نن په کابل پوهنتون کې د ۳۳ ولایتونو ۱۳ زره ملایانو څخه د سویې ازموینه واخیستل شوه
دغه ازموینه چې خامسه او مافوق الثانویه (څوارلسم) په کچه له هغو طالبانو واخیستل شوه، چې تر دې وړاندې یې په دیني مدرسو کې زدهکړې کړې وې. د طالبانو تر کنټرول لاندې د ازموینو ملي اداره وايي، چې په دغې ازموینه کې شاوخوا ۱۳ زره کسانو برخه اخیستې وه؛ خو یوه نجلۍ هم په کې نه وه.
دغه اداره وايي، په دغې ازموینه کې چې هر چا پنځوس نومرې تر لاسه کړې، سمدلاسه د دوولسم او څوارلسم ټولګي د فراغت سندونه ورکړل کېږي.
په کابل کې یو شمېر ځوانانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبان د عصري علومو پر ځای دیني مدرسو ته زیاته پاملرنه کوي او د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرمختګ له پاره هیڅ ډول کار ته زړه نه ښه کوي.
تېره ورځ داسې راپورونه هم لاس په لاس کېده، چې ګواکې طالبانو د تخار ولایت ۱۳ تنه استادان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د خپلې ډلې طالبان ګومارلي دي.