طالبان: د کابل ښار په مهمو برخو کې څار کامرې لګول د ۵ کلن ستراتیژیک پلان برخه ده

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په ۱۵ ناحیه کې د ۱۵ کمرو په لګولو سره وایي، چې د دغه ښار په څلور لارو او نورو مهمو برخو کې د امنیتي کمرو د لګولو لړۍ روانه ده. دغه وزارت نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دې څار کمرو د لګولو چاره د دوی د پنځه کلن سترایژیک پلان یوه برخه ده.