ایرانی استازی: که اړتیا شوه د غزې ملاتړ ته له افغانستانه د ځانمرګو بریدګرو لښکر ورځي

د افغانستان لپاره د ایران استازی وايي، که اړتیا پیدا شي، له غزې څخه د ملاتړ لپاره به له افغانستان څخه «له یوه زیات د استشهادي ځواکونو لښکر» واستوي. حسن کاظمي قومي د افق دولتي شبکې ته ویلي چې افغانستان له غزې لرې پروت دی، خو د «مقاومت ځواکونو» یوه برخه ده.





