• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران روغتیا وزیر وايي افغانان او عراقیان تر نورو ډېر درملنې ته ور ځي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۲:۳۸ GMT+۰

د ایران روغتیا وزیر وايي، تر نورو وګړو افغانان او عراقیان دغه هېواد ته د درملني لپاره ډېر ورځي او له دې درکه تهران ته د کال یو میلیارد ډالر عاید په لاس ورځي. افغانان پخوا تر ډېره پاکستان او هند ته درملنې ته تلل، خو د طالبانو واکمنېدو سره دواړو هېوادونو ته تګ ورته ستونزمن شوی.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، بهرام عین اللهي نن د سیلګرۍ نندارتون کې وویل، ایران ته تلونکي شل سلنه سیلانیان روغتیايي ګرځندویان دي او هیله لري چې د روغتیا او سیلګرۍ وزارتونو په همغږۍ په دې برخه کې نور هم سیلانیان زیات شي.

هغه زیاتوي، تېر کال د سیلانیانو په نوم د یو میلیون او دوه لکه کسان دغه هېواد ته د روغتیايي سیلګرۍ لپاره ورغلي دی، چې تر نورو د عراق، افغانستان، پاکستان، عمان، بحرین، ارمنستان، تاجکستان، خلیخي هېوادونو ډېر ناروغان وو .

د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو سره چې هند ته له افغانستان عادي تګ بند شوی او پاکستان هم وخت په وخت خپلې لارې بندوي ور سره افغانانو ایران ته مخه کړې ده.

ایران د پاکستان او هند برعکس له طالبانو سره ورځ تر بلې په هره برخه کې اړیکي پراخوي او افغانانو ته ویزو اسانتیاوې ډېروي.

پر ناروغانو سربېره اوس هغه کسان هم تر ډېره ایران ته ځي چې خپلوان یې اروپا کې وي او د خپلمنځي لیدلو یا کېس اچولو لپاره دویم هېواد ته اړتیا لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

ایرانی استازی: طالبان د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره دوه مهم شرطونه لري

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي ویلي، چې طالبان د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې غونډه کې ګډون لپاره ۲ مهم شرطونه لري. حسن کاظمي قمي د دغو شرطونو په اړه نور جزيات نه دي ور کړي، خو ټینګار یې کړی، چې له طالبانو سره تعامل په افغانستان کې د امنیت د تامین لپاره زميبه برابرولی شي.

هغه د چهار شبنې په ورځ د سلواغې په ۲۵ مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: « که د سیمه ییزې تماس ډلې لار په پام کې ونيول شي او له طالبانو سره د تعامل لار تعقیب شي له باثباته افغانستان سره به مخ شو.»

کاظمي قمي ټینګار وکړ، چې باید معلومه شي د دوحې غونډې هدف څومره جدي دی او دا ناسته له طالبانو سره د تعامل لپاره د یوې «عادلانه لارې» د پرانستلو یو ښه فرصت دی.

تر دې مخکې طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی و او د دوحې غونډه کې یې د دوی د "معنا وړ" ګډون غوښتنه کړې وه.

طالبانو ویلي که ملګري ملتونه د دوحې غونډې د جوړېدو په اړه نور جزیات ورکړي دغه ډله به د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ویلي، چې دا ډله د دوحې غونډه کې د ګډون د څرنګوالي په اړه له ملګرو ملتونو سره خبرې کوي.

طالبان وايي پنجشېر کې د اوسپنې کان اېستلو لومړني کارونه ژر پیلېږي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۱۳ GMT+۰

د پنجشېر لپاره د طالبانو والي وايي، د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې د اوسپنې کان اېستلو لومړني کارونه ژر پیلېږي. د نوموړي دفتر یوه اعلامیه کې زیاتوي چې د ۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت دې درې کلنه پروژه کې به نږدې دوه زره کسانو ته کار پیدا شي.

د اعلامیې له مخې، د دغه کان د داوطلبۍ ګټونکي شرکت مشر عبدالوکیل خسرو د طالبانو له والي محمد اغا حکیم سره نن په دې هکله لیدنه کې ویلي د اوسپنې کان د کیندنې د لومړنیو چاورو پر پیل خبرې وکړې.

طالبان وايي، ددې پروژې پیلېدو سره به د ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د پنجشېر په مرکز او ولسوالیو کې پرمختیایي پروګرامونه او ټولنیز خدمات هم پیل شي.

طالبانو د ۲۰۲۳ کال اګسټ کې د پنجشیر د زمرود کان اېستل پیل کړل او دا لومړی ځل دی چې د اوسپنې کان د اېستلو خبره کوي.

پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو سره په پنجشېر او نورو ولایتونو کې لسګونه کانونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي او د استخراج چارې یې روانې دي.

چین له هغو هیوادونو دی چې د افغانستان د کانونو د کیندونو ډیری تړونونه یې له طالبانو سره لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د لایحې له مخې، کوچني کانونه کورنیو شرکتونو او لوی يې بهرنیو شرکتونو ته ور کول کيږي، خو ځینې کانپوهان بیا وایي چې تر ډېره دا کانونه بې قانونه او نامسلکي اېستل کېږي.

سیمه‌ایزې سرچینې: له دوه کالو وروسته سویلي ولایتونو کې بیا د کوکنارو کر ـ کیلې ډېرې شوې دي

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۴ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۰۲ GMT+۰

سیمه‌ایزې سرچینې وايي، د تریاکو د بیو لوړېدو وروسته په هلمند، کندهار، ارزګان او فراه ولایتونو کې کرونده‌ګرو یوځلې بیا د کوکنارو کرلو ته مخه کړې؛ خو طالبان د کوکنارو کرـ کیلې له منځه وړي او د ملا هبت الله له فرمان څخه سرغړوونکي بندیانوي.

