• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځانګړې محکمه: عمران خان د دولتي راز په افشا کولو سره د پاکستان او امریکا اړیکي زیانمن کړل

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۰

د پاکستان ځانګړې محکمه وايي؛ د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان د دولتي راز په افشا کولو سره د امریکا او اسلام اباد اړيکي خراب او د خپل هېواد اقتصاد، سیاست او ډېپلوماسۍ ته یې زیان ورساوه.

عمران خان دوه ورځې مخکې د دې راز د بربنډولو له امله مجرم وپېژندل او په لس کاله بند محکوم شو.

د دې دوسیې په برخه کې ځانګړې محکمې د پنجشنبې په ورځ خپله پرېکړه په ۷۷ مخیز راپور کې خپره کړه.

په راپور کې ویل شوي: «ښکاره خبره ده چې عمران خان د دولتي راز بربنډولو سره په اقتصاد، سیاست او ډېپلوماستۍ کې سخت تاوان ورساوه. ور سره د پاکستان اقتصاد کمزوری شو او په نتیجه کې یې ملي امنیت سخت اغېزمن شو.»

د دې راپور له مخې؛ د عمران خان دغه دولتي راز پر ښکاره کولو سربېره، لاس پکې وهلی او هم یې ناسم او د ځان په ګټه کارولی، ځکه یې د قانون له مخې په دې برخه کې څلور جرمه کړي دي.

عمران خان دا راز د دې ثبوت بولي چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته مسکو ته د نوموړي په سفر پسې امریکا او د پاکستان پوځي جنرالانو د دسیسې جوړولو سره پر ۲۰۲۲ کال کې د نوموړي حکومت وپرځاوه.

د عمران خان وکیل انتظار پنجوته د محکمې نوې پرېکړې ناسمه بولي او وايي؛ ستره محکمه کې به پاېښت ونه مومي.

پخوانی لومړی وزیر نواز شریف او لور یې مریم نواز هم د ورته تورونو له امله د ۲۰۱۸ کال تر ټاکنو مخکې بندي شول او شنونکي وايي، چې د دوی بند د عمران خان له بري سره مرسته وکړه.

د دوی په باور اوس د عمران خان بندي کېدل له نواز شریف سره په راتلونکو ټاکنو کې د بري چانس ډېروي.

دغو دواړو مشرانو د پاکستان پوځ د دوی پر ضد پر دوسیو جوړولو تورنوي؛ خو پوځ دا تورونه ردوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: د بلوچستان په کوئټه ښار کې زوروه چاودنه شوې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۵ GMT+۰

د بلوچستان په مرکز کوئټه ښار کې د یوې چاودنې له امله تر اوسه پورې یو تن ولسي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې دغه چاودنه د کوئټې ښار په سپینې سړک سیمه کې شوې.

د چاودنې غږ نن پنجشنبه د (سلواغې ۱۲مه) غرمه مهال د کوټې ښار په دغه سیمه کې تر لرې ځایونو اورېدل شوی.

تر اوسه پورې د چاودنې ډول نه دی معلوم. خو په خپرو شویو انځورونو کې داسې ښکاري چې د سړک تر غاړې ځای پر ځای شوی بم به وي.

تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسووليت په غاړه نه دی اخیستی.

وړمه ورځ هم د بلوچستان په سیبۍ سیمه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د ټاکنیز کمپاین پر موټریز کاروان د سړک غاړې بمي چاودنه شوې وه چې مرګ ژوبله یې اړولې وه.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د اعلان شوې نیټې له مخې په دغه هیواد کې ټول ټاکنو ته اېله یوه اوونۍ پاتې ده خو په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې امنیتي حالت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي.

تر دې وړاندې په سند او بلوچستان ایالتونو کې د داعش وسله والې ډلې له لوري په دیوالونو شپې پاڼې نښول شوې وې او خلکو ته یې په ټاکنو کې د ګډون له امله ګواښونه کړي و.

په پاکستان کې د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال د شویو بریدونو او چاودنو د ډیریو پیښو مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

ټي‌ټي‌پي:تېره یوه میاشت کې مو د ۷۵ بریدونو په ترڅ کې ۱۶۰ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۰

د پاکستان د طالبانو تحریک په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان کال په لومړۍ میاشت کې یې د ۷۵ بریدونو په ترڅ کې د پوځ او پولیسو ۱۶۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې ډلې په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه یې د ډېره اسماعیل خان، ټانک، جنوبي وزیرستان، بنو، پېښور، کوهاټ، ملاکنډ، باجوړ او د کویټې په کلای عبدالله کې کړي او د دوی په خبره چې د پاکستان پوځ او پولیسو ته یې د درنې مرګ ژوبلې تر څنګ د هغوی وسلې او موټرې هم ویجاړې کړې دي.
په خبرپاڼه کې د دغو بریدونو بڼو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې دغه بریدونه د لایزر، تعارضي، لاسي بمونو، هدفي موخې، ځوابی بریدونه، د توعندیو توغول او د خرپ او ترپ په بڼو ترسره شوي چې له امله یې ۷۰ تنه وژل شوي او ۹۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

