د پاکستان د مالیې وزارت له نړۍوال وجهي صندوق څخه شپږ میلیارده ډالره تازه پور اخلي

د پاکستان د ماليې وزارت خبر ورکړی، چې د پیسو له نړۍوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) څخه د شپږ میلیارده ډالرو د پور اخیستو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.

د پاکستان د ماليې وزارت خبر ورکړی، چې د پیسو له نړۍوال وجهي صندوق (ای ایم ایف) څخه د شپږ میلیارده ډالرو د پور اخیستو لپاره یې چمتووالی نیولی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د ماليې وزارت له ای ایم ایف څخه د پور د نوي پروګرام د ترلاسه کولو لپاره چمتووالى بشپړ کړی او یاد پروګرام به د درېيو کلونو لپاره وي.
دوی وايي، چې له ای ایم ایف سره د پور د نوي پروګرام لپاره خبرې اترې به د دویمې اقتصادي کتنې سره ترسره شي او له نړۍوال وجهي صندوق څخه به د ۶ میلیارد ډالرو نوي پور پروګرام غوښتنه وشي.
ویل کیږي، چې د ای ایم ایف په شرایطو کې د ګازو بیه ښايي ۶۷ سلنه نوره هم ګرانه شي.
د مالیې وزارت د سرچینو په وینا؛ د نوي پور پروګرام لاندې به برېښنا او ګاز نور هم ګران شي او مختلفو سکتورونو ته ورکړل شوي سبسایډي به په مرحله واره توګه ختمه شي. د ټېکسونو په لړ کې به مختلفو سکټورونو ته ورکړل شوې استثنا هم ختمه کړل شي.
د پاکستان د مالیې وزارت سرچینې وايي، چې د پورونو نوی پروګرام به د اوسني معیار د موافقتنامې په پرتله د سختو شرایطو پر بنسټ وي.
ای ایم ایف به د راتلونکي مالي کال د بودیجې لپاره د مالیې وزارت ته وړاندیزونه ورکړي، چې د پلي کېدو لپاره به یې پاکستان تضمین ورکړي.
پاکستان لا له وړاندې یو له هغو هېوادونو څخه و، چې له نړۍوال وجهي صندوق څخه یې تر ټولو زیات پور اخیستی دی.


