د پاکستان د ټاکنو کمېسیون: د عمران خان پلویان د ۴۲ څوکیو په تر لاسه کولو مخکښ دي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۰

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر پلویان تر دې مهاله د ۴۲ څوکیو په تر لاسه کولو سره تر ټولو نورو ګوندونو مخکښ دي.

د پاکستان د ټاکنو د پایلو رسمي شمېرې ښيي، د عمران خان پلویان چې په خپلواکه توګه ټاکنو ته ولاړ وو، په پارلمان کې یې ۴۲ څوکۍ تر لاسه کړې دي.

تر اوسه د ۱۰۷ څوکیو لپاره رایې په ډاګه شوې او د ۱۵۸ نورو څوکیو برخلیک لا روښانه نه دی.
د نوازشریف په مشرۍ د مسلم لیګ ګوند د ۳۴ څوکیو په ګټلو سره دویم ځای خپل کړی او د پیپلز ګوند د ۲۷ څوکیو په خپلولو سره درېیم مقام لري.

نور خبرونه

رادیو