• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر د هلمند د تخصصي مدرسې لپاره له استادانو امتحان واخیست

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زدکړو سرپرست وزير ندامحمد نديم په مشرۍ کمېټې د هلمند د یوې تخصصي مدرسې لپاره د استادانو د ګمارلو ازموینه واخيسته. د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د اعلامیې له مخې، نوموړي نن دې ازموینې سره د دغه دیني مرکز لپاره «تکړه او با استعداده استادان وګومارل.»

د طالبانو مشر په دې وروستیو کې له مدرسو د فارغانو د تخصص لپاره په هلمند، کندهار، کابل، هرات، پکتیا، ننګرهار، او کندوز کې تخصصي مدرسې منظورې کړې.

دې تخصصي مدرسو کې چې طالبان ورته دیني جامعې وایي، له مدرسو فارغ زدکوونکي په مختلفو دیني برخو کې تخصص کوي.

طالبانو په واکمنېدو سره په ټولو ولایتونو کې مدرسو جوړولو ته مخه کړې او ویل کېږی اوس د دې مدرسو شمېر تر شل زرو اوښتی دی.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلتوال: که مو تر راتلونکو څلورو ورځو غوښتنې و نه منل شي په ټاکنو کې ګډون نه کوو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۰
د چمن پرلتوال: که مو تر راتلونکو څلورو ورځو غوښتنې و نه منل شي په ټاکنو کې ګډون نه کوو
100%

د چمن پرلتوال چې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې یې پرلت وهلی وايي، که یې غوښتنې و نه منل شي د ټولو دولتي ادارو مخې ته به پرلت ووهي او په ټاکنو کې به ګډون نه کوي.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د اوږده مهال پرلت ګډونوال د هرې ورځې په تېرېدو زغم له لاسه ورکوي.

د چمن پرلتوالو د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۱۵مه) پرېکړه وکړه چې که غوښتنې یې و نه منل شي په پاکستان د روانې فبرورۍ میاشتې په اتمه په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د دغه پرلت سرلاری غوث الله اڅکزي د پرلت وهلو په ۱۱۴ ورځ پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې، د پاکستان حکومت په ګډون چمن د یو شمیر مشرانو، سیاسيون او دیني عالمانو له لوري تېر ایستل کیږي.

نوموړی وايي که تر راتلونکو درېیو ورځو د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله نه کړي په ټاکنو کې به ګډون و نه وکړي: «که د فبروري تر اوومې نیټې زموږ غوښتنې و نه منل شي او دروازه د پخوا په څېر په عادې ډول خلاصه نه شي موږ په ټاکنو کې برخه نه اخلو. په هغه ورځ بیا د پوځ د کلا مخې ته، د ګمرک مخې ته او د نورو دولتي ادارو مخې ته کنټینرونه ږدو او پرلت وهو.»

دغه پرلتوال وايي له تېرو نږدې څلور میاشتې راهیسې یې ټول کاروبار بند دی او دلته ځايي خلکو او سوداګرو ته سخت مالي زیان اوښتی دی.

پرلتوال وايي، د ژوند تر ورستیو شېبو د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ جبري کېدو د پرېکړې په وړاندې په کلکه دریږي.

د یاد پرلت غړی قاري امداد الله وايي: «موږ د پاکستان په جغرافیه يي بېلابېل او د پاکستان د پوځ په فرمایش قانون نه منو. موږ خپل د ژوند کولو حقوق غواړو. موږ دې څوک نه مجبوروي چې دا امن لرونکی پرلت مات کړو او په چمن ښار کې په ګډوډیو لاس پورې کړو.»

د چمن پرلتوال وايي په تېرو لسو ورځو کې د پرلت په استازیتوب یو شمېر کسانو په اسلام اباد کې له حکومت سره د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصېدو په تړاو خبرې کړې خو پایله یې منفي وه.

