• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایلن ماسک په یوه حقوقي دعوه کې ۵۶ میلیارده ډالر له لاسه ورکړل

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۲۳:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۰۰:۲۳ GMT+۰

د ټیسلا د موټر جوړولو شرکت خاوند ایلن ماسک په دې اونۍ کې د امریکا په تاریخ کې یو له تر ټولو لوی حقوقي زیان سره مخامخ شو. هغه د ټیسلا د یو سهمدار ریچارډ تورینټا پر وړاندې په یوه حقوقي قضیه کې د ۵۶ میلیارد ډالرو زیان وکړ.

د ایلن ماسک خالصه پانګه شاخوه ۲۰۰ میلیارده ډالر ده.

ریچارډ تورینټا په ۲۰۱۸ کال کې، کله چې نوموړي د ټیسلا کمپنۍ ۹ فیصده شریک و، له ایلان مساک څخه شکایت وکړ.

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې د ټیسلا کمپنۍ له خوا ایلان ماسک ته ۵۶ میلیارده ډالر د ورکړې په اړه له هغه قاضي ته شکایت کړی و.

د دغه شکایت قضیه په ۲۰۲۲ کال کې محکمې ته ولاړه او د سه شنبې په ورځ یو قاضيله ریچارډ تورناټا ملاتړ وکړ او د ټیسلا د کمپنۍ له خوا ایلن ماسک ته ۵۶ میلیارده ډالرو ورکړه یې ناعادلانه وبلله.

د ۵۶ میلیارد ډالرو د ورکړې دغه تړون تر دې وړاندې د امریکا په دلاور ایالت د یوې بلې محکمې له خوا هم رد شوی وو.

ایلن ماسک د ټيسلا کمپنۍ خاوند دی، خو د دغې کمپنۍ اسهام په ازاد بازار کې پلورل کیږي او د دغې کمپنۍ یوازې ۱۳ سلنه اسهام د ښاغلي ماسک ملکیت دی.

ویل کیږي چې ښاغلي ماسک د دغو ۵۶ میلیارد ډالرو تر لاسه کولو وروسته په د نړۍ تر ټولو بډایه کس پیژندل شوی و.‌

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په اروپا کې د بزګرو لاریونونه مخ په خپرېدو دي خو حکومتونو د مرستې ژمنه کړې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۲ GMT+۰

بزګرو د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپا پارلمان په هګیو او ډبرو ویشتلی دی، ودانۍ ته نږدې یې اورونه بل کړي؛ د اروپايي ټولنې له مشرانو غواړي د مالیاتو او مخ په زیاتېدونکو لګښتونو کې له دوی سره مرسته وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې؛ د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ګرونګر د پاکې انرژې د تولید په اړه د وضع شویو مقرراتو او ارزانه وارداتو له امله په قهر دي.

د پنجشنبې ورځې په لاریون کې د ایټالیا، هسپانیې او نورو اروپایي هېوادونو کرندګرو ګډون کړی و، چې د اروپايي ټولنې د یوې بلې غوڼډې پر مهال ترسره شو.

د کروندګرو ترمنځ مخ په زیاتېدونکې قهر په پرتګال، یونان او المان کې هم لیدل کیږي، چې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره د اروپايي ټولنې د نوو مقرراتو سره تړلي دي.

د هسپانوي بزګرانو د اتحادیې مشر جوس ماریا کاستیلا وايي: "موږ غواړو د دې بې معنا قوانینو مخه ونیسو چې هره ورځ د اروپایي کمېسیون له خوا پر مونږ تپل کیږي."

د اروپايي ټولنې مشران هڅه کوي، چې د کرونګرو ترمنځ راپارېدلې غوسه کمه کړي.

د فرانسې لومړي وزیر ګابریل اتل د بزګرو د ژوند د اسانه کولو او ښه کولو په برخه کې ژمنه کړې او ویلي یې دي، چې چې د اورپا په کچه د دوی د حقونو ساتنه به کوي.

نوموړي دغه راز ویلي،‌ چې د هغه ارزانه محصولاتو پر واردولو به بندیز ولګوي، چې په ترکیب کې یې په اروپا کې منع شوي مواد کارول شوي وي او ټول وارداتي محصولات به ځانګړې نښې ولري.‌‌

د بزګرو ځینې غوښتنې لکه له اوکراین څخه د فارمي محصولاتو د واردات محدودول او د اقلیمي بدلون د مخنیوي په موخه وضع شوي قوانینو اسانول لا وړاندې منل شوي دي.

