• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کډوالو وزارت: نږدې زر کډوال په زور او خپله خوښه له ایران او پاکستانه راستانه شوي

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۳۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۲ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۶ GMT+۰

د طالبانو کډوالو چارو وزارت وايي تازه راستانه شوي کډوال چې ۴۹ تنه ماشومان هم پکې شامل دي د هرات د اسلام کلا او د کندهار د سپین بولدک له لارو هېواد ته راستانه شوي دي. ويل کیږي، په دغو کډوالو کې ځینې هغه یې په جبري ډول هم افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د (سلواغي ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۹۰۳ تنه افغان کډوال په جبري ډول او خپله خوښه له ایرانه راستانه شوي.

د کډوالو وزارت وايي، یاد کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شوي او ۴۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم پکې شامل دي.

دغه وزارت وايي، یاد بې سرپرسته ماشومان یې د کورنیو تر موندلو پورې په هرات ولایت کې د وارچایلډ موسسي ته سپارلي دي.

همدارنګه د طالبانو کډوالو وزارت وايي چې، له پاکستانه په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو په دوام د شنبې په ورځ ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر ۸۳ تنه وو د کندهار سپین بولدک له لارې په جبري ډول له پاکستانه راستانه کړل شوي.

د کډوالو اړوند چارواکي وايي له ایران او پاکستانه راستانه شوي کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د خوړو او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران خراسان رضوي ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع اعلان وکړ، چې د سلواغې میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې یې شل زره افغانان له دغه هیواده ایستلي او طالبانو ته یې سپارلي دي. او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ:د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې د عملیاتو پرمهال د داعش یو قوماندان وژل شوی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۰

پاکستاني رسنیو د دغه هيواد د پوځ رسنیزې برخې له قوله لیکلي چې د داعش يو قوماندان یې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د خيبرپښتونخوا په قبایلي سیمو کې وژلی دی. سرچینو نن یکشنبه د (سلواغې ۲۲مه) ویلي د داعش دغه قوماندان سورت ګل نومېده او په سیف الله پېښوري مشهور و.

د پاکستان پوځ رسنیو ته ويلي چې دغه قوماندان یې د یو لړ استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په نښه کړی او وژلی دی.

خو پوځ دا نه دي ويلي چې د داعش دغه قوماندان یې د خيبرپښتوخوا په کومه سیمه کې او کله وژلی.

پاکستاني رسنیو د ځینو پټو سرچینو له قوله لیکلي چې د داعش دغه قوماندان په ​​افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې په ننګرهار کې د داعش لوړپوړی قوماندان و.

عارف علوي: ټاکنیز بحران د برېښنايي رایې ورکولو ماشینونو د نشتوالي له امله رامنځته شوی

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د پاکستان ولسمشر د ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې په اړه د جنجالونو په غبرګون کې وویل چې اوسنۍ ستونزې د برېښنايي رایو ورکولو او شمېرلو د ماشینونو د نشتوالي له امله دي. عارف علوي ټینګار کړی، چې له ټاکنو مخکې یې په غونډو کې له پنځوسو ځلو زیات د دغو ماشینونو د کارولو یادونه کړې وه.

پاکستانۍ جنګ ورځپاڼې د پاکستان د ولسمشر د وینا په اړه لیکلي چې که برېښنايي رایې ورکولو ماشینونه وکارول شي، «په پنځو دقیقو کې د نوماندانو رایې شمېرل کېدلې او اوسنی بحران به نه و.»

دا مهال د پاکستان په ټاکنو کې د رایو بیا شمېرنه په لاس ترسره کېږي.

د عمران خان په مشرۍ چې دا مهال په زندان کې دی د پاکستان تحریک انصاف ګوند له خپلو پلویانو غوښتي چې د رایو د بیا شمېرنې او ټاکنو پایلو د اعلان د ځنډ له امله نن یکشنبه د سلواغې۲۲مه په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړي.

پاکستاني رسنۍ: په پام کې ده چې نواز شریف او اصف اعلي زرداري نن په لاهور کې سره وګوري

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۳ GMT+۰

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې ټاکل شوې، د پاکستان پیپلز او د مسلم لیک نواز شریف ګوندونه نن یکشنبه د(سلواغې ۲۲مه) په لاهور کې سره وګوري او د ټاکنو برخلیک تر څنګ په راتلوونکي ګډ حکومت خبرې وکړي. ويل کیږي زرداري تېره شپه لاهور ته رسېدلی او هلته به نن دواړه ګوندونه په جوړجاړي وغږيږي.

