د دې چارواکي له خولې لیکلي چې "کار کول د یوې ښځې لپاره مناسب کار نه دی."
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولی د ۲۰۲۳ کال د وروستیو دریو میاشتو په رپوټ کې، چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی، په یو شمېر ولایتونو کې له کار څخه د ښځو د ډله ییزې ګوښه کولو خبر هم ورکړل شوی دی.
په راپور کې راغلي چې د اکټوبر په ۲۲ په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امربالمعروف ریاست د جلغوزیو د پروسس په یوه فابریکه کې شاوخوا ۴۰۰ښځې له کار کولو منعې کړې په داسې حال کې چې نارینهوو په دغه ځای کې خپل کار ته دوام ورکړی.
یوناما لیکلي چې د دغه بندیز لپاره کوم دلیل نه دی په ډاګه شوی.
د نومبر په ۲۲مه په بلخ ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې د برېښنا یوې فابریکې ۲۰۰ مېرمنې د مالي دلایلو له امله له دندو ګوښه کړې، خو هېڅ یو نارینه کارکوونکي خپله دنده له لاسه نده ورکړې.
د هزاره ګانو او شیعه ګانو پر وړاندې تاوتریخوالی
یوناما، د دوشنبې په ورځ، په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه تر ډسمبر میاشتې پورې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولی اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو دریو میاشتو کې په بغلان کې یوې چاودنې، په کابل کې دوه چاودنو او په هرات کې درې هدفي وژنو د افغانستان هزاره ګان او شیعه ګان په نښه کړي دي.
یوناما لیکلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۹ کسان وژل شوي او ۸۸ نور ټپیان شوي دي.
د دغه راپور له مخې، په دغو درېیو میاشتو کې درې بمي چاودنو هزارهګان او شیعه ګان په نښه کړي دي.
د اکټوبر په ۱۳مه د پلخمري ښار په یوه جومات کې یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودېدونکي توکي د شیعه لمونځ کوونکو په منځ کې وچول، چې له امله یې ۲۱ تنه ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.
د اکټوبر په ۲۶مه د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي په یوه ورزشي کلپ کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله اته تنه ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان شول.
د نومبر په اوومه د کابل په دشت برچي سیمه کې یو ځل بیا د مسافرو پر بس موټر بمي چاودنې ۱۱ تنه ووژل او ۲۱ نور یې ټپیان کړل.
د داعش خراسان څانګې د دغو درېواړو بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د شیعه ټولنې غړي یې په نښه کړي دي.
په هرات کې د شیعه دیني عالمانو د وژنې لړۍ
په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ساتازولی په رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو درېیو میاشتو کې « د هرات ښار په جبریل سیمه کې د شیعه دیني عالمانو یو لړ هدفي وژنې ترسره شوي دي.»
د اکټوبر په ۲۲مه یو شیعه عالم په ډزو ووژل شو. د نومبر په ۲۳ مه دوه شیعه عالمان په ډزو ووژل شول. او د دسمبر په لومړۍ نېټه شپږ کسان (د دوو شیعه دیني عالمانو په ګډون) ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
تر اوسه د هرات د بريدونو مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى او نه يې هم عاملين معلوم شوي دي.

دا لیکنه په دوو کوټلو خبرو ولاړه ده: ۱ـ هغوی، چې وايي: فرهنګ زدکړو او په تېر بیا د ښځمنو پوهېدلو ته اجازه نه ورکوي، فرهنګ نه پېژني او بېفرهنګه دي.
۲- هغه څه چې په لرې پرتو سیمو کې کله کله د خلکو ترمنځ د نجونو د زدکړو مخه نیسي، فرهنګي مناسبات نه، بلکې له چاپېریال څخه وېره او د ناامنۍ حس دی، چې د تاریخي شرایطو له امله د خلکو په ټولیز لاشعورکې زېرمه شوی دی.
