د واورې ورښت له امله د افغانستان ځینې لویې لارې د ترافیکو پر مخ وتړل شوې

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۱۴

د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې د واورې ورېدو له امله يو شمېر لويې لارې د ترافيکو پر مخ وتړل شوې.

د سیمه ییزو رسنیو راپور ښيي چې د سالنګ، د کابل – غور لاره، شاتو کوتل او د بامیان او دایکندي مواصلاتي لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

د سالنګ لویه لار چې څو ورځې وړاندې پرانیستل شوې وه، د سلواغې په ۱۴ مه سهار د سختو واورو او توپان له امله د ټرافیکو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګ چارواکو له مسافرو غوښتي چې دا مهال پر دې لار له تګ راتګ ډډه وکړي.

سالنګ د افغانستان یوه له مهمو لویو لارو څخه ده چې ۹ شمالي او شمال ختیځ ولایتونه او څلور سوداګریز بندرونه له کابل سره نښلوي.

باختر اژانس د طالبانو ترکنټرول لاندې د فوايد عامې وزارت د دغې ډلې د مسوولينو له خولې خبر ورکړ چې د شنبې ورځې واورې ورښت د غور-کابل لويه لاره او دغه راز له مرکز سره د غور ولایت د شپږو ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې دي.

دغه راز د دايکنډي – کابل کوتل قوناق لاره، د سنګ تخت او بند، خدير، اشترلي، کيتي، کجران، شهرستان او ميرامور ولسواليو لارې د شنبې په ورځ د سهار له څلورو بجو راهيسې د ترافيکو پرمخ تړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