• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره د ګډ اقتصادي کمیسیون پر بیا پیلولو غږیدلي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نور الدین عزیزي په کابل کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د کډ اقتصادي کمیسیون د بیا پیل او د خپلمنځي اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې په دغه لیدنه کې طالبانو ته په راتلونکي "روسیه - اسلامي نړۍ" نړۍوال اقتصادي پنځلسم فورم کې د کډون لپاره د بلنې په اړ ه هم خبرې اترې شوې دي.

دا وزارت وايي په دغه لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانزیتي لارو، د تعرفو د کمولو، اسلامي بانکدارۍ، په افغانستان کې د روسیې د پانګونې، د سوداګریزو ویزو د ورکړې پر اسانتیا، د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې د جوړولو په اړه هم غږېدلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ډونلډ ټرمپ: افغانستان د امریکايي وسلو یو تر ټولو ستر پلورونکی هېواد دی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۲۷ GMT+۰

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې افغانستان د امریکايي وسلو په «تر ټولو ستر پلورونکي هېواد بدل شوی دی.» ډونلد ټرمپ له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل «شرموونکې شېبه» بولي او وايي، هلته واشنګټن د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات پرېښودل.

راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته د جمهوریپالو نوماند ډونلډ ټرمپ دا خبرې پرون د پنسلوانیا په هریسبورګ کې «د توپک ملي انجمن» کې وکړې.

هغه د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتل په دې «د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه» وبلله چې هلته یې «د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت تجهیزات او په سلګونو امریکایان پرېشودل.»

د نوموړي په خبره، «افغانستان اوس د امریکايي وسلو یو تر ټولو ستر پلورونکی دی. دوی زموږ جوړې ښکلې وسلې پلوري.»

د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت په دوحه کې له طالبانو سره ۱۸ میاشتې خبرې درلودې او په پایله کې یې د سولې تړون وشو.

ښاغلي ټرمپ دغو خبرو ته په اشارې وویل: په دې اتلسو میاشتو کې هلته یو امریکايي سرتېری هم ونه وژل شو او نه په نښه شو.

که څه هم دوحه تړون کې ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سرتېرو اېستلو ژمنه کړې وه، خو ځینې اټکلونه دا و چې یو څه امریکایان به په افغانستان کې پاتې شي.

په نوموړي پسې چې واک جو بایډن ته ورسېد، نو له افغانستان یې د ټولوامریکايي ځواکونو د وتلو امر وکړ.

ډونلډ ټرمپ د ښاغلي بایډن دا پرېکړه سمه نه بولي او وايي، نوموړي سرتېري و اېستل او امریکايي وګړي او تجهیزات یې پرېښودل.

پر ډونلډ ټرمپ سربېره ځینې راپورونه هم دا ښيي چې له افغانستان د امریکا وسلې قاچاق کېږي، خو طالبان ورته تورونه ردوي او وايي دا وسلې خوندي دي.

مولوي عبدالکبیر: تېر شل کلن اشغال کې بهرنیو اشغالګرو د افغانستان اقلیم ته زیان رسولی

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ننګرهار کې د اقلیم بدلون کنفرانس کې وویل: «په تېر شل کلن اشغال کX بهرنیو اشغالګرو د افغانستان اقلیم ته زیان رسولی.» نوموړي پر نړيوالو غږ وکړ< چې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ستونزو په مخنوي کې خپل مسوولیت ادا کړي.

طالبانو نن شنبې د سلواغې په ۲۱ مه په ننګرهار کې د اقلیم بدلون په نوم علمي کانفرنس جوړ کړ.

مولوي عبدالکبیر دغه کانفرنس ته د خپلو خبرو پرمهال وویل چې د هیواد د ځنګلونو ساتنه د طالبانو له لومړیتوبونو څخه ده او له خلکو یې وغښتل چې د ځنګلوونو ساتنې په برخه کې له دوی سره خپله همکاري نوره هم زیاته کړي.

ددغه کنفرانس بل ویناوال د طالبانو د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد وویل، چې ورځ بر بلې د اوبو سطحه مخ په ښکته کېدو ده، چې له امله یې پر اقلیم اغېز شوی او د ډینګې، ملاریا او دې ته ورته نورې ناروغۍ یې زېږولې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر په دغه برخه کې له نړيوالو د مرستې غوښتنه وکړه.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطا الله عمري د خپلې وینا پرمهال وویل چې تېرو لسیزو جګړو پرمهال بېلابېلو وسلو د استعمال له کبله د افغانستان اقلیم ډېر زیانمن شوی او ترڅنګ یې وچکالي بله لویه ستونزه ده.

په دغه کنفرانس کې د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر د خپلو خبرو پرمهال که څه هم د کوم هېواد نوم نه واخیستو خو ویې ویل چې ځینو هېوادونو د خپلو شخصي ګټو په موخه ځمکه او طبیعت له خطر او ګواښ سره مخ کړی، چې له بده مرغه افغانستان هم د زیانمنو هېوادونو په قطار کې راځي.

ندا محمد ندا هيله وښوده چې نړېوال د هغو وسایلو له استفادې مخنیوی وکړي، چې د ځمکې تو اقلیم ته زیان رسونکي وي.

د بښنې نړيوال سازمان: د ښځو د حقونو یوه فعاله د طالبانو له خوا د شکنجې له خطر سره مخ ده

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۲۲:۴۰ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي لا هم له کوم تور پرته د طالبانو په زندان کې ده او د شکنجې او ناوړه چلند له خطر سره مخامخ ده.

د بشري حقونو دغه سازمان پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې، یو ځل بیا د مېرمن صدیقي د سمدستي او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

طالب جنګیالیو د تلې په ۱۷ مه د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي ونیوله او د لیندۍ په ۱۴ مه یې د کابل پلچرخي زندان ته انتقال کړه.

د بخښنې نړیوال سازمان د خپلو موندنو پر بنسټ ویلي، چې مېرمن صدیقي د خپل توقیف مودې پر مهال په کوم جرم نه ده تورنه شوې، خو خپلې کورنۍ سره د لیدلو او د مدافع وکیل د لرلو له حق محرومه پاتې شوې. دغه سازمان په خپل نوي پيغام کې د مېرمن صديقي د شکنجې او ناوړه چلند د خطر په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د واک ترلاسه کولو وروسته، پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او نجونې او ښځې یې له زده کړې، کار او ټولنیزو فعالیتونو څخه بې برخې کړي دي.

د دې بندیزونو په غبرګون کې د ښځو د حقونو فعالانو په کوڅو او سړکونو لاریونونو کې د دغې ډلې پر سیاستونو اعتراض کړی.

طالبانو دغو اعتراضونو ته په فزیکی تاوتریخوالی او تهدید ځواب ورکړی او زیات شمېر لاریون کوونکې ښځې یې بندیانې کړي دي.

سیمه ییزې سرچينې وايي، طالبانو په ميدان وردګو کې د دايکنډي دوه پخواني پوليس نيولي دي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۵۹ GMT+۰

سيمه ييزو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، طالبانو د دايکنډي ولایت دوه پخواني پوليس په میدان وردګو کې نيولي دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د جمهوریت تر نسکورید وړاندې رضا مجاهدزاده د دایکنډي د پاتو ولسوالۍ امنيه قوماندان او رضا حکمتيار د همدې ولایت د شهرستان ولسوالۍ سرپرست امنيه قوماندان و.

د سرچينو په وینا، طالبانو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ١٩مه) رضا مجاهدزاده د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې له موټره ښکته کړی و. د دې ډلې وسله والو رضا حکيميار دوه ورځې مخکې د ميدان وردګو ولايت د جلريز ولسوالۍ بازار ته څېرمه نیولی و.

سرچینې وايي، وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، رضا مجاهدزاده د سیمه ییزو طالبانو په غوښتنه د دایکنډي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې له طالبانو سره همکارۍ ته دوام ورکړ او څه مودې وروسته له دندې ګوښه شو. دغو سرچینو ویلي، چې ښاغلي مجاهدزاده له طالبانو سره له دندې له ختمیدو وروسته د دایکنډي ولایت او کابل ترمنځ موټر چلاوه.

د سيمه ييزو سرچينو د معلوماتو له مخې، رضا حکمتيار د یوې مودې لپاره د دايکنډي ولسوالۍ امنيه قوماندان و او د تېر حکومت تر نسکورېدو وړاندې يې په دې ولسوالۍ کې د جنايي مدير په توګه دنده ترسره کوله. هغه د طالبانو له واکمنۍ وروسته شخصي کاروبار کاوه.

رضا مجاهدزاده او رضا حکمتيار د دایکنډي ولایت د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

طالب چارواکو د دغو دوو پخوانيو پوليسو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

سره له دې چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې وه، خو په تېرو دوو کلونو کې د پخواني حکومت سلګونه سرتېري او کارکوونکي نيول شوي او د راپورونو له مخې په ځينو مواردو کې شکنجه شوي او یا وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو په وار وار د طالبانو له خوا د پخوانیو پوځیانو پر وژلو نیوکه کړې ده.

د بریتانیا پولیس وایي، په لندن کې د کیمیاوي برید شکمن کس ښايي مړ شوی وي

۲۰ سلواغه ۱۴۰۲ - ۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۰

د بریتانیا پولیس وايي، په دې باور دي، چې په لندن کې پر یوې مېرمنې او د هغې پر دوو لوڼو شکمن بریدګر عبدالشکور ایزدي ښايي د تیمز سیند ته له کښته کیدو وروسته په اوبو کې مړ شوی وي.

د پولیسو په اعلامیه کې راغلي:‌ "د شپې ناوخته او د کال په دې وخت کې، هغه د پول له منځ څخه ځان اوبو ته اچولی، حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې د ایزدي د ژوندي پاتې کیدو چانس خورا کم دی."

له دغه برید وروسته، ۶۶ کلنه مور چې د کیمیاوي برید موخه وه، له خپلو لوڼو سره روغتون ته وړل شوې وه.

د هغه لوڼې له روغتون څخه رخصت شوې، خو هغه لا هم په روغتون کې ده او دا احتمال شته چې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړي.

پولیس باور لري چې عبدالشکور یزدي له دې ښځې سره اړیکې درلودې، خو وروسته جلا شوي وو. ویل کیږي چې یزدي له برید مخکې د هغې د لیدلو هڅه کوله.

له دغه برید وروسته په ټوله بریتانیا کې د دغه افغان کډوال د لټون عملیات پیل شوي و.

تر دې مخکې د پولیسو له لوري ویل شوي وو چې ښايي ځینې کسان وي چې د دغه شکمن په پټولو کې مرسته کوي، خو اوس پولیسو اعلان کړی چې له ایزدي سره چا اړیکه نه ده نیولې.

پوليس وايي،‌ د امنیتي کمرو د سلګونو ویډيوګانو تر کتلو وروسته دې نتيجې ته رسيدلي چي عبدالشکور ايزدي له بل چا سره اړیکه نه لري.

د امنیتي کمرو د ویډیګانو له مخې ، نوموړی په وروستي ځل د چهارشنبې په ورځ، د جنوري ۳۱مه د شپې ۱۱:۳۰ دقیقې د چیلسي له پله څخه تېر شوی دی.