خو اول، راځئ وګورو فرهنګ څه دی؟ او ولې یې زه «فرهنګ» بولم؟
فرهنګ= کلچر، کولتور، کلتورCulture= ثقافة په بېلو بېلو ژبو کې یوه بشري ارزښت ته وايي. یومهال اروپایانو له تمدن و مدنیت Civilization سره په یوه مانا کاراوه او په دې بڼه زموږ ځینو پخوانیو لیکوالو د عربي په تقلید ثقافت یا تمدن ګڼلی او روسته بیا مقلدو میرزایانو د فرانسوي – انګریزي ژبو تر اغېز لاندې کلتور، کولتور یا کلچر ګڼلی دی.
«فرهنګ»ویی د زرګونو نورو په شان پښتو او پارسي ژبو دواړو ته له لرغونو اوستايي متونو راغلی ګډ ویی دی، چې تحتاللفظی مانا یې: «وړاندې راایستل شوی برم و پرتم» دی.
پښتنو کلاسیکو شاعرانو دا مفهوم فرهنګ کارولای دی او پښتنو ته تر نورو ټولو پردیو وییونو همدا فرهنګ ورخپل دی.
خوشال بابا فرمايي:
لاړل وجنت ته چې په پوهه خبر نه وو
لاړل و دوزخ ته چې یې لافې د فرهنګ کړې
د فرهنګ تعریفونه ډېر دي، خو زه یې دوه رااخلم، چې یوڅه اسانه دي:
« فرهنګ یا تمدن، هغې سره پرلغښتې و اوبلې ټولګې ته وايي، چې ټول هغه پېژاندونه، باورونه، هنرونه، حقونه، اخلاق، دودونه، عادتونه او انساني توانمندۍ سره رانغاړي، چې یو انسان یې د یوې ټولنې د غړي په توګه ورخپلوي.»
بلځای:
« فرهنګ د یوې بشري ټولګې ټول هغه سره اړوند رسميکړای شوي فکرونه، احساسات، کړنې او نښې دي، چې دغه بشري ټولګه تر بلې هغې توپیروي، راڅرګندوي او لوړوي.»
فرهنګ؛ انسانمحور او ارزښتمحور دی. که دا خبره وسپړو، فرهنګ هر هغه فکر و عمل دی، چې یوه ټولګه انسانان یې د خپل بشري ژوند د لا ښو شرایطو لپاره په خپلو منځونو کې قراردادوي. دا ښه شرایط مادي، معنوي، ذوقي او اروايي دي. ښايي له همدې کبله ځینې کسان فرهنګ د یوې ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو ټولګې ته وايي.
ساده به یې کړو. فرهنګ هر هغه ټولنیز ارزښت دی، چې د انسان مادي، معنوي، ذوقي او اروايي ژوند ته یې ګټه رسیږي.
زدکړه، پوهنه، پوهېدل او د پوهې ترلاسه کول د فرهنګ تر ټولو مهم توکی(عنصر) او برخه ده. انسان له خورا لرغونیو زمانو د همدې زدکړې و پوهنې په مرسته خپل ژوند ورځ تر بلې لا پسې ښه کړی دی. نن، چې انسان څومره هوسا ژوند لري، د پوهنې و زدکړو له برکته دی، نو د دې ټولو پربنسټ، ولې باید فرهنګ یا کلتور یا ثقافة د زدکړو (په تېره بیا د ښځو د زدکړو) په ضد و ګڼو؟ په کوم منطق؟
څوک چې وايي، د افغانستان د خلکو فرهنګ ښځو ته د زدکړو اجازه نه ورکوي، نه فرهنګ پېژني، نه افغانستان، نه یې خلک او نه هم زدکړې او د ښځو د زدکړو ارزښت.
او یا یې که پېژني، نو دغه خبره یې بشپړه سیاسي ده او له ځان سره پخپله هم پوهیږي، چې درواغ وايي او د پاکستاني – انګریزي روایت و فکر تقلید کوي.
اوس راځم دویمې فرضیې ته:
ریښتیا هم په لرې پرتو سیمو کې ښايي یوشمېر خلک زړه ونه کړي، چې خپلې نجونې په کړکېچنو شرایطو کې ښوونځي و پوهنځي ته ولېږي، د دې لامل او عامل فرهنګي نه، امنیتي دی. خلک په خپلو نجونو ډاریږي.
