یونیسېف: سږکال په افغانستان کې په خوارځواکۍ د ۸۱۵ زره اخته ماشومانو درملنه کوو
یونیسېف وایي، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو کې په سلو کې لس تنه یې په خوارځواکۍ اخته دي چې له دې سره له پنځو کالو څخه د کم عمر ۴۵ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
یونیسېف په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله د اخته ماشومانو د درملنې لپاره له ۳۳۰۰ څخه د زیاتو مرکزونو سره مرسته کوي.
د یونیسېف په وینا، دغه ماشومان تر ډېره د خوړو او د کافي تغذيې د نشتوالي له امله په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
دغه اداره وایي:« نږدې درېیمه برخه افغان ماشومان په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې د مور له شېدو تغذیه کېږي. د ککړو مایعاتو یا خوړو سره مخ کېدل هم ماشومان د ګواښونکو ناروغیو سره مخ کوي.»
یونیسېف وایي، چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ او نومبر ترمنځ په ټول افغانستان کې د ۶۶۵،۰۳۳ ماشومانو سره یې د خوارځواکۍ د درملنې په برخه کې مرسته کړې ده.