• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: په پام کې ده چې نواز شریف او اصف اعلي زرداري نن په لاهور کې سره وګوري

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۷ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې، د پاکستان پیپلز او د مسلم لیک نواز شریف ګوندونه نن یکشنبه د(سلواغې ۲۲مه) په لاهور کې سره وګوري او د ټاکنو برخلیک تر څنګ په راتلوونکي ګډ حکومت خبرې وکړي. ويل کیږي زرداري تېره شپه لاهور ته رسېدلی او هلته به نن دواړه ګوندونه په جوړجاړي وغږيږي.

په پاکستان کې څلور ورځې وړاندې ټولټاکنې ترسره شوې چې لا یې هم وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې خو د پاکستاني رسنیو او اړوند بنسټونو د راپورونو له مخې تر اوسه پورې خپلواک نوماندان چې د عمران خان د ګوند کسان دي مخکښ ښودل شوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې چې د دغو ټاکنو کومې پایلې اعلان شوې، د دغه هیواد په قومي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند ۱۰۱ د مسلم لیک ن ګوند ۷۵ او په دریم ځای کې د پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پخواني لومړي وزیر او د مسلم لیک ن ګوند د مخکښ شهباز شریف او د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان تر منځ هم ټیليفوني خبرې شوې دي.

د معلوماتو له مخې د مولانا فضل الرحمان ګوند تر اوسه پورې د پاکستان قومي اسمبلۍ څلور څوکۍ ګټلې دي.

ويل کیږي د مسلم لیک ګوند له نورو ګوندونو سره په ګډه د حکومت جوړولو لپاره د اړیکو یوه کميټه هم جوړه کړې او له ګوندونو سره د ګډ حکومت په جوړېدو خبرې کوي.

سرچینې وايي، د مقبول صدیقي په نوم له کراچۍ څخه د ایم کیو ايم ګوند یو پلاوی هم لاهور ته رسېدلی او هلته د مسلم لیک ګوند سره په خبرو بوخت دی.

د تحریک انصاف ګوند یو شمېر مشرانو د سږکال ټاکنو د پایلو ځنډېدو په غبرګون کې نن یکشنبه په ټول پاکستان کې د لاریونونو د کېدو خبر ورکړی خو په اسلام اباد کې بیا پولیسو په دغه ښار کې د هر ډول لاریونونو او اعتراضي غونډو پر کېدو بندیز ولګاوه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: تېره شپه سوېلي وزیرستان کې د یوه نوماند کورته نږدې بمي چاودنې مرګژوبله اړولې ده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۲۴ GMT+۰

سرچينې وايي، چې تېره شپه ناوخته د سوېلي وزیرستان واڼه په کړې کوټ سېمه کې د تحريک انصاف ګوند غړي او د پاکستان قومي اسمبلۍ ته د نوماند زبیر وزیر کورته نږدې په یوه موټر پسې د بمې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي.

ويل کیږي دغه نوماند په ټاکنو کې د ډېرو رايو په ګټو سره د خپل کور په حجره کې د خوښۍ مراسم جوړ کړي و او خپل پلویان یې ورټول کړي وو.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته وويل چې وژل شوی کس حيات وزير تر دې مخکې په سېمه کې رغنیزې چارې ترسره کولې او له پاکستاني حکومت یې د دولتي ودانیو د جوړولو چارې په ټېکه نېولې چې د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې له لوري ورته ګواښونه شوي وو.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

په پاکستان کې د سږ کال د ټاکنو لپاره د ټاکنیزو منډو ترړو د پیل پر مهال هم پر دغه نوماند د واڼه په بازار کې چادودنه شوې وه چې هغه مهال ترې روغ وتلی و،

په دې وروستیو کې دا په سوېلي وزویرستان کې د خپل ډول اوومه چاودنه ده چې تر سره کيږې او يو شمېر د سیمې مشران او ملکان پکې وژل کیږي.

د سیمې خلک حکومت د ناامنیو په مهارولو کې په پاتې راتلو تورنوي.

اسلام اباد پولیس: په اسلام اباد کې پر لاریونونو او «ناقانونه» راټولېدنو بندیز ولګېده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۵۵ GMT+۰

د اسلام اباد پولیسو له هغه وروسته د «ناقانونه» راټولېدنو خلاف د قانوني چلند اعلان وکړ چې تمه کیږي، نن یکشنبه د عمران خان د ګوند پلویان د ټاکنو د پایلو نه اعلانېدو په غبرګون کې لاریونونه وکړي. پولیسو په اسلام اباد کې د «دفعه ۱۴۴» د پلي کېدا خبر ورکړی.

د اسلام اباد پولیسو د یکشنبې په ورځ د (سلواغې۲۲مه) اعلان وکړ چې د «ناقانونه» راټولېدنو په وړاندې به قانوني چلند وکړي.

د اسلام اباد پولیسو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ځینې کسان د ټاکنو کمیسیون او نورو دولتي ادارو په شاخوا کې «ناقانونه» راټولېدنو ته هڅول کیږي. د پولیسو په خبره د خلکو راټولو هڅه هم «جرم» دی.