بدخشان کې طالبان وايي، په دغه ولایت کې د واورې ښوېدو په پېښه کې درې تنه مړه شوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۷ GMT+۰
بدخشان کې طالبان وايي، په دغه ولایت کې د واورې ښوېدو په پېښه کې درې تنه مړه شوي
100%

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قوماندانۍ چارواکي وايي د دغه ولايت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د واورې ښوېدو په پېښه کې درې تنه مړه شوي. ويل کیږي تر واورو لاندې د مړو شویو جسدونه د سیمې خلکو په هڅو را ایستل شوي دي.

د طالبانو تر لاس لاندې ملي ټلویزیون نن یک شنبه د(سلواغې ۱۵مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې بدخشان کې د درنې واورې تر ورېدو وروسته د واورې ښوېدنې دغې پېښې درې تنه مړه کړي دي.

تر دې وړاندې طالبانو په ټول افغانستان کې د ځینو لویو لارو د بندېدو خبر ورکړی و خو تازه د دغې ډلې د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سالنګ لویه لاره یې د وړو موټرو پر مخ پرانیستې ده.

دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ډیرې او واورې او چټک باد له امله دغه لاره تېره ورځ سهار تړل شوې وه او نن سهار یک شنبه (سلواغې ۱۵مه) بیرته پرانیستل شوه.

په افغانستان کې د ژمي پر مهال د سختو واورو او یخنۍ له امله په غرونو کې غځېدلې لویې لارې تل د ټرافیکو پر مخ تړل کیږي او د لرو پرتو سیمو خلک د خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو له کمښت سره مخ کیږي.

ډیر کله داسې هم کیږي چې د واورې ښوېدو په پېښو کې خلکو ته مرګژوبله هم اوړي او مالي زیانونه ور رسیږي.

ملګرو ملتونو اټکل کړی چې روان ژمی به په افغانستان میلیونونه وګړي د خوراکي او سون توکو له نشت سره مخ شي او د دوی ژوند به وګواښل شي.

افغان سندرغاړي امیرجان صبوري په ازبکستان کې د طالب ډیپلوماټ د پېژندنې مراسمو کې ګډون وکړ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۳۳ GMT+۰
افغان سندرغاړي امیرجان صبوري په ازبکستان کې د طالب ډیپلوماټ د پېژندنې مراسمو کې ګډون وکړ
100%

د افغانستان پیژندل شوي موسیقار او سندرغاړي امیرجان صبوري په ازبکستان کې د افغانستان سفارت ته د طالب ډیپلوماټانو د پیژندنې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په هغو انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي ښيي چې، ښاغلى صبوري په تاشکند کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو د سرپرست مغفور الله شهاب تر څنګ ليدل کېږي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د (سلواغې۱۳مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان سفارت د سرپرست په توګه د دغې ډلې د کانونو وزیر شهاب الدین دلاور زوی مغفور الله شهاب وټاکه.

ښاغلي صبوري د طالب ډیپلوماتانو د پیژندنې په مراسمو کې داسې مهال ګډون وکړ چې دغې ډلې په افغانستان کې واک ته تر رسېدو وروسته یو ځل بیا پر موسیقۍ بندیز لګولی.

100%

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو یو شمېر سیمه ییز هنرمندان وهلي او په ځینو پیښو کې یې د موسیقۍ الې سوځولې دي.

طالبانو په رسنیو، ودونو او موټرونو کې د موسیقۍ غږول بند کړي دي او د دغې ډلې امربالمعروف وزارت محتسبانو په تکراري ډول له خلکو غوښتي چې موسیقي ته غوږ و نه نیسي.

امیرجان صبوري یو پېژندل شوی افغان هنرمند دی چې اوسمهال په ازبکستان کې ژوند کوي. هغه د موسیقۍ څو البومونه لري او د یو شمیر هنرمندانو لپاره یې سندرې جوړې کړې.