د افغانستان له سویل څخه سیمه‌ایزې سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي چې، په یو شمېر ولایتونو کې کرونده‌ګرو په پراخه کچه د کوکنارو کرلو ته مخه کړې.
هلمند چې د افغانستان د نورو ولایتونو پرتله د تریاکو تولید په کې ډېر و، د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري د کوکنارو د کر او قاچاق د منعې له فرمان وروسته د تېرو نږدې دوه کالو پر مهال په کې د نشه‌یي توکو بیې خورا لوړې او کرـ کېله یې کمه شوې وه.
د احمد خان په نوم یو قومي مشر افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي،‌ د تېرو دوو میاشتو راهیسې د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې کرونده‌ګرو یوځلې بیا د نورو ولایتونو او سیمو پرتله ډېرو د کوکنارو کر ته مخه کړې.
نوموړی وايي:« د تاریاکو قیمتونه لوړ شول په مارکېټ کې تریاک کم شوي او خلک مجبوره دي چې کوکنار وکري خلک یې په پټه کري. بزګران بله لاره نه لري ځکه طالبانو امر کړی دی، چې تریاک بند دي نور نو د بزګرانو په کیسه کې نه دي چې هغوی څه شی وخوري.»

100%


خو په دې ورستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د له منځه وړلو کمپاینونه پیل کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د روان میلادي کال د جنورۍ له ۱۵مې نیټې څخه د فبرورۍ تر ۱۴مې نیټې په هلمند، فراه، ارزګان، کندهار، ننګرهار، نیمروز، بلخ، لغمان، او بدخشان ولایتونو کې پر ۱۵۶۰ جریبه ځمکه د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
په خپرو شویو معلوماتو کې لیدل کېږي، چې په ډېره انداره کوکنار په هلمند، کندهار او فراه ولایتونو کې له منځه وړل شوي.
او ویلي یې دي چې د ملا هبت الله اخوندزاده له فرمان څخه د سرغړونې په تور یې ۲۲۱ کسان چې پر خپلو ځمکو یې کوکنار کرلي وو نیولي او بندیان کړي یې دي.
طالبانو په داسې حال کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نشه‌يي توکو د کروندو د له منځه وړلو کمپاینونه پیل کړي، چې د دغې ډلې لوړ پوړي چارواکي تل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو بهرنیو چارواکو سره د لیدنو پر مهال په افغانستان کې د کوکنارو کرـ کېله صفر کچې ته د راټیټېدو ادعاوې کوي.
خو ایران په وار، وار ادعاوې کړې، چې اوس هم د نړۍ ۹۵ سلنه نشه‌يي توکي په افغانستان کې تولیدېږي.

اېرنا: ۱۲ افغان موټر چلوونکي په ایران د تېلو د قاچاق په تور نیول شوي دي

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۷:۴۰ GMT+۰

د ایران د رضوي خراسان پوله ساتو ځواکونو قوماندان اعلان وکړ، چې په تېرو شلو ورځو کې يې ۱۲ افغانان د څه باندې ۱۹ زره ليټره تېلو د قاچاق په تور نیولي دي. د مجید شجاع په وینا؛ دغه کسان د هغو لاریو چلوونکي وو، چې تېل یې لېږدول.

د ایران اېرنا خبري اژانس د ښاغلي شجاع له قوله لیکلي، چې د یادې اندازې تېلو بیه پنځه میلیارده ریالو ته نېږدې ده او د خراسان رضوي ولایت پر پوله نیول شوي دي.

دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې د روان کال په لومړیو ۹ میاشتو کې ۵۷۸ زره لیټره تېل د خراسان رضوي پر پوله په ځانګړې توګه د تایباد پر پوله کشف او نيول شوي دي.

اېرنا د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۴مه) په یوه بل راپور کې د خراسان رضوي د سرحدي ساتونکو د قوماندان په حواله لیکلي، چې د تایباد سرحدي ځواکونو په تېرو درېیو ورځو کې په بېلابېلو عملیاتو کې لس کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

دې رسنۍ همداراز لیکلي، چې په دغو عملیاتو کې د تریاکو، هېروېنو او چرسو ۴۵۹ کڅوړې نیولې دي.

د طالبانو ویاند: داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د جلب او جذب توان نه لري

۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ - ۱۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰

په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اعلامیې په غبرګون کې د طالبانو ویاند ویلي، چې دغه ډله په بشپړه توګه ځپل شوې او د جلب او حذب توان نه لري. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د امنیت شورا دغه ادعا د «ناوړه ګټنې» پر بنسټ شوې او حقیقت نه لري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو د سې شنبې په ورځ (د سلواغۍ ۲۴ مه) د ذبیح الله مجاهد یو غږیز پیغام خپور کړی، چې په کې یې ویلي دي: "د نړۍوالې ټولنې ځینې بنسټونه داعش ته وده ورکوي او د داعش په ملاتړ او د دغې ډلې د پراخولو په کمپاین بوخت دي."

هغه په ​​ډاګه کړه، چې نړۍواله ټولنه هڅه کوي داعش د "لوی خطر" په توګه تعریف کړي او له منفي تبلیغاتو څخه ناوړه ګټه اخلي، په داسې حال کې چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او د جلب او حذب په حال کې نه دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د پراخېدو او وسلو او مهماتو ته د دغې ډلې د لاسرسي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د دغې ډلې عملیاتي ظرفیت په پراخېدو دی.