شهباز شریف: که خپلواک نوماندان ثابته کړي چې اکثریت څوکۍ یې ګټلې دي، حکومت جوړولی شي

د پاکستان پخواني لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، که د عمران خان د تحریک انصاف ګوند ملاتړي خپلواک نوماندان ثابته کړي چې دوی په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټلې دي، کولای شي حکومت جوړ کړي.