موږ له تاریخي پلوه په داسې سیمه کې پراته یو، چې له بده مرغه د هیندوستان او نورو ګاونډیو زمکو د نیولو لپاره لوی لوی لښکرونه زموږ د هېواد پر سینه تېر شوي، دلته اوږدمهالې جګړې وې او په داسې جګړو او یرغلونو کې خلک په خپلو کورنیو په تېره بیا ښځینه وو ډارېدل. موږ د تاریخ په اوږدو کې پیاوړي ملي حکومتونه، مسئول پولیس او ډاډوړ امنیتي سیستمونه لرلي نه دي. موږ د کمزوریو اقتصادي – ټولنیزو شرایطو له کبله اخلاقي کوډونه ښه پاللي نه دي، بومي و دودیز کوډونه مو مات کړي او نوي و ستندرد هغه مو پلي کړي نه دي. دې ټولو ستونزو زموږ فیزیکي و رواني امنیت کمزوری کړی دی، په بېامنیتۍ کې تر ټولو ډېر زیان ښځینه وو او ماشومانو ته رسیږي، چې د ځانساتنې توان یې کم وي. د ناموس ساتنې و غیرت مفاهیم په خپله له همداسې ډار څخه ریښه اخلي. په ناامنه او بېباوره کړکېچځپلې ټولنه کې غیرت په یوه ټولیز ګروم بدلیږي او ناموسساتنه حیثیتي کیږي. دا ډار واقعیت دی، خو له فرهنګ سره هېڅ اړیکه نه لري.
که یو ملي او مسئول حکومت په ټول هېواد کې ډاډوړ شرایط حاکم کړي، ټولنیز اخلاق پیاوړي شي او خلک ونه ویریږي، د هرې سیمې افغانان به خپل ټول بچیان (نجونې وهلکان) ښوونځیو او پوهنځیو ته واستوي.
تر خپلواکۍ روسته په امانياو بیا ظاهرشاهي څلویښت کلنه دوره او په تېرو شلو کلونو کې د ښاري سیمو خلکو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنځيو ته استولې. د کندهار، بدخشان، شبرغان او نورو لرې پرتو سیمو د څلویښتمو او پنځوسمو لسیزو عکسونه او د معارف لیکلی تاریخ وګورئ، ټولو قومونو او سیمو خپلې لوڼې ښوونځیو او پوهنځیو ته استولې.
خو پرعکس د ۱۳۷۰ لسیزې په پیل کې، چې د تنظیمونو حکومت و او پر نجونو د ښوونځیو رسمي بندیز هم نه و، مګر امنیت او ډاډ نه و. تنظیمي وسلوالو وحشت خپراوه او د خلکو ناموسونه خوندي نه وو، له ډېرو کمو سیمو پرته ګڼو خلکو، ان روښانفکرو ښاري کورنیو هم خپلې نجونې ښوونځیو او پوهنځیو ته نه پرېښوولې. ځکه هغه مهال ژوند او ابرو تر زدکړو لومړیتوب درلود.
ځينې ناخبره یا د غرض و مرض خاوند وګړي، له امنیتي شرایطو د خلکو همدغه ویره، په افغاني فرهنګ ورتپي او په غلطه د پاکیستانیو دا دعوه تکراروي، چې ګواکې – خدای مکړه!-د افغانستان خلک له فرهنګي پلوه د زدکړې، پوهنې او پوهې ضد خلک دي.
دغه اتهام او تور یو خورا ګواښمن او خطرناک تور دی، چې ښايي په وړاندې یې په کلکه ودریږو.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (يو اين ایچ سي ار) په داسې حال کې په کندهار ښار کې د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړی چې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګول شوی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د یکشنبې په ورځ د (سلواغي ۱) نېټه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کندهار ښار د میرزا احمد خان کلاچي په سیمه کې یې د نجونو یو ښوونځی جوړ کړی.
د دوی په خبره یاد ښوونځی یې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرسته جوړ کړی چې له سلو څخه زیات زده کوونکو ته د زدهکړو زمینه پکې برابره ده.
د یاد ښوونځي مدیر ویلي: «دا سل په سلو کې یو پرمختګ دی. اوس ډیر والدین غواړي چې خپل ماشومان دلته د درسونو لپاره ولېږي.»
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په داسې مهال په کندهار ښار کې د نجونو لپاره د یوه ښوونځي د جوړېدو خبر ورکوي چې واک د طالبانو تر رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګول شوی دی او میلیونونه نجونې له زدهکړو بې برخې دي.

د اروپا د عدلیې محکمې د نوي حکم له مخې؛ هغه ښځې چې په خپل هېواد کې د "ناموسي وژنې" یا د کورنۍ تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي، د پناه غوښتنې وړ پېژندل کیږي. دغې محکمې ومنله چې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ځورونې یوه بڼه ده.
په لوګزامبورګ کې د اروپا د عدلیې محکمې د سې شنبې په ورځ (د مرغومې۲۶مه) د یوه بیان په خپرولو سره یې تایید کړه؛ هغه ښځې چې د جنسیت له امله له فزیکي یا رواني تاوتریخوالي سره مخ کیږي کولی شي د خوندیتوب غوښتنه وکړي.
دغه محکمه وایي؛ که چېرې د کډوالۍ د وضعیت د ورکولو شرایط پوره نه شي؛ نو ممکن غوښتونکي د فرعي ملاتړ شرایطو وړ شي.
د اروپايي اتحادیې د قوانینو پر اساس که یو څوک د ملیت، مذهب، نژاد او سیاسي عقایدو یا د یوې ځانګړې ټولنیزې ډلې غړیتوب په اساس وځورول شي د پناه غوښتنې وړ بلل کېږي.
دغې محکمې ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی د ځورونې یوه بڼه ده او په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې دریځ د ښځو لپاره د تطبیق وړ دی.
دا پرېکړه د یوې مېرمنې د قضیې وروسته صادر شوه چې ادعا یې کړې وه، چې ترکیه کې یې کورنې هغه واده ته مجبوره کړې ده.
دغه ښځه د خپل مېړه له وهلو او ګواښلو وروسته بلغاریا ته وتښتېدله او د اروپا عدلیې محکمې څخه د بلغاریا د محکمې له خوندیتوب غوښتنې وروسته، جرمني ته ولاړه.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې میلیونونه ښځې د طالبانو د بندیزونو له امله له کار او زده کړو بې برخې دي او په ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.
تر دې مخکې یوناما ویلي وو؛ افغانستان په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري.
د بشري حقونو یو شمېر سازمانونه وايي، چې طالبانو «جنسي توپیر» رامنځته کړی او ښځې یې له ټولنې اېستلي دي.

په یوه تازه غبرګون کې، د بښنې نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ وویل چې د حجاب په پلمه د ښځو نیول، زنداني کول او ځورول په «افغانستان کې د ښځو د ازادیو له حق سرغړونه ده.» دغه سازمان غوښتنه کړې چې سملاسي دې د حجاب په پلمه نیول شوې ښځې خوشې او د دوی له ځورونې دې مخنیوی وشي.
په امریکا کې د بښنې نړیوال سازمان دفتر د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې طالبانو «لوی شمېر» ښځې د دې له امله نیولې دي چې خپل مخ او بدن په بشپړه توګه نه پټوي.
په دې وروستیو ورځو کې په کابل او دایکنډي کې د طالبانو له خوا د ښځو د خپلسري نیولو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان په دننه او بهر کې له سختو او پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوي.
د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر د طالبانو د خوښې حجاب نه مراعاتولو له امله له ښځو سره ناوړه چلند او ناقانونه نیونې د اندېښنې وړ بللې دي.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په کابل او دایکنډي کې د ښځو د خپلسري نیولو په اړه د یوناما راپور رد کړ او دا یې « تبلیغات» وبلل.
تر دې مخکې، طالبانو بورقه یا تورې پراخې او نقاب لرونکې جامې د افغان ښځو لپاره د حجاب د «غوره بېلګې» په توګه خلکو ته ورښودلې وې.