خو کرندور وايي، چې پورته شوي ګامونه کافي نه دي او دا دوی د لوړو مالیاتو او د اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره له سختو او له بهره د کېدونکو وارداتو له امله له نا عادلانه سیالۍ سره مخامخ دي.

امریکا په عراق او سوریه کې پر ایراني اهدافو بریدونه منظور کړل

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۰۸ GMT+۰

څو امریکايي چارواکو نن سي بي اېس نیوز ته نن ویلي" واشنګټن په عراق او سوریه کې د ایراني پرسونل او تاسیساتو په ګډون پر مختلفو اهدافو د څو ورځو د بریدونو پلان منظور کړی دی. دا ګام په اردن کې د امریکا پر اډه له برید وروسته دی، چې درې امریکايي سرتېري پکې ووژل او نږدې دېرش ټپیان شول.

امریکايي چارواکي وايي؛ د تېرې شنبې دا برید په عراق کې ایران ملاتړې کتایب حزب الله ډلې کړی او پکې یې ایران جوړې ډرون کارولي دي.

په غزه کې له تېر اکتوبر راهیسې د اسراییل او حماس د جګړې پیلېدو سره دا د امریکايي ځواکونو لومړنۍ مرګ ژوبله وه.

له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن د غچ اخیستو لپاره له فشار سره مخ دی او هغه هم ویلي، چې د ځواب پرېکړه یې کړې؛ خو په دې هکله یې خپل پلان ښکاره کړی نه دی.

خو تازه امریکايي چاروکو سي بي اېس ته ویلي، چې د دې پلان شویو بریدونو په کولو کې هوا مهم عامل دی او دوی هڅه کوي، چې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره په رڼه هوا کې بریدونه وکړي.

پر اسراییل د حماس د تېر اکتوبر د ۷ له برید او د تل ابیب په ځوابي یرغل پسې منځني ختیځ کې ایران ملاتړو ډلو هم د اسراییل او امریکا پر اهدافو وخت ناوخت بریدونه کړي دي.

په مقابل کې امریکا او اسراییل هم په عراق او سوریه کې د ایران ملاتړو وسلوالو پر مرکزونو بریدونه کړي او یوه برید کې د ایران د سپاه پاسداران څلور قوماندانان هم ووژل شول.

باوري سرچینو روټیرز ته نن ویلي، چې په سوریه کې له دې پېښې وروسته ایران د سپاه پاسدارن ځینې مهم قوماندانان اېستلي دي.

ځانګړې محکمه: عمران خان د دولتي راز په افشا کولو سره د پاکستان او امریکا اړیکي زیانمن کړل

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۰

د پاکستان ځانګړې محکمه وايي؛ د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان د دولتي راز په افشا کولو سره د امریکا او اسلام اباد اړيکي خراب او د خپل هېواد اقتصاد، سیاست او ډېپلوماسۍ ته یې زیان ورساوه.

عمران خان دوه ورځې مخکې د دې راز د بربنډولو له امله مجرم وپېژندل او په لس کاله بند محکوم شو.

د دې دوسیې په برخه کې ځانګړې محکمې د پنجشنبې په ورځ خپله پرېکړه په ۷۷ مخیز راپور کې خپره کړه.

په راپور کې ویل شوي: «ښکاره خبره ده چې عمران خان د دولتي راز بربنډولو سره په اقتصاد، سیاست او ډېپلوماستۍ کې سخت تاوان ورساوه. ور سره د پاکستان اقتصاد کمزوری شو او په نتیجه کې یې ملي امنیت سخت اغېزمن شو.»

د دې راپور له مخې؛ د عمران خان دغه دولتي راز پر ښکاره کولو سربېره، لاس پکې وهلی او هم یې ناسم او د ځان په ګټه کارولی، ځکه یې د قانون له مخې په دې برخه کې څلور جرمه کړي دي.