طالبان له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن دي او یو شمېر هنرمندانو او فرهنګي بنسټونو د طالبانو داسې کړنې په ځانګړې توګه پر موسیقۍ بندیز غندلی دی.

ښاغلي صبوري د طالبانو د ډیپلوماټانو د پیژندلو په مراسمو کې د خپل شتون په اړه څه نه دي ويلي.

طالبان وايي، ملګرو ملتونو ورته د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۰
طالبان وايي، ملګرو ملتونو ورته د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما مشرې رزا اوتونبایوا طالبانوته د دوحې په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

عبدالقهار بلخي وايي، چې مېرمن اوتونبایوا د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خوا پر اکس خواله رسنۍ خپره شوې راغلي، چې مېرمن اوتونبایوا او امیرخان متقی د وروستیو ډیپلوماټیکو پرمختګونو، د دوحې د راتلونکې غونډې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي، سینیرلي اوغلو، د راپور په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، امیر خان متقي له مېرمن اوتنبایوا غوښتي چې په دوحه کې د راتلونکې غونډې د اجنډا او جوړښت په اړه ډېر معلومان ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې ویلي، چې د همدغو څرګندونو پر بنسټ به دا ډله دوحې ته د خپل پلاوي د سفر په اړه پرېکړه وکړي.

د افغانستان په اړه د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو له "خپلواکې ارزونې او سپارښتنو" وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جدي په اتمه یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د ښاغلي سینیرلي اوغلو په راپور کې په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د "بشپړ ادغام" لپاره د یوې "لارې" جوړول او د وړاندیزونو د تطبیق لپاره د څارنې د میکانیزم د جوړولو طرحه وړاندې شوې ده.

دغه پریکړه لیک د امنیت شورا غړي او نور سیمه ییز او نړۍوال اړخونه د سینیرلي اوغلو د وړاندیزونو پلي کولو ته وهڅول او په ورته وخت کې یې د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه وکړه.

خو له دغه پرېکړه لیک وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل "غیر ضروري" بللې او ویلي یې دي، چې د دغه پرېکړه لیک په تصویب کې له طالبانو سره مشوره نه ده شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک په اړه د دې ډلې دریځ اعلان کړی او د امنیت شورا او طالبانو ترمنځ یې د رغنده خبرو اترو غوښتنه کړې.

یوه فرانسوۍ ښځه او د هغې افغان خاوند د دوو ماشومانو د سنتولو له امله په بند محکوم شوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۰
 یوه فرانسوۍ ښځه او د هغې افغان خاوند د دوو ماشومانو د سنتولو له امله په بند محکوم شوي
100%

په فرانسه کې یوې محکمې، یوه فرانسوۍ ښځه او د هغې افغان خاوند افغانستان ته د دوو ماشومانو د وړلو او سنتولو له امله په لس میاشتو بند محکوم کړل.

په ۲۰۲۰ کال کې دغې مېرمنې خپل دوه زامن، چې عمرونه یې ۶ او ۱۰ کاله دي، د خپل پخواني خاوند له اجازې پرته، چې د دغو ماشومانو پلار دی، افغانستان ته وړي و.

فرانسې ته له ستنېدو وروسته، دغو دوو هلکانو شکایت کړی وو، چې په ناپاکو شرایطو کې سنت شوي دي. دوی ویلي، چې د غیر مسلکي کسانو له خوا د سنت کېدو له امله دوی فزیکي او رواني زیان رسول شوی دی.

د دغې ښځې مشر زوی د محکمې په غونډه کې ویلي، چې افغان پلار یې په افغانستان کې د اوسېدو پر مهال له هغه سره ناوړه چلند کړی دی.

محکمې، د خپلو ماشومانو ساتنې لپاره د دغې ښځې حق رد او خاوند یې هم د دریو کلونو لپاره له هغوی سره له لیدنې منع کړ.

همدا شان دغه جوړه هر یو ماشوم ته د لس زره یورو پر ورکولو محکومه شوي دي.