100%


په خبرپاڼه کې د وژل شویو او ټپیانو په اړه ویل شوي، چې ۷۱ تنه یې د پوځ، ۴۴ یې پولیس، ۳۵ یې سیمه‌ییز ځواکونه یا اېف سي او ۱۰ تنه نور یې خفیه پولیس وو.
دا رنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې دغې ډلې یو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.
دغې ډلې دا رنګه ویلي، چې دوی به په راتلونکو میاشتو کې د خپلو بریدونو لړۍ روانه ساتي او جګړه به تر پخوا لا زیات زور واخلي؛ خو په دغې خبرپاڼه کې د ټي‌ټي‌پي غاړې ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر دې دمه د پاکستان پوځ او پولیسو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې بلې خپلواکې سرچینې د دغو ادعاوو پخلی کړی؛ خو په تېره یوه میاشت کې د یادو شویو سیمو څخه د تاوتریخوالي ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

داعش په باجوړ کې ټاکنو ته د نوماند رېحان زېب د وژنې مسوولیت واخیست

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۰

د اسلامي دولت - خراسان (داعش) ډلې په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې ټاکنو ته د نوماند ریحان زېب د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست.

ریحان زېب نن د پښتونخوا باجوړ ته د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره روان و، چې وسلوالو د صدیق اباد پاټک کې پرې برید وکړ.

ځايي رسنۍ د پولیسو په حواله وايي، په برید کې ریحان او درې ملګري یې ټپیان شوي وو، خو ریحان وروسته روغتون کې مړ شو.

ریحان زېب پخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی و؛ خو د ګوندي ټاکنیز کارت د نه تر لاسه کولو له امله له اتمې ټاکنیزې حوزې څخه قومي اسمبلۍ (جرګه) او له ۲۲مې څخه صوبایي اسمبلۍ ته خپلواک نوماند و.

په وروستیو کې په باجوړ کې یو شمېر قومي مشران، دیني علماء او سیاستوال په نښه شوي، چې د ځینو پېښو مسوولیت د داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

امریکا په ترکیه او لبنان کې پر یوه شخص او درېیو بنسټونو بندیزونه ولګول

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په ترکیه او لبنان کې پر یو کس او درېیو بنسټونو د سپاه پاسداران قدس ځواک او حزب الله سره د مالي تمویل په تور بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه تازه بیان کې اعلان کړی، چې دغو بنسټونو د سوریې د حکومت په ګډون پر بېلابېلو خواو د ایراني توکو له خرڅلاو څخه سلګونه میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د دغه وزارت په وینا؛ د دغو راکړو - ورکړو ګټه د قدس ځواک او د لبنان د حزب الله په تمویل کې کارول شوې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د خزانې وزارت یوه چارواکي رویټرز او سي این این ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د ایران په ملاتړ وسلوالې ډلې د خپلو بریدونو د تمویل لپاره د عراق له مالي سیستم څخه کار اخلي.

دغه چارواکي ويلي، چې دوی په حساسو شرایطو کې دي او له معلوماتو وروسته به د دې وسلوالو ډلو د مالي مسالو په باب پرېکړه کوي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون په باجوړ کې د دوو ټاکنیزو حوزو ټاکنې وځنډولې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۰

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی، چې د قامي او صوبايي جرګې د نوماند ریحان زېب د وژل کېدو له امله د خیبر پښتونخوا د باجوړ د اتمې او ۲۲مې حلقې ټاکنې وځنډېدې.

ریحان زېب نن د پښتونخوا باجوړ ته د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره روان و، چې وسلوالو پرې صدیق اباد پاټک کې پرې برید وکړ.

تر اوسه کومې ډلې پر نوموړي د برید مسوولیت نه دی منلی.

ځايي رسنۍ د پولیسو په حواله وايي، په برید کې ریحان او درې ملګري یې ټپیان شوي وو؛ خو ریحان وروسته روغتون کې مړ شو.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون په اعلامیه کې پر حکومت غږ کړی، چې د ریحان زېب د وژنې قضیه دې وڅېړي او په اړه دې د ټاکنو کمېسیون ته معلومات ورکړي.

ریحان زېب پخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی و؛ خو د ګوندي ټاکنیز کارت د نه تر لاسه کولو له امله له اتمې ټاکنیزې حوزې څخه قومي اسمبلۍ (جرګه) او له ۲۲مې څخه صوبایي اسمبلۍ ته خپلواک نوماند و.

د پاکستان ټولټاکنې اته ورځې وروسته دي چې پکې د دغه هېواد پارلمان یا قامي اسمبلۍ او صوبايي پارلمان ته غړي ټاکل کېږي.