طالب چارواکی: د دوحې په غونډه کې د ګډون د څرنګوالي په اړه له ملګرو ملتونو سره خبرې کوو

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ویلي، دا ډله د دوحې په ناسته کې د خپلو استازو د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو له چارواکو او لویدیځو ګوندونو سره خبرې کوي. ذاکر جلالي وايي، طالبان د فرصتونو په لټه کې دي چې په نړۍوالو غونډو کې "مسوول استازیتوب" ولري.