د جمعیت علمای اسلام مشر وايي؛ ټاکنو کې ځکه مات شول چې د طالبانو د حکومت ټیکاو او د افغانستان او پاکستان د اړیکو پیاوړتیا غواړي. مولانا فضل الرحمان په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، چې د ټاکنو پایلې نه مني او په همدې دلیل په اعتراض کې د حکومت پر ځای اپوزیسیون غوره بولي.
د پاکستان ټاکنې تېره پنجشنبه وشوې؛ خو د تېر خلاف د ۲۴ ساعتونو پر ځای یې ۶۰ ساعتونو کې پایلې ووتې.
پر دې ټاکنو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډون مختلفو ډلو د درغلیو تور لګولی؛ خو د ټاکنو کمېسیون وايي، چې هر څوک خپل شکایت ورته سپارلی شي.
مولانا فضل الرحمان وايي، چې اوسنیو ټاکنو د تېرو ټاکنو د درغلیو ریکارډ هم مات کړ او په همدې وجه دا ټاکنې نه مني.
هغه وویل، چې د اسلام د دوښمنانو په فشار په ټاکنو کې د جمعیت علمای اسلام د ماتولو پلان پلی شو.
نوموړي تر ټاکنو مخکې افغانستان ته د خپل سفر په یادولو سره وویل: «زما جرم دا دی، چې افغانستان کې د اسلامي امارت د استحکام او د پاکستان او افغانستان د اړیکو د استحکام برخه کې مې رول لوبولی چې امریکا او غرب ته د منلو نه دی.»
هغه ور پسې زیاته کړه: «زموږ جرم دا دی، چې د اسراییل د دولتي ترهګرۍ په مقابل کې د فلسطین او حماس ملاتړ کوو.»
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزیر پلویانو په دې ټاکنو کې د ۹۲ پارلماني څوکیو ګټلو سره بیا هم د درغلیو ادعا کړې ده.
له دې سره د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند د حکومت جوړولو لپاره له ځینې نورو ډلو سره په تماس کې دی.
په دې ټاکنو کې مسلم لیګ نواز ډلې د ۷۹ څوکیو ګټلو سره له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت جوړولو هڅه پیل کړې ده.
خو مولانا فضل الرحمان له مسلم لیګ نواز ډلې غواړي چې د حکومت جوړولو پر ځای دې اپوزیسیون غوره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې جمعیت علمای اسلام به پارلماني کردار ادا کړي؛ خو اسمبلیو کې به یې ګډون له ملاحظو سره وي او له کوم ګوند سره به ټلواله جوړه نه کړي.
د مولانا فضل الرحمان ډلې اوسنیو ټاکنو کې څلور پارلماني څوکۍ ګټلې او د بلوچستان صوبايي پارلمان ۱۱ او د پښتونخوا ۷ صوبايي څوکۍ یې ګټلې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش د پاکستان د دوشنبې د ورځې په ټولټاکنو کې د بې نظمیو په اړه د پلټنې غوښتنه وکړه او په پاکستاني چارواکو او سیاسي مشرانو یې غږ وکړ، چې د تېرې اونۍ ټاکنو په تړاو مسایل له قانوني لارو چارو حل کړي.
نوموړي له پاکستاني سیاستوالو غوښتي؛ له هرې هغې کړنې څخه دې ډډه وکړي، چې تاوتریخوالی رامنځته کوي.
د فېبرورۍ د اتمې ټاکنې وروسته له هغې د درغلیو او بې نظمیو له تورونو سره مخ شوې، چې پایلې یې له ډېر ځنډ سره مخ او د رایې اچونې په ورځ د موبایل خدمتونه وځنډول شول.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند اړوند خپلواک نوماندان د ۹۲ څوکیو په ترلاسه کولو سره مخکښ دی، ورپسې مسلم لیګ (ن) ۷۹ او پیپلز ګوند ۵۳ څوکۍ لري.
په ورته وخت کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان علي امین ګنډاپور د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر (اعلی وزیر) په توګه معرفي کړ.
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي په یوه بیان کې له پاکستانه غوښتي، چې په هېواد کې د «امن فضا» وساتي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې په ورځنۍ غونډه کې وویل: «د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر د پاکستان حالات څاري او پر دغه هېواد غږ کوي، چې د ټولو مسالو او شخړو حل دې د قانون په چوکاټ کې ترسره شي او بشري حقونو او د قانون حاکمیت ته دې چې د پاکستان د خلکو ګټې پکې نغښتې دي پوره درناوی وشي.»
سرمنشي له پاکستاني چارواکو او سیاسي مشرانو څخه وغوښتل چې سیاسي وضعیت ارامه وساتي او له هر ډول تاوتریخوالي څخه دې ډډه وکړي.
په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر سیاسي ګوندونو په کراچۍ او بلوچستان کې په ټاکنو کې د رونټیا د نشتوالي او د پراخو درغلیو له امله لاریونه کړي دي.
د امريکا، برېټانيا او اروپايي اتحاديې په ګډون نورو هېوادونو هم له پاکستانه غوښتي، چې په ټاکنو کې د درغليو د ادعاو پلټنه وکړي.
د پلټنو غوښتنې ته په غبرګون کې سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ دا رد کړه، چې پاکستان به د هر چا د فشار لاندې د فېبرورۍ په اتمه په ټولټاکنو کې د درغلۍ په اړه پلټنې وکړي.
د دوشنبې په ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د پاکستان له لومړي وزیر څخه د امریکا او برېټانیا د غوښتنې په اړه چې د ټاکنو د پایلو د ځنډ د تورونو پلټنه وکړي، د تبصرې غوښتنه وشوه.
سرپرست لومړي وزیر وویل: «ایا پاکستان له متحده ایالاتو څخه د کپیټل هیل د لاریونونو په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړې؟ پاکستان یو خپلواک هېواد دی او هېڅ ډول فشار ته به غاړه کېنږدي.»
هغه وویل؛ نور هېوادونه او نړۍوال فورمونه خپل نظرونه او انګېرنې له ټولنیزو رسنیو څخه د ناسمو معلوماتو پر بنسټ جوړوي.
کاکړ زیاته کړه: « که چیرې کوم تور وي؛ موږ به یې د خپل هېواد د قوانینو له مخې وڅېړو نه د بل هېواد د غوښتنې له مخې.»

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان علي امین ګنډاپور د خیبر پښتونخوا د مشر وزیر (اعلی وزیر) په توګه نوماند اعلان کړ. د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا په صوبایي ټاکنو کې ۸۴ څوکۍ ګټلي او کولی شي، چې ایالتي حکومت جوړ کړي.
جیو نیوز د سې شنبه په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) راپور ورکړ چې عمران خان د راولپېنډۍ له بندخونې څخه خبریالانو ته وویل: "د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر به علي امین ګنډاپور وي."
په ورته وخت کې د تحریک انصاف ګوند هڅه کوي، چې د نورو ګوندونو په اتحاد سره په مرکزي حکومت کې واک تر لاسه کړي.
د جيو نيوز د خبر له مخې؛ ښاغلي خان د نواز شريف له مسلم ليګ (ن)، پاکستان پيپلز ګوند او د متحده قومي حرکت ګوند سره د اتلافي حکومت جوړولو امکان رد کړ او د خپل ګوند چارواکو ته يې امر وکړ، چې د ائېتلافي حکومت جوړولو لپاره له نورو ګوندونو سره خبرې وکړي.
جیوز نیوز لیکلي، چې د تحریک انصاف ګوند خپلواک او متحد نوماندان د ۹۰ څوکیو په ګټلو سره تر ټولو لویه پارلماني ډله ده او اوس په ملي اسمبلۍ کې تر بل هر ګوند زیاتې څوکۍ لري.
د پاکستان په وروستیو ټولټاکنو کې د نورو لویو ګوندونو په منځ کې مسلم لیګ (ن) ګوند ۷۵ څوکۍ او پیپلز ګوند ۵۴ څوکۍ ګټلې دي.
دا دواړه ګوندونه هڅه کوي، چې د حکومت جوړولو لپاره اېتلاف جوړ کړي.
عمران خان ویلي، چې د فېبرورۍ د اتمې ټاکنې به په پاکستان کې اقتصادي ثبات راولي؛ خو هغه کسان چې حکومت کول غواړي په "پیسو وینځلو" کې ښکېل دي.
ښاغلي خان دا هم زیاته کړه؛ کله چې نواز شریف خپله خبري غونډه وځنډوله نو پوه شو، چې ګوند یې ټاکنې نه دي ګټلي.
هغه وویل: "نواز شریف او مریم نواز دواړو ټاکنې بایللي دي."
د پاکستان پخواني لومړي وزیر ویلي، چې ګوند به یې له نورو ګوندونو سره د راتلونکي لومړي وزیر پر نوم له هوکړې مخکې په ټاکنو کې درغلۍ ننګوي.
هغه زیاته کړه: "موږ به د ټاکنو د پایلو [د درغلیو] پر ضد د پاکستان سترې محکمې ته لاړ شو."

