د تحریک انصاف ګوند ویاند: په مرکز او پنجاب کې له وحدت المسلمين سره په ګډه حکومت جوړوو

د تحریک انصاف ګوند ویاند رووف حسن وایي، چې د ګوند د رهبر عمران خان په لارښوونه له وحدت المسلمين ګوند سره په ګډه په مرکز او پنجاب کې حکومت جوړوي.

د تحریک انصاف ګوند ویاند رووف حسن وایي، چې د ګوند د رهبر عمران خان په لارښوونه له وحدت المسلمين ګوند سره په ګډه په مرکز او پنجاب کې حکومت جوړوي.
نوموړي نن سې شنبه (د سلواغې ۲۴مه) په اسلام اباد کې د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې د ټاکنو پرمهال له پراخو درغلیو سره - سره یې بیا هم ټاکنې ګټلي دي.
ښاغلي حسن زیاته کړه؛ په ټاکنو کې ملګرو یې اکثریت ترلاسه کړی او دوی په پنجاب کې اوس هم مخکښ دي.د تحریک انصاف ګوند ویاند وایي، چې عمران خان ویلي په ګوند دننه کې باید ټاکنې ژر تر ژره وشي.دا په داسې حال کې ده، چې (ن) د پاکستان پخواني لومړي وزیر شهباز شریف ویلي،، چې که د عمران خان د تحریک انصاف ګوند ملاتړي خپلواک نوماندان ثابته کړي، چې دوی په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټلې دي، کولی شي حکومت جوړ کړي.هغه دغه راز زیاته کړې؛ که خپلواک نوماندان دا ادعا ثابته نه کړي، نور ګوندونه به حکومت جوړ کړي.د ویلو ده چې جیو نیوز مخکې راپور ورکړی و، چې د دوو لویو ګوندونو مسلم لیګ او پاکستان پیپلز ګوند لوړ پوړو چارواکو هم د واک د وېش په اړه خبرې کړې دي.