په پاکستان کې څلور ورځې وړاندې ټولټاکنې ترسره شوې چې لا یې هم وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې خو د پاکستاني رسنیو او اړوند بنسټونو د راپورونو له مخې تر اوسه پورې خپلواک نوماندان چې د عمران خان د ګوند کسان دي مخکښ ښودل شوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې چې د دغو ټاکنو کومې پایلې اعلان شوې، د دغه هیواد په قومي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف ګوند ۱۰۱ د مسلم لیک ن ګوند ۷۵ او په دریم ځای کې د پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پخواني لومړي وزیر او د مسلم لیک ن ګوند د مخکښ شهباز شریف او د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان تر منځ هم ټیليفوني خبرې شوې دي.

د معلوماتو له مخې د مولانا فضل الرحمان ګوند تر اوسه پورې د پاکستان قومي اسمبلۍ څلور څوکۍ ګټلې دي.

ويل کیږي د مسلم لیک ګوند له نورو ګوندونو سره په ګډه د حکومت جوړولو لپاره د اړیکو یوه کميټه هم جوړه کړې او له ګوندونو سره د ګډ حکومت په جوړېدو خبرې کوي.

سرچینې وايي، د مقبول صدیقي په نوم له کراچۍ څخه د ایم کیو ايم ګوند یو پلاوی هم لاهور ته رسېدلی او هلته د مسلم لیک ګوند سره په خبرو بوخت دی.

د تحریک انصاف ګوند یو شمېر مشرانو د سږکال ټاکنو د پایلو ځنډېدو په غبرګون کې نن یکشنبه په ټول پاکستان کې د لاریونونو د کېدو خبر ورکړی خو په اسلام اباد کې بیا پولیسو په دغه ښار کې د هر ډول لاریونونو او اعتراضي غونډو پر کېدو بندیز ولګاوه.

سرچینې: تېره شپه سوېلي وزیرستان کې د یوه نوماند کورته نږدې بمي چاودنې مرګژوبله اړولې ده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۵:۲۴ GMT+۰

سرچينې وايي، چې تېره شپه ناوخته د سوېلي وزیرستان واڼه په کړې کوټ سېمه کې د تحريک انصاف ګوند غړي او د پاکستان قومي اسمبلۍ ته د نوماند زبیر وزیر کورته نږدې په یوه موټر پسې د بمې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او درې تنه نور ټپیان شوي.

ويل کیږي دغه نوماند په ټاکنو کې د ډېرو رايو په ګټو سره د خپل کور په حجره کې د خوښۍ مراسم جوړ کړي و او خپل پلویان یې ورټول کړي وو.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر افغانستان انټرنشنل پښتو څانګې ته وويل چې وژل شوی کس حيات وزير تر دې مخکې په سېمه کې رغنیزې چارې ترسره کولې او له پاکستاني حکومت یې د دولتي ودانیو د جوړولو چارې په ټېکه نېولې چې د تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې له لوري ورته ګواښونه شوي وو.

تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

په پاکستان کې د سږ کال د ټاکنو لپاره د ټاکنیزو منډو ترړو د پیل پر مهال هم پر دغه نوماند د واڼه په بازار کې چادودنه شوې وه چې هغه مهال ترې روغ وتلی و،

په دې وروستیو کې دا په سوېلي وزویرستان کې د خپل ډول اوومه چاودنه ده چې تر سره کيږې او يو شمېر د سیمې مشران او ملکان پکې وژل کیږي.

د سیمې خلک حکومت د ناامنیو په مهارولو کې په پاتې راتلو تورنوي.

اسلام اباد پولیس: په اسلام اباد کې پر لاریونونو او «ناقانونه» راټولېدنو بندیز ولګېده

۲۲ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۱ فبروری ۲۰۲۴، ۰۴:۵۵ GMT+۰

د اسلام اباد پولیسو له هغه وروسته د «ناقانونه» راټولېدنو خلاف د قانوني چلند اعلان وکړ چې تمه کیږي، نن یکشنبه د عمران خان د ګوند پلویان د ټاکنو د پایلو نه اعلانېدو په غبرګون کې لاریونونه وکړي. پولیسو په اسلام اباد کې د «دفعه ۱۴۴» د پلي کېدا خبر ورکړی.

د اسلام اباد پولیسو د یکشنبې په ورځ د (سلواغې۲۲مه) اعلان وکړ چې د «ناقانونه» راټولېدنو په وړاندې به قانوني چلند وکړي.

د اسلام اباد پولیسو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ځینې کسان د ټاکنو کمیسیون او نورو دولتي ادارو په شاخوا کې «ناقانونه» راټولېدنو ته هڅول کیږي. د پولیسو په خبره د خلکو راټولو هڅه هم «جرم» دی.

د اسلام اباد پولیس له خلکو غوښتنه کوي چې د «ناقانونه» فعالیتونو او راغونډېدو څخه ډډه وکړي.

د اسلام اباد پولیس په داسې حال کې د «دفعه۱۴۴» د پلي کېدو خبر ورکوي چې د عمران خان د ګوند چارواکو ویلي، د ټاکنو کمیسیون له لوري د ټاکنو د ورستیو پایلو نه اعلانولو په غبرګون کې به لاریونونه وکړي.