ځايي پولیس: په خیبرپښتونخوا کې د وسله‌والو د برید له امله د یو پولیس په ګډون ۴ تنه وژل شوي

پولیس سرچینې وايي، نن سهار د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د وسله‌والو مخالفینو په برید کې د دوی یو پولیس افسر وژل شوی. دغې سرچینې د وژل شوي پولیس افسر نوم دین محمد شېراني یاد کړی او ویلي یې دي، چې وسله‌والو هغه مهال د پولیسو پر موټر برید کړی چې هغوی په سیمه کې ګزمه کوله.