• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بشرا بي‌بي له اډياله زندانه په کور کې د نظر بند په موخه بني ګاله ته ولېږدول شوه

۱۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۱۱ GMT+۰

بني ګاله ته د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان مېرمن بشرا بي‌بي د لېږلو پرېکړه د امنیتي لاملونو له کبله شوې ده. محکمې تېره ورځ عمران خان او بشرا بي‌بي ته د توشه خانې یا د دولتي ډالیو د پلورلو په قضیه کې د ۱۴ کاله بند او ۷۸۷ مېلیونه پاکستاني روپیو جریمې سزا واوروله.

د دې ترڅنګ دواړه تر راتلونکو لسو کلونو له سیاسي څوکیو هم بې برخې ګرځول شوي دي.

بشرا بي‌بي د ۱۴ کلونو بند سزا تر اورېدو وروسته په خپله خوښه یې د راولپنډۍ اډیاله زندان کې د احتساب محکمې ته ځان وسپاره.
بشرا بي‌بي د اډیاله زندان په غوښتنه د عمران خان استوګنځي بني ګاله ته لېږدول شوې ده.

د ځینو رسنیزو سرچينو په خبره، د اسلام اباد پوليس له بني ګاله بهر د هغې د ساتلو دنده پر غاړه لري.

بلخوا د وروستيو امنيتي اندېښنو له کبله د پوليسو له‌خوا د اډياله زندان په شاوخوا کې کوټلي امنيتي ګامونه اخیستل شوي او د زندان په شاوخوا کې اضافي امنیتي ځواکونه هم ځای پر ځای شوي دي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۳

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

داعش په باجوړ کې ټاکنو ته د نوماند رېحان زېب د وژنې مسوولیت واخیست

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۴۹ GMT+۰
داعش په باجوړ کې ټاکنو ته د نوماند رېحان زېب د وژنې مسوولیت واخیست
100%

د اسلامي دولت - خراسان (داعش) ډلې په یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې ټاکنو ته د نوماند ریحان زېب د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست.

ریحان زېب نن د پښتونخوا باجوړ ته د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره روان و، چې وسلوالو د صدیق اباد پاټک کې پرې برید وکړ.

ځايي رسنۍ د پولیسو په حواله وايي، په برید کې ریحان او درې ملګري یې ټپیان شوي وو، خو ریحان وروسته روغتون کې مړ شو.

ریحان زېب پخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی و؛ خو د ګوندي ټاکنیز کارت د نه تر لاسه کولو له امله له اتمې ټاکنیزې حوزې څخه قومي اسمبلۍ (جرګه) او له ۲۲مې څخه صوبایي اسمبلۍ ته خپلواک نوماند و.

په وروستیو کې په باجوړ کې یو شمېر قومي مشران، دیني علماء او سیاستوال په نښه شوي، چې د ځینو پېښو مسوولیت د داعش وسلوالې ډلې پر غاړه اخیستی دی.

امریکا په ترکیه او لبنان کې پر یوه شخص او درېیو بنسټونو بندیزونه ولګول

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۳ GMT+۰
امریکا په ترکیه او لبنان کې پر یوه شخص او درېیو بنسټونو بندیزونه ولګول
100%

د امریکا د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په ترکیه او لبنان کې پر یو کس او درېیو بنسټونو د سپاه پاسداران قدس ځواک او حزب الله سره د مالي تمویل په تور بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه تازه بیان کې اعلان کړی، چې دغو بنسټونو د سوریې د حکومت په ګډون پر بېلابېلو خواو د ایراني توکو له خرڅلاو څخه سلګونه میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د دغه وزارت په وینا؛ د دغو راکړو - ورکړو ګټه د قدس ځواک او د لبنان د حزب الله په تمویل کې کارول شوې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د خزانې وزارت یوه چارواکي رویټرز او سي این این ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د ایران په ملاتړ وسلوالې ډلې د خپلو بریدونو د تمویل لپاره د عراق له مالي سیستم څخه کار اخلي.

دغه چارواکي ويلي، چې دوی په حساسو شرایطو کې دي او له معلوماتو وروسته به د دې وسلوالو ډلو د مالي مسالو په باب پرېکړه کوي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون په باجوړ کې د دوو ټاکنیزو حوزو ټاکنې وځنډولې

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۰
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون په باجوړ کې د دوو ټاکنیزو حوزو ټاکنې وځنډولې
100%

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی، چې د قامي او صوبايي جرګې د نوماند ریحان زېب د وژل کېدو له امله د خیبر پښتونخوا د باجوړ د اتمې او ۲۲مې حلقې ټاکنې وځنډېدې.

