امریکا غږ: په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۲۶۵۰۰ د اېس ای وي ویزې افغانانو ته ورکړل شوې دي

د امریکا غږ انګلیسي څانګې د متحده ایالاتو د حکومت د نویو معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې تېر یوه کال کې په متحده ایالاتو کې د بیا مېشتیدنې لپاره د ځانګړې کډوالۍ یا اېس ای وي پروګرام تر ټولو ډېرې ویزې ورکړل شوې دي.