د اسلام اباد پولیس له خلکو غوښتنه کوي چې د «ناقانونه» فعالیتونو او راغونډېدو څخه ډډه وکړي.

د اسلام اباد پولیس په داسې حال کې د «دفعه۱۴۴» د پلي کېدو خبر ورکوي چې د عمران خان د ګوند چارواکو ویلي، د ټاکنو کمیسیون له لوري د ټاکنو د ورستیو پایلو نه اعلانولو په غبرګون کې به لاریونونه وکړي.

د تحریک انصاف یو چارواکی وايي، د عمران خان د ګوند پلویان په ټول پاکستان کې سړکونو ته راوځي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۱۳ GMT+۰

په پاکستان کې د ټاکنو له ترسره کېدو څلور ورځې وروسته وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې، د پاکستان تحریک انصاف چارواکي وايي، د دغه ګوند پلویان به د یکشنبې په ورځ د (د سلواغې ۲۲مه) په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړي.

د عمران خان د ګوند یوه چارواکي ویلي، خلکو رایه ورکړې او اوس باید دغه «سپېڅلی امانت» وساتل شي.

د پنجاب صوبې لپاره د پي ټي ای مشر حماد اظهر وویل چې هغه به په دغه ایالت کې د لاریونونو مشري وکړي. د نوموړي په وینا دغه لاریون به د پاکستان پر وخت ماسپښین دوه بجې پیل شي.

تر دې مخکې د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان هم ویلي و، که د شنبې تر ماښامه وروستۍ پایلې اعلان نه شي، دغه ګوند به له خپلو پلویانو وغواړي چې په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړي.

د پاکستان تحریک انصاف مسوولان وايي ډیرې رایې یې ګټلې دي او کولای شي په پاکستان کې نوی حکومت جوړ کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند نوماندانو چې په خپلواکه توګه یې په ټاکنو کې برخه اخیستې، تر اوسه پورې د پاکستان په پارلمان کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستان تحریک انصاف له ملاتړو کاندیدانو وروسته د نواز شریف مسلم لیګ ن او بیا د بلاول بوټو په مشرۍ د پاکستان پیپلز ګوند په ملي اسمبلۍ کې څوکۍ ګټلې دي.

د نواز شریف د مسلم لیګ او د پاکستان د پيپلز ګوندونو مشرانو پرون ۴۵ دقیقې غونډه وکړه چې وروسته جیونیوز راپور ورکړ او ویې ويل چې دواړو ګوندونو د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه وکړه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند چارواکو ویلي چې له دغو دوو ګوندونو سره یووالي ته غاړه نه ږدي.

فارین پالیسي: بشر نورزی د طالبانو د مشر په ملاتړ له چین سره سوداګري کوي

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۱۷ GMT+۰

فارین پالیسۍ خبر ورکړی، چې بشر نورزی، چې د نشه يي توکو لوی قاچاقبر دی، د هبت الله اخندزاده په ملاتړ له ګوانتانامو زندان څخه له خوشې کېدو وروسته له چین سره سوداګریزې اړیکې ټینګې کړې دي.

بشر نورزی چې د طالبانو له با نفوده څیرو څخه دی، په ګوانتانامو کې دوه لسیزو بند تېرولو وروسته، له یوه امریکايي انجینر مارک فریکس سره په ۱۴۰۱ کال کې تبادله او له بنده خوشې شو.

بشر نورزی د طالبانو د مشرانو په منځ کې هم خورا ډېر نفوذ لري. ویل کیږي چې نوموړی د طالبانو له بنسټګر ملا محمد عمر سره نږدې اړیکې درلودې او د دغې ډلې له جوړېدو راهیسې د دوی ډېری فعالیتونه تمویلوي.

فارن پالیسۍ د شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱مه) په یوه راپور کې لیکلي، چې بشر نورزی اوس د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره هم نږدې اړیکې لري. دغې مجلې ښاغلی نورزی د "مخدره توکو پاچاه" یاد کړی،چې د «هیروینو امپراتورۍ یې په افغانستان کې د طالبانو د اوږدې جګړې په تمویل کې مرسته کړې ده.»

د افغانستان د کانونو د برخې کارپوه جاوید نوراني فارین پالیسۍ ته ویلي، که څه هم نورزي په کانونو کې تخصص نه درلود، خو له بنده له خلاصېدو وروسته سمدستي بېرته سوداګرۍ ته راغی او د طالبانو له مشر هبت الله اخندزاده سره یې له نږدې همکارۍ له امله د افغانستان په شمال کې د سرو زرو، تېل او ګازرو قراردادونه واخیستل.

ښاغلي نوراني د نورزي اوسنی واک د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مرستیال محمد قسیم فهیم سره پرتله کړی او ویې ویل: «هغه د یوه جنګسالار په څېر دی.»