ریحان زېب نن د پښتونخوا باجوړ ته د خپل ټاکنیز کمپاین لپاره روان و، چې وسلوالو پرې صدیق اباد پاټک کې پرې برید وکړ.

تر اوسه کومې ډلې پر نوموړي د برید مسوولیت نه دی منلی.

ځايي رسنۍ د پولیسو په حواله وايي، په برید کې ریحان او درې ملګري یې ټپیان شوي وو؛ خو ریحان وروسته روغتون کې مړ شو.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون په اعلامیه کې پر حکومت غږ کړی، چې د ریحان زېب د وژنې قضیه دې وڅېړي او په اړه دې د ټاکنو کمېسیون ته معلومات ورکړي.

ریحان زېب پخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړی و؛ خو د ګوندي ټاکنیز کارت د نه تر لاسه کولو له امله له اتمې ټاکنیزې حوزې څخه قومي اسمبلۍ (جرګه) او له ۲۲مې څخه صوبایي اسمبلۍ ته خپلواک نوماند و.

د پاکستان ټولټاکنې اته ورځې وروسته دي چې پکې د دغه هېواد پارلمان یا قامي اسمبلۍ او صوبايي پارلمان ته غړي ټاکل کېږي.

د پاکستان ولسمشر په دغه هېواد کې د ۵۰ زره نورو ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه وکړه

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۹ GMT+۰
د پاکستان ولسمشر په دغه هېواد کې د ۵۰ زره نورو ښوونځیو د جوړېدو غوښتنه وکړه
100%

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په دغه هېواد کې د بې ښوونځیو ماشومانو لپاره د ۵۰ زره نورو ښوونځیو د جوړولو غوښتنه وکړه.

عارف علوي دا خبره د چهارشنبې په ورځ د اسلام اباد کې د علامه اقبال پرانیستي پوهنتون کې یوې غونډې ته په وینا کې وکړه

علوي وویل؛ زموږ شاوخوا ۴۵ سلنه ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي، چې ۶۰ میلیونه کېږي.

هغه وويل، چې په هېواد کې ٢٥٠ زره جوماتونه شته، چې له ښوونځیو څخه د محرومو ماشومومانو د زکړې لپاره کارېدلی شي.

تېر کال په پاکستان کې له ښوونځي د بې برخې ماشومانو شمېر ۲۳ میلیونه ښودل شوی و؛ خو سږ کال دا شمېر درې میلیونه نور هم ډېر شوی دی.

امریکا له عراقه غوښتي چې د ایران ملاتړو وسله والو ډلو په اړه معلومات ور کړي

۱۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳۱ جنوری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۰
امریکا له عراقه غوښتي چې د ایران ملاتړو وسله والو ډلو په اړه معلومات ور کړي
100%

د امریکا د خزانې وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، هېواد یې تمه لري چې د عراق حکومت له امریکا سره د ایران ملاتړو وسله والو ډلو د عملیاتو په اړه هر ډول معلومات شریک کړي.

نوموړي رویټرز او سي این این ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د ایران په ملاتړ وسلوالې ډلې د خپلو بریدونو د تمویل لپاره د عراق له مالي سیستم څخه کار اخلي.

دغه چارواکي ويلي، چې دوی په حساسو شرایطو کې دي او له معلوماتو وروسته به د دې وسلوالو ډلو د مالي مسالو په باب پرېکړه کوي.

په دې وروستیو کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي ای اې مشر ویلیم برنز په "فارن افییرز" مجله کې په یوه یادښت کې لیکلي، چې په غزه کې روان کړکېچ او د اسراییل او حماس تر منځ جګړې ایران "ډېر زړور" کړی دی.

هغه د سیمې په هېوادونو باندې د ایران حملو او د امریکا په اډو باندې د ایران د نیابتي ډلو حملو ته په اشارې ټینګار وکړ، چې د اسراییل او سیمې د امنیت لپاره له ایران سره مناسب چلند کول پکار دي.

د تېرې یکشنبې په سهار وختي د سوریې، عراق او اردن په سرحد کې د امریکا اډه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شوه او په همدې ورځ امریکا اعلان وکړ، چې په برید کې ۳ امریکایي سرتېري وژل شوي او په لسګونه ټپیان شوي دي.

پنټګان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په اردن کې پر امریکايي اډې په برید کې د ایران له ملاتړه برخمنې د عراق د کتاب حزب الله ډلې نښې لیدل کېږي.

د پنټګان ویاندې سبرینا سېنګ په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې ایران د هغو ډلو ملاتړ کوي، چې پر امریکايي ځواکونو بریدونه کوي.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم ټینګار کړی: «موږ د تاوتریخوالي پلویان نه یو؛ خو د ځان او خپلو ځواکونو د ساتنې لپاره هر هغه څه ته چې اړتیا وي ترسره به یې کړو.»