• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شهباز شریف: ټاکنو کې په ګډون سره خلک د خپل هېواد د راتلونکي په هکله فیصله کوي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۰ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ نواز ډلې یو مشر وايي، راتلونکو ټولټاکنو کې په ګډون سره به خلک د خپلې هېواد د راتلونکي پرېکړه وکړي. شهباز شریف نن لاهور کې خبری غونډې ته دا هم وویل، چې د ده په مشرۍ د ۱۳ ګوندونو په ایتلافي حکومت کې د فساد کچه له ۱۴۰ تر ۱۳۳ ته ټیټه شوه.

ښاغلي شریف دا هم وویل، چې د ده لومړي وزارت کې پاکستان له سختو سیلابونو سره مخ شو، خو ده یې ښه مدیریت وکړ.

د پاکستان ټاکنې راتلونکې پنجشنبه یا د فبرورۍ پر اتمه کېږي.

د دې ټاکنو مخکښ ګوندونه د نواز شریف او شهباز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز او د بلاول بوټو په مشرۍ پیلپز ګوند بلل کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د چمن پرلتوال: که مو تر راتلونکو څلورو ورځو غوښتنې و نه منل شي په ټاکنو کې ګډون نه کوو

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۰

د چمن پرلتوال چې له نږدې څلورو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې یې پرلت وهلی وايي، که یې غوښتنې و نه منل شي د ټولو دولتي ادارو مخې ته به پرلت ووهي او په ټاکنو کې به ګډون نه کوي.

د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ جبري کېدو په غبرګون کې د اوږده مهال پرلت ګډونوال د هرې ورځې په تېرېدو زغم له لاسه ورکوي.

د چمن پرلتوالو د یک شنبې په ورځ د (سلواغي ۱۵مه) پرېکړه وکړه چې که غوښتنې یې و نه منل شي په پاکستان د روانې فبرورۍ میاشتې په اتمه په ټاکنو کې ګډون نه کوي.

د چمن د لغړي اتحاد مشر او د دغه پرلت سرلاری غوث الله اڅکزي د پرلت وهلو په ۱۱۴ ورځ پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې، د پاکستان حکومت په ګډون چمن د یو شمیر مشرانو، سیاسيون او دیني عالمانو له لوري تېر ایستل کیږي.

نوموړی وايي که تر راتلونکو درېیو ورځو د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه بدله نه کړي په ټاکنو کې به ګډون و نه وکړي: «که د فبروري تر اوومې نیټې زموږ غوښتنې و نه منل شي او دروازه د پخوا په څېر په عادې ډول خلاصه نه شي موږ په ټاکنو کې برخه نه اخلو. په هغه ورځ بیا د پوځ د کلا مخې ته، د ګمرک مخې ته او د نورو دولتي ادارو مخې ته کنټینرونه ږدو او پرلت وهو.»

دغه پرلتوال وايي له تېرو نږدې څلور میاشتې راهیسې یې ټول کاروبار بند دی او دلته ځايي خلکو او سوداګرو ته سخت مالي زیان اوښتی دی.

پرلتوال وايي، د ژوند تر ورستیو شېبو د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ جبري کېدو د پرېکړې په وړاندې په کلکه دریږي.

د یاد پرلت غړی قاري امداد الله وايي: «موږ د پاکستان په جغرافیه يي بېلابېل او د پاکستان د پوځ په فرمایش قانون نه منو. موږ خپل د ژوند کولو حقوق غواړو. موږ دې څوک نه مجبوروي چې دا امن لرونکی پرلت مات کړو او په چمن ښار کې په ګډوډیو لاس پورې کړو.»

د چمن پرلتوال وايي په تېرو لسو ورځو کې د پرلت په استازیتوب یو شمېر کسانو په اسلام اباد کې له حکومت سره د سپین بولدک ـ چمن دروازې د خلاصېدو په تړاو خبرې کړې خو پایله یې منفي وه.