د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایرانه ۹۷۸ زره کډوال افغانستان ته راستانه شي. دغې ادارې په افغانستان کې د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاو په اړه په خپل راپور کې لیکلي، ښايي دا شمېره نوره هم لوړه شي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وړاندوینه کړې چې سږ کال به یو میلیون او څلور لکه او ۶۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شي.
د اوچا د راپور له مخې، تمه ده چې له پاکستانه ۴۸۳ زره او له ایرانه ۹۷۸ زره کډوال هېواد ته راستانه شي.
اوچا د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳مه) په افغانستان کې د بشري فعالیتونو او د راستنېدونکو کډوالو د بشري اړتیاوو په اړه په خپل راپور کې لیکلي، چې ښايي دا شمېره نوره هم زیاته شي.
په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو او پر کوربه هېوادونو د فشارونو د کمولو لپاره د بشری مرستو زیاتوالي ته اړتیا ده.
د دغه راپور له مخې، په تېر نومبر میاشت کې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د حکم له صادرېدو وروسته له ۴۸۳ زره زیات افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي.
اوچا او د دوی بشردوستانه همکاران د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې سرپناه، خواړه او اوبه، مالي مرستې، روغتیایی خدمتونه، ښوونه او روزنه او رواني او ټولنیزې مرستې د کډوالو له لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼي.
د یادولو ده، چې د اوچا د راپور له مخې د افغانستان له نیمایي څخه زیات نفوس شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه کسان به په ۲۰۲۴ کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ځايي سرچینې وايي د شمالي وزیریستان مرکز میرانشاه ښار په بشپړ دول د لاریون والو له لوري وتړل شو او د پوځي چاوڼیو مخې ته یې پرلت وهلی. دغه لاریون په میرانشاه کې د ملي جمهوري ګوند پر مشر محسن داوړ د درې ورځې مخکې برید په غبرګون کې شوی چې خپله داوړ پکې ټپي او درې ملګري یې ووژل شول.
محسن داوړ چې له شمالي وزیرستانه پارلمان ته نوماند دی، په ټاکنو کې یې د درغلیو ادعا کوله او درې ورځې وړاندې یې د ټاکنو پایلو د ځنډېدو په غبرګون کې لاریون کړی و.
نن د سې شنبې ورځ د (سلواغې ۲۴مه) په میرانشاه کې د لاریون یو سمبالوونکي حمزه داوړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې دوی به تر هغه لاریون او پرلت روان ساتي چې پر محسن داوړ او پلویانو یې د برید پلټنه نه وي شوې: «تر هغه به احتجاج او پرلت روان وي چې پر محسن داوړ او ملګرو د برید او ډزو قاتلان نه وي نیول شوي او د دې لاریون هدف همدا دی چې د دغه برید پوره تحقیق وشي او معلومه شي چې ولې او چا پرې ډزې کړې.»
له شمالي وزیرستانه قومي اسمبلۍ ته نوماند محسن داوړ درې ورځې وړاندې د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه کې د پوځي مرکز مخې ته د احتجاج پر مهال له پنځلسو ملګرو سره ټپي شو چې درې ملګري یې وژل شوي هم دي.
محسن داوړ د درملنې لپاره پېښور ته وړل شوی او ځینې ملګري یې پر شمالي وزیرستان سربېره بنو روغتون ته لېږدول شوي دي.
لا هم ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو راپورونه وايي، کله چې محسن داوړ او ځینې نورو سیاستوالو د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو له امله د رایې شمېرنې مرکز مخې ته لاریون کاوه، د مرکز ساتونکو دروازې وتړلې او ډزې وشوې.
محسن داوړ د پاکستان په تېر پارلمان کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر و.