• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محسن داوړ: تر نورو نوماندانو مخکې یم، خو د ټاکنو پایلو کې د درغلۍ هڅه کېږي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۲۵ GMT+۰

د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر او له شمالي وزیرستان د پاکستان پارلمان ته نوماند محسن داوړ وايي، په دغه سیمه کې یې تر نورو نوماندانو ډېرې رایې ګتلې دي. ښاغلی داوړ خپل اېکس کې دا هم زیاتوي، چې د ټاکنو د پایلو بدلولو لپاره د درغلۍ هڅه کېږي.

نوموړی وايي، په شوه کیله کې ۲۷ ټاکنیز کارمنان یرغمل شوي او ملېشه ځوکونو د تشو رای پاڼو ډکولو ته مجبوروي.

محسن داوړ تېر حکومت کې د وزیرستان د خلکو په استازۍ د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی و.

هغه په پښتونخوا کې د ناامنۍ له امله پر حکومت سختې نیوکې کولې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ټاکنو کمېسون: د عمران خان ګوند او ملګري یې د ۷۲ څوکیو ګټلو سره مخکښ دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۳۶ GMT+۰

د پاکستان د ټاکنو کمېسون وایي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند نوماندان او خپلواک کاندیدان یې د ۷۲ څوکیو په ګتلو سره تر نورو ګوندونو مخکښ دي. مسلم لیګ نواز هم د ۵۹ او پیپلز ګوند د ۴۵ څوکیو ګټلو سره دویم او دریم ځای لري.

په پاکستان کې پرون ټاکنې تر سره شوې او د رایې اچونې بهیر تر بشپړېدو وروسته یې شمېر پیل شو، خو لا هم پوره پایلې نه دي اعلان شوې.

عمران خان د پښتونخوا اکثریت څوکۍ ګټلې او په پنجاب کې چې تر ټولو ډېرې پارلماني څوکۍ لري له مسلم لیګ نواز سره په سیالۍ کې روان دی.

د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ د پښتونخوا په شانګله کې تر هغه وروسته تاوتریخوالی وشو چې دغه ګوند وویل، یوې حوزې په رایو کې لاسوهنه شوې ده.

په دې تاوتریخوالي کې د عمران خان درې پلویان وژل شوي او تور یې پر حکومتي ځواکونو اچول شوی دی.

د تحریک انصاف ګوند غړي وايي، د پښتونخوا یوه بله حوزه کې هم د دوی د نوماند په رایو کې لاسوهنه شوې ده.

د دغه ګوند ملاتړو د پېښور د فقیر اباد تاڼې مخ ته پرلت هم کړی دی.

د عمران خان د ګوند او پلویانو مخکښي په داسې مهال ده، چې پخپله عمران خان په زندان کې دی او تر ټاکنو مخکې اټکل دا و چې نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ به په ټاکنو کې مخکې وي.

له دې سره بیا هم د مسلم لیګ یو غړی او پخوانی مالیې وزیر اسحاق ډار وايي، چې دغه ګوند پنجاب کې اکثریت ګټلی او په قامي اسمبلۍ کې به همر تر ټولو لوی سیاسي ګوند شي.

نوموړی زیاتوي چې له رایې مرکزونو تر لاسه شوي مالومات ښيي چې دوی مخکښ دي.

د عوامي نېشنل ګوند مرستیال مشر ټاکنو کې تر ماتې وروسته استعفا اعلان کړه

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د عوامي نېشنل ګوند مرستیال مشر امیر حیدر خان هوتي خپل پلرني ټاټوبي مردان- کې تر ټاکنیزې ماتې وروسته د ګوند له مرستیال مشرۍ استعفا ور کړه. امیر حیدر خان هوتي وايي، په دې ضلعه کې خپله ماته مني او مسوولیت یې مني او د سیالو ګوندونو کامیابو کاندیدانو ته مبارکي ور کوي.

ښاغلی هوتي خپل اېکس کې لیکي: «زما حوزې او د مردان خلکو چې پر موږ باور ونه کړ، نو د ماتې مسوولیت منم او د ګوند له مرستیال مشرۍ هم استعفا کوم.»

خو زیاتوي چې د ګوند د غړي په توګه به د باچا خان د لښکر لارونی وي.

نوموړي په مردان کې قامي اسمبلي یا پارلمان ته د بریالي نوماند عاطف خان او صوبايي اسمبلۍ ته د کامیاب عبدالسلام خان ته مبارکي ور کړې ده.

هغه زیاتوي چې دا دوه کسان به د مردان د خلکو استازي وي او دا د ځايي خلکو حق دی چې دغه کسان یې خدمت وکړي.

د ښاغلي هوتي استعفا په داسې حال ده، چې دغه ګوند د پښتونخوا په نورو سیمو کې هم ډېرې رایې نه دي ترلاسه کړې.

د شمېرل شویو رایو له مخې تر اوسه دغه ګوند په پښتونخوا کې د قامي اسمبلۍ یوه څوکۍ ګټلې ده.

د هند په اتراکنډ کې د جومات د ړنګېدو په سر تاوتریخوالي کې سلګونه پولیس ټپیان شوي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۲ GMT+۰

د هند اتراکنډ په هالدواني کې د یوې مدرسې او جومات د ړنګولو پر سر تاوتریخوالي کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او تر سلو زیات پولیس افسران ټپیان شوي دي. د اتراکنډ چارواکو د جمعې په ورځ وویل، چې دغه نښتې له وړاندې پلان شوې وې.

د پي‌ټي‌ای خبري اژانس د راپور له مخې، په روغتون کې بستر شوي ډېری ټپیان پولیس او یوشمېر یې د ښاروالۍ کارکوونکي دي، چې د مدرسې د ویجاړولو چارې یې پر مخ وړلې.
د اتراکنډ حکومت منلې، چې په ټول ایالت کې لوړ خبرداری خپور شوی.
له دغو تاوتریخوالو وروسته د انټرنېټ خدمتونه ځنډول شوي او په نینیتال کې د ټولو ښوونځیو او کالجونو د تړلو امر هم شوی دی.
په هالدواني کې ټول دوکانونه وتړل شول.
په اترپردیش کې هم لوړ خبرداری ورکړل شوی او په چېک پاینټونو کې سخته تلاشي روانه ده.
له چارواکو هم غوښتل شوي، چې د ټولنیزو رسنیو فعالیتونه وڅاري.
د پولیسو په وینا، مدرسه او جومات په ناقانونه توګه په غصب شوې دولتي ځمکې کې جوړ شوي وو او ویجاړول یې د محکمې د حکم سره سم ترسره شوي.
د دغه جومات او مدرسې له ویجاړولو سره سم، د ښځو په ګډون د دغې سیمې اوسېدونکي سړکونو ته راووتل او د دې عمل په وړاندې یې اعتراض وکړ؛ خو وروسته دغه اعتراض په تاو تریخوالي واوښت.

تر دې وړاندې د هند حکومت په ایودیا ښار کې بابري جومات هم وران کړ او پر ځای یې یو معبد جوړ کړ.

د دغه جومات له ړنګېدو وروسته په ټول هند کې لاریونونه وشول، چې شاوخوا دوه زره کسان پکې ووژل شول.

د هند لومړي وزیر سیاسي سیالان وايي، چې ښاغلی مودي په هغه هېواد کې د مندر په نوم رایې غواړي ځکه چې د دغه هېواد اتیا سلنه وګړي هندوان دي.

انوارالحق کاکړ: افغانان نه، بلکې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال زموږ لپاره ګواښ دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر د طلوع‌نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، اوس هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان خپل واک په خپل لاس کې لري. هغه وایي، د افغانستان اوسني حکومت امنیت راوستی او د افغانستان دننه تر بل هر وخته امنیت ډېر ښه شوی.

هغه وایي، افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي وروڼه دي، چې ګډ کلتور لري او که د دوی ترمنځ ترینګلتیا هم رامنځته کېږي؛ نو د خبرو له لارې هوارېدلای شي.

ښاغلی کاکړ وایي، د افغانستان او پاکستان اړیکې دومره پیاوړې دي چې په یوې یا دوو پېښو شاته نه شي ستنېدای.
هغه د کډوالو د اېستلو په اړه وایي:« زموږ دې پرېکړې ته افغانستان په سمه نه کتل؛ خو یو وخت به افغانان په دې وپوهېږي، چې دغه پالیسي هم د پاکستان او هم د افغانانو په ګټه وه. دلته په بېلابېلو پلمو او له هرې پېښې وروسته افغانان رټل کېده او په جرمونو تورنېدل؛ نو زموږ دغه پالیسي وه، چې دوی خپل هېواد ته ستانه شي او په قانوني اسنادو بېرته راشي.»
هغه زیاته کړې، ټول هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې امنیت راشي او د طالبانو د رسمیت پېژندنه به په ګډه د نورو هېوادونو سره کېږي.
ښاغلی کاکړ وایي، پاکستان ته د افغانانو له‌خوا ګواښ نه شته؛ بلکې په افغانستان کې دننه د ټي‌ټي‌پي غړي اوسېږي له افغانستانه د ګواښ هدف همدغه د ټي‌ټي‌پي غړي دي.

د هغه په وینا، د ټي‌ټي‌پي ځینې غړي په افغانستان کې اوسېږي او له دې امله یې پاکستان ته امنیتي ستونزې پېښې کړې دي.
هغه د پاکستان له‌خوا د افغانستان په هوا کې د بې پیلوټه الوتکو د الوتنو خبره رد کړې ده.

هغه په دې مرکه کې د ډیورنډ فرضي کرښه یوه نړۍواله پوله یاده کړې او ویلي یې دي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰۶ هېوادونه دغه کرښه یوه نړۍواله پوله ګڼي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له ټاکنیزو حوزو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د ټاکنو پایلې اعلان کړي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۵۱ GMT+۰

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د ټاکنیزو حوزو له کمېشنرانو او کارکوونکو وغوښتل، چې تر راتلونکي نیم ساعته دې د کارول شویو رایو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. دغه کمېسیون دا رنګه ګواښ وکړ، که د دوی سپارښتنه له پامه غورځول کېږي؛ نو د ټاکنیزو کمېشنرانو او کارکوونکو دندې به وځنډول شي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې تر دې مهاله یې د لس زرو ټاکنیزو حوزو څخه د رایو پایلې تر لاسه کړې دي.
دا رنګه په ټاکنو کې مخکښو سیاسي ګوندونو او خپلواکو نوماندانو هم ویلي، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو په ځنډ اعلانولو کې د درغلیو شکونه زیاتېدای شي.

تر دې وړاندې هم په ټاکنو کې د لاس وهنو او درغلیو په وړاندې یو لړ شکونه په ډاګه شوي دي.
د ټاکنو کمېسیون ویلي، چې تر دې مهاله یې د درغلیو په اړه ۷۷ شکایتونه تر لاسه کړي او په ارزولو او سپینولو یې کار روان دی.

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس تربیون لیکلي، چې د پاکستان پیپلز ګوند، د جماعت اسلامي او د تحریک انصاف ګوندونو د ټاکنو له کمېسیونه غوښتي چې په ټاکنو کې د شویو درغلیو په اړه د رسېدلو شکایتونو ارزونه دې ژر تر ژره وشي.