عمران خان دا راز د دې ثبوت بولي چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته مسکو ته د نوموړي په سفر پسې امریکا او د پاکستان پوځي جنرالانو د دسیسې جوړولو سره پر ۲۰۲۲ کال کې د نوموړي حکومت وپرځاوه.

د عمران خان وکیل انتظار پنجوته د محکمې نوې پرېکړې ناسمه بولي او وايي؛ ستره محکمه کې به پاېښت ونه مومي.

پخوانی لومړی وزیر نواز شریف او لور یې مریم نواز هم د ورته تورونو له امله د ۲۰۱۸ کال تر ټاکنو مخکې بندي شول او شنونکي وايي، چې د دوی بند د عمران خان له بري سره مرسته وکړه.

د دوی په باور اوس د عمران خان بندي کېدل له نواز شریف سره په راتلونکو ټاکنو کې د بري چانس ډېروي.

دغو دواړو مشرانو د پاکستان پوځ د دوی پر ضد پر دوسیو جوړولو تورنوي؛ خو پوځ دا تورونه ردوي.

پاکستاني رسنۍ: د بلوچستان په کوئټه ښار کې زوروه چاودنه شوې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د بلوچستان په مرکز کوئټه ښار کې د یوې چاودنې له امله تر اوسه پورې یو تن ولسي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې دغه چاودنه د کوئټې ښار په سپینې سړک سیمه کې شوې.

د چاودنې غږ نن پنجشنبه د (سلواغې ۱۲مه) غرمه مهال د کوټې ښار په دغه سیمه کې تر لرې ځایونو اورېدل شوی.

تر اوسه پورې د چاودنې ډول نه دی معلوم. خو په خپرو شویو انځورونو کې داسې ښکاري چې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوی بم به وي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسووليت په غاړه نه دی اخیستی.

وړمه ورځ هم د بلوچستان په سیبۍ سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ټاکنیز کمپاین پر موټریز کاروان د سړک غاړې بمي چاودنه شوې وه چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د اعلان شوې نیټې له مخې په دغه هیواد کې ټول ټاکنو ته اېله یوه اوونۍ پاتې ده خو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي.

تر دې وړاندې په سند او بلوچستان ایالتونو کې د داعش وسله والې ډلې له لوري په دیوالونو شپې پاڼې نښول شوې وې او خلکو ته یې په ټاکنو کې د ګډون له امله ګواښونه کړي و.

په پاکستان کې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د شویو بریدونو او چاودنو د ډیریو پیښو مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

ټي‌ټي‌پي:تېره یوه میاشت کې مو د ۷۵ بریدونو په ترڅ کې ۱۶۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۰

د پاکستان د طالبانو تحریک په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان کال په لومړۍ میاشت کې یې د ۷۵ بریدونو په ترڅ کې د پوځ او پولیسو ۱۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې ډلې په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه یې د ډېره اسماعیل خان، ټانک، جنوبي وزیرستان، بنو، پېښور، کوهاټ، ملاکنډ، باجوړ او د کویټې په کلای عبدالله کې کړي او د دوی په خبره چې د پاکستان پوځ او پولیسو ته یې د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ د هغوی وسلې او موټرې هم ویجاړې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د دغو بریدونو بڼو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دغه بریدونه د لایزر، تعارضي، لاسي بمونو، هدفي موخې، ځوابی بریدونه، د توعندیو توغول او د خرپ او ترپ په بڼو ترسره شوي چې له امله یې ۷۰ تنه وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

100%


په خبرپاڼه کې د وژل شویو او ټپیانو په اړه ویل شوي، چې ۷۱ تنه یې د پوځ، ۴۴ یې پولیس، ۳۵ یې سیمه‌ییز ځواکونه یا اېف سي او ۱۰ تنه نور یې خفیه پولیس وو.
دا رنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې دغې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.
دغې ډلې دا رنګه ویلي، چې دوی به په راتلونکو میاشتو کې د خپلو بریدونو لړۍ روانه ساتي او جګړه به تر پخوا لا زیات زور واخلي؛ خو په دغې خبرپاڼه کې د ټي‌ټي‌پي غاړې ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر دې دمه د پاکستان پوځ او پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې بلې خپلواکې سرچینې د دغو ادعاوو پخلی کړی؛ خو په تېره یوه میاشت کې د یادو شویو سیمو څخه د تاوتریخوالي ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.