د پاکستان پخواني لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، که د عمران خان د تحریک انصاف ګوند ملاتړي خپلواک نوماندان ثابته کړي چې دوی په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټلې دي، کولای شي حکومت جوړ کړي.
شهباز شریف ویلي که خپلواک نوماندان ثابته کړي چې اکثریت دي حکومت جوړولی شي د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي، «که د عمران خان د تحریک انصاف ګوند ملاتړي خپلواک نوماندان ثابته کړي، چې دوی په پارلمان کې اکثریت رایې څوکۍ ګټلې دي، کولای شي حکومت جوړ کړي.»
شهباز شریف زیاته کړې، که خپلواک نوماندان دا ادعا ثابته نه کړي، نور ګوندونه به حکومت جوړ کړي. د پاکستان د تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ نواز مشر شهباز شریف ویلي، دغه ګوند له نورو ګوندونو سره د ګډ حکومت جوړولو په اړه خبرې کوي. جیو نیوز مخکې راپور ورکړی، چې د دوو لویو ګوندونو مسلم لیګ او پاکستان پیپلز ګوند لوړ پوړو چارواکو د واک د وېش په اړه خبرې کړې دي. د دوشنبې په ورځ د دغو دواړو گوندونو په غونډه کې وړاندیز شوی، چې دغه گوندونه دې په راتلونکو پنځو کلونو کې په نوبت سره د لومړي وزیر څوکۍ په واک ولري. مسلم لیګ او پیپلز ګوندونو د پاکستان د ملي مجلس ۱۲۹ څوکۍ ګټلې دي.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایرانه ۹۷۸ زره کډوال افغانستان ته راستانه شي. دغې ادارې په افغانستان کې د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاو په اړه په خپل راپور کې لیکلي، ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وړاندوینه کړې چې سږ کال به یو میلیون او څلور لکه او ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شي.
د اوچا د راپور له مخې، تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایرانه ۹۷۸ زره کډوال هېواد ته راستانه شي.
اوچا د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) په افغانستان کې د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاوو په اړه په خپل راپور کې لیکلي، چې ښايي دا شمېره نوره هم زیاته شي.
په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او پر کوربه هېوادونو د فشارونو د کمولو لپاره د بشری مرستو زیاتوالي ته اړتیا ده.
د دغه راپور له مخې، په تېر نومبر میاشت کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د حکم له صادرېدو وروسته له ۴۸۳ زره زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي.
اوچا او د دوی بشردوستانه همکاران د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې سرپناه، خواړه او اوبه، مالي مرستې، روغتیایی خدمتونه، ښوونه او روزنه او رواني او ټولنیزې مرستې د کډوالو له لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼي.
د یادولو ده، چې د اوچا د راپور له مخې د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه کسان به په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ځايي سرچینې وايي د شمالي وزیریستان مرکز میرانشاه ښار په بشپړ دول د لاریون والو له لوري وتړل شو او د پوځي چاوڼیو مخې ته یې پرلت وهلی. دغه لاریون په میرانشاه کې د ملي جمهوري ګوند پر مشر محسن داوړ د درې ورځې مخکې برید په غبرګون کې شوی چې خپله داوړ پکې ټپي او درې ملګري یې ووژل شول.
محسن داوړ چې له شمالي وزیرستانه پارلمان ته نوماند دی، په ټاکنو کې یې د درغلیو ادعا کوله او درې ورځې وړاندې یې د ټاکنو پایلو د ځنډېدو په غبرګون کې لاریون کړی و.
نن د سې شنبې ورځ د (سلواغې ۲۴مه) په میرانشاه کې د لاریون یو سمبالوونکي حمزه داوړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې دوی به تر هغه لاریون او پرلت روان ساتي چې پر محسن داوړ او پلویانو یې د برید پلټنه نه وي شوې: «تر هغه به احتجاج او پرلت روان وي چې پر محسن داوړ او ملګرو د برید او ډزو قاتلان نه وي نیول شوي او د دې لاریون هدف همدا دی چې د دغه برید پوره تحقیق وشي او معلومه شي چې ولې او چا پرې ډزې کړې.»
له شمالي وزیرستانه قومي اسمبلۍ ته نوماند محسن داوړ درې ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د پوځي مرکز مخې ته د احتجاج پر مهال له پنځلسو ملګرو سره ټپي شو چې درې ملګري یې وژل شوي هم دي.
محسن داوړ د درملنې لپاره پېښور ته وړل شوی او ځینې ملګري یې پر شمالي وزیرستان سربېره بنو روغتون ته لېږدول شوي دي.
لا هم ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، کله چې محسن داوړ او ځینې نورو سیاستوالو د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو له امله د رایې شمېرنې مرکز مخې ته لاریون کاوه، د مرکز ساتونکو دروازې وتړلې او ډزې وشوې.
محسن داوړ د پاکستان په تېر پارلمان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر په یوه خبري ناسته کې د ټاکنو د پایلو په اړه سیاسي ګوندونو او لاریون کوونکو ته وویل، چې د دغه هېواد خلکو د ټاکنو پایلې منلې دي. انوارالحق کاکړ د وروستیو ټاکنو په ترسره کولو کې د دغه هېواد د ټاکنو د کمېسیون او د پوځ له کړنو هم دفاع وکړه.
ښاغلي کاکړ په داسې حال کې د ټاکنو کمېسیون او د هغې د پایلو دفاع وکړه، چې یو شمېر سیاسي ګوندونه د فبرورۍ د اتمې د عمومي ټاکنو په پایلو کې د درغلیو او لاسوهنو ادعاوې کوي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، انورالحق کاکړ د سه شنبې په ورځ د (سلواغې ۲۴مه) د پاکستان پر سیاسي ګوندونو نیوکه وکړه چې په پاکستان کې د ټاکنیزو تشو د له منځه وړلو لپاره د "اغېزمنو قوانینو" په جوړولو کې پاتې راغلي دي.
په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر سیاسي ګوندونو په کراچۍ او بلوچستان کې په ټاکنو کې د شفافیت د نشتوالي او د پراخو درغلیو له امله لاریونه کړي دي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ له پاکستانه له سلو زیات افغان کډوال په زور را ارېستل شوي دي. دغه وزارت د سې شنبې ورځ د (سلواغې۲۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې تېره ورځ ۱۵۴ تنه افغان کډوال د کندهار سپین بولدک او ننګرهار تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي.
دغه وزارت ویلي راستانه شوي ټول شمېر کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د تورخم له لارې ۲۱ کورنۍ چې ټول شمېر یې ۸۰ تنه کیږي راستنې شوې او تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندل شوي.
همدارنګه د کندهار ولايت د سپين بولدک سرحدي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د سپین بولدک له لارې ۱۴ کورنۍ چې شمېر یې ۷۴ تنه کیږي په زور له پاکستانه راستنې شوي چې دوی هم له ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندل شوي.
له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري او تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي و چې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.