• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند په شمال کې د یو جومات د نړولو په غبرګون کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۱۳ GMT+۰

د هند د شمالي اوتراکنډ ایالت په هالدواني ښار کې د یوه جومات د نړولو په غبرګونو کې د اعتراضونو له امله لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي. هندي چارواکو ویلي، د دغه جومات جوړول نا قانونه وو.

پولیسو زیاته کړې، د یوه جومات او دیني مدرسې په ګډون یې یو شمېر نا قانونه ودانۍ هم ویجاړې کړې دي.

د چارواکو په وینا، وروستی اقدام د سترې محکمې د حکم پراساس شوی، چې سیمه کې د نا قانونه استوګن ځایونو ړنګول پکې راغلي دي.

په ورته وخت کې، ځايي خلک دا خبره ردوي او وايي، مخکې له دې چې محکمه د قضيې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي، جومات ويجاړ شوى دى. سیمه کې مېشت مسلمانان وايي، د نريندرا مودي په حکومت کې له دوی سره ناسم چلند کیږي.

د پنجشنبې په ماښام د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ په نښته کې سلګونه پولیس افسران او مظاهره کوونکي ټپیان شوي وو.

د دغو لاریونونو اړوند خپاره شوي انځورونه ښيي، چې مظاهره کوونکو موټرونه سوځولي او همدا راز یې پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه کړي، چې پولیس یې په ځواب کې اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

له دې تاوتریخوالي وروسته پولیسو په دغه ځای کې ګرځبندیز هم اعلان کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

نواز شریف د حکومت جوړولو لپاره نورو ګوندونو ته بلنه ورکړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف نن خپلو پلویانو ته وینا نورو ګوندونو ته بلنه ور کړه چې حکومت ور سره جوړ کړي. د پاکستان د ټاکنو کمېسون وایي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان او خپلواک کاندیدان یې د ۸۱ څوکیو په ګټلو سره تر نورو ګوندونو مخکښ دي.

مسلم لیګ نواز هم د ۶۵ او پیپلز ګوند د ۵۱ څوکیو ګټلو سره دویم او دریم ځای لري.

ښاغلي شریف د رایو پایلو ته په اشاره په لاهور کې د خپلو پلویانو غونډه که وویل: “مونږ د حکومت جوړولو لپاره کافي رایې نه لرو، ځکه هغو نورو ګوندونو ته چې په دې ټاکنو کې بریالي شوي،‌ بلنه ورکوو چې مونږ سره متحد شي او یوځای حکومت جوړ کړو او یوځای پاکستان له ستونزو اوباسو.”

ښاغلي شریف په خپلو خبرو کې زیاته، «ټولو ګوندونو ته درناوی کوو او هغوی ته بلنه ورکوو چې راشي او د دغه زخمي پاکستان درملنه کې د ده ترڅنګ کیني.»

په پاکستان کې پرون ټاکنې تر سره شوې او د رایې اچونې بهیر تر بشپړېدو وروسته یې شمېر پیل شو، خو لا هم پوره پایلې نه دي اعلان شوې.

نوموړی دا هم وايي چې د حکومت جوړولو لپاره یې شهباز شریف ته دنده سپارلې چې د پیپلز ګوند له مشر اصف علي زرداري، د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل رحمان او د متحده عوامي غورځنګ له مشر خالد مقبول صدیقي سره د تماس ونیسي.

نواز شریف خپلو پلویانو ته وویل:‌ ”زه ستاسې په سترګو کې یوه خوشحالي ګورم، ستاسې سترګې ماته وايي، چې پاکستان زخمي دی، زخم یې جوړ کړه.دا زمونږ مسوولیت دی چې خپل وطن له ستونزو وباسو، مونږ مخکې هم دا کار کړی دی.‌”

ښاغلي شریف وايي، چې د دوی اجنډا یوازې او یوازې یو خوشحاله پاکستان دی او دا چې دا کار یې مخکې هم کړی دی.

هغه خپلو پلویانو ته وویل: “تاسې په دې پوهیږی چې چا د دې وطن لپاره څه کړي دي.”

هغه په وار وار په دې ټکې تاکید وکړ چې دا ضروري ده چې ټول ګوندونه یوځای حکومت جوړ کړي او پاکستان له دې وضعیته وباسي.

مرستندویه ډلې: که اسراییل د رفح پر لور پرمختګ وکړي، د وینو سیندونه به وبهیږي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۶:۱۰ GMT+۰

مرستندویه ډلو خبرداری ورکړی، چې د غزې د سویلي ښار رفح په لور د اسراییلي پوځیانو پرمختګ به د یوه میلیون څخه زیاتو فلسطینیانو د ډله ییزې وژنې لامل شي چې په سیمه کې بند دي.

د غزې د روغتیا وزارت ویلي، په غزه کې د اسراییل عملیاتو کې د تلفاتو شمېر ۲۸ زرو کسانو ته رسیدلی دی.

اسراییل ګواښ کړی، چې د غزې په سویل کې د خان یونس له ښاره رفح ښار ته پرمختګ وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې بې ځایه شوي فلسطینیان د سویلي سیمو څخه د رفح شمال سیمې ته پناه وړې ده.

شاوخوا ۱.۵ میلیون فلسطینیان په ناپاکه سرپناوو او سړکونو کې په مدیترانې سیند کې د اسراییل او مصر په مرزي سیمو کې بند پاتي دي.

په ورته وخت کې، بې پولې ډاکټرانو له بې ځایه شویو سره د مرستو په رسولو کې د ستونزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه سازمان په یوه بیان کې خبرداری ورکړی: «په رفح کې پراخې جګړې کولی شي د مرستو رسولو بهیر له منځه یوسي.»

فنلنډ اوکراین ته د ۱۹۰ میلیون یورو په ارزښت پوځي تجهیزات ورکړل

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۰

د فنلنډ د دفاع وزارت وویل چې د دغه هېواد د پوځي مرستو ۲۲مه بسته یې اوکراین ته استولې ده. دغه وزارت وايي، د دې مرستو ارزښت نږدې ۱۹۰ میلیونه یورو دی. تر دې مخکې د فنلنډ ولسمشر اوکراین ته د دې مرستې وړاندیز کړی و.

د فنلنډ د دفاع وزیر انټي هاکنن ویلي دي چې د اوکراین د ملاتړ لپاره په ملي کچه لا زیاتې او پراخې لارې ته اړتیا ده.

په ورته وخت کې، هغه اعلان وکړ چې فنلنډ د اوکراین د ملاتړ لپاره اوږد مهاله پلان چمتو کوي.

د فنلنډ د دفاع وزارت ویلي چې د مختلفو دلایلو له امله نشي کولی د نوي مرستې کڅوړې دقیق مینځپانګې ، د تحویل طریقې او وخت په اړه معلومات ورکړي.

محسن داوړ: تر نورو نوماندانو مخکې یم، خو د ټاکنو پایلو کې د درغلۍ هڅه کېږي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۵ GMT+۰

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او له شمالي وزیرستان د پاکستان پارلمان ته نوماند محسن داوړ وايي، په دغه سیمه کې یې تر نورو نوماندانو ډېرې رایې ګتلې دي. ښاغلی داوړ خپل اېکس کې دا هم زیاتوي، چې د ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره د درغلۍ هڅه کېږي.

نوموړی وايي، په شوه کیله کې ۲۷ ټاکنیز کارمنان یرغمل شوي او ملېشه ځوکونو د تشو رای پاڼو ډکولو ته مجبوروي.

محسن داوړ تېر حکومت کې د وزیرستان د خلکو په استازۍ د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی و.

هغه په پښتونخوا کې د ناامنۍ له امله پر حکومت سختې نیوکې کولې.

د پاکستان د ټاکنو کمېسون: د عمران خان ګوند او ملګري یې د ۷۲ څوکیو ګټلو سره مخکښ دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د ټاکنو کمېسون وایي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان او خپلواک کاندیدان یې د ۷۲ څوکیو په ګتلو سره تر نورو ګوندونو مخکښ دي. مسلم لیګ نواز هم د ۵۹ او پیپلز ګوند د ۴۵ څوکیو ګټلو سره دویم او دریم ځای لري.

په پاکستان کې پرون ټاکنې تر سره شوې او د رایې اچونې بهیر تر بشپړېدو وروسته یې شمېر پیل شو، خو لا هم پوره پایلې نه دي اعلان شوې.

عمران خان د پښتونخوا اکثریت څوکۍ ګټلې او په پنجاب کې چې تر ټولو ډېرې پارلماني څوکۍ لري له مسلم لیګ نواز سره په سیالۍ کې روان دی.

د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ د پښتونخوا په شانګله کې تر هغه وروسته تاوتریخوالی وشو چې دغه ګوند وویل، یوې حوزې په رایو کې لاسوهنه شوې ده.

په دې تاوتریخوالي کې د عمران خان درې پلویان وژل شوي او تور یې پر حکومتي ځواکونو اچول شوی دی.

د تحریک انصاف ګوند غړي وايي، د پښتونخوا یوه بله حوزه کې هم د دوی د نوماند په رایو کې لاسوهنه شوې ده.

د دغه ګوند ملاتړو د پېښور د فقیر اباد تاڼې مخ ته پرلت هم کړی دی.

د عمران خان د ګوند او پلویانو مخکښي په داسې مهال ده، چې پخپله عمران خان په زندان کې دی او تر ټاکنو مخکې اټکل دا و چې نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ به په ټاکنو کې مخکې وي.

له دې سره بیا هم د مسلم لیګ یو غړی او پخوانی مالیې وزیر اسحاق ډار وايي، چې دغه ګوند پنجاب کې اکثریت ګټلی او په قامي اسمبلۍ کې به همر تر ټولو لوی سیاسي ګوند شي.

نوموړی زیاتوي چې له رایې مرکزونو تر لاسه شوي مالومات ښيي چې دوی مخکښ دي.