پښتون ژغورنې غورځنګ:د منظور پښتین د ناقانونه نیونې پر ضد مو د سپينې ماڼۍ مخې ته لاریون وکړ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د منظور پښتین د ناقانونه نیولو او په زندان کې یې د ځورولو په وړاندې د امریکا سپينې ماڼۍ مخې ته لاریون کړی. دغه غورځنګ وايي، راتلونکي اوونۍ به د امریکا په نورو ایالتونو او یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د منظور پښتین تر راخوشې کیدو لاریونونه روان وساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په امریکا کې د سپينې ماڼۍ مخې ته د شنبې په ورځ د (سلواغې۱۴مه) لاریون ترسره کړ.

دغه لاریون کوونکي وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور احمد پښتین سره د پنجاب په زندانونو کې غیرې انساني چلند او زور زیاتی کیږي او دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره نوموړی له زندانه ازاد کړي.

په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمېټې غړی حزب الله کاکړ وايي: «موږ مخکې هم د امریکا په نورو ایالتونو کې لاریونونه کړي دي او د منظور احمد پښتین تر راخوشي کېدو به بیا ځلې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو او اروپايي هیوادونو کې لاریونونه وکړو.»

څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو رسنیو ته ویلي و چې، ښاغلي منظور پښتین له زندانه یو لیک را استولی او په لیک کې یې لیکلي چې له نوموړي سره په زندان کې غیري انساني چلند کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین څو میاشتې وړاندې د بلوچستان پولیسو له لوري ونیول شو، او د اسلام اباد پولیسو ته تر سپارلو وروسته پر نوموړي د بېلابېلو تورونو لګولو له امله هغه په زندان کې اچول شوی.

عمران خان او مېرمن یې د ناقانونه واده کولو له امله په ۷ کاله بند محکوم شول

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۹ GMT+۰

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه میرمن بشرا خان د شنبې په ورځ د یوې محکمې لخوا په اوه کاله بند او جریمه محکوم شول. محکمې په ۲۰۱۸ کال کې د هغوی واده د عدت په وخت او ناقانونه بللی دی.

د عمران خان او بشرا بي بي خلاف دا کیس د مېرمن بشرا پخواني مېړه جوړ کړی او دعوه یې کړې وه چې د اسلامي شریعت د اصولو له مخې د طلاق ټکلی عدت پوره نه و او دوی واده وکړه.

په ځواب کې بشرا بي بي وايي چې پخواني مېړه یې خاور مانیکا پر ۲۰۱۷ کال طلاق ور کړی و او له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ کې واده وکړ.

دا په روانه اونۍ کې او د پاکستان پنجشنبې ورځې له ټولټاکنو وړاندې د عمران خان پر ضد د محکمې دریمه پریکړه ده. ښاغلی خان په دغو ټولټاکنو کې له ګډون منع شوی دی.‌

۷۱ کلن خان په دې وروستیو ورځو کې د دولتي رازونو د افشا کولو له امله په ۱۰ کاله بند او له خپلې همدې مېرمنې سره د بې قانونه واده او د دولتي سوغاتونو د پلورلو له امله په ۱۴ کاله بند محکوم شوی دی.

د عمران خان وکیلان وايي، چې هغه به په ټولو دغو قضیو کې د استیناف غوښتنه وکړي.

دا لا معلومه نه ده چې دا درې حکمونه به په یو وخت پلي کیږي که نه.

خان د راولپنډۍ ښار کې په زندان کې دی، خو د هغه میرمن به اسلام اباد سره نږدې د دوی په ماڼۍ کې خپله د زندان دوره تیروي.

عمران خان تر دې وړاندې د لسو کلونو لپاره د دولتي دندې له ترسره کولو منع شوی و.

د پاکستان دولتي رادیو: ماهرنګ بلوڅ بلوچستان کې نارامۍ او ګډوډۍ ته لمن وهي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۴۹ GMT+۰

د پاکستان دولتي رادیو وايي، بلوڅ فعاله ماهرنګ بلوڅ د ورکو کسانو په سیاست سره د بهرنیو ځواکونو په لارښوونه بلوچستان کې ګډوډۍ ته لمن وهي او د پرمختګ مخه یې نیسي. دا رسنۍ زیاتوي، مېرمن بلوڅ او د هغې په څېر نورو د انساني حقونو فعالانو د بلوچستان په مچ کې ترهګریزې پېښې ونه غندلې.

تېره دوشنبه مچ او کولپور کې وسلوالو پر پوځي مرکزونو برید وکړ چې تر سې شنبې روان و او ان چهارشنبه هم حالت عادي شوی نه و.

د پاکستان پوځ پرون وویل، د هغه برید د ۱۱ وسلوالو په ګډون یې په دغه صوبه کې په دریو ورځو کې ۲۴ وسلوال وژلي او په مقابل کې څلور پوځیان او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د بلوڅ ازادۍ پوځ په نوم وسلوالې ډلې د دې برید مسوولیت منلو سره ویلي و، چې تر پنځوسو امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا او نورې بلوڅ بېلتونپالې ډلې له کلونو راهیسې پاکستان له دې صوبې سره په دوه ګوني چلن او د زېرمو په لوټلو تورنوي او په مقابل کې تاوتریخوالی کوي.

پاکستاني چارواکي د بلوڅانو دا ډول تورونه ردوي او په دغه صوبه کې یې د پرمختګ خنډ بولي.

د پاکستان دولتي رادیو د مچ برید په یادولو سره وايي، چې پوځ ته یوه تسلیم شوي وسلوال سرفراز بنګلزي دا برید وغانده، خو ماهره بلوڅ ونه غانده.

د دې دولتي رادیو په راپور کې زیاته شوې: «اوس دا د ماهرنګ بلوڅ او ترهګرو عناصرو کار دی چې له طبیعي زېرمو د ډک او د پرمختګ په لار روان شوي بلوچستان ملاتړ کوي او که د دولت ضد ستراتیژي خپلولو سره د خلکو د پرمختګ خنډ کېږي.»

ماهرنګ بلوڅ د بلوڅانو د یووالي کمېټې مشره او د انساني حقونو فعاله ده، چې تر ډېره په بلوچستان کې د حکومت له خوا د ورکو بلوڅانو د موندلو هڅې کوي.

ماهرنګ بلوڅ څه غواړي؟

اسلام اباد کې بلوڅ پرلتوال د خپلو ورکو کسانو موندل غواړي
100%
اسلام اباد کې بلوڅ پرلتوال د خپلو ورکو کسانو موندل غواړي

ماهرنګ بلوڅ د تېر نومبر په ۲۳ د بلوچستان په تربت کې د یو ځوان بالاچ بلوڅ په وژلو پسې اول دغه سیمه کې پرلت وکړ او بیا یې کوټې ته ولېږداوه.

نوموړې خپل دغه پرلت د ډیسمبر پر شلمه تر اسلام اباد پرېس کلب ورساوه.

دوی په بلوچستان کې د سي،ټي،ډي یا ترهګرۍ ضد پولیسو د منحلولو، د ټولو " ورکو کسانو" خوشي کولو او د هغو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کوله، چې اسلام اباد کې پولیسو ونیول.

ماهرنګ بلوڅ د جنورۍ پر ۲۳ له هغه وروسته په اسلام اباد کې د پرلت ختمولو او د غورځنګ د پنځم پړاو پیلولو پرېکړه وکړه چې پرېس کلب ترې پولیسو ته شکایت وکړ.

له همدې پرېکړې وروسته ماهرنګ بلوڅ او ور سره نور فعالان بلوچستان ته ستانه شول او شنونکي په دې باور دي چې د وخت په تېرېدو سره یې ممکن امنیتي ځواکونه په یوه بله پلمه ونیسي.

پاکستاني او چینايي چارواکو په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اړتیا ټینګار وکړ

۱۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۲۹ GMT+۰

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي، چې په دې وزارت کې د لویدیځې اسیا او د افغانستان د برخې مسوول رحیم حیات قریشی په افغانستان کې د چین له ځانګړي استازې سره کتلي دي.

د دغه وزارت په وینا، دواړو لورو په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خپلو هېوادونو پر ژمنو ټینګار کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر اېکس خوالۍ رسنۍ لیکلي، چې دا لیدنه د جمعې په ورځ ترسره شوې ده. ښاغلي قریشي او یوشیایویونګ د سیمه ایز ثبات د تضمین لپاره د همغږۍ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار کړی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دواړو لورو په سیمه کې د سولې، ثبات او سوکالۍ په تامین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو پر حیاتي رول هم ټینګار کړی دي.