د کانونو دغه کارپوه وايي، د افغان-چین د تېلواو ګازو شرکت چې د بشر نورزي او یوې چینايي کمپنۍ په ملګرتیا جوړ شوی، د کانونو قراردادونه یې ترلاسه کړي دي. په داوطلبۍ کې د شفافیت نشتوالی او تر ټولو مهم د طالبانو له مشرتابه سره د نورزي ملګرتیا د قراردادونو په ترلاسه کولو کې د دوی د بریا اصلي لامل بلل شوی.

یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي فارین پالیسۍ ته وویل چې بشر نورزی د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره، چې د تېلو د استخراج په قراردادونو قوي کنټرول لري، هم نږدې اړیکې لري.

د بشر نورزي شرکت منځنۍ اسیا ته نږدې د امو سیند ته څېرمه د هایدروکاربن ظرفیت د مطالعې او استخراج قرارداد ترلاسه کړی دی.

فارین پالیسي د خپلې سرچینې په حواله لیکلي،چې طالبان ځانونه د بشر نورزي پوروړي ګڼي.

د هبت الله له خوا له چینایانو سره د نورزي د سوداګرۍ ملاتړ

فارین پالیسۍ ورځپاڼه له چینایانو سره د نورزي سوداګرۍپه اړه د هبت الله اخندزاده د ملاتړ په هکله په داسې وخت کې راپور ورکړی، چې په دې وروستیو کې د چین ولسمشر شي جین پینګ په بیجینګ کې د طالبانو د استازي اعتبار لیک ومنلو.

د دې مجلې په راپور کې راغلي، چې اوس داسې ښکاري چې د افغانستان د کاني شتمنیو د استخراج لپاره د چین اوږدمهاله پلانونه مستقیماً د طالبانو د پیسو له اړتیا او ډیپلوماټیکې پېژندګلوۍ سره تړاو لري.

بشر نورزی او امیر خان متقي
100%
بشر نورزی او امیر خان متقي

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه پورې د چین له واکمن کمونست ګوند سره د طالبانو اړیکې ځکه مثبته پایله لرلې ده چې دغې ډلې د چین د کانونو له شرکتونو سره د تړونونو له لارې په سلګونه میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د دې مجلې په وینا، داسې ښکاري چې طالبان د یو میلیون اویغور مسلمانانو له وضعیته نه دي ناراحته شوي چې د چین د حکومت تر فشار لاندې په زندانونو کې پراته دي.

طالبانو خپله هم ښځې د زده کړو، کار او سفر له حقه بې برخې کړي او د تېرحکومت د امنیتي ځواکونو او مخالفینو وژلو ته یې دوام ورکړی دی.

د راپور لیکوال ویلي، چې چین له طالبانو سره د افغانستان کانونو ته له لاسرسۍ سربیره د اړیکو د پراخولو انګېزه لري. بیجینګ اروپایي بازارونو ته د لاسرسي او د «یوه لار یو کمربند» پروژې د پراخولو لپاره افغانستان ته اړتیا لري.

بیجینګ له طالبانو سره د ټکنالوژۍ او د څار وسایل هم شریک کړي دي. په راپور کې راغلي چې چين له دې کارسره دوه موخې تعقيبوي. طالبان کولای شي د چین له خوا ورکړل شوې ټکنالوژۍ سره خپل دښمنان وڅاري او له بل پلوه، چین کولې شي له دې لارې اویغوریان چې د طالبانو ملاتړ له ځان سره لري او د چین پر وړاندې د شرقي ترکستان ډلې غړي دي، وڅاري.

بشر نورزی چې د نشه يي توکو یو لوی قاچاقبر او د طالبانو یو ستر مالي ملاتړی دی، په ۲۰۰۵ کال کې په نیویارک کې ونیول شو او له ۲۰۰۹ کال راهیسې د دوه حکمونو په اساس په بند محکوم شوی و.

د استانبول د ښاروالۍ د ټاکنیز کمپاین پر مهال یوه ښځه په وسله وال برید کې ټپي شوې ده

۲۱ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۰ فبروری ۲۰۲۴، ۲۱:۰۵ GMT+۰

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي، په استانبول کې د شنبې په ورځ استانبول کې د واکمن ګوند د ښاروالۍ د ټاکنو د کمپاین پر مهال په وسله وال برید کې یوه ښځه ټپي شوې ده.

ښاغلي یرلیکایا په اېکس ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې ویلي، پېښه د ښار په سویل لویدیز کوچوک چیکمجه سیمه کې رامینځته شوی چې په اړه یې څیړنې پیل شوي دي.

په دغه پیښه کې، برید کوونکو د ټوپک او تومانچې ډزې کړي خو د هغوی د هویت او د دې کار انګېزې په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په اېکس ټولنیزې شبکې د یوه پیغام په خپرولو دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

اردغان ویلي: «زموږ پر دیموکراسۍ، اتحاد او پیوستون هېڅ برید نه شي بریالی کیدلی.»

ټاکل شوې چې په ترکیه کې د مارچ په ۳۱ نېټه د ښاروالۍ ټاکنې ترسره شي.