• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پخواني لومړي وزیر په ټاکنو کې د خپلو پلویانو د بریالیتوب مبارکي ورکړې

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۹ GMT+۰

سره له دې چې لا تر اوسه په پاکستان کې د شویو ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې؛ خو د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر له زندانه د خپل ګوند د پلویانو د بري اعلان کړی دی.

په هغه ویدیویي پیغام کې چې نوموړي له زندانه خپور کړی، عمران خان خپلو پلویانو ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې ټول دې په ګډه د دغه ستر بري خوشالۍ ولمانځي.
په دغه پیغام کې عمران خان ویلي:« زه تاسو ټولو ته د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي درکوم. زما پر تاسو ټولو بشپړ باور و، چې تاسې به ټول د رای ورکولو مرکزونو ته ورځئ. تاسو زما باور پر ځای کړ او ستاسو برخې اخیستنې ټول حیران کړي دي. ستاسو د رایو له امله د لندن پلان ناکام شوی دی. زما هېوادوالو تاسو تاریخ بدل کړ، تاسو زما ویاړ یاست.»
ښاغلي عمران خان ویلي، چې د دوی لاره حقه ده او د پاکستان ولس یې هم پراخ ملاتړ کوي.
تر دې وړاندې د مسلم لیګ ګوند مشر نواز شریف هم خپلو پلویانو سره غږېدلی او دغه ټاکنې یې د پاکستان د ژغورلو له پاره اړینې بللې دي.

نوموړي سره له دې چې له نورو ګوندونو غوښتي، چې په شریکه دې ورسره حکومت جوړ کړي؛ خو بیا یې هم په باکستان کې د روغتیا، تعلیم او د خلکو په اقتصادی وضیعت کې د بدلون راوستو خبرې کړې دي.

هغه ویلي، چې په پاکستان کې به د تېلو او برېښنا په لګښتونو کې کمی راولي او د خلکو ورځني ژوند او د اقتصادي وضعیت ښه کولو ته به ډېره پاملرنه کوي.
سره له دې چې د پاکستان نورو ګوندونو لا تر اوسه داسې غونډې نه دي جوړې کړې؛ خو د یو شمېر راپورونو له مخې د پاکستان د پیپلز یا د خلکو د ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دا مهال لاهور ته رسېدلی او ښايي د مسلم لیګ ګوند له مشرانو سره د جوړ جاړي پر سر خبرې وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان پوځ وایي په بلوچستان کې د وروستیو مرګونو چاودنو طراح وژل شوی

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۱۰ GMT+۰

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر اعلان وکړ، چې په بلوچستان ایالت کې د وروستیو دوو خونړیو چاودنو طراح وژل شوی دی. د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې، ابو حمزه خراساني د داعش ډلې غړی و او د پاکستاني پوځیانو په عملیاتو کې ووژل شو.

د تېرې چهارشنبې په ورځ " کلای سیف الله" او "پشین" سیمو کې د ټاکنیزو نوماندانو دفترونو ته څېرمه چاودنو لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل.

د پاکستان د وسله والو ځواکونو د عامه اړیکو دفتر د معلوماتو له مخې، د داعش دغه غړی د امنیتي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې و او غوښتل یې، چې په بلوچستان ایالت کې نور بریدونه هم ترسره کړي.

د یاد دفتر خبرپاڼه زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو او اطلاعاتي ارګانونو د پر وخت او چټکو اقداماتو له امله، دغه کس په کلای سیف الله کې پیدا او وروسته بیا د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ووژل شو.

د چهارشنبې ورځ خونړۍ چاودنې د پاکستان له سرتاسري ټاکنو یوه ورځ مخکې وشوې. دغو چاودنو په پاکستان کې د ټاکنو د امنیت په اړه پراخې اندېښنې راوپارولې.

د پاکستان حکومت د ټاکنو په ورځ دغه هېواد کې د مخابراتي شبکو او انټرنیټ بندولو او همدارنګه له افغانستان او ایران سره د ګډو پولو د تړلو په ګډون، پراخ او بې ساري امنیتي تدابیر هم نیولي وو.

د روسیې یوې محکمې یوه ښځه د دویمې نړۍوالې جګړې یادګار ته د سپکاوي په تور بندي کړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۲۰ GMT+۰

د روسیې د څیړنیزې کمېټې سیمه ییزې څانګې د جمعې په ورځ وویل، د روسیې یوې محکمې یوه ۲۳ کلنه ښځه وروسته له هغه بندي کړه، چې د یوې ویډیو د ثبتولو پر مهال یې د دویمې نړۍوالې جګړې اړوند د «ستالینګراد په یوې مجسمې» ملنډې وهلې.

دغه ښځه چې نوم یې نه دی خپور شوی، ښایي د پنځو کلونو بند په سزا محکومه شي، که چیرې لګیدلی تور پرې ثابت شي. پر هغې تور دی چې د معلوماتو د خپرولو پر مهال یې پوځي ویاړونو ته په ښکاره توګه سپکاوی کړې.

په هغې ویډیو کې، چې د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې خپره شوې، دغه مېرمن "د مادر لینډ کالز" مجسمې لاندې ولاړه ده، خاندي او په خپلې سینې لاس وهي. دغه مجسمه یوه مېرمنه د تورې سره ښيي چې ۸۵ متره اوږده ده او تور رنګ لري.

د څیړنیزې کمېټي په وینا، دغې بندي شوې مېرمنې «غیر اخلاقي او نا سپیځلی عمل ترسره کړی او د لویې وطنپالې جګړې پر مهال یې د شوروي خلکو د استقامت سمبول ته سپکاوی کړی.»

د لوی وطنپالې جګړې اصطلاح روسیه د دویمې نړۍوالې جګړې لپاره کاروي.

د فاطمیون د وسله والو د جنازې مراسم د ایران په ورامین او مشهد کې ترسره شول

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۷ GMT+۰

ایراني رسنیو د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۰مه) په سوریه کې د فاطمیون د ډلې د وژل شویو وسله والو د جنازې د مراسمو یوه ویډیو خپره کړه چې په ورامین ښار کې ترسره شوې ده.

تر دې وړاندې د فاطمیون ډلې د پنځو غړو د جنازې لپاره د سلواغې په ۱۷مه نېټه په مشهد کې هم مراسم جوړ شوي وو.

په هغو انځورونو کې چې د جمعې د ورځې د جنازې له مراسمو څخه خپاره شوي، لیدل کیږي چې د وژل شوو کسانو خپلوان او کورنۍ د دوی پر تابوت ژاړي.

د فاطمیون ډلې د وژل شوو غړو د کورنیو د ماتم په اړه د خپرې شوې دغې نوې ویډیو د ثبت دقیقه نېټه معلومه نه ده.

د سپاه پاسداران اړوند رسنیو راپور ورکړی، چې د شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۴مه)په سوریه کې د امریکا د توغندیو په بریدونو کې د فاطمیون ډلې یو جګپوړی غړی او څو نور افغان جنګیالي وژل شوي دي.

د فاطمیون ډله یوه نیمه پوځي ځواک دی چې د قدس ځواک تر څارنې لاندې فعالیت کوي او ډېری غړي یې په ایران کې مېشت افغان کډوال دي.

قدس ځواک د سپاه پاسداران انقلابي څانګه ده.

دغه وسله وال په تېرو کلونو کې د بشار الاسد د حکومت په پلوۍ د سوریې د جګړې پر مهال دغه هېواد ته استول شوي وو.

په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان پخواني حکومت د ایران له اسلامي جمهوریت څخه وغوښتل چې د فاطمیون ډله منحل کړي.

هغه مهال چارواکو ټینګار کاوه چې په نیابتي جګړو کې د افغان مهاجرینو کارول له نړۍوالو قوانینو سره سمون نه لري.

د بشري حقونو څارونکو او فعالانو تل د ایران د اسلامي جمهوریت پر هغې کړنې نیوکه کړې چې په ایران کې د افغان کډوالو د اوسیدو له خرابو شرایطو څخه په ګټې اخیستنې سره، دوی د سوریې په شمول د سیمې جګړو ته د ګډون لپاره هڅوي.

د هند په شمال کې د یو جومات د نړولو په غبرګون کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰

د هند د شمالي اوتراکنډ ایالت په هالدواني ښار کې د یوه جومات د نړولو په غبرګونو کې د اعتراضونو له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي. هندي چارواکو ویلي، د دغه جومات جوړول نا قانونه وو.

پولیسو زیاته کړې، د یوه جومات او دیني مدرسې په ګډون یې یو شمېر نا قانونه ودانۍ هم ویجاړې کړې دي.

د چارواکو په وینا، وروستی اقدام د سترې محکمې د حکم پراساس شوی، چې سیمه کې د نا قانونه استوګن ځایونو ړنګول پکې راغلي دي.

په ورته وخت کې، ځايي خلک دا خبره ردوي او وايي، مخکې له دې چې محکمه د قضيې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي، جومات ويجاړ شوى دى. سیمه کې مېشت مسلمانان وايي، د نريندرا مودي په حکومت کې له دوی سره ناسم چلند کیږي.

د پنجشنبې په ماښام د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ په نښته کې سلګونه پولیس افسران او مظاهره کوونکي ټپیان شوي وو.

د دغو لاریونونو اړوند خپاره شوي انځورونه ښيي، چې مظاهره کوونکو موټرونه سوځولي او همدا راز یې پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کړي، چې پولیس یې په ځواب کې اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

له دې تاوتریخوالي وروسته پولیسو په دغه ځای کې ګرځبندیز هم اعلان کړی دی.

نواز شریف د حکومت جوړولو لپاره نورو ګوندونو ته بلنه ورکړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف نن خپلو پلویانو ته وینا نورو ګوندونو ته بلنه ور کړه چې حکومت ور سره جوړ کړي. د پاکستان د ټاکنو کمېسون وایي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان او خپلواک کاندیدان یې د ۸۱ څوکیو په ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکښ دي.

مسلم لیګ نواز هم د ۶۵ او پیپلز ګوند د ۵۱ څوکیو ګټلو سره دویم او دریم ځای لري.

ښاغلي شریف د رایو پایلو ته په اشاره په لاهور کې د خپلو پلویانو غونډه که وویل: “مونږ د حکومت جوړولو لپاره کافي رایې نه لرو، ځکه هغو نورو ګوندونو ته چې په دې ټاکنو کې بریالي شوي،‌ بلنه ورکوو چې مونږ سره متحد شي او یوځای حکومت جوړ کړو او یوځای پاکستان له ستونزو اوباسو.”

ښاغلي شریف په خپلو خبرو کې زیاته، «ټولو ګوندونو ته درناوی کوو او هغوی ته بلنه ورکوو چې راشي او د دغه زخمي پاکستان درملنه کې د ده ترڅنګ کیني.»

په پاکستان کې پرون ټاکنې تر سره شوې او د رایې اچونې بهیر تر بشپړېدو وروسته یې شمېر پیل شو، خو لا هم پوره پایلې نه دي اعلان شوې.

نوموړی دا هم وايي چې د حکومت جوړولو لپاره یې شهباز شریف ته دنده سپارلې چې د پیپلز ګوند له مشر اصف علي زرداري، د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل رحمان او د متحده عوامي غورځنګ له مشر خالد مقبول صدیقي سره د تماس ونیسي.

نواز شریف خپلو پلویانو ته وویل:‌ ”زه ستاسې په سترګو کې یوه خوشحالي ګورم، ستاسې سترګې ماته وايي، چې پاکستان زخمي دی، زخم یې جوړ کړه.دا زمونږ مسوولیت دی چې خپل وطن له ستونزو وباسو، مونږ مخکې هم دا کار کړی دی.‌”

ښاغلي شریف وايي، چې د دوی اجنډا یوازې او یوازې یو خوشحاله پاکستان دی او دا چې دا کار یې مخکې هم کړی دی.

هغه خپلو پلویانو ته وویل: “تاسې په دې پوهیږی چې چا د دې وطن لپاره څه کړي دي.”

هغه په وار وار په دې ټکې تاکید وکړ چې دا ضروري ده چې ټول ګوندونه یوځای حکومت جوړ کړي او پاکستان له دې وضعیته وباسي.