د جنیوا قرارد د ۱۹۸۸ل کال د اپرپل په څوارلسمه نېټه د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شو، چې د امریکا متحده ایالات او شوروي اتحاد د هغه قرارداد ګرنټور یا تضمین کوونکي وو. د دغه قرارداد او د دوحې قرارداد تر منځ ډېر شباهتونه شته چې په لنډه توګه یې یادونه کوم.
د جینوا قرارداد له لاسلیک څخه وروسته د ملګرو ملتونو خاص استازی ډیګو کوردویز، پېښور ته لاړو او هلته یې د کچه ګړۍ په کمپ کې د مهاجرینو سره وکتل. د مهاجرینو په استازيتوب سید محمود حسرت هلته خبرې وکړې او ډېګو کوردویز ته یې وویل، چې کاش د قرارداد له امضا څخه مخکې تاسي دلته د مشورې لپاره راغلی وی؛ خو ستاسې اوسنی راتګ صرف د قرارداد د امضا د اطلاع ورکولو په خاطر دی ځکه قراداد امضا شوې او زمونږ مشورې اوس په درد نه خوري.
هغه وویل؛ زمونږ پوښتنه دا ده، چې ایا دا قرارداد د افغانانو ستونزې حل کولې شي که نه؟
ایا د دې قرارداد په اساس افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کېدلی شي که نه؟
ایا په افغانستان کې جنګ ختمېدلی شي که نه؟
ډیګو کوردویز دویم ځل خبرو ته اوچت شو او ویې ویل؛ دا قرارداد د شوروي اتحاد د قواو د وتلو لپاره دی او تاسې چې دا دوه مشکله یاد کړل، د قرارداد پر بنسټ حلېدلی شي. د دې علت دا دی چې کله دوی د مجاهدینو د مشرانو، د پاکستان، امریکا او نورو هېوادونو سره خبرې کولې، ټولو ویلي که د شوروي اتحاد قواوې له افغانستان څخه ووځي نو د افغانستان ټول مشکل حل کېدلي او جنګ ختمیدلې شي.
په دې توګه دا قرارداد د شوروي اتحاد د قواو د وتلو لپاره دی. هماغه و، چې د جنیوا قرارداد په اساس د ۱۹۸۹ز کال د فېبرورۍد میاشتې په پنځلسمه نېټه، د قرارداد څخه یو کال وروسته، د شوروي اتحاد ټولې قواوې له افغانستان څخه ووتلې.
د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو د وروستۍ ورځ انځور
افغانستان د داخلي او نیابتي جګړو میدان شو او په لسګونو زره افغانان د هغه جنګونو قرباني او افراطیت لا نور په افغانستان او سیمه کې تقویه شو.
د دوحې تفاهمنامه هم چې د طالبانو او امریکا تر منځ د ۲۰۲۰زکال د فېبرورې په نهه ویشتمنه نېټه لاسلیک شوه، دا هم د امریکا او ناټو د قواو د وتلو لپارهوه.
طالبانو او پاکستان او همدا شان نورو سیمه يیزو هېوادونو دا اصرار کاوه که ناټو او امریکا له افغانستان څخه ووځي، د افغانستان مشکل حل کیږي.
یو ځلې د بي بي سي رادیو سره په خبرو اترو کې په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شاه مومند او زه میلمانه وو.
رستم شاه مومند همدا خبره کوله چې په افغانستان کې ستونزه د امریکا قواو جوړه کړې ده او که د امریکا قواوې ووځي نوره مساله پخپله افغانان په خپلو منځونو کې حل کولې شي.
ما ورته وویل، چې د جینوا د قرارداد په وخت کې هم تاسي همدا ویل که د شوروي اتحاد قواوې له افغانستان څخه ووځي؛ نو د افغانستان مشکل حل کیږي خو خبره هغسې نه وه.
د جینوا په قرارداد کې هم د جنګ یوه خوا چې مجاهدین وو، په خبرو کې شامل نه شول او پایله یې د نظام ړنګول او داخلي جنګونه شول. د دوحې په قرارداد کې هم د جنګ مهمه خوا چې د افغانستان حکومت او ولس و، څنډې ته او نظام ړنګ شو.
د افغانستان ستونزې او ورته والی:
د افغانستان ستونزې د جنیوا د قرارداد په شان پر خپل ځای پاتې او د افغانستان راتلونکی په نامعلومه خوا روان دی. البته د دوحې او د ویتنام د قرارداد تر منځ هم ډېر شباهتونه شته دی چې هغه جدا بحث دی.
د جنیوا او دوحې په خبرو کې سیمه ییز او نړۍوال اکټران هماغه پخواني لوبغاړي وو. د پاکستان رول په دواړو خبرو اترو کې مهم و. هغه وخت هم د افغانستان د مسالې کیلي د پاکستان په لاس کې وه، چې امریکا یې په دې قانع کړې وه چې د شوروي اتحاد له قواو د وتلو څخه وروسته، د افغانستان مساله نوره سیمه ییزه مساله ده او دوی ته باید پرېښودل شي چې مدیریت یې وکړي.
د دوحې په خبرو کې هم د افغانستان د مسالې کیلي د پاکستان په لاس کې وه. امریکا ته یې بیا هم قناعت ورکړې و، چې د طالبانو مدیریت دوی کولې شي. د پخوا په شان افغانستان یو ځل بیا د امریکا او ناټو قواو لپاره اولویت نه لري او دا مساله یې زیاته سیمه ییزو هېوادونو ته پرېښودې ده.
د جینوا په خبرو کې د وخت حکومت اشتباه وکړه، چې دا قرارداد یې باید نه وی امضا کړې؛ ځکه د جنګ مخالفو خواو پکې ګډون نه درلود. که څه هم د قرارداد له امضا څخه وروسته، د ډاکتر نجیب الله رژیم ډېرې هلې ځلې د “ملي روغې جوړې” په نوم وکړې؛ خو هغه هلې ځلې ناوخته وې او څه نتیجه یې ورنه کړه. همداشان؛ ډاکتر نجیب الله ونه شو کړی، چې د خپل حکومت ټولې خواوې متحدې وساتي او پایله یې دا شوه چې نظام له داخل څخه سقوط وکړ.
هغه وخت مجاهدینو د پاکستان لارښوونو ته غوږ نیوه او د کابل حکومت سره یې خبرې اترې ونه کړلې.
طالبانو هم باید د دوحې هوکړه لیک له امریکا سره نه وې امضا کړی؛ ځکه د قضې لویه خوا د افغانستان حکومت او ولس و. طالبانو دا ځل هم د پاکستان خبرو ته غوږ ونیوه او د کابل حکومت سره یې خبرې اترې ونه کړلې او پایله یې دا شوه، چې طالبان اوس ملي او نړۍوال مشروعیت نه لري.
طالبان د انزوا په حالت کې دي. په دې بحث نه کوو، چې په تېرو تقریباً درې کلونو کې د طالبانو کړنو پخپله دې ته نوره هم زمینه مساعده کړه، چې طالبان خپل محبوبیت د ولس او د دنیا په سطحه له لاسه ورکړي.
مجاهدینو هم هغه وخت د داخلي جنګونو له امله خپله محبوبیت د لاسه ورکړ.
د ډاکتر نجیب الله د حکومت په څېر ډاکتر اشرف غني هم ونه کړی شول، چې د حکومت ټولې خواوې سره متحدې وساتي او حکومت په حقیقت کې له داخل څخه سقوط وکړ، ځکه په امنیتي قواو یې خپل کنترول له لاسه ورکړ، سیاسي مخالفینو د حکومت له مشورې نه په غیر بېلابېلو هېوادونو ته له طالبانو سره د جوړ جاړي په خاطر سفرونه کول او پایله یې د حکومت ړنګېدل شول.
یو لوی توپیر دا و، چې ډاکتر نجیب الله ونه شو کړی چې له هېواده ووځي او د دوستم د ملېشو له خوا له هوایي ډګر څخه وګرځول شو؛ خو دا ځل ډاکتر غني وکړې شول چې له هېواده څخه ووځي.
د جنیوا په خبرو کې هغه وخت هم زلمي خلیزاد د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د سلاکار په توګه رول درلود او د دوحې په خبرو اترو کې د ده رول خو د امریکا د خاص استازي په توګه ښکاره و.
هغه وخت هم زلمی خلیلزاد د Negative Symmetry چې د کابل په حکومت او مجاهدینو نظامي مرستې ودرول شي، پلوی و. د دوحې د خبرو په وخت کې هم د فعاله دفاع د رول پلوي کولهچې امریکا د افغانستان له حکومت سره د طالبانو په ضد په عملیاتو کې مستقیمه مرسته ونه کړي بلکې یوازې د طالبانو د تهاجم پر وخت چې کله ښارونه سقوط کوي، مرسته وکړي.
زما ښه یاد شي، کله چې د جینوا قرارداد امضا شو نو زلمی خلیلزاد پېښور ته لاړو او هلته یې د خپل سفر په ترڅ کې د خبریالانو او نورو مستقلو کسانو چې د تنظیمونو سره یې کار نه کاوه، ماښامنۍ درلود. هغه دا پوښتنه مطرح کړه، چې ستاسي نظر د Negative Symmetry په هکله څه دی؟
هغه وخت ما ورته وویل، چې Negative Symmetry په دې معنا دی، چې جنګ دوام وکړي یعنې نه د افغانستان حکومت دومره قوت ولري چې مجاهدین له منځه یوسي او نه مجاهدین دا قوت ولري، چې د کابل حکومت له منځه یوسي. زما په اند که نورې وسلې دواړو خواو ته ورکړل شي او که نه خو دومره وسلې په افغانستان او سیمه کې شته چې هر څوک کولی شي، چې جنګ ته په یو شکل نه یو شکل دوام ورکړي.
د جنګ دوام د افغانانو په ګټه نه دی. د فعالې دفاع معنا هم دا وه، چې حکومت طالبانو ته شکست ورنه کړی شي او هم طالبان حکومت ته شکست ورنه کړی شي تر څو یو غیر مشروع او ضعیفه حکومت رامنځته شي.
هغه وخت هم د نظام ډېرې وسلې چور او کباړ شوې، چې په هغو وسلو تر اوسه جنګونه کېدل. د کلاشنیکوف کلچر حاکم شو. دا ځل هم د نظام ډېرې وسلې چور او په سیمه کې خپرې شولې چې اینده کې به یې عواقب د افغانستان او سیمې لپاره ښه نه وي.
د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر وايي، د پخوانۍ ملي مصالحې مشر عبدالله ور سره ډېره همکاري کړې او عطا محمد نور هم ور سره بیعت کړی و.
خلیل الرحمان حقاني وايي، د سولې لپاره یې اشرف غني ته هم استازي لېږلي وو او د کابل پرځېدو په درشل کې له عبدالله او کرزي سره تماس کې و.
خلیل الرحمن حقاني که څه هم دا نه وايي چې ښاغلي عبدالله څه همکاري ور سره کړې او چېرته یې ور سره لیدلي و، خو زیاتوي چې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د عبدالله عبدالله امضا ور سره پرته ده او ورته ویلي و چې «په سیاسي حال او مذاکراتو کې زه کار کوم او دلته ته کار کوه.»
نوموړی زیاتوي چې د بلخ د پخواني والي او د جمعیت ګوند له یوه مشر عطا محمد نور سره یې لیدلي او هغه ته یې ویلي و چې « قسم یې وکړ، وعده یې را سره وکړه، ما ورته وویل، موږ که په زور یا رضا واک ترلاسه کړ، ته به څه کوې؟ ما ته یې لاس را کړ په لاس بیعت یې وکړ، خو خپل بیعت یې مات کړ.»
ښاغلی حقاني له شمشاد تلوېزون سره مرکه کې زیاتوي چې د مزار شریف تر پرځېدو وروسته هم له عطا محمد نور سره په تماس کې و، تر دې چې هغه تر حیرتان واوښت.
د نوموړي دا مرکه لا نشر شوې نه ده، چې دغو مشرانو چېرته و رسره لیدلي او د څه ډول همکارۍ یا بیعت خبره یې ور سره کړې وه.
د حقاني شبکې دغه مهم مشر او د سراج الدین حقاني تره زیاتوي، چې له اسماعیل خان او سیاف سره هم په تماس کې و او اوس هم له دې جهادیانو سره تماس لري.
نوموړی وايي، له اسماعیل خان سره یې تر شلو غونډې کړې او مستند اسناد یې لري او له عبدالرب رسول سیاف سره هم تر هغه په تماس کې و چې د کابل هوايي ډګر ته ننوت.
دغه طالب چارواکي وايي، واک ته له رسیدو مخکې یې پنځه شپږ ځلې اشرف غني ته د ښاغلي غني د قوم او د خپل قوم استازي واستول، خو د سولې صلاحیت د دوی په لاس کې نه و.
خلیل رحمان حقاني په دې مرکه کې د کابل د پرځېدو په درشل کې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره هم خپل ارتباط ته اشاره کوي او وايي، چې د نوموړي له لارې یې له اشرف غني سره د اړیکو هڅه وکړه: «ما ورته وویل چې بیا ګیله ونه کړې او ونه وایې چې زمینه برابره نه شوه، هغه وخت او سوچ پرېږدئ چې تا به ملل متحد د نجیب غوندې خلاصوي اوس ته دوی ته پکار نه یې اوس به هغه عمل در سره کېږي چې بیا به تاریخ کې هم نه وي نو ته راشه مهرباني وکړه وینې مه تویوه استعفا ور کړه او امارت به ډاډ در کوي چې تاسو به محفوظ یاست.»
ښاغلی حقاني وايي، محب ترې دوه ساعته وخت وغوښت او «راته ویې ویل ته څه کوې ما وویل، زه درځم ده وویل، زه درځم ما ورته وویل، زما کسان هلته ناست دي، نو نه پوهېږم چې دوی ووېرېدل که څه؟ بیا یې تماس ونه نیو او که یې دا خوښه شوه چې نورې وینې تویې نه شي او ځای خالي کړي.»
نوموړی وايي، عبدالله او کرزي ته الوتکې هم راغلې وې، خو دوی ډاډ ور کړی و چې په امن کې دي او کله چې کابل ته ننوت، نو د امنیت لپاره یې کسان عبدالله او کرزي ته ور ولېږل.
که څه هم واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې د عمومي عفوې اعلان وکړ، خو له افغان چارواکو سره سره له هیواد څخه ډیر شمیر نور افغانان هم ووتل. طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه له جګړې او مقاومت پرته پلازمینې کابل ته ننوتل او له ارګ څخه یې واک ته د رسیدو اعلان وکړ.
د پخواني شوروي یو جنرال بوریس ګروموف وايي، د افغان شوروي جګړې پر مهال یې له جهادي قومندان احمد شاه مسعود سره لیدلي و.
بوریس ګروموف وايي، مسعود ژمن انسان و، که به یې ور سره ژمنه کوله،نو دوی سل په سله باوري و چې نوموړي پر خپله ژمنه درېږي.
نوموړی له افغانستان د پخواني شوري ځواکونو د وتلو د ۳۵ کلیزې په مناسبت دا خبرې له تاس خبري اژانس سره کړې دي.
پخواني شوروي د ۱۹۷۹ کال د ډیسمبر پر ۲۷ پر افغانستان یرغل سره ببرک کارمل واک ته ورساوه، خو د نږدې لس کلنې افغان-شوروي جګړې او د جنیوا تړون په نتیجه کې د ۱۹۸۹ کال د فبروري پر ۱۵ یې وروستی سرتېری له دغه هېواد ووت.
جنرال ګروموف په دې مرکه کې وايي، د افغان شوروي جګړې پر مهال یې له احمد شاه مسعود سره ارتباط درلود.
هغه زیاتوي، له مسعود سره یې یو ځل ولیدل، خو تر لیدنې مخکې ور سره د لیک له لارې په تماس کې و.
که څه هم دغه جنرال احمد شاه مسعود خپل یو دوښمن یاد کړی، خو زیاته کړې یې ده چې ښه انسان و.
نوموړی وايي، له مسعود سره په تماس کې یې شفر درلود، چې مالومه کړي پر ځای یې بل څوک خبرې نه کوي.
احمد شاه مسعود بیا بیا له شوروي ځواکونو سره اوربند هم کاوه او نور مجاهدین په تېره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي پرې تور لګوي چې له شوروي سره د اوربند پر مهال به یې له دوی سره جګړه کوله.
پر احمد شاه مسعود یوه دا نیوکه هم کېږي چې کابل ته یې د شوروي ځواکونو د اکمالاتو د مخنیوي لپاره کله هم سالنګ تونل بند نه کړ او نه یې پنجشېر ته څېرمه په جبل سراج کې د کابل او شمالي ولایتونو لار بنده کړه.