• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسي ستور مزلي په فضا کې د ډېر پاتې کیدو ریکارډ مات کړ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د روسیې فضايي اداره روسکوسموس وايی، روسي ستوز مزلي الګ کونوننکو په فضا کې تر ټولو اوږد وخت تیر کړی دی. روسکوسموس زیاتوي، په فضا کې د هغه ټول پاتې کیدلو موده د مسکو وخت نن په ۱۱:۳۰:۰۸ بجو ۸۷۸ ورځو ته ورسیده او دې سره یې پخوانی ریکارډ مات کړ.

ویل شوي چې په فضا کې د ښاغلي کونوننکو د پاتې کیدو موده به د روان کال د جون په پنځمه نیټه ۱۰۰۰ ورځو ته ورسیږي.

ګنادی پادالکا یو بل روسی ستور مزلی دی چې تر الګ کونوننکو مخکې يې 878 ورځې ، 11 ساعته ، 29 دقیقې او 48 ثانیې په فضا کې تیرې کړې.

په ورته وخت کې، الګ کونوننکو له نړیوال فضا سټیشن څخه په یوه مرکه کې د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي: "زه فضا ته د خوښې وړ کار لپاره تللی یم، ه د ریکارډونو جوړولو لپاره."

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د یمن حوثیان: د امریکا او برېتانیې بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۰

په یمن کې د حوثيانو ویاند اعلان وکړ چې امریکا او برېتانیې په تېرو څو ساعتونو کې د صنعا، حدیده، تعز، بیضا، حجه او صعده په ګډون د یمن په څو ښارونو ۴۷ هوايي بریدونه کړي دي. یحیی سریع ټینګار کړی چې دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شی.

امریکا او برېتانیې یو ځل بیا په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د یکشنبې په ورځ (د سلواغلې ۱۵مه) بریدونه وکړل.

د یوې ګډې خبرپاڼې له مخې په دغه برید کې د اسټرالیا، بحرین، ډنمارک، کاناډا، هالنډ او نیوزلنډ هېوادونو هم ملاتړ درلود.

په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه بریدونه په ۱۳ ځایونو کې د حوثيانو پر ۳۶ هدفونو ترسره شوی دی.

دا په یمن کې د حوثيانو پر مرکزونو د امریکا او برېتانیا دریم ځل ګډ بریدونه دي.

دا بریدونه د یمن د حوثيانو لخوا په سور سمندرګي او د عدن په خلیج کې پر کښتیو د بریدونو په غبرګون کې شوي دي.

امریکا او ملګري یې هیله لري چې په خپلو بریدونو سره د حوثیانو مخه ونیسي، خو دغې ډلې په وار وار ټینګار کړی چې په سور سمندرګي کې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

پښتون ژغورنې غورځنګ:د منظور پښتین د ناقانونه نیونې پر ضد مو د سپينې ماڼۍ مخې ته لاریون وکړ

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۵۹ GMT+۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي د منظور پښتین د ناقانونه نیولو او په زندان کې یې د ځورولو په وړاندې د امریکا سپينې ماڼۍ مخې ته لاریون کړی. دغه غورځنګ وايي، راتلونکي اوونۍ به د امریکا په نورو ایالتونو او یو شمیر اروپايي هیوادونو کې د منظور پښتین تر راخوشې کیدو لاریونونه روان وساتي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په امریکا کې د سپينې ماڼۍ مخې ته د شنبې په ورځ د (سلواغې۱۴مه) لاریون ترسره کړ.

دغه لاریون کوونکي وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور احمد پښتین سره د پنجاب په زندانونو کې غیرې انساني چلند او زور زیاتی کیږي او دوی غوښتنه کوي چې د پاکستان حکومت دې ژر تر ژره نوموړی له زندانه ازاد کړي.

په امریکا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي کمېټې غړی حزب الله کاکړ وايي: «موږ مخکې هم د امریکا په نورو ایالتونو کې لاریونونه کړي دي او د منظور احمد پښتین تر راخوشي کېدو به بیا ځلې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو او اروپايي هیوادونو کې لاریونونه وکړو.»

څو ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو رسنیو ته ویلي و چې، ښاغلي منظور پښتین له زندانه یو لیک را استولی او په لیک کې یې لیکلي چې له نوموړي سره په زندان کې غیري انساني چلند کیږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین څو میاشتې وړاندې د بلوچستان پولیسو له لوري ونیول شو، او د اسلام اباد پولیسو ته تر سپارلو وروسته پر نوموړي د بېلابېلو تورونو لګولو له امله هغه په زندان کې اچول شوی.

بایډن په سوېلي کارولینا کې د ډیموکراتانو خپلمنځي لومړنۍ ټاکنې وګټلې

۱۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۳۱ GMT+۰

جو بایډن په سوېلي کارولینا کې د ډیموکراتانو ګوند خپلمنځي لومړنیو ټاکنو ګټونکی شو. د راپورونو له مخې، د ۹۳.۳ رایو په شمېرلو سره، د متحده ایالاتو اوسني ولسمشر وکولی شول چې له خپلو دوو سیالانو ډین فیلیپس او ماریان ویلیمسن څخه په لوی توپیر ۹۶.۴ سلنه رایې، ترلاسه کړي.

دا د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د دغه ګوند د استازیتوب لپاره د ډیموکراټانو لومړنۍ رسمي سیالۍ وه.

جوبایډن په سوېلي کارولینا کې د دغه بري په مناسبت په یوه وینا کې د دغه ایالت خلکو ته لیکلي: «تاسو موږ ته د ولسمشرۍ د بیا ګټلو لپاره لاره هواره کړه او ډونالډ ټرمپ مو یو ځل بیا بایللو ته برابر کړ.»

دا په داسې حال کې ده چې، له ۱۹۷۶ کال راهیسې، د امریکا هیڅ دیموکراتیک ولسمشر د سوېلي کارولینا څخه د ولسمشرۍ په عمومي ټاکنو کې رایې نه دي ګټلې.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د روان کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.

هند له مالدیف نه خپل سرتیري اوباسي او پرځای یې ملکیان ځای پر ځای کوي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۷ GMT+۰

د مالدیف د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ ویلي، چې هند به د مې تر میاشتې پورې له مالدیف څخه خپل سرتیري وباسي. د هندي سرتیرو د وتلو پر سر موافقې د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې کړي دي.

د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي، په مالدیف کې دیره شاوخوا ۸۰ هندي سرتیرو پر ځای به ملکیان ځای پر ځای شي.

په داسې حال کې چې نړیوال قدرتونو د هند - آرام سمندر په سیمه کې د نفوذ لپاره هڅې کوي، هند او چین مالدیف ته مخه کړې، خو دغه هیواد بیا په دودیز توګه خپل ګاونډي هند ته نږدې پاتې شوی.

له مالي سره د نوي ډیلي اړیکې وروسته له هغه تتې شوې چې تیر کال محمد مویزو د مالدیف د ولسمشر په توګه وټاکل شو او ژمنه یې وکړه چې په خپل هیواد کې هند ته د لومړیتوب ورکولو پالیسي پای ته ورسوي.

ښاغلي مویزو د مارچ میاشتې تر ۱۵ مې نیټې پورې د هندي سرتیرو د وتلو غوښتنه کړې ده. دغه سرتیري د نوي ډیلي له خوا مالدیف ته د ورکړل شوو پوځي تجهیزاتو د استعمال لپاره د زده کړو ورکولو او په سیمه کې په بشري فعالیتونو کې د وڼډې اخیستو لپاره لیږل شوي وو.

د مالدیف چارواکي وايي، چې د هندي پوځیانو لومړۍ ډله به د مارچ په ۱۰ مه نیټه او پاتې به یې د مې میاشتې تر ۱۰ مې نیټې له دغه هیواده ووځي.

نوي ډیلي مالي ته دوه چورلکې او یوه الوتکه ورکړې چې تر ډیره د سمندري څارنې او ژغورنې عملیاتو لپاره د هندي ځواکونو په مشرۍ کارول کیږي.‌

په ترکیه کې له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته؛ زلزله ځپلو ته زرګونه نوي کورونه وسپارل شول

۱۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۳۷ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر تېر کال د زلزلې له امله بې کوره شوو ۷ زره او ۲۷۵ کورنیو ته د هغوی نوي کورونه وسپارل. رجب طیب اردوغان ویلي، چې ډېر ژر به ۴۰ زره نورو کورنیو ته هم نوي کورونه ورکړل شي.

په ترکیه کې د ۲۰۲۳ کال د فبروري د شپږمې نېټې زلزلې، ۱۱ ښارونه ویجاړ کړل او تر ۵۰ زرو ډیر کسان یې ووژل.

له زلزلې وروسته اردوغان ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۲۴ کال تر فبرورۍ میاشتې پورې به ۳۱۹ زره نوي کورونه او تر یوه کال وروسته به ټولټال ۶۸۰ زره کورونه جوړ کړي.

ښاغلي اردوغان په هاتاي ښار کې چې د زلزلې له امله تر ټولو دیر زیانمن شوی و، په یوه غوڼډه کې ویلي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به شاوخوا ۷۵ زره نور کورونه زیانمنو شوو کورنیو ته ورسپارل شي. هغه زیاته کړې، چې حکومت پلان لري چې سږ کال ټولټال ۲۰۰ زره کورونه زلزله ځپلو ته وسپاري.

د ترکیې د ښار جوړونې وزیر د جمعې په ورځ خبریالانو ته ویلي، چې د زلزلې په سیمو کې شاوخوا ۶۸۰ زره کورونه ویجاړ شوي وو. محمد اوزاسکي زیاته کړې، چې ۳۹۰ زره کورنیو د جوړو شویو کورونو د ترلاسه کولو لپاره نوم لیکنه کړې وه.

هغه وویل: "د ۲۰۰ زره اپارتمانونو د جوړولو لپاره داوطلبي پای ته رسېدلې او د ځینو د جوړولو چارې دوام لري، خو د ځینې کورونو جوړیدل بشپړ شوي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د شاوخوا ۱۰۰ زره اپارتمانونو لپاره د داوطلبۍ پروسه لاهم روانه ده."