د پاکستان د رای شمېرنې په بهیر کې د لاسوهنې په اعتراض کې ۱۵ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د پاکستان په شمال لوېديځ کې د شانګلې په ولسوالۍ کې د قومي اسمبلۍ د يوې څوکۍ د پایلې پر ضد د پاکستان د تحريک انصاف ګوند د پلويانو لاريون په ترڅ کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.