په استانبول کې پر یوې کلیسا د وسله وال برید له امله یو کس وژل شوی دی

د ترکیې کورنیو چارو وزیر وايي، نن د استانبول په سانتا ماریا ښار کې وسلوالو پر یوه کلیسا برید کړی، چې له امله یې یو کس وژل شوی دی. علی یارلیکایا په ایکس پاڼه کې لیکلي چې مخپټو کسانو د ورځې په ۱۱:۴۰ بجو د ساریار بویوک دره کې پر یوې کلیسا